es
Feedback
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

Ir al canal en Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

Mostrar más
625
Suscriptores
+124 horas
Sin datos7 días
-630 días
Archivo de publicaciones
۲۵/۱۲/۱۴۴۷ ننګرهار کې مدافع وکيلانو سره د همغږۍ ناسته وشوه د ننګرهار عدليې رياست د مدافع وکيلانو آمريت له لوري د چارو د لا ښه
۲۵/۱۲/۱۴۴۷ ننګرهار کې مدافع وکيلانو سره د همغږۍ ناسته وشوه د ننګرهار عدليې رياست د مدافع وکيلانو آمريت له لوري د چارو د لا ښه تنظيم او همغږۍ په موخه مدافع وکيلانو سره ناسته ترسره شوه. په ياده ناسته کې د عدليې وزارت لارښوونې مدافع وکيلانو سره شريکې شوې او د راتلونکو روزنيزو پروګرامونو او مسلکي فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې شول. همداراز د مدافع وکيلانو نظرونه، وړانديزونه او ستونزې واورېدل شوې او د رسېدنې په موخه ثبت شوې. ګډونوالو د ورته ناستو جوړول ګټور وبلل او د مدافع وکيلانو ترمنځ يې پر لا زياتې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۵/۱۲/۱۴۴۷ د ننګرهار د څلور ولسواليو مرستيالان تغير او تبديل شول د ننګرهار ولایت مقام د لزومديد له مخې د سره رود، مومندرې، هسکې مېنې او ګوشتې ولسواليو مرستيالان تغير او تبديل شول. د ولایت مقام د فرهنګي او ټولنيزو چارو کارپوه مولوي سميع الله سمون له لوري د مومندرې نوی مرستيال مولوي اسدالله خادم د يادې ولسوالۍ مسوولينو او کار کوونکو ته ور وپېژندل شو. نوموړی تر دې وړاندې د سره رود مرستيال وو. همدا راز د مومندرې مخکينی مرستيال مولوي نظر محمد سره رود ولسوالۍ ته ورپېژندلی شوی چې هلته به خپل مسووليت ته دوام ورکړي. بل لور ته د ولایت مقام د کار کوونکو چارو رياست د استخدام آمر قاري عبدالله حامد له لوري قاري شاکرالله د ګوشتې ولسوالۍ د مرستيال په توګه مسوولينو او ولس ته ور وپېژندل شو. هغه تر دې وړاندې د هسکې مېنې مرستيال وو. همدا راز د ګوشتې ولسوالۍ مخکينی مرستيال رحمت نبي هسکې مېنې ولسوالۍ ته ور پېژندل شوی چې تر دې وروسته به هلته خپل مسووليت مخته يوسي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۵/۱۲/۱۴۴۷ د ننګرهار عامې روغتيا رياست کې د يو لوي روزنيز تالار د بنسټ ډبره کېښودل شوه د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني او د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس مولوي امين الله شريف له لوري د يو لوی روزنيز تالار د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ياد روزنيز تالار د يونيسيف په ۶ ميليونه افغانيو مالي لګښت جوړېږي، چې په يو وخت کې به د شاوخوا ۳۵۰ کسانو د ځایېدو وړتيا ولري. د عامې روغتيا وزارت مرستيال د يونيسيف له همکارۍ مننه وکړه او د دې پروژې د معياري تطبيق سپارښتنه يې وکړه. د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس وويل، د ياد تالار په جوړېدو سره به د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرامونه لا پياوړي شي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۵/۱۲/۱۴۴۷ بهسودو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو يوې شبکې چارې جريان لري د ننګرهار کليو پراختيا او بيا رغونې ریاست تر چتر لاندې، د يونیسف په څه باندې ۸ ميليونه افغانيو مالي لګښت د بهسودو ولسوالۍ ترخو اوبو سيمه کې د پاکو اوبو رسولو يوې شبکې چارې جريان لري. په د پروژه کې د يوې ژورې څاه او د ۱۰۰ متره مکعب په ظرفيت ذخیرې جوړول، د ۱۵۰۰۰ متره په اوږدوالي د پايپ غځول او د لمریزې برښنا سيستم رامنځته کول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به يې ۵۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي. په دې پروژه کې د سيمې لسګونو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شوې او ټاکل شوې چې چارې يې په نږدې وخت کې بشپړې شي. د کليو پراختيا او بيا رغونې رياست تخنيکي ټيم له يادې پروژې څارنه کړې او د جوړونکي شرکت مسوولينو ته يې د معياري کار سپارښتنې کړي دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۵/۱۲/۱۴۴۷ د ننګرهار مرستيال والي د مارکيټونو د مالکانو وړانديزونه واورېدل د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د جلال اباد ښار د مارکيټونو د اتحاديې مسوول حاجي مصطفی په مشرۍ د مارکيټونو له مالکانو سره د يو شمېر موضوعاتو حل په موخه ناسته وکړه. په ناسته کې ګډونوالو د سوداګريزو ودانيو د مديريت، پانګونې، د کورونو او دوکانونو کرايې او يو شمېر اړوندو تنظيمي موضوعاتو په اړه خپل وړانديزونه شريک کړل. د ننګرهار مرستيال والي د مارکيټونو له مالکانو مننه وکړه چې په خپل هېواد کې يې پانګونه کړې او د ښاري پراختيا په برخه کې يې ونډه اخيستې ده. نوموړي وويل، د استوګنيزو کورونو او سوداګريزو ځايونو د کرايې تنظيم اړوند کړنلاره د مالکانو او کرايه نيونکو د متوازنو ګټو په پام کې نيولو سره جوړه شوې ده او په دې برخه کې د عدالت تامين لومړيتوب لري. د ولایت مرستيال زياته کړه، چې مطرح شوې موضوعات او وړانديزونه به له اړوندو مراجعو سره شريک شي، څو د نافذه اصولو او کړنلارو له مخې ورته رسېدنه وشي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۴/۱۲/۱۴۴۷ *ننګرهار کې ۶۰ راستنو شويو کورنيو سره د خياطۍ وسايلو مرسته وشوه.* د ننګرهار کډوالو چارو رياست تر چتر لاندې، د CWSA مؤسسې له لوري ۶۰ راستنو شويو هرې کورنۍ سره د ۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د خياطۍ وسايلو مرسته وشوه. په ورته مهال د کډوالو رئيس مولوي غلام‌الرحمن بلال د IOM او OHW مؤسسو مسوولينو سره د دوی د فعالیتونو او د راستنو شويو هېوادوالو د ښارګوټو مخورو سره د ستونزو حل په موخه وليدل. ننګرهار رسنیو دفتر

