uk
Feedback
MaHer-مـاهـر

MaHer-مـاهـر

Відкрити в Telegram

Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights

Показати більше
6 364
Підписники
-224 години
+127 днів
+22530 днів
Архів дописів
خلک مې وازمایل، و مې پېژندل او بیا پوه شوم ،چې په دې نړۍ کې دومره بې‌حسي ده، که موږ خپل هر څه هم قربان کړو، خلک به داسې وښيي
خلک مې وازمایل، و مې پېژندل او بیا پوه شوم ،چې په دې نړۍ کې دومره بې‌حسي ده، که موږ خپل هر څه هم قربان کړو، خلک به داسې وښيي لکه دا قرباني، چې د دوی حق وي، او زموږ اخلاص هېڅ ارزښت نه لري!
مِهرِستان 🍂

هره ځوانۍ به خاوري کېږي. خو ښه ځوانۍ به هغه وي ؛ چې د ربّ ﷻ په اطاعت ڪې تیره شي.!
#سهار مو نیکمرغه.. ؟

د سهار لخوا له خوبه را پاڅېدلو وروسته په نهاره دوه،دری ګيلاسه تودې (تومړې) اوبه څښل د ناروغيو په وړاندې بهترينه او طبيعي لاره چاره ده. دا کار په دوديز ډول جاپانيان هم کوي چې د عمر په اوږدوالي او صحت مندي کې يې مهم رول لري. د جاپان د هغو خلکو شمېر چې له سل کلنۍ اوښتي. يا په اصطلاح سليزه يې وهلې ۱۰۸ زره کسانو ته رسېږي.او دا ټول د ښه لایف سټایل ( د ژوند، خوړو، ورزش او روغتیايي اسانتیاوو له امله دي).

هیڅکله هم دا زنګ بی جوابه مه پریږدئ! مور♥️
هیڅکله هم دا زنګ بی جوابه مه پریږدئ! مور♥️

د ژوند پېټی تر زړښته وړلی نه شم خدایه ما په زلمیتوب خلاص کړې له غمه دا ته جوړ له کومې خټې یې جلاله؟ چې نه بنګو او نه خوب خلاص کړې له غمه جلان

ژوند ده، شاید په لسګونو ستونزې ولرې، هڅه وکړه چې خپلو ستونزو ته په خپله اوږه ورکړې، د چا په تمه مه کېنه، او مه دا فکر لره چې ګوندې په سخت وخت کې به څوک راته پکار شي. دا ومنه چې ستا ستونزې ستا ستونزې دي، هیچاته دا مهمه نده چې ته یې څه رقم حلوې. صابر صاحب یې په اړه څومره ښه ویلي دي: صابره! څوک د چا بلا څه کوي؟ د هرچا خپل غمونه ، خپله بلا

د څېړنو له مخې ستاسې شاوخوا ډېری خلک حتی که ملګري مو هم وي، په غیر ارادي توګه مو په ماتې او ناکامۍ یو ډول خوشاله کېږي. دا خوښي د دښمنۍ یا حسد په مانا نه ده، بلکې یوازې د یوې لنډې شېبې لپاره دوی ځانونه له تاسو ډېر بریالي ګڼي. دا د انسانانو د روان او احساساتو یوه توره برخه ده چې د «شاډن فرویډ» (Schadenfreude) په نامه یادېږي، دا یوه آلمانۍ اصطلاح ده، چې ''شاډن'' د زیان، بدمرغۍ او ناکامۍ مانا ورکوي او ''فرویډ'' د خوښۍ په مانا راځي. یانې هغه احساس چې انسان د بل په بدمرغۍ یو ډول خوښي احساسوي.
ژباړه او زیاتونه: هـ. ادیب
دې احساس ته مو کله ور پام شوی؟

