MaHer-مـاهـر
الذهاب إلى القناة على Telegram
Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights
إظهار المزيد6 162
المشتركون
+2324 ساعات
-937 أيام
+26830 أيام
أرشيف المشاركات
6 166
هغه اسانه عملونه چې جنت ته دې رسوي:
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو کوچي د رسول الله ﷺ حضور ته راغی او ویې ویل:
ما ته داسې یو عمل وښیه چې که هغه ترسره کړم، جنت ته داخل سم.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
د الله عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی شریک مه ګرځوه، فرض لمونځونه ادا کوه، فرض زکات ورکوه او د رمضان روژه ونیسه.
هغه وویل:
قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، زه به پر دې باندې هېڅ زیاتوالی نه کوم.
کله چې هغه روان سو، رسول الله ﷺ وفرمایل:
څوک چې غواړي د جنت له خلکو څخه یو سړی وویني، نو دې سړي ته دې وګوري...!
رواه البخاري
6 166
جنازه نشته. نه لمونځ.
یوازې خاورې، چوپتیا، او مات شوی اړیکه.
غم یوازې یو انساني نه ده بلکى حيوانات هم غم لرى
هيله کوم له ازارلو ډډه وکړى
6 166
✍️ علامه ابن عثیمین رحمه الله ویلي دي:
د الله تعالی له حکمتونو څخه یو دا دی چې: { الخبيثات للخبيثين ناپاکې د ناپاکو لپاره دي}، له همدې امله کافران سپي خوښوي، حال دا چې سپی د حیواناتو له نجسو څخه دی، او ورسره مینه او عادت پیدا کوي؛ ځکه ناپاک نفسونه له ناپاکو شیانو سره مینه او انس نیسي.
📚 حقیقة الصیام (۵۱ مخ).
6 166
که لوڼي لرې دا زيری تاته دی، الحمدلله ووايه:
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
څوک چې د دوو نجونو پالنه او سرپرستي وکړي، تر دې چې هغوی بلوغ ته ورسیږي، د قیامت په ورځ به زه او هغه داسې یو ځای وو.» بیا یې خپلې ګوتې سره یوځای کړې.
رواه مسلم: ۲۶۳۱
په دې حدیث کې د اولادونو، په ځانګړي ډول د لوڼو پر پالنه، روزنه او نفقه ورکولو لوی فضیلت بیان سوی دی..!
6 166
کله ناکله د یوې لارې یا یو شي له لاسه ورکول موږ خپه کوي،
خو کېدای شي خدای پاک مو له داسې درد او زیان څخه ژغوري چې موږ یې نه شو لیدلای.
ښایي همدغه د خدای پاک له لوري ستا لپاره د خیر او ساتنې برخه وي.
ژباړه
6 166
اوبه وې،
لامبو مې هم زده وه،
خو زما د رسېدو لاره سمندر نه و؛
الوتنه وه..!!
#عابد_روان 🚶
6 166
که د پښتنو په لاره ځې:
نو احترام بايد مشر ته ورکړل شې....
او که زما په لاره ځې:
احترام بايد فکر ته ورکړل شې...
چې فکر يي سم نه وي، او د سلو کالو هم وي ماته هغه ماشوم دي کوم چې د شپږ يا اوو کلونو يي...
#ځان_لپاره
#عابد_روان 🚶
6 166
تېر يادونه عجيبه وي…
هېرېږي نه، يوازې چوپ شي.
خو يو ناڅاپه لکه د پسرلي ګلونه په زړه کې راولاړ شې..
#ژوند
#ځان_لپاره
#عابد_روان
6 166
صادق هدایت وایي؛
کله کله انسان په شل کلنۍ کې مري، مګر په اویا کلنۍ کې خاورو ته سپارل کېږي.
باریش بیچاکچی بیا وایي؛
ژوند همدا دی؛ په څلوېښت کلنۍ له هغه زخم سره چې له شل کلنۍ نه مو په زړه کې پاتې ؤ، آرام آرام مړه کېږو.
ژ : هارون ادیب
6 166
زه حيران سم هغه چا ته چې په غم او کړاو اخته وي، څنګه د دې ذمر څخه غافل کيږي:
﴿لَا إِلٰهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ﴾
او الله تعالی له دې وروسته فرمایي (د يونس عليهالسلام په هکله چې د کب ماهي په خيټه کې و::
﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ﴾
نو موږ یې دعا قبوله کړه او هغه مو له غم څخه وژغوری...!
6 166
انسانانو هنداره اختراع کړه،
مګر اوس له فیلټرونو کار اخلي؛
ځکه هنداره له حده ډېره رښتینې وه..!!
6 166
د لقمان حکیم قیمتي ویناوي
په لمونځ کې زړه
په مجلس کې ژبه
په سفر کې خپله.خیټه
اود.پردیو.په.کورکی
خپلي سترګې وساته
6 166
ځينې وخت خپګان د پوهې له امله هم وي؛ ځکه ځینې خبرې چې هر څومره ډېرې درک کړې، هماغومره دې زړه غواړي چې کاش هېڅکله دې نه وای درک کړې...!!!
#چارلس_بوکوفسکي
6 166
صادق هدایت وایي؛
کله کله انسان په شل کلنۍ کې مري، مګر په اویا کلنۍ کې خاورو ته سپارل کېږي.
باریش بیچاکچی بیا وایي؛
ژوند همدا دی؛ په څلوېښت کلنۍ له هغه زخم سره چې له شل کلنۍ نه مو په زړه کې پاتې ؤ، آرام آرام مړه کېږو.
6 166
خلک هر څه له اندازې زیات لوی ښيي، پرته له خپلو تېروتنو؛ ځکه خپلې تېروتنې د بحث وړ هم نه ګڼي...!!!
#سقراط
6 166
پاک ژوند د انسان عزت زیاتوي. کله چې انسان له پټو ګناهونو ځان وساتي، د خپل ځان په وړاندې یې اعتماد او درناوی هم زیاتېږي.
6 166
انسانانو هنداره اختراع کړه،
مګر اوس له فیلټرونو کار اخلي؛
ځکه هنداره له حده ډېره رښتینې وه..!!
6 166
په ژوند کې ځینې شېبې داسې وي چې انسان پکې له ستونزو سره مخامخېږي لکه خپل هدف ته نه رسېدل، ماتې خوړل، بې عدالتي او یا د کوم مهم څه له لاسه ورکول… دا ټول د ژوند هغه اړخونه دي چې که څوک وغواړي په زغم یې ومني او د ژوند له نه بدلېدونکو حقیقتونو په توګه یې قبول کړي نو دا چاره د ژور فکر، زړورتیا او لوړې پختګۍ غوښتنه کوي.
6 166
د ژوند په چـارو کـې بې صبره کیږئ مه
ځکـه چې په ځینو ستونزو کـې د الله رب العزت حکمت وي.!🤲🏼🫀
#سهار مو نیکمرغه..؟
