626
Подписчики
Нет данных24 часа
-17 дней
Нет данных30 день
Архив постов
۱۴/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ لپاره پر مهمو اقداماتو ټینګار وشو
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئيس مولوي مجيب الله عمر په مشرۍ د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ کمېټې په میاشتنۍ ناسته کې د ماشومانو د خوندیتوب، د ناروغو ماشومانو درملنې، د ماشومانو د قاچاق د مخنیوي او د روزنتون د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
په ناسته کې د شپږو ناروغو ماشومانو د درملنې، د روزنتون زده کوونکو لپاره د قرطاسیې، البسې، خوراکي توکو او برېښنا برابرولو او د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو د اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس ماشومانو لپاره د اغېزمنو خدمتونو پر وړاندې کولو او د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت پر ۲۵۰۰ جریبه ځمکه مۍ کرلي
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت په څلورګونو فارمونو کې سږکال پر شاوخوا ۲۵۰۰ جریبه ځمکه مۍ کرلي، چې د مناسبو اقلیمي شرایطو او پر وخت کرنیزې پالنې له امله ترې د ښه حاصل تمه کېږي.
د ياد شرکت مسوولين وايي، مۍ د لوړ اقتصادي ارزښت ترڅنګ د نایتروجن د تثبیت له لارې د خاورې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې مهم رول لري او د کروندګرو د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته کوي. همدارنګه، د حاصل له راټولولو وروسته یې پاتې بوټي او پاڼې د څارویو لپاره د پروټین بډایه او مغذي خوراک برابروي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
دره نور کې عمومي روغتون لپاره ۵ جریبه ځمکه وټاکل شوه
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي پلاوي له لوري د دره نور ولسوالۍ لپاره د عمومي روغتون (GH) د جوړېدو په موخه د ۵ جریبه ځمکې ارزونه او انتخاب ترسره شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف د سیمې له اوسېدونکو او قومي مشرانو د ځمکې د برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، د اسلامي نظام د عدالت له مخې روغتیايي خدمتونه د ټولو هېوادوالو حق دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې عمومي روغتونونه جوړیږي او د دره نور روغتون په ننګرهار کې دوهم هغه روغتون دی، چې د روان کال په ترڅ کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
د ننګرهار مرستيال والي ولسي وګړو سره د ستونزو حل په موخه وليدل
د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حيدري ولایت مقام کې د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسيدونکو سره د جلا ناستو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې په حل کې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي په ورته مهال د مقام مامورينو او د يو شمېر سکتوري ادارو مسوولینو سره هم د ګڼو رسمي چارو تعقيب په موخه وليدل او ورته یې د قانوني اجرااتو لارښوونې وکړې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
د ننګرهار والي مسوولينو سره د چارو تعقيب په موخه وليدل
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د يو شمېر ادارو مسوولينو سره د بېلابېلو چارو او موضوعاتو تعقيب او حل په موخه وليدل او دوی ته یې په اړونده چاروکې د قانوني اقداماتو سپارښتنې وکړې.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د مسوولينو د تر سره کړيو اجرااتو راپورونه او وړانديزونه هم واورېدل چې د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
د ننګرهار والي دغه راز مسوولينو ته د اداري او عامه خدماتو، د بیارغونې چارو چټکتيا، د ولسي ستونزو حل او ګڼو نورو برخو کې لازم هدایات وکړل.
د ادارو مسوولينو د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په اړونده چارو کې به يې هدايات، حکمونه او لارښوونې تعقيب کړي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د ستراتيژيک پلان پلې کېدو په موخه يو ورځنی سيمينار تر سره شو
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلامالرحمن حيدري په حضور کې ولسوالانو، کارپوهانو او اجرائيه مديرانو ته د کورنيو چارو وزارت د ستراتيژيک پلان د جوړښت او د پلې کولو لارو چارو په اړه يو ورځنی سيمينار ورکړل شو.
د ولایت مقام د کار کوونکو چارو رئيس مولوي عبدالله ساجد وويل، چې د ادارې زده کړه واجب ده؛ ځکه ولس ته بايد مسلکي او غوره خدمات وړاندې شي، ترڅو د هغوی رضایت ترلاسه شي.
نوموړي وویل، اداره او پلان جوړونه نوې مفکورې نه دي، بلکې د تاریخ په اوږدو کې د ټولنو د تنظیم او چارو د سمون لپاره بېلابېل اداري جوړښتونه او د پلان جوړونې بېلابېل میکانیزمونه موجود وو.
هغه زیاته کړه، پلان جوړونه، تنظیم، رهبري، کنټرول او څارنه د اغېزمن اداري نظام اساسي عناصر دي او د ادارو د بریالي مدیریت لپاره باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
د کارکوونکو چارو رئیس د حضرت یوسف علیه السلام له لوري د مصر د خزانو مدیریت او د حضرت سلیمان علیه السلام له لوري ملکې بلقیس ته د هُدهُد په وسیله د رسمي لیک لېږل د هغه عصر د ښې حکومتولۍ، اداري تدبیر، مسوولیت پذیرۍ، منظمې رهبرۍ او د چارو د اغېزمن مدیریت څرګندې بېلګې وبللې.
