en
Feedback

Don't get caught by a cheater! Telemetrio finds and tags such channels 👉 If you want to see the tag, subscribe 👈

ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

Open in Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

Show more
605
Subscribers
No data24 hours
+27 days
-530 days
Posts Archive
د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموينې لپاره څه ډول نوم‌ليکنه وکړو؟ https://nexa.gov.af/ps/kankor-form

۲/۵/۱۴۴۸ *ننګرهار کې د ۲۲ کار کوونکو د کړو او اجرااتو کلنۍ ارزونه وشوه* د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو رياست مسوولينو له لوري د کرنې رياست د ۲۲ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ اروزنه وشوه. د کاري لايحې، پلان او اسنادوه په کتنه د يادو کار کوونکو کړنې مثبت ارزيابي؛ خو په يو شمېر برخو کې ورته د اصلاحاتو او مؤثره کار سپارښتنې وشوې. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ALCS مؤسسې له لوري د اکشن ايډ په تخنيکي همکارۍ ۱۵۵۰ کورنيو ته د روغتيا ساتنې بستو، ۴۷۰ ته د نغدي مرستو،
۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ALCS مؤسسې له لوري د اکشن ايډ په تخنيکي همکارۍ ۱۵۵۰ کورنيو ته د روغتيا ساتنې بستو، ۴۷۰ ته د نغدي مرستو، ۳۰۰ کسانو ته د کوچنيو کاروبارونو او ۲۰۰ نورو کورنيو ته د کرنيزو او مسلکي بستو د ورکړې زمينه برابريږي. د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د يادو مؤسسو مسوولينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ياده پروژه يې اړونده سکتور ته د پلې کېدو په موخه ور پېژندلې ده. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د امر بالمعروف قانون د تنفیذ په موخه اصلاحي پرېکړې وشوې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام‌ الرحمن حیدري پ
۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د امر بالمعروف قانون د تنفیذ په موخه اصلاحي پرېکړې وشوې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام‌ الرحمن حیدري په مشرۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو قانون د تنفیذ کمېټې نوبتي غونډه وشوه. په غونډه کې د شرعي لارښوونو د تطبیق، د منکراتو مخنیوي او د اصلاحي چارو سمون په اړه بحث وشو. د ولایت مقام کارپوه مولوي سمیع ‌الله سمون د ولايتي کمېټې کاري راپور وړاندې کړ. د امر بالمعروف رئیس مفتي محمد یاسین حقپرست، د ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتور عبدالوارث بسام او نورو مسوولینو هم د اړوندو چارو په اړه خپل نظرونه او راپورونه شریک کړل. بحثونه د ټولنیزو چارو پر اصلاح، د شرعي مسوولیتونو پر ادا کولو او د اړوندو ادارو پر همغږۍ راڅرخېدل. په پای کې د امر بالمعروف قانون د احکامو ښه تنفیذ او د اصلاحي فعالیتونو تنظیم په موخه لازمې پرېکړې وشوې. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ا.ب ریاست مسوولینو د یوې کونډې مېرمنې د اجباري نکاح مخه نیولې ده. د یاد ریاست په وی
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ا.ب ریاست مسوولینو د یوې کونډې مېرمنې د اجباري نکاح مخه نیولې ده. د یاد ریاست په وینا، د مېرمنې د مخکيني خاوند کورنۍ غوښتل هغه خپل لېور سره نکاح ته مجبوره کړي؛ خو له څو اصلاحي ناستو وروسته موضوع حل او مېرمنې ته شریعت سره سم د خپلې خوښې او انتخاب حق ورکړل شو. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ۲۰۲۶ کال د وروستۍ ربعې لپاره ۳۴ قلمه درمل او مصرفي توکي ورسېدل. د ننګره
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ۲۰۲۶ کال د وروستۍ ربعې لپاره ۳۴ قلمه درمل او مصرفي توکي ورسېدل. د ننګرهار عامې روغتیا رئيس مولوي آمين الله شریف وايي، دغه توکي د یونیسف په مالي او د میهن مؤسسې په تخنیکي مرسته برابر شوي او روغتیايي مرکزونو ته یې د ژر لېږدولو لارښوونه شوې. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي د جلال ‌اباد- تورخم دویم لین سړک د قیرریزۍ او پلونو، پلچکونو او استنادي دیوال
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي د جلال ‌اباد- تورخم دویم لین سړک د قیرریزۍ او پلونو، پلچکونو او استنادي دیوالونو د جوړولو او ترمیم چارې وڅارلې او قراردادي شرکت ته یې د کیفیت او چټکتیا سپارښتنې وکړې. نوموړي د حصارشاهي ترازو فعالیتونه هم وارزول او د لوړ وزن د کنټرول او د حق ‌الوزن کړنلارې د تطبيق لارښوونه یې وکړه. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د جلال ‌اباد ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د ۱۵ غاښونو کلینیکونو د څارنې پر مهال، د غیر
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د جلال ‌اباد ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د ۱۵ غاښونو کلینیکونو د څارنې پر مهال، د غیرمعیاري خدمتونو او د روغتیايي معیارونو د نه مراعتولو له امله ۳ کلینیکونه مهرلاک کړل. د څارنې پر مهال د حفظ‌الصحې، طبي وسایلو د تعقیم او جوازونو وضعیت هم ارزول شوی. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د عدلیې او کرنې ریاستونو مسوولینو د اړوندو قضیو او دوسیو پر وخت څېړنې، د ځوابونو پر وړاندې کولو او د شته س
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د عدلیې او کرنې ریاستونو مسوولینو د اړوندو قضیو او دوسیو پر وخت څېړنې، د ځوابونو پر وړاندې کولو او د شته ستونزو پر حل بحث وکړ. د اداري چارو پر چټکتيا او د مسايلو پر ژر حل هوکړه وشوه. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د YHDO مؤسسې استازې د ننګرهار د اقتصاد له رئیس مولوي جان محمد حامد سره د همغږۍ په ناسته کې د ځوانانو د مسلکي زده‌ کړ
۲/۵/۱۴۴۸ د YHDO مؤسسې استازې د ننګرهار د اقتصاد له رئیس مولوي جان محمد حامد سره د همغږۍ په ناسته کې د ځوانانو د مسلکي زده‌ کړو او انلاین کار په برخه کې د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. یادې مؤسسه په جلال ‌اباد ښار کې ځوانانو ته د انګلیسي، فریلانس، ګرافیک ډیزاین او انلاین سوداګرۍ لنډ مهاله زده ‌کړې برابروي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو پریمیر لیګ دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ ترسره شوې. په دې لیګ کې به ۱۰ لو
۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو پریمیر لیګ دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ ترسره شوې. په دې لیګ کې به ۱۰ لوبډلې، چې هره یوه یې ۱۷ لوبغاړي لري، سیالي وکړي. ټاکل شوې سیالۍ راتلونکې جمعه د ډاګو په لوبغالي کې پیل شي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د جلال‌اباد ښار د تجربوي هلکانو عالي لېسې د اداري ودانۍ د ترمیم او رنګ چارې د لېسې د آمر، تدریسي مرستیال او ښوونکو پ
۲/۵/۱۴۴۸ د جلال‌اباد ښار د تجربوي هلکانو عالي لېسې د اداري ودانۍ د ترمیم او رنګ چارې د لېسې د آمر، تدریسي مرستیال او ښوونکو په هڅو او مالي ملاتړ بشپړې شوې. د دې اقدام موخه د اداري چاپېریال ښه‌ والی او د ښوونیزو چارو لپاره د مناسبو کاري شرایطو برابرول دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بیسبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بیسبال فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې پنځه
۲/۵/۱۴۴۸ ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بیسبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د بیسبال فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون لري، څو د دې لوبې ودې او د ملي لوبډلې لپاره د تکړه لوبغاړو پېژندلو ته زمینه برابره شي. په لومړۍ لوبه کې سپین غر بست ته ۷-۴ ماتې ورکړه. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د ګوشتې ولسوالۍ په څپري ګورګو ناوو سیمه کې د «علیز داوري» نفرایټ استخراج
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د ګوشتې ولسوالۍ په څپري ګورګو ناوو سیمه کې د «علیز داوري» نفرایټ استخراج او پروسس شرکت فعالیتونه وڅارل. د څارنې پر مهال ځینې چاپېریالي نیمګړتیاوې په ګوته او د اصلاح سپارښتنې وشوې. د شرکت مسوولینو د چاپېریالي معیارونو د رعایت ژمنه وکړه. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د ګوشتې ولسوالۍ په څپري ګورګو ناوو سیمه کې د «علیز داوري» نفرایټ استخراج او پروسس شرکت فعالیتونه وڅارل. د څارنې پر مهال ځینې چاپېریالي نیمګړتیاوې په ګوته او د اصلاح سپارښتنې وشوې. د شرکت مسوولینو د چاپېریالي معیارونو د رعایت ژمنه وکړه. ننګرهار رسنيو دفتر

۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د جلال ‌اباد ښار په تجربوي لېسه کې لسګونو زده‌ کوونکو او ښوونکو ته د خاورې،
۲/۵/۱۴۴۸ د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د جلال ‌اباد ښار په تجربوي لېسه کې لسګونو زده‌ کوونکو او ښوونکو ته د خاورې، اوبو او هوا د ککړتیا مخنیوي، د ونو کېنولو او د ځنګلونو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو. ننګرهار رسنيو دفتر

د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف د ياد سوداګر له ملي احساس مننه وکړه او زياته يې کړه چې دغه ماشين د ناروغيو په معلومول
د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف د ياد سوداګر له ملي احساس مننه وکړه او زياته يې کړه چې دغه ماشين د ناروغيو په معلومولو کې مهم ضرورت دی چې د اړتيا په ځای کې به ترې کار واخيستل شي. _ننګرهار رسنيو دفتر_

۲/۵/۱۴۴۸ جلال ‌اباد کې د يوې هدیرې د ځمکې خوندیتوب لپاره هڅې پیل شوې د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي عید ولي حلیمي د جلال ‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د خالص بابا فامیلۍ د هدیرې له ځمکې لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د دې ساحې د وضعیت موضوع به له اړوندو ادارو سره شریکه کړي. د سیمې مشرانو د ځمکې د کمښت او پر اړونده ساحه د تصرف د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغوی په وینا، د ساحې په لوېدیځ کې د پخواني کمونیستي حکومت د واکمنۍ پر مهال د شهيدانو ډله ‌ییز قبرونه شته او دوی غواړي ټوله ساحه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې شي. مولوي حلیمي ویلي، د ساحې د تصرف نښې یې ثبت کړې او د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به د ځمکې د ځانګړي کولو په اړه لازم اقدامات تر سره شي. ننګرهار رسنيو دفتر