en
Feedback
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

Open in Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

Show more
619
Subscribers
No data24 hours
-47 days
-730 days

Data loading in progress...

Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '26
+1
in 0 channels
August '26
+7
in 0 channels
Get PRO
July '26
+14
in 0 channels
Get PRO
June '26
+12
in 0 channels
Get PRO
May '26
+8
in 0 channels
Get PRO
April '26
+4
in 0 channels
Get PRO
March '26
+6
in 0 channels
Get PRO
February '26
+25
in 0 channels
Get PRO
January '26
+16
in 0 channels
Get PRO
December '25
+49
in 0 channels
Get PRO
November '25
+18
in 0 channels
Get PRO
October '25
+6
in 0 channels
Get PRO
September '25
+5
in 0 channels
Get PRO
August '25
+2
in 0 channels
Get PRO
July '25
+5
in 0 channels
Get PRO
June '25
+2
in 0 channels
Get PRO
May '250
in 0 channels
Get PRO
April '25
+18
in 0 channels
Get PRO
March '25
+2
in 0 channels
Get PRO
February '25
+2
in 0 channels
Get PRO
January '25
+8
in 0 channels
Get PRO
December '24
+8
in 0 channels
Get PRO
November '24
+6
in 0 channels
Get PRO
October '24
+12
in 0 channels
Get PRO
September '24
+28
in 0 channels
Get PRO
August '24
+7
in 0 channels
Get PRO
July '24
+8
in 0 channels
Get PRO
June '24
+2
in 0 channels
Get PRO
May '24
+7
in 0 channels
Get PRO
April '24
+34
in 0 channels
Get PRO
March '24
+729
in 0 channels
Date
Subscriber Growth
Mentions
Channels
07 September0
06 September+1
05 September0
04 September0
03 September0
02 September0
01 September0
Channel Posts
2
۲۴/۳/۱۴۴۸ جلال اباد ښار کې سپين تاريخي جومات ته ۳ جريبه نوره ځمکه ورکړل شوه د ننګرهار ولايت مقام په وړانديز او د آميرالمؤمنين حفظه الله په حکم د چارو ادارې د پروژو د انسجام رئيس مولوي عزيزالله مصطفی له لوري د ارشاد، حج او اوقافو رئيس شيخ القرآن و الحديث مولوي عيد ولي حليمي ته سپين جومات لپاره درې جريبه نوره ځمکه په واک کې ورکړل شوه. دغه ځمکه د چارو ادارې له لوري د وږي په ۱۶مه د ولایت رسنيو دفتر کې رسماً د ارشاد، حج او اوقافو رياست ته انتقال شوه چې ډېر ژر به د جومات برخه وګرځي. د چارو ادارې د پروژو د انسجام رئيس وويل، چې په نوې درې جريبه ځمکه کې د چارو ادارې اړوند يو اندازه او د لومړۍ امنيتي حوزې ځمکه شامله ده. د ارشاد، حج اوقافو رئيس وويل، چې د سپين جومات نوې ودانۍ ډېره برخه نيولې او د ساحې پراختيا ته يې اړتيا وه چې د دې ځمکې په يو ځای کولو سره به د جومات ساحه پراخه شي. د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په هڅو د سپين جومات چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر دغه تاریخي او ستر جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شي. ننګرهار رسنيو دفتر
8
3
+3
No text...
24
4
۲۴/۳/۱۴۴۸ ننګرهار کې د پاکو اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه د ننګرهار کليو پراختيا او بيا رغونې رياست تر چتر لاندې د يونيسف په ۵.۱ ميليون افغانيو مالي لګښت د بهسودو ولسوالۍ سرپشتې سيمه کې د پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه. دغه شبکه د ۵۰ متره مکعب په ظرفيت يوه ذخيره او د ۸۰ مترو په ژوروالي يوه څاه لري چې د سولري برښنا، ۳.۳ کيلومتره غځول شوي پايپ او ۱۳۰ شيردهنونو په وسيله ۳۶۰ کورنيو ته اوبه رسوي. په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوه وه. ننګرهار رسنيو دفتر
26
5
+2
No text...
22
6
۲۴/۳/۱۴۴۸ جلال اباد ښار کې د يو سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې په ۱۵م ګذر کې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړيوال بانک په ۷.۹ ميليونه افغانيو مالي لګښت او د UNOPS په تخنيکي همکارۍ د ۵۴۸ متره په اوږدوالي او ۶ متره پراخوالي د يو سړک او ويالو په کانکريټي ډول د جوړول چارې پيل شوې. په دې پروژه کې د ګڼ شمېر راستنو شويو او داخلي بې ځايه شوو کورنيو غړو ته د کار زمينه برابره شوې ده. ننګرهار رسنيو دفتر
19
7
*د نادرکۍ خبرتيا* حسن د محمد ولي زوی او ابراهيم ولد عبدالرزاق نن مازديګر څلور بجې د جلال اباد ښار چکنوريو سيمه کې له مدرسې څخ
*د نادرکۍ خبرتيا* حسن د محمد ولي زوی او ابراهيم ولد عبدالرزاق نن مازديګر څلور بجې د جلال اباد ښار چکنوريو سيمه کې له مدرسې څخه د کور پر لور د راتګ پر مهال نادرکه شوي؛ که هر چاته يې په اړه معلومات وي د انساني همدردۍ له مخې دې لاندې شمېرو سره اړيکه وکړي. ۰۷۸۲۰۷۰۴۴۴ - ۰۷۸۷۹۷۹۶۵۸ -
32
8
+2
No text...