د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ عمومي رئیس ډاکتر محمد بشارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، چې اسلامي امارت د هېواد د امنیت د تأمین ترڅنګ د اغېزمنې ادارې، ښې حکومتولۍ او مسلکي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د ټولو مسوولینو ګډ مسؤلیت دی، چې د قانون حاکمیت، اداري انضباط او باکیفیته عامه خدمتونو د پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان د اغېزمن تطبیق لپاره په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې مهم اقدامات ترسره شوي او د چارو لا ښه والي، د ظرفیت لوړونې او د واحدو کاري میکانیزمونو د پیاوړتیا په موخه مسوولینو ته په دوامداره توګه مسلکي روزنه او لازمې لارښوونې وړاندې کېږي.
ډاکتر محمد بشارت زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت نوی ستراتیژیک پلان به د مرکز او ولایتي مسوولینو په ګډو مشورو او همغږۍ تدوین شي، ترڅو د امنیتي، اداري او خدماتي چارو د لا اغېزمنتیا، د منابعو د مؤثر مدیریت او د ولس د اړتیاوو او غوښتنو د لا ښه پوره کولو لپاره عملي او دوامدار چوکاټ رامنځته شي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پلاوي غړي استاد عبدالله ګډونوالو ته د وزارت د ستراتیژیک پلان د جوړښت، موخو او د پلي کېدو د میکانیزم په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه، د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول او د پلان د لا اغېزمن تطبیق په موخه د هغوی نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدل شوې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۴/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د امنيتي او تصفيوي کمېسيون غونډه ترسره شوه
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د لارښوونې پر بنسټ، د ولايت مرستيال مولوي غلام الرحمن حيدري په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ملکي، نظامي، عدلي او قضايي ادارو مسوولينو د امنيتي وضعيت، د قانون حاکميت، ښې حکومتولۍ، اداري همغږۍ، د رهبرۍ د فرمانونو او هدايتونو د تطبيق، د عامه خدمتونو د اغېزمنتيا او د ولايتي ادارو د کاري بهير د ارزونې په اړه هر اړخيز بحثونه وکړل.
همدارنګه د اداري فساد مخنيوي، د استخدامي بهير د شفافيت، د عامه شتمنيو د ساتنې، د جنايي جرمونو مخنيوي، ولسي شکايتونو ته د رسېدنې، د پراختيايي پروژو چټکتيا، د ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو د همغږۍ، د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي، د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د بازارونو د نظم، د چاپېريال ساتنې، د راستنېدونکو کډوالو د خدمتونو او د سکتوري ادارو ترمنځ د ګډې همغږۍ د پياوړتيا په اړه لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې.
د ولايت مرستيال له ټولو ادارو وغوښتل، چې د قانون حاکميت، اداري انضباط، حساب ورکونه، روڼتيا، د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د خدمتونو د کيفيت لوړول او د رهبرۍ د پرېکړو اغېزمن تطبيق خپل لومړيتوب وګرځوي، ترڅو د امنيت، ثبات، دوامدارې پراختيا او اغېزمنې حکومتولۍ بهير لا پياوړی شي.
په غونډه کې د ولايتي ادارو د کاري همغږۍ، د پرېکړو د تعقيب او د راتلونکو لومړيتوبونو اړوند پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او د عملي کېدو لپاره لازمې پرېکړې ترسره شوې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د عریضه لیکنې جواز ترلاسه کولو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د ننګرهار عدلیې ریاست له لوري د عریضه لیکنې د مسلک متقاضیانو لپاره د جواز ترلاسه کولو په موخه ازموینه واخیستل شوه، چې له ۳۲ ثبت شوو متقاضیانو څخه ۲۸ تنو پکې ګډون کړی وو.
ازموینه د ګډ پلاوي په حضور کې په شفاف ډول ترسره شوه. د عدلیې ریاست مسوولینو ډاډ ورکړ، چې وړ کسانو ته به د قانون له مخې جوازونه ورکړل شي او له بریالیو متقاضیانو یې وغوښتل، چې د جواز تر ترلاسه کولو وروسته خپلې چارې د نافذه قوانینو، امانتدارۍ او مسلکي اصولو له مخې ترسره کړي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د دوو کورنيو ۱۱ کلنه دښمني په روغې جوړې پای ته ورسېده
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په هزارناو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۱ کلنه دښمني، چې د ماشومانو پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه او له دواړو لورو څخه پکې یو ـ یو کس وژل شوی وو، د ولسوال قاري محمد عمران محمدي په هڅو د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.
په یاده روغه کې د علماوو، قومي مشرانو او امنیتي مسوولینو په ګډون د ملک عباد مومند او مولوي سید احمد شاه د منځګړیتوب مهم رول یاد شو. دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د اسلامي ورورولۍ، سولې او متقابل درناوي په فضا کې ژوند کوي.
ننګرهار رسنيو دفتر
خبرتیا!