د‌مني په موسم کې يوه غټه ستونزه! د مني موسم په راتللو سره ډیری انسانان په بې دلیله خپګان اخته کېږي، طبيعت يې خراب وي، زړه يې تنګ وي، کم خوبه او بد خوبه وي، اشتها او د خوراک روټين يې برابر نه وي ، له هغو شيانو او کارونو سره چې مخکې يې مينه ورسره لرله علاقه ختمه شي ، بې ځايه سوچونه کوي ، ځان ملامت احساسوي ، د ژوند د هرې برخې د کارونو په اړه بې تفاوته او بې مينې وي ،بدبينه ترې جوړ شي. دا ټول د مني د‌ موسم د خپګان Seasonal affective disorder (SAD امله دي. ددې د مخنيوي لپاره لمر ته ډېر ګرځئ تروش خواړه کم خورئ تفريح حتمن کوئ نيم ساعت پلې ګرځېدا بيخي ګټوره ده له ګرمو رنګونو استفاده وکړئ ويټامين داره خواړه وخورئ هر تغيير له کوچني ګام څخه پيل کړئ مثلا يو کتاب چې کمې پاڼې ولري لوستل يې پيل کړئ او يا قدم وهل هره ورځ له لسو دقيقو پياده روي څخه شروع کړئ.

🔫 د درد څړيکه ناقراره بې له ياره ❤️ دا به سخته شي بيماره بې له ياره 🔄 تنهايې مې په پيغور را سره مل وه 📍 چې روان ومه په لاره بې له ياره ܩࡅ࡙ߺ‌‌ࡅ۬ߺߊ‌‌ 💔 ꪑıꪀꪖ

د يو چا له خولې مې واورېدل: د ګرانښت وروستی حد هم‌ دادی چې؛ ته نه يې او يو څوک درپسې وژاړي. طاهر 🍂
د يو چا له خولې مې واورېدل: د ګرانښت وروستی حد هم‌ دادی چې؛ ته نه يې او يو څوک درپسې وژاړي.
طاهر 🍂

َ هټلر ووایې..! ما د مینی او جنګ څخه ځکه جنګ انتخاب کړ چی مینه کی به هره ورځ مړ کیږی او را ژوندی کیږی..! مګر جنګ کی یو ځل مړ
َ هټلر ووایې..! ما د مینی او جنګ څخه ځکه جنګ انتخاب کړ چی مینه کی به هره ورځ مړ کیږی او را ژوندی کیږی..! مګر جنګ کی یو ځل مړ کیږی بیا هیڅکله نه را ژوندی کیږی.!!

د سختو ورځو ښکلا دا ده چې درواغجن ملګري درسره نږدې نه پاتې کېږي.

د لاس کار څنګه پریږدې 1: قوی اراده وکړه څومره چې دا کار کوې د ارادې ځواک دې کمزوری کیږی او څومره چې دا کار پریږدې د ارادي ځواک دې قوی کیږی. 2: له هغه شیانو څخه ځان وساته چې ستا شهوت راپاروی که هر څه وی لکه: له تنهایی ځان وساته د انټرنیت وخت کم کړه هغه صفحې چې یا ویډیو ګانې یا عکس چې ستا شهوت راپاروی ډیلټ که. 3: ځانته مصروفیت پیدا کړه. ځکه ذهن دې نور بې ځایه فکرونو ته بیا وخت نلري.! که د لاس کار پریږدې بیا به څه پیښ شي. راځه چې درته یی ووایم. 1: د دویمې ورځې اغېزې: ذهن لا هم د شدید جنسي غوښتنې حالت کې وي. ممکن ده اضطراب، د تمرکز کمښت او بې قراري تجربه شي. 2: وروسته له نهو ورځو: هورمونونه بیارغېږي (پرولاکتین او ډوپامین). خوب ښه کېږي، ذهن روښانه کېږي. 3: د 3 اونیو وروسته: ټېسټاسټرون متوازن کېږي. انګېزه، او د ځان کنټرول او تمرکز لوړیږي. 4: وروسته له 40 ورځو فزیکي رغونه: بدن له جنسي فعالیت سره له لاسه تللي مواد (لکه زینک) بېرته رغوي. د عضلو جوړښت ښه کېږي. 5: وروسته له 70ورځو د نوي سپرم تولید بشپړېږي: انرژي زیاتیږي، هورموني توازن او رواني آرامتیا رامنځته کېږي. 6: وروسته له 140 ورځو ځان لوړ حالت ته رسېدل: د انضباط، شهود، باور او احساساتي کنټرول لوړې کچې ته رسیږی. که ته دا کار کول غواړې او غواړې چې بدلون وکړې ما فالو کړه.