38
9
۲۳/۳/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۱۱۸ بزګرانو سره د الوګانو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه د ننګرهار کرنې ریاست تر چتر لاندې، د اروپایي ټولنې او سویس په ۲ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۸۰۰ افغانیو مالي لګښت او د DRC په تخنيکي همکارۍ د اچین، سپین غر او هسکې مېنې ولسوالیو ۱۱۸ بزګرانو سره د آلوګانو د اصلاح شوي تخم مرسته وشوه. هر بزګر ته ۳۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم ورکړل شوی او ټاکل شوې ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره هم ورکړل شي. بزګرانو ته د آلوګانو د کرلو، اوبه‌ لګونې، ناروغیو او افتونو د مخنیوي او حاصل راټولولو په برخو کې روزنه هم ورکول کېږي. ننګرهار رسنيو دفتر
33
10
+3
No text...
33
11
۲۳/۳/۱۴۴۸ ننګرهار کې ورزشکارانو ته ديني سيمينار پيل شو د ننګرهار بدني روزنې او ورزش ریاست او د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې د ختیځ زون څانګې په ګډه ۱۴۰ ورزشکارانو ته د «اسلامي فکر» تر سرلیک لاندې لس ورځنی سيمينار پیل کړ. په دې سمینار کې به ورزشکارانو لپاره لس بېلابېلې موضوعګانې وړاندې شي، چې موخه یې د بدني روزنې ترڅنګ د هغوی فکري او عقیدوي روزنه ده. د ورزش رئيس عبدالسلام وزيروال وايي، په دې پروګرام کې د اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا، د باطلو افکارو او لویدیځ کلتور د اغېزو پر مخنیوي او د سالم نیت له مخې د ورزش پر ترسره کولو ټینګار کېږي. ننګرهار رسنيو دفتر
29
12
+3
No text...
34
13
۲۳/۳/۱۴۴۸ ننګرهار کې د آريانا پوهنتون نوی رئيس مسوولينو ته ور وپېژندل شو ننګرهار کې د آريانا پوهنتون نوی رئيس مفتي عبدالوهاب منيب د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته مسوولينو او استادانو ته ور وپېژندل شو. د يادې پېژندنې پر مهال د ولايت مقام د فرهنګي او ټولنيزو چارو کارپوه مولوي سميع الله سمون وويل، چې په دې ولايت کې اته خصوصي پوهنتونونه فعاليت کوي چې په کې شاوخوا پنځلس زره محصلين په زده کړو بوخت دي. نوموړي وويل، چې ولايت مقام ټولو علمي بنسټونو سره ښه همکاري لري او ډاډ ورکوي چې دوی ته به په راتلونکې کې په نورو برخو کې هم اسانتياوې رامنځته کړي. د آریانا پوهنتون بنسټګر او مالک د پوهنتون د علمي او اکاډميکو خدمتونو په پراختيا، د ننګرهار د علماوو شورا رئیس شيخ حضرت جان حنفي او د کرنې، وزارت استازي د علم او پوهې، د دیني او عصري علومو ارزښت، د مسوولیتونو د اهلیت او د پوهنتونونو او دیني مدرسو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، د آریانا پوهنتون د امنا‌ء هئیت استازي او د دغه پوهنتون نوي رئیس د پوهنتون علمي خدمتونه، د رهبرۍ او چارو د لا ښه تنظیم، د علمي، اداري او تدریسي چارو د پرمختګ او د پوهنتون د اعتبار او علمي جایگاه د پیاوړتیا په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل. ننګرهار رسنيو دفتر
30
14
+3
No text...
