ch
Feedback
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

前往频道在 Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

显示更多
609
订阅者
无数据24 小时
-67 天
-1030 天
帖子存档
۷/۴/۱۴۴۸ ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ ۳۸ کلنه شخړه حل شوه د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د جومات ګل او محمد حيات کورنيو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني چې له امله يې يوه مېرمن وژل شوې او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو په سوله ييز ډول حل شوه او دواړو کورنيو بښنه وکړه. دغه دښمني د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه، چې يادې کورنۍ نږدې څلور لسيزې د مالي زیانونو ګالولو سربېره له خپلو مېنو بې ځایه شوې وې. د دواړو کورنيو غړو وويل، چې مشرانو يې په تېر کې تېروتنې کړې وې او دوی د جرګې پرېکړې ته په ژمنتيا سره به بیا هيڅکله خپلمنځي مخالفت ونه کړي. دغه روغه جوړه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست، د ولسوالۍ مسوولينو، علماء کرامو او مخورو په منځګړيتوب تر سره شوه. د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په هڅو ننګرهار کې دا مهال شاوخوا دوه زره لويې او وړې دښمنۍ او شخړې حل شوي دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۶ استنادي ديوالونه جوړ شول د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې د ډاکار په مالي همکارۍ په بټي کوټ او بهسودو ولسوالۍ کې شپږ ګبيوني استنادي ديوالونه جوړ شول چې ور سره په سيمه کې کورونه او کرنيزې ځمکې د سيلابونو له خطرونو وژغورل شول. د بټي کوټ په هيبت خېلو کې د ۲۰ متره، علي خېلو کې ۴۰ او نواقلو کې د ۱۸ او د بهسودو په سراچه علي خان کې ۴۰ متره، د عربانو په سيمه کې ۱۶.۵ او ۳۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه جوړ شوي دي. ډاکار همدا راز په يادو ولسواليو کې نيالګي هم کينولي دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۶ استنادي ديوالونه جوړ شول د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې د ډاکار په مالي همکارۍ په بټي کوټ او بهسودو ولسوالۍ کې شپږ ګبيوني استنادي ديوالونه جوړ شول چې ور سره په سيمه کې کورونه او کرنيزې ځمکې د سيلابونو له خطرونو وژغورل شول. د بټي کوټ په هيبت خېلو کې د ۲۰ متره، علي خېلو کې ۴۰ او نواقلو کې د ۱۸ او د بهسودو په سراچه علي خان کې ۴۰ متره، د عربانو په سيمه کې ۱۶.۵ او ۳۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه جوړ شوي دي. ډاکار همدا راز په يادو ولسواليو کې نيالګي هم کرلي دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ جلال اباد ښار کې د يو سړک او ويالو چارې پيل شوې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په لسم ګذر کې د ښاروالۍ تر چتر لاندې، د نړيوال بانک په ۷.۷ ميليونه افغانيو مالي لګښت او د UNOPS په تخنيکي همکارۍ د ۶۷۴ متره په اوږدوالي او ۵ متره پراخوالي د يو سړک او ويالو په کانکريټي ډول د جوړولو چارې پيل شوې. په دغه پروژه کې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له دې پروژې څخه موخه د لنډ مهاله کاري فرصتونو رامنځته کول او ښاري انکشاف ته وده ورکول دي. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ د ننګرهار مرستيال والي ولسي ستونزې د حل په موخه واورېدې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د خپل کار په دفتر کې د ګڼ شمېر ولسي وګړو ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجرااتو په موخه راجع کړې. نوموړي همدا راز د يو شمېر ادارو مسوولينو سره د جلا کتنو پر مهال دوی ته په بېلابېلو برخو کې د لازمو اقداماتو لارښوونې وکړې. د ولایت مرستيال د مقام مسوولینو سره هم د بېلابېلو مسايلو حل او تعقيب په موخه وليدل او لازم هدايات يې وړاندې کړل. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ د ننګرهار والي ځوانانو ته د تعليم او په ادارو کې د ګومارلو ډاډ ورکړ د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دې ولايت ځوانانو سره په غونډه کې دوی ته د تعليم او پرمختګ او په مسلکي بستونو کې د ګومارلو ډاډ ورکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې ځوانان سالم فکر، د ځوانۍ له مرحلې څخه ښې ګټې اخیستنې، د وخت نه ضايع کولو او د هېواد آبادۍ او پرمختګ لپاره کار کولو ته وهڅول. هغه زياته کړه: «انقلابونه ځوانان راولي، تاسو هېواد ته خپلواکي راوستې او اوس يې وخت دی چې بيارغونې ته يې کار وکړئ.» ده وويل، چې هڅه کوي ځوانان په مسلکي بستونو کې وګماري او مسوولينو ته د سپارښتنو له مخې په بېلابېلو ادارو کې ګڼ شمېر وړ او مسلکي ځوانان په دندو ګومارل شوي دي. د ننګرهار والي په بېلابېلو برخو کې ځوانانو سره خپلې تجربې، نظريې او معلومات شريک کړل او دوی يې تعليم، مسلک، کار او پرمختګ ته تشويق کړل. د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند ځوانانو ته د نوبتي ناستو کولو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې هر مهال کولی شي چې ځوانانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه وګوري. د ننګرهار ورزش، المپيک او بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزيروال له ځوانانو مننه وکړه، چې د حقانيت په درک کولو سره د اسلامي نظام ملاتړ او د پرديو د ناوړه تبليغاتو پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړي وويل، چې اسلامي امارت له ځوانانو جوړ دی او په مسلکي بستونو کې وړ او په کارپوه ځوانان ګومارل کيږي او دا د نظام پاليسي ده ترڅو وړ کاري ځواک استخدام شي. د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله نوراني له ننګرهار والي مننه وکړه چې ځوانانو ته يې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه کمېټه جوړه کړې او تل هڅه کوي چې ځوانانو ته کاري بوختياوې رامنځته کړي. نوموړي وويل، چې دښمن په فزيکي ډول هيڅ خنډ نه شي جوړولی؛ خو ناوړه تبليغات کوي او ځوانان مسووليت لري چې د عامه اذهانو په جوړولو او د پروپاګند په مخنيوي کې خپل رسالت اداء کړي. د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وويل، چې له کلونو قربانيو او مبارزو وروسته په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، چې مسوولين يې ځانونه د ولسونو خادمين ګڼي. هغه پر ولسونو غږ وکړ چې د خپل نظام او هېواد په ملاتړ او ساتنې کې همکاري وکړي. يو شمېر ځوانانو په خپلو خبرو کې له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د ځوانانو، تعليم کار او پرمختګ لپاره هڅې کوي او په هر حالت کې يې له اسلامي نظام څخه د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ وښوده. دوی د ځوانانو په فکري او فزيکي ځواک خبرې وکړې، حکومت او ولس ته يې د صادقانه خدمت او د پرديو د شومو موخو په مخنيوي کې يې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه. ځوانانو دغه راز ولايت مقام سره د دوامداره ناستو، په ولسواليو کې د مسوولينو او ځوانانو د کاري همکارۍ پراختيا، په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د فکر جوړونې مرکزونو او سيمينارونو جوړولو، کاري فرصتونو زياتولو او يو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې چې ننګرهار والي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ ننګرهار کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه، د بهسودو و
۷/۴/۱۴۴۸ ننګرهار کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه، د بهسودو ولسوالۍ د تعمیراتو په ورزشي میدان کې د واليبال ۲۴ لوبډلو ترمنځ ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې. په پایلوبه کې د شګې لوبډلې د تعمیراتو لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د پایلوبې پر مهال د ورزش ریاست چارواکو، سیمه ‌ییزو مخورو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو. ننګرهار رسنيو دفتر

