uz
Feedback

Firibgarlarga uchmang! Telemetrio bunday kanallarni topadi va belgilaydi 👉 Belgini ko‘rmoqchi bo‘lsangiz, obuna bo‘ling

MaHer-مـاهـر

MaHer-مـاهـر

Kanalga Telegram’da o‘tish

Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights

Ko'proq ko'rsatish
7 206
Obunachilar
-2924 soatlar
+4297 kun
+84930 kun
Postlar arxiv
تر لارې مخکې، ملګری! د ابن حبان په کتاب «روضة العقلاء» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب‌ رض وويل: «خامخا د وروڼو په څېر ملګري پيدا کړه او د هغوی تر څنګ اوسه؛ ځکه د خوښۍ پر وخت دې ښايست او د سختۍ پر وخت دې مرستندويان دي». اې زما ملګريه! امام شافعي‌ به ويل: الله‌ ج له موږ څخه ځينې د ځينو نورو لپاره د رحمت وسيله ګرځوي او کله بيا همدا رحمت د ملګري په بڼه وي. که څوک ظلم درباندې کوي، دوی دې لښکر شي؛ که قرض درباندې ډېر شي، دوی ستا لپاره لکه جيب داسې شي او که غمونه د راچاپېره کړي، دوی دې مرسته کوونکي شي. که يو څوک هر څومره هسکو ته ورسېږي، بيا هم ښه ملګري ته اړتيا لري. ایا ته نه ګورې، چې رسول الله‌ د هجرت په ورځ له لارې انتخابولو وړاندې ملګری غوره کړ!؟ 📖 کتاب: د عمر بن خطابؓ پیغامونه. 🖌️ لیکوال: د.ادهم شرقاوي. 🔖 ژباړن: نصیر محمد مشال. #عفان_انسټیټیوټ #affan_pashto #affan_institute #حضرت_عمر #اسلام

له ځانه، له جهانه او له رحــمانه نـــاراضي انسـان چې په خوشالي پسې ګرځي، داسې دی ته وا تنده وهلی په صــــحرا کې په سراب پسې منډې وهي. له ځانه رضايت دا دی چې په خپـل يوازيتوب کې خوشاله اوسئ او د ځان په ګټه فکـرونه وکولی شئ. هغـــوی چې له ځــــان سره خوشاله نه وي، يـوه نښـه يې دا هم وي، چې نـور بيا له دوی سره خوشاله نه وي. له جـــــهان سره پـــخلاينه دا ده چې د زړه او ذهن وســـعتونه مو دومره وي چې ټول جهان په ځان کې راټول کــړای شئ. هغه چې له يوه انسان سره د مينې او له بل انسانه د کرکې ادعا کوي، اصلا له دواړو سره کرکه لري. ميـنه د کرکې په خوا کې نه زېږي. کرکـه چې راشي، مينـــه په پټه خـــوله ځان ور ټول کړي او ځــان ته بله استوګنه وګوري. له رحمان سره دوســــتي دا ده چې په هر خـــير او شر يې راضي اوسو او په شر کې يې هم د خير په عاقبت يــقين ولرو. هغه چې له خپلې پرون ورځې خوشاله دی، پـه نن ورځې ناشکره دی او له سبا ورځې ناهيلی دی، له رحـمان سره په خپـــلې اړيکې از سرِ نو غور ته ضرورت لري. ژوند بې ځانه، بې جهانه، بې رحمانه تعريف نه لري. هغـوی چې له درې واړو يــو يــــا دوه ور ټيـــنـګوي، ژونـــد او عاقبــت دواړه يې د اندېښنې وړ دي. تاسې لږ د «العصر» تفسير ته سر ورښکاره کړئ، هــلته د نه‌تاواني انسانانو درې ځانګړنې په ځان کې «رحمان، ځـــان او جهان» درې واړه نه رانغاړي؟ رحمت شاه فراز

