ننګرهار رسنيو دفتر
الذهاب إلى القناة على Telegram
610
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
-57 أيام
-1030 أيام
أرشيف المشاركات
۷/۴/۱۴۴۸
*ننګرهار کې د محاکمو د چارو پر چټکتیا او لا ښه تنظیم ټینګار وشو*
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په مشرۍ امنيتي او تصفيوي ناسته کې د محاکمو او عدلي او قضايي ادارو د چارو د ښه تنظیم، د قضایاوو پر وخت څېړنې او د خلکو حقونو ته د رسېدنې په اړه بحث وشو.
په ناسته کې د قضايي چارو د اغېزمن مدیریت، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ، د قضایاوو د قانوني او شرعي اصولو له مخې تعقیب او د عدالت د تأمین پر څرنګوالي خبرې او مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
همداراز د سیمه ییزې حکومتولۍ، د ولسي ستونزو حل، د اداري پروسو اسانتیا، د امنیت ټینګښت، د جرمونو او ناقانونه کړنو مخنیوي او د دولتي چارو پر وخت اجراء په اړه یو شمېر موضوعات وڅېړل شول.
د ننګرهار والي د محاکمو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د خلکو اړوند قضایاوو او ستونزو ته د نافذه قوانینو، شرعي اصولو او ورکړل شویو لارښوونو له مخې پر وخت رسېدنه وشي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د ۱۷ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ ارزونه وشوه
د ننګرهار ولايت مقام د کار کوونکو چارو رياست مسوولينو له لوري د مستوفيت د ۱۷ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ ارزونه تر سره او ور سره د مقام لازم هدايات شريک شول.
د لايحې او کاري پلانونو له مخې د يادو کار کوونکو کړنې او اجراات مثبت ارزيابي شول او په سپارل شويو مسووليتونو کې ورته د لا زياتو هڅو لارښوونې وشوې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار مرکزي زندان کې منسوبینو لپاره لس ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو
د ننګرهار مرکزي زندان د ښوونې او روزنې آمریت له لوري د نظامي منسوبینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه لس ورځنی د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو.
د زندانونو چارو د تنظیم رئیس مولوي سهیل سعید د سیمینار پرانیسته کې د مسلکي زده کړو او دوامدارې روزنې ارزښت مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې زده کړي موارد په خپلو دندو کې عملي او چارې د مسلکي اصولو او اداري نظم له مخې ترسره کړي.
په سیمینار کې به د منسوبینو د دندو اړوند بېلابېل مسلکي موضوعات تدریس او د لسو ورځو په ترڅ کې به د هغوی کاري وړتیاوې پیاوړې شي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د ټيپ بال کرکټ لپاره د درېیو سیمو مسوولین وټاکل شول
د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ټيپ بال کرکټ د لا پراختیا او سیالیو د ښه تنظیم په موخه د لومړۍ ناحیې، بهسودو او روداتو ولسوالیو لپاره مسوولین وټاکل شول.
د ورزش رئيس عبدالسلام وزیروال په لارښوونه حمیدالله روحاني د لومړۍ ناحیې، ظهور افغان د بهسودو او خان محمد عمرزي د روداتو ولسوالیو لپاره د ټيپ بال کرکټ مسوولین معرفي شول او له دوی وغوښتل شول چې په خپلو سیمو کې منظمې سیالۍ او د ورزشکارانو لپاره د لوبو مناسبې زمینې برابرې کړي.
نویو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د ټيپ بال کرکټ د ودې لپاره به په همغږۍ او اخلاص کار وکړي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې ترافيکي پېښو له امله ۷ تنه شهيدان او يو ټپي شوی
د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې ايکو ډوله موټر ونې سره ټکر شوی چې له امله يې څلور مېرمنې شهيدانې شوي او موټر چلوونکی سخت ټپي شوی دی.
همدارنګه په کوټ کې سوزکي او د جلال اباد ښار قصبې کې ټيلر موټرونو دوه ماشومان وهلي او شهيدان شوي دي. دغه راز د ښار په سبز اباد سیمه کې هم ترافيکي پېښې له امله يو تن شهید شوی.