هيڅکله د هغه سبا په انتظار مه پاتې کېږه مه، چې لا تر اوسه ندی راغلی. د نن ورځې له خوشحاليو که لږ هم وي خپله برخه واخله. دا مه هېروه چې هر وخت موخه او هدف هغه ځای ندی چې د يوه مسير په پای کې وي؛ کله،کله مقصد هغه ګامونه هم دي چې د هدف په لوري يې اخلو. چای دې وچيکه! طبيعت دې راسته که! په دې دومره لويه او ارته دنيا کې، منې که يو سړی هم بې اندېښنې،بې غمونو او بې مشکلاتو وي. د سبا اندیښنه مه کوه! ولاکه په دې کې يوه زره هم شک وي يوه اوونۍ وروسته به مو په قبرونو خړې بړبوکۍ تاوېږي او د قبرونو خاورې به مو په هوا کې لكه يوه اوږده ليکه داسې ښکاري. 〰️

د پرمختګ پيل.pdf11.16 MB

رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «په جمعه کې داسې یو ساعت دی چې مسلمان بنده په هغه کې له الله تعالی څخه هره دعا وغواړي، الله تعالی یې دعا قبلوي.» (صحیح مسلم)   الله تعالی دې زموږ او ستاسو ټولې دعاوې قبولې کړي، ګناهونه مو وبخښي او زړونه مو په خپل ذکر روښانه کړي. جمعه مبارک!

دردونه دوه ډوله دي: یو هغه درد چې نور خلک یې موږ ته راکوي؛ مثلاً څوک مو قصداً له پامه غورځوي، سپکوي یا خپه کوي. بل هغه درد دی چې موږ یې خپله ځان ته اخلو؛ یعنې د یو چا چلند ته ډېر فکر کوو، ګیله ترې کوو او د هغه عمل خپل ذهني سکون خرابوي. دمطلب دا دی چې هر څوک چې تا ګیله کولو ته اړ کوي، مه پرېږده چې ستا د احساساتو کنټرول په لاس کې واخلي. که څوک دې قصداً خپه کوي او ته ورپسې ګیله، بحث او تمه کوې، نو په یوه معنا خپل ځان هماغه درد ته بیا ورګرځوې.

کله چې‌ دعا کوو. کله چې خوب وينوو. کله چې ژاړو. کله چې څوک په غېږ کې نيسو. کله چې له يو چا مچکه اخلو. کله چې چاته غوږ نيسو. کله مو چې د چا خوږ بوی تر سپږمو کېږي. ولې سترګې پټوو؟!!!!!! ځکه په ژوند کې تر ټولو ښکلي شيان د ليدلو نه ، بلکې په زړه باندې د حس کېدلو دي او بايد چې په زړګي کې دې خوږه څړيکه در تېره کړي. صوفيانو تاسې يې کانه نه منئ؟!

روغتون ته لاړ شئ، ناروغان وګورئ، باور وکړئ داسې څه به مو تر سترګو شي چې په خپل روغ، نیمه روغ، بدرنګ او نیمګړي وجود به بار بار شکرونه وباسئ، دنیا ډېره لویه غټه ده، هر ساکښ پکې له یوې ستونزې نه کړېږي، ناشکري نه ده پکار، که ته یوه نیمګړي لرې، خلک دوې لري، څلور لري، که ته له یوې لنډ وختې او موقتې ستونزې کړېږې، خلک له تلپاتو نه کړېږي، دا ځکه لیکم چې نن شپه مې داسې ناروغان لیدلي چې په ذهن کې مې خښ دي، زه یې هره ورځ وینم، خو د نن شپې چیغې مې اوس هم په غوږونو کې را پاتې دي، حادثې وي، له خوښیو نه د غم په جال نښتي ؤو، څوک له شیرین خورۍ را ګرځېدلي ؤو، سرې شونډې، سینګار شوې تر روغتونه راکښل شوې وې، چا له کوره مات سرونه را وړي ؤو، چا بل څه... ژوند بل رقم تورې ترخې ورځې لري، په شته او روان ژوند مو د شکر لاسونه پورته کړئ، ناشکرۍ ته کله هم زړه مه نیسئ، ژوند ډک دی له سختیو، په ناشکرۍ مو خپلې لارې مه ور ښیئ.

د چا جیب ته په کتلو د هغه مقام او ارزښت مه ټاکئ (مه تلئ)؛ ځینې خلک که څه هم په جیب کې ډېر څه نه لري، خو د زړه له پلوه پاچاهان وي.