۷/۴/۱۴۴۸ د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ کې د ديني، ارشادي، او وقفي چارو وضعيت و ارزول شو د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ ال
۷/۴/۱۴۴۸ د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ کې د ديني، ارشادي، او وقفي چارو وضعيت و ارزول شو د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ القرآن والحدیث مولوي عید ولي حلیمي د کاري سفرونو په لړ کې تېره ورځ په شينوارو ولسوالۍ کې د دیني، ارشادي او وقفي چارو وضعیت وکوت. نوموړي د مارکوه بازار په جامع جومات کې د جمعې خطبه او بیان وړاندې کړ او د اسلام جامع نظام، ایمان او عباداتو، اخلاقو، ټولنیز ژوند او په شرعي لارښوونو يې خبرې وکړې. حلیمي قومي مشرانو سره هم ناسته وکړه او د «احسن المدارس» مدرسې، مرکزي عیدګاه او نوي جوړېدونکي جومات له چارو یې لیدنه وکړه. ننګرهار رسنيو دفتر

۶/۴/۱۴۴۸ *ننګرهار کې د پولیو واکسین د عامه پوهاوي لپاره د ویلچر باسکټبال سیالي وشوه* ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او د واکسین د عامه پوهاوي په موخه د ننګرهار او لغمان د ویلچر باسکټبال لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. دغه سیالي د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه، د یونیسف په مالي ملاتړ او د ویلچر باسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري ترسره شوه، چې ننګرهار لوبډلې لغمان ته ماتې ورکړه. مسؤولینو، د ورزشي فدراسیونونو استازو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش‌مینوالو په دغې یوې‌ورځنۍ سیالۍ کې ګډون کړی وو. ننګرهار رسنیو دفتر

۶/۴/۱۴۴۸ *ننګرهار کې د يوې جبري نکاح مخنيوی وشو* د ننګرهار امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبينو په دې ولايت کې د يوې پيغلې نجلۍ د جبري نکاح مخنيوی وکړ. کورنۍ يې دغه نجلۍ داسې کس ته ورکوله چې د هغې رضايت نه وو. محتسبينو د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۸۳ ګڼې فرمان د لومړۍ فقرې له مخې يادې کورنۍ ته قناعت ورکړ او هغوی د نجلۍ رضايت او انتخاب ته غاړه کېښوده. ننګرهار رسنيو دفتر

*د ننګرهار سیمه‌ ییز روغتون ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل وسپارل شول* د ننګرهار سیمه‌ ییز تخصصي روغتون ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل، د عملیات خونې، لابراتوار او وینې بانک اړوند وسايل د WORLD موسسې له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ برابر او وسپارل شول. د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین‌ الله شریف د وسایلو د سپارلو پر مهال د روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې یاد وسایل ژر تر ژره اړوندو څانګو ته ووېشي او په منظم ډول ترې ګټه واخلي. په دغو وسایلو کې د عملیات خونې څراغونه، د عملیاتو سیټونه، د انتان د مخنیوي توکي او نور اړین طبي وسایل شامل دي. ننګرهار رسنیو دفتر