هر انسان باید په ژوند کې داسې یو ملګری ولري چې خپلې وېرې، رازونه، د زړه پټې خبرې، ګناهونه، خپګان او خوښۍ ورسره شریکې کړي. داس
هر انسان باید په ژوند کې داسې یو ملګری ولري چې خپلې وېرې، رازونه، د زړه پټې خبرې، ګناهونه، خپګان او خوښۍ ورسره شریکې کړي. داسې یو ملګری چې یوازې سترګو ته دې وګوري او درته ووایي: ته همداسې چې یې، ډېر ښه یې ، ته له خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره، ماته دمنلو او مینې وړ یې. #ژوند

• مونږ له ځینو خلکو سره عادت شوي یو؛ داسې نه ده چې دوي تر نورو غوره دي. • مخکې له دې چې له خدای نه څه وغواړې لومړۍ باید د ټول
• مونږ له ځینو خلکو سره عادت شوي یو؛ داسې نه ده چې دوي تر نورو غوره دي. • مخکې له دې چې له خدای نه څه وغواړې لومړۍ باید د ټولو نعمتونوشکر اداء کړئ • ځینې وخت باید په شا شئ، څو پوه شئ چې هر شی په عکس العمل غبرګون نه ارزي. • صبر وکړئ ښایي خدای تر هغه لوی او ښکلي څيز درکړي چې تاسې یې غواړئ.

سکــــــون يوازے د خداۍﷻ په عبادت کې دې.!😊

که په درسپارل شوې دنده کې غفلت او ناغېړي کوې، د خلکو حق ضایع کوې، او بیا دې د الله تعالی له وېرې زړه هم نه لړزېږي؛ نو پوه شه چې ستونزه یوازې په دنده کې نه ده، بلکې د حلال او حرام په اړه دې د زړه حساسیت کم شوی دی. د حرام رزق د خواړولو په لاره کې ډېر مخکې تللی یې— تر هغه مخکې چې ناوخته شي، ځان وڅېړه او توبه وکړه.

د ژوند تر ټولو خوږه برخه یې ''خوب'' دی؛ که خوب نه وای، دنیا به څومره بې خونده، انسانان به څومره ستړي، زړونه به څومره دردمن او
د ژوند تر ټولو خوږه برخه یې ''خوب'' دی؛ که خوب نه وای، دنیا به څومره بې خونده، انسانان به څومره ستړي، زړونه به څومره دردمن او ذهنونه به څومره له ګډوډو فکرونو، کړاوونو، او اندېښنو څخه درانه ؤو. - ادیب
🦦...

دین د ادم علیه السلام څخه نیولې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې د انسانانو د روح د ازادۍ او یووالي لپاره راغلی دی؛ مذهبونه او شریعتونه د دغه واحد حقیقت بېلابېلې لارې او طریقې دي ترڅو عام خلک په اسانۍ خپله لاره ومومي
علي شریعتي

زلیخا دا ثابته کړه چې که څوګ یو څوګ له زړه څخه وغواړي نو الله ج ورته پیغمبر هم ورکوي

تقريباً له هرو ۲۰ کسانو څخه يو کس له لوړه ځايه ښکته ځای ته له کتلو څخه ډارېږي په داسې حال کې چې د دوی ځان ته کوم خطر هم نه وي متوجه شوی. دې حالت ته (له لوړه ځايه ښکته ځای ته له کتلو ډارېدو ته ) Acrophobia وايي. Acron د لوړوالي Height او Phobos د وېرې fear مانا لري. له لوړوالي څخه لږ ډارېدل د انسان د بقا لپاره یو طبیعي غبرګون دی ترڅو له لوېدلو ځان وساتي. خو په اکروفوبیا کې دا وېره بې کچې زیاته وي؛ حتی که د سړي ژوند ته هیڅ خطر هم نه وي متوجه شوی. په تاسې کې هم کوم يو له لوړه ځايه ښکته نشئ کتلی؟