35
15
۲۳/۳/۱۴۴۸ د ننګرهار تودو سيمو ښوونځيو کې نوی ښوونيز کال پيل شو د ننګرهار پوهنې رئيس شيخ الحديث محمد شريف حليمي او ور سره مسوولينو د ګوشتې عبدالحميد بابا لېسه کې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره د دې ولایت د تودو سيمو په ښوونځيو کې نوی ښوونيز کال پيل کړ. د پوهنې رئيس وويل، چې زده کړې د ملتونو د برياليتوب او پرمختګ اساس دی او پر والدينو يې غږ وکړ چې خپل اولادونه ښوونځيو ته وليږي. ننګرهار کې دا مهال ۵۲۳ زره او ۱۰۸ هلکان او ۲۸۲ زره او ۲۲۳ نجونې په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي چې د لس زره او ۳۵ نارينه او ۱۷۷۰ ښځينه ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کيږي. ټاکل شوې چې سږکال له ۹۴ زره ۹۶۴ څخه زيات نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې شامل شي. ننګرهار رسنيو دفتر
31
16
۲۳/۳/۱۴۴۸ د ننګرهار والي د حصارک قومي مخورو حقوقي ستونزې د حل په موخه واورېدې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، چې پر م
۲۳/۳/۱۴۴۸ د ننګرهار والي د حصارک قومي مخورو حقوقي ستونزې د حل په موخه واورېدې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، چې پر مهال يې د حصارک ولسوال قاري محمد ياسر هم حضور درلود، د دې ولسوالۍ د يو شمېر قومي مخورو حقوقي ستونزې د حل په موخه واورېدې. يادو قومي مخورو وويل، چې د حصارک ولسوالۍ يوه برخه لوګر سره نږدې پرته چې له همدې امله يې وخت ناوخت د ياد ولايت خلکو سره حقوقي ستونزې رامنځته کيږي او د حل غوښتنه يې وکړه. د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند وويل، چې افغانستان د ټولو قومونو او ولسونو ګډ کور دی او ټول وګړي بايد د نافذه قوانينو او اصولو په چوکاټ کې له خپلو حقه حقونو څخه برخمن شي. نوموړي يادو قومي مخورو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې مرکز سره شريکې کړي او په حل کې به يې د عدالت له مخې لازم اجراات تر سره شي. ننګرهار رسنيو دفتر
36
17
+3
No text...
38
18
۲۳/۳/۱۴۴۸ د ننګرهار والي مسوولينو ته د معتادينو ۱۰۰۰ بستريز روغتون د پياوړتيا سپارښتنې وکړې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف او د کړنلارې له مخې د يولس نورو ادارو مسوولينو ته د معتادينو زر بستريز روغتون او حمايوي مرکز د پياوړتيا او لا ښه تجهيز سپارښتنې وکړې. نوموړي مسوولينو له لوري د شريکو شويو ستونزو د حل په لړ کې د ولايت اداري او تاميناتي آمر قاري اجمل حذيفه ته امر وکړ چې ولايت مقام له لوري د معتادينو روغتون ته ژر تر ژره چپرکټونه انتقال کړي. هغه دغه راز د معتادينو ښې تغذيې، درملنې، روزنې او پاملرنې په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ وښوده او اړوندو مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې د کړنلارې له مخې په خپله برخه کې عاجل اجراات تر سره کړي. ده همدارنګه د ياد مرکز د ترانسپورت، لوژستيک، اکمال او تجهيز په برخو کې هم مسوولينو ته د امکاناتو برابرولو لارښوونې وکړې او د ستونزو په حل کې يې په ګډې همغږۍ ټينګار وکړ. د ننګرهار والي وويل، چې امنيتي او کشفي ادارو ته يې دنده سپارلې ترڅو په جديت سره د هر ډول نشه يي توکو د قاچاق، پلور او کارونې مخنيوی وکړي، څو موجوده پر نشه يي توکو روږدي کسان تداوي او د نورو د روږدې کېدو مخنيوی وشي. د دې ناستې پر مهال د فارم هډې ګودامونو ساحې ته چې په کې ټول امکانات برابر دي په لنډ مهاله ډول د معتادينو د انتقال او د کابل کمپ په ساحه کې د حمايوي مرکز په لا تجهيز مشورې او لازمې پرېکړې وشوې. د يادې ناستې پر مهال د اقتصاد، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د معتادينو د درملنې مرکزونو، کار ټولنيزو چارو، ترانسپورت، حج او اوقافو، ګمرک، پوهنتون، پوهنې، ښاروالۍ او افغاني سرې مياشتې مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفتر
40
19
۲۲/۳/۱۴۴۸ ننګرهار پوهنتون کې دیني او علمي سیمینار پیل شو د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د لوړو زده کړو وزارت
۲۲/۳/۱۴۴۸ ننګرهار پوهنتون کې دیني او علمي سیمینار پیل شو د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی دیني او علمي سیمینار پیل شو. په سیمینار کې د دیني او علمي مسایلو ترڅنګ د تقوا او اخلاص، د پیغمبرانو علیهم ‌السلام د سیرت بنسټیزو اصولو، د اوسنۍ زمانې فتنو، د دین د بنسټونو او د قرآن کریم د تدبر او ګټې اخیستنې په اړه بېلابېلې موضوعګانې وړاندې کېږي. ننګرهار رسنيو دفتر
46
20
۲۲/۳/۱۴۴۸ ننګرهار کې له يو شمېر دارالوکالو څخه څارنه وشوه د ننګرهار عدلیې ریاست اړوند د مدافع وکیلانو آمریت مسوولینو د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له شپږ دار الوکالو څخه څارنه وکړه، چې پر مهال د مدافع وکیلانو دفترونه، جوازونه، رسمي کتابونه، لوحې او نور اړوند موارد وکتل شول. په هغو دفترونو کې چې نیمګړتیاوې موجودې وې، مسوولینو ته د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وشوې او مدافع وکیلانو ته د اړوندې کړنلارې او ضمیمو د احکامو د رعایت سپارښتنه وشوه. مدافع وکیلانو د موجودو نیمګړتیاوو د اصلاح او د اړوندو اصولو او طرز العمل د رعایت ډاډ څرګند کړ. ننګرهار رسنيو دفتر
35