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست له لوري ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د جلال آباد ښاروالۍ ریاست د جلال آباد ښار د بېز اکمالاتي سرک دواړو غاړو ویالو جوړولو پروژه چې ارزښت یې (۷۸۷۵۲۳۴) اووه میلیونه اته سوه پنځه اویا زره دوه سوه څلور دیرش افغانۍ دی قرارداد یې د تراب ستانکزی ساختماني شرکت چې جواز شمېره یې (۴۶۳۲۸) او ادرس یې جلال آباد ښار څلورمه ناحیه ۱۶ فامیلي ۸ کوڅه ۲۶ نمبر کور دی. ورکړي. ټول حکمي او حقیقي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراض لري کولای شي اعتراض لیکونه د خبرتیا د خپرېدو وروسته تر (۵) پنځه کاري ورځو پورې په لیکلي بڼه له مستندو دلایلو سره یو ځای د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري د یادونې وړ ده چې دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنا نه ده.
۶- اسد ـ ۱۴۰۵ هـ ش
ـــــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د اساسي روغتیايي خدمتونو پروژه معرفي شوه
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د اساسي او ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو پروژه اړوند سکتور ته معرفي شوه، چې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) په همکارۍ به د بټي کوټ، حصارک، دور بابا او مومندرې ولسوالیو کې پلې شي.
د یادې پروژې له لارې به زرګونه کسان د مور او ماشوم روغتیا، واکسیناسیون، د خوارځواکۍ درملنې، رواني روغتیا او نورو اساسي روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي. د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د ورته بنسټیزو پروژو پر دوام او د معیاري روغتیايي خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۶ دفترونو څارنه وشوه
د ننګرهار عدلیې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه څارنه ترسره کړه او د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني اسناد او نور اړین اسناد یې وڅېړل.
د څارنې پر مهال ۶ دفترونه د غیر اصولي کړنو له امله وتړل شول او یو شمېر نورو دفترونو ته د شته نیمګړتیاوو د اصلاح او د چارو ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې ۲۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ NRC مؤسسې له لوري ۲۵ بېوزلو او زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې وويشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د کډوالو چارو رئیس مولوي غلام الرحمن بلال د ياد مؤسسې له بشردوستانه همکاریو مننه وکړه او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې لا پراخې کړي.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار کې د کانکور ممتاز ګډونوال وستايل شول
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست او استقلال ښوونیز مرکز د جلالاباد ښار په ستاره شرق هوټل کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د لوړو نمرو ګټونکو ځوانانو د ستاینې غونډه ترسره کړه، چې پکې د ننګرهار د کانکور عمومي دویم او درېیم مقام ګټونکو ترڅنګ یو شمېر نورو ممتازو ځوانانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
د ننګرهار ولایت د مقام فرهنګي سلاکار مولوي سمیع الله سمونوویل، د ځوانانو علمي پرمختګ د هېواد د روښانه راتلونکي بنسټ دی او هغه ځوانان چې په زده کړو کې غوره لاسته راوړنې لري، د ټولنې اصلي پانګه بلل کېږي.
نوموړي له کورنیو، ښوونکو او ښوونیزو مرکزونو وغوښتل چې د ځوانانو د استعدادونو د ودې او علمي هڅونې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې پر ځان باور، دوامدار زحمت او ښه روزنه د بریا راز دی او د نن ورځې بریالي زده کوونکي به په راتلونکې کې د هېواد د چارو د سمبالښت وړتیا ولري.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیروویل، یاد ریاست د ځوانانو د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي او د استعداد لرونکو ځوانانو ملاتړ خپل مهم مسؤلیت ګڼي.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل چې د لوړو زده کړو ترڅنګ د هېواد د پرمختګ او خدمت احساس هم پیاوړی وساتي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي لیاقت علي عابدد کانکور بریالي زده کوونکي وستایل او ویې ویل، د هغوی بریاوې د دوامدارو هڅو، د کورنیو د ملاتړ او د ښوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو پایله ده.
هغه له ټولو زده کوونکو وغوښتل چې د علم، ښو اخلاقو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
غونډه د کانکور د لوړو نمرو ګټونکو زده کوونکو ته د ستاینلیکونو او ډالیو په وېش سره پای ته ورسېده.
ننګرهار رسنيو دفتر
۱۳/۲/۱۴۴۸
ننګرهار پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پیل شوه
د ننګرهار پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د مهمو فقهي موضوعاتو د علمي څېړنو، بحث او استنباط په موخه د فقهي مجالسو لړۍ پیل شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت د لارښود له مخې به هره میاشت دوه ځله ترسره کېږي.
په لومړۍ ناسته کې د مجلس اداري پلاوی وټاکل شو او د اډوانس پیسو په بدل کې د اصلي کرایې د کموالي موضوع د لومړي فقهي بحث په توګه تر څېړنې لاندې ونیول شوه.
مسوولینو دغه مجالس د اسلامي علومو د پیاوړتیا، د معاصرو فقهي مسایلو د علمي ارزونې او د شریعت د احکامو د سم فهم لپاره مهم وبلل.
ننګرهار رسنيو دفتر