د امنې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې دغه پېښې تېره ورځ د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوي دي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د دوو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئيس شيخ القرآن والحديث مولوي عيد ولي حليمي په لاس او د WDOAP مؤسسې په درې ميليونه افغانيو مالي لګښت د دوو جوماتونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه جوماتونه د جلال اباد ښار اتمې ناحيې په وچ تنګي او د چپرهار په ساپی اباد کليو کې جوړيږي.
د ارشاد، حج او اوقافو رئيس د دې جوماتونو د قبلې تعين وکړ او ځايي خلکو ته يې سپارښتنه وکړه چې له جوړېدو وروسته يې په عبادت سره آباد وساتي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار مرستيال والي قومي مخورو سره د ستونزو حل په موخه وليدل
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د يو شمېر ولسواليو قومي مخورو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې اړونده ادارو ته به سپارښتنه وکړه چي په حل کې یې لازم اقدامات تر سره کړي.
نوموړي همدا راز د ولسي وګړو عريضې هم وڅېړلې او اړونده ادارو ته يې په کتبي او شفاهي ډول د اجرااتو حکمونه وکړل.
د ولایت مرستيال دغه راز مسوولينو او مجاهدينو سره هم وکتل او دوی ته يې په ګڼ شمېر برخو کې د اصولي کړنو هدایات وکړل.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شو
ننګرهار کې د پولیو مخنيوي څلور ورځنی کمپاين پيل شو چې په ختیځ زون کې به يو ميلیون او څلور سوه زره او په ننګرهار کې ۹۴۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي تطبیق شي.
د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شریف وويل، چې ننګرهار کې پنځه مثبت پېښې ثبت شوي او ۲۲ محيطي سمپلونه شتون لري، چې اړيکه يې پاکستان او نورو ولايتونو سره ده.
هغه په مسوولينو، علماء کرامو، مخورو، کورنيو، ځوانانو او ټولو قشرونو غږ وکړ چې د پوليو محوې لپاره سره يو شي او په دغه عمومي اشر کې همکاري وکړي.
د ختیځ زون د کتلوي معافيت آمر ډاکتر حکم خان ګلابزوی وويل، چې دغه کمپاين د ۶۳۰ کوارديناتورانو او ۶۰۰۰ رضا کارانو پرمټ پرمخ وړل کيږي چې بشپړ ننګرهار تر پوښښ لاندې نيسي.
د پوليو د محوې عملياتي مرکز مشر ډاکتر نجيب کاموال، د يونیسف او روغتيا نړيوال سازمان مسوولينو د پوليو په برخه کې د شته ننګونو او پر وړاندې يې د پلان شويو کمپاينونو په اړه معلومات ورکړل او له کورنيو يې وغوښتل چې خپل په شرايطو برابر ماشومان واکسين کړي.
په ورته مهال د ادارو وياندويانو، خبريالانو، د رسنیو استازو او ځوانانو ته د پوليو واکسين تطبيق په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ هم ورکړل شو.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار والي په ۴ ولسواليو کې د پروژو پلې کولو سپارښتنې وکړې
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د کانونو خونديتوب په مياشتنۍ ناسته کې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په ګوشتې، سپين غر، تور غر او خوږياڼو ولسواليو کې د ولسونو اړتياوې معلومې او د کانونو قراردادي شرکتونو د ټولنيزو خدماتو له بوديجې څخه دې د پروژو په پلې کولو کې عملي اقدامات تر سره کړي.
نوموړي همدا راز د بهسودو ګردي کڅ کلينيک د رغونې، له چمتلې څخه تر تورغر، د سپين غر مامند او د خوږياڼو وزيرو تنګي د سړکونو جوړولو سپارښتنې هم وکړې.
هغه د يادو اړتياوو معلومولو او د پروژو پلې کولو په موخه يو پنځه کسيز پلاوی وټاکه او ورته يې سپارښتنه وکړه چې د ولسونو لومړيتوبونو ته بشپړه پاملرنه وکړي.