که غواړئ په ژوند کې پرمختګ وکړئ، د نویو فرصتونو په لټه کې شئ! که په کلي کې یاست او د پرمختګ فرصتونه نه لرئ، ولسوالۍ ته لاړ شئ
که غواړئ په ژوند کې پرمختګ وکړئ، د نویو فرصتونو په لټه کې شئ! که په کلي کې یاست او د پرمختګ فرصتونه نه لرئ، ولسوالۍ ته لاړ شئ؛ که په ولسوالۍ کې یاست، د ولایت مرکز ته لاړ شئ؛ که په ولایت کې یاست، کابل ته لاړ شئ؛ او که په کابل کې یاست، د نویو مهارتونو او لوړو زده کړو لپاره پرمختللو هېوادونو ته د تګ هڅه وکړئ. هلته زده کړه او تجربه ترلاسه کړئ او که فرصت برابر شو، بېرته خپل هېواد ته راشئ او د خپل وطن د پرمختګ لپاره کار وکړئ. که د تګ پیسې نه لرئ، کار وکړئ، مزدوري وکړئ او د خپل عاید یوه برخه د نویو مهارتونو په زده کړه ولګوئ. که د زده کړې شوق او علاقه نلرئ يو کسب زده کړې او داسې يې زده کړئ ترڅو راتلونکي کې خپل لوی کاروبار ولرئ. لايک او شير!

> زرګونه ډیګرۍ واخلې، په علم کې لاسرسی ومومې، خو که د سترګو څخه د څڅېدونکي لفظونه ونه شې لوستلی، نو ته جاهل يې۔ *مطلب يې دا دی:* اصلي علم یوازې کتاب او ډیګري نه ده، اصلي پوهه دا ده چې د بل انسان د سترګو اوښکې، د هغه درد، او د هغه په زړه کې خبرې ولوستلی شې۔ که څوک دا ونه شي کولای، نو که څومره هم لوستي وي، بيا هم ناپوهه دی۔

پښتونه! خلک خپلې فاصلې وهي لګیا دي پښتانه یو بل ته پښې وهي لګیا دي دنیا سپوږمۍ ته وخته اوس لمر ته لاره ګوري ته کېنه په خبرو کې خبرې را اوباسه دنیا له چېرته نه تر چېرته پورې ورسېده پښتون مودې وشوې مدام ویده دی، قام ویده دی منیر بونیری

ځواني د ژوند ترټولو قيمتي فصل دی په علم ، اخلاقو ،او هدف يې مصرف کړئ.🍁
#سهار مو نیکمرغه.. ؟

تیر وختونه او یادونه :تاسو باور پخدای وکړئ زه یی هیڅ نشم لیدلې زما زړه بل رقم ته کیږی ژړا راځې او تیر وختونه چی رایادوم فکر کوم ډیر پخوا می روح دفن شوي دی او اوس هسی تش کالبوت باندی ژوند کوم😭

زه د تقدیر پر منلو، د دوام پر لېونۍ هڅې او له واقعیت سره پر مبارزې ترمنځ راګیر یم..‼️

درس مو په ذهن کې نه پاتیږي؟ دا درې چالاک ګامونه وکاروئ 📚 لومړی. کتاب وتړئ او درس په خپله ژبه ووایاست. هر څه چې مو یاد ول، هماغه په حافظه کې پاتیږي. دوهم. مهم ټکي په لنډو جملو ولیکئ. لیکنه مغز ته دوه چنده سیګنال ورکوي. درېیم. بله ورځ یې بیا تکرار کړئ. تکرار معلومات له لنډمهاله حافظې اوږدمهاله حافظې ته اړوي. هره ورځ یوازې شل دقیقې تکرار کړئ او توپیر به په خپله ووینئ ✨

يو وخت کې به دا ډول پرواز کوونکي موټرونه په فلمونه کې خيالي ډول ښودل کېدل او نن د ټسلا کمپنۍ حقيقي ډول جوړ او نمایش ته وړاندې کړل.

خپل زړه بدن روح او خپل ټول اعمال الله تعالی ته وسپاره... زړه په قرآن بدن په لمونځ روح په ذکر او خپل اعمال د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو ښايسته کړه 🤲