۲۴/۱۲/۱۴۴۷ *د کامې ولسوالۍ د سړک د ترميم چارې پيل شوې* د ننګرهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کامې ولسوالۍ پر لور د غځېدلي اسفالتي سړک د زیانمنو شویو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې پیل شوې. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک اسفالتي فرش په یو شمېر ساحو کې زیانمن شوی و او د لا زیات تخریب له ګواښ سره مخ و، چې له همدې امله د ټولګټو ریاست د خپلو امکاناتو، وسایطو او پرسونل په مټ د ترمیم چارې پيل کړې. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۴/۱۲/۱۴۴۷ *ننګرهار کې د مرستو جلب او بشري خدمتونو د پراختیا په موخه ناسته وشوه* د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد په مشرۍ، د ولایت مقام کارپوه صفي الله صادق، د اکبر ادارې او یو شمېر کورنیو او بهرنیو مؤسسو د مسوولینو په ګډون د مرستو د جلب، همغږۍ او بشري خدمتونو د پراختیا په موخه ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د اقتصاد رئیس د راستنېدونکو کډوالو، داخلي بې‌ ځایه شویو او اړمنو کورنیو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې او له مرستندویه مؤسسو یې وغوښتل چې د سرپناه، نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو، اوبو رسونې، روغتيا او دوامدار ملاتړ په برخو کې خپلې مرستې لا پراخې کړي. همداراز نوموړي د مرستو د شفاف تطبیق، عادلانه وېش او متوازن انکشاف پر اهمیت ټینګار وکړ او د مؤسسو له ترسره شویو همکاریو یې مننه وکړه. د کورنیو او بهرنیو مؤسسو مسوولینو د خپلو فعالیتونو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره به خپلې همکارۍ لا زياتې کړي. د WCC، ACTED او CWSA مؤسسو استازو د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته به خپلې مرستې او خدمات لا پراخه کړي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۴/۱۲/۱۴۴۷ د ننګرهار روداتو او هسکې مېنې ولسواليو نوي مرستيالان مسوولينو ته ور وپېژندل شول د ننګرهار ولایت مقام د لزومديد له مخې قاري خان محمد د روداتو او قاري رحمت نبي محمد د هسکې مېنې ولسواليو د نويو مرستيالانو په توګه وټاکل شول. د ولایت مقام کارپوه قاري عمادالدين عمر خالد له لوري ياد مرستيالان د دې ولسواليو مسوولينو، علماء کرامو او قومي مخورو ته ور وپېژندل شول. نوموړي وويل، چې ياد مرستيالان له ګوشتې او دوربابا څخه دې ولسوالیو ته تبديل شوي دي. قاري عمادالدين مسوولينو او مخورو ته سپارښتنه وکړه چې نويو مرستيالانو سره په ټولو قانوني چارو کې همکاري وکړي. ننګرهار رسنيو دفتر

۲۴/۱۲/۱۴۴۷ *ننګرهار کې مؤمن افغان ترک لېسې څخه ۴۶ ځوانان فارغ شول* د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مؤمن افغان ترک عالي لېسې څخه ۴۶ ځوانان له دولسم ټولګي څخه د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. د ننګرهار ولایت مقام د ټولنيزو او فرهنګي چارو کارپوه مولوي سميع الله سمون د ترکيې پوهنې څانګې او نورو برخو له مسوولينو مننه وکړه چې افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي. نوموړي وويل، چې په نننۍ نړۍ کې د ساينس او ټکنالوژۍ زده کړه د ايمان او عقيدې د زده کړې په څېر فرض عين دي چې پرمټ يې د هېوادونو امنيت، اقتصاد او پرمختګ تامين کيږي او زده کوونکو ته يې سپارښتنه وکړه چې دواړو برخو ته پاملرنه وکړي. هغه د ترکيې له مسوولينو څخه په ۳۴ ولايتونو کې د ښوونځيو او يو عصري پوهنتون جوړولو غوښتنه وکړه ترڅو د دې او نورو لېسو ممتاز فارغان په کې زدکړې وکړي. مولوي سمون دغه راز وويل، چې په افغانستان کې د کانونو سربېره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمينه برابره ده او غوښتنه يې وکړه ترڅو دلته پانګونه وکړي چې افغان ځوانان ترکيې ته د تګ پر ځای په خپل هېواد کې په کار کې مصروف شي. د افغان ترک ښوونځيو عمومي رئيس احمد توکور، د مؤمن افغان ترک لېسې مدير سمسور نهضت او نورو مسوولينو فارغ شويو ځوانانو ته هر اړخيزې سپارښتنې وکړې. دوی دغه راز د ولایت کارپوه ته ډاډ ورکړ چې د ښوونځيو، پوهنتون او نورو برخو کې به يې غوښتنې اړونده مسوولينو سره شريک کړي او د همکارۍ ډاډ يې وښوده. _ننګرهار رسنيو دفتر_