د ننګرهار والي دغه راز د کانونو خونديتوب، اصولي او معياري کېندنو، چاپريال ساتنې او په اړونده نورو چارو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د کانونو خونديتوب کمېټې غړو د ننګرهار والي ته په سپارل شويو برخو کې د عملي اجرااتو ډاډ ورکړ دغه راز يې يو شمېر وړانديزونه هم شريک کړل چې نوموړي له لوري تاييد او لازمې لارښوونې وشوې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د څلور کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ ارزونه وشوه
د ننګرهار ولايت مقام د کار کوونکو چارو رياست مسوولينو له لوري د کور او ښار جوړولو ریاست د څلور کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ ارزونه تر سره او ور سره د مقام لازم هدايات شريک شول.
د لايحې او کاري پلانونو له مخې د يادو کار کوونکو کړنې او اجراات مثبت ارزيابي شول او په سپارل شويو مسووليتونو کې ورته د لا زياتو هڅو لارښوونې وشوې.
ننګرهار کې د ټولو ادارو د کار کوونکو د کلنيو کړنو او اجرااتو ارزونه دوام لري.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۸ کلنه شخړه حل شوه
د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د جومات ګل او محمد حيات کورنيو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني چې له امله يې يوه مېرمن وژل شوې او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو په سوله ييز ډول حل شوه او دواړو کورنيو بښنه وکړه.
دغه دښمني د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه، چې يادې کورنۍ نږدې څلور لسيزې د مالي زیانونو ګالولو سربېره له خپلو مېنو بې ځایه شوې وې.
د دواړو کورنيو غړو وويل، چې مشرانو يې په تېر کې تېروتنې کړې وې او دوی د جرګې پرېکړې ته په ژمنتيا سره به بیا هيڅکله خپلمنځي مخالفت ونه کړي.
دغه روغه جوړه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست، د ولسوالۍ مسوولينو، علماء کرامو او مخورو په منځګړيتوب تر سره شوه.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په هڅو ننګرهار کې دا مهال شاوخوا دوه زره لويې او وړې دښمنۍ او شخړې حل شوي دي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې ۶ استنادي ديوالونه جوړ شول
د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې د ډاکار په مالي همکارۍ په بټي کوټ او بهسودو ولسوالۍ کې شپږ ګبيوني استنادي ديوالونه جوړ شول چې ور سره په سيمه کې کورونه او کرنيزې ځمکې د سيلابونو له خطرونو وژغورل شول.
د بټي کوټ په هيبت خېلو کې د ۲۰ متره، علي خېلو کې ۴۰ او نواقلو کې د ۱۸ او د بهسودو په سراچه علي خان کې ۴۰ متره، د عربانو په سيمه کې ۱۶.۵ او ۳۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه جوړ شوي دي.
ډاکار همدا راز په يادو ولسواليو کې نيالګي هم کينولي دي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې ۶ استنادي ديوالونه جوړ شول
د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې د ډاکار په مالي همکارۍ په بټي کوټ او بهسودو ولسوالۍ کې شپږ ګبيوني استنادي ديوالونه جوړ شول چې ور سره په سيمه کې کورونه او کرنيزې ځمکې د سيلابونو له خطرونو وژغورل شول.
د بټي کوټ په هيبت خېلو کې د ۲۰ متره، علي خېلو کې ۴۰ او نواقلو کې د ۱۸ او د بهسودو په سراچه علي خان کې ۴۰ متره، د عربانو په سيمه کې ۱۶.۵ او ۳۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه جوړ شوي دي.
ډاکار همدا راز په يادو ولسواليو کې نيالګي هم کرلي دي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۷/۴/۱۴۴۸
جلال اباد ښار کې د يو سړک او ويالو چارې پيل شوې
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په لسم ګذر کې د ښاروالۍ تر چتر لاندې، د نړيوال بانک په ۷.۷ ميليونه افغانيو مالي لګښت او د UNOPS په تخنيکي همکارۍ د ۶۷۴ متره په اوږدوالي او ۵ متره پراخوالي د يو سړک او ويالو په کانکريټي ډول د جوړولو چارې پيل شوې.
په دغه پروژه کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له دې پروژې څخه موخه د لنډ مهاله کاري فرصتونو رامنځته کول او ښاري انکشاف ته وده ورکول دي.
ننګرهار رسنيو دفتر
