es
Feedback
MaHer-مـاهـر

MaHer-مـاهـر

Ir al canal en Telegram

Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights

Mostrar más
5 311
Suscriptores
-424 horas
+617 días
+10330 días
Archivo de publicaciones
زهٔ چې پهٔ ښوونځي کې وم؛ نو د ښوونځي پهٔ لاره کې مې د یؤ ترهٔ کور ؤ. غرمه کې به ور وګرځېدم او ماسپښین به خپل کور ته راغلم. که رښتیا ووایم، هغه وخت وړوکی وم، کېدی شي پهٔ غرمه کې کور ته تګ راته ستونزمن ښکارېدهٔ. ډېر ښهٔ مې یاد شي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کریکېټ لوبه وه. زهٔ، ترهٔ زامن او ترهٔ مې یوې وړې DVD ته ناست ؤ. ترهٔ جان مې دې خدای وبښي، اوس زموږ پهٔ منځ کې نهٔ شته؛ خو د کریکېټ تر دې اندازې مینوال ؤ چې د کریکېټ بابا به دې هېر شوی وی. شاپور ځدراڼ بال کاؤهٔ. باالاخره یې یؤ پاکستانی لوبغاړی اوټ کړ. بیا یې د لاس پهٔ ورغؤي کې پوف وکړ. ترهٔ مې دې صحنې ته ډېر زیات خوشال شو او بار بار به یې ویل: ورته وایي چې داسې مې پوف کړئ، ورته وایي چې داسې مې پوف کړئ، بیا به یې وخندل. دا یوازې د یؤ کس خاطره وه. شاپور هغه څوک ؤ، چې هر ماشوم به چې بال کاؤهٔ؛ نو ویل به یې چې شاپور ځدراڼ بال ته راغلی دی. زما وړه خور یې سمه پهٔ نوم نهٔ پوهېده؛ خو ویل به یې چې زهٔ شاپلوت ځدراڼ یم. د هیچا څخه یې هم هغه منډه نهٔ ده هېره شوې چې پهٔ وروستي بال یې څلور منډې جوړې کړې او پهٔ میدان کې پهٔ منډو شو. آه، دې اتل موږ ته څومره خاطرې پرېښودې. هره خاطره یې پهٔ سترګو کې اوښکې را تازه کؤي. خدای پاک دې د هغهٔ روح ارامه کړي او جنت یې پهٔ نصیب شه. دی ؤ، چې پهٔ خپلې دنګې ځوانۍ یې د افغانستان ټیم ته ښکلا ورکړې وه. دی ؤ، چې د افغانستان د کریکېټ د اولو بدو ورځو یار پاتې شو او کریکېټ یې نړۍ ته وپېژند. دی ؤ، چې کریکېټ بورډ یې پهٔ حق خېټه واچوله؛ خو دی غلی شو. لاړ شه، اتله! پهٔ مخه دې زېړي ګلونه!

شپې ناوخته غمي ځدراڼ د کورنیو چارو وزارت ته زنګ وکړ چې د امبولانس چمتو کړئ او هلته کابل کې چمتوالی ونیسئ، خدای بښلی شاپور وفات شوی دی، چمتوالی له همغه وخت نیول شوی ؤ، خبره هلته پهٔ هند کې د لوی سفارت سره روانه وه تر څو د ملي اتل جنازه کابل ته انتقال کړي! هېوادوالو دا زړهٔ بوږنونکی پیښه ده، هر افغان پرې لهٔ زړهٔ دردیږي، هیڅکله چاته ښکنځلې بدې ردې مهٔ وایئ، یو آن زما مور ته ښکنځل کړې وه، پوهېږم زهٔ تاسو درک کولای شم، بس دغسې خبرونه ریښتیا هم زړهٔ دردوي!

په جوماتونو دې خطا کړم د میکدې دیوال ته خاورې خرڅومه #لنډۍ‌ #ټپه

د ژوند تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې موږ ټول مسافر یو. هېڅوک نه پوهېږي چې د چا وروستۍ ساه به کله وي. همدا نن چې له یو چا خپه یو، ښايي سبا یې یوازې یادونه راپاتې وي. همدا نن چې د یو چا قدر نه کوو، ښايي سبا د هغه د یوې خبرې، یوې موسکا او یوازې د هغه د شتون ارمان وکړو. نو تر هغې چې فرصت شته، یو بل وبښئ، له کرکې او کینې ځان وساتئ، مینه خپره کړئ او د خپلو خپلوانو، ملګرو او مشرانو قدر وکړئ. ځکه مرګ نه عمر پېژني، نه مقام او نه وخت. انسان هره شېبه له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټولی شي. ژوند دومره اوږد نه دی چې په نفرت، غرور او بدګومانۍ کې یې تېر کړو. راځئ، تر هغې چې یو بل لرو، د یو بل ارزښت وپېژنو او هغه خبرې چې سبا پرې پښېمانېږو، نن یې ووایو. ځکه کله چې انسان ولاړ شي، بیا نه بښنه هغه ته رسېږي او نه مینه. شاپور ځدران ته دې رب کریم جنت الفردوس ور په برخه کړي. د هغه د مړینې خبر رښتیا هم سخت غمجن کړم. الله تعالی دې د هغه کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته جميل صبر ورپه برخه کړي.🥹🤲🏻

دا ژوند څومره سخت او ناځوانه دی; دا دنيا هم عجيبه ده, څوک په مبارکيو بوخت دي, څوک بيا جنازې پر اوږو, وير کوي, څوک د ناخوالو په اړه غږېږي او څوک بيا پرمختګونو ته خوښ دي; موږ همداسې يو او په اوسني وخت کې خپل رواني حالت نورمال ساتل لويه قهرماني ده! 😢 شاپور د هم الله تعالی وبښي, غ.م يې دروند دی. 💔😥

د رسوايۍ لهٔ حده واوښتې د مينې کيسې نور به لهٔ ځانه سره هم نه کوم ځينې کيسې ستا په نړۍ کې رانه حق د ژوند کولو اخلي خالقه خدايه! تهٔ خو اورې، تهٔ خو وينې کيسې! دنيا د هغو ده حيرانه، چې چا وخوړله چې څوک يې نه خوري هغوی تل کوي غمګينې کيسې.

نن زموږ د کرکټ ځوان ستوری، شاپور ځدراڼ، له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه مړینه د افغان ورزش لپاره ستره ضایعه ده. روح دې یې جنتي وي
نن زموږ د کرکټ ځوان ستوری، شاپور ځدراڼ، له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه مړینه د افغان ورزش لپاره ستره ضایعه ده. روح دې یې جنتي وي، کورنۍ او مینه‌والو ته یې صبر جمیل غواړو.

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته وویل شول: "موږ د شپې لمانځه (تهجد) ته نشو پاڅيدلي" هغه وفرمایل: "ستاسې ګناهونو مو له قيام ال
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته وویل شول: "موږ د شپې لمانځه (تهجد) ته نشو پاڅيدلي" هغه وفرمایل: "ستاسې ګناهونو مو له قيام الليل تهجدو څخه بند کړي ياست." 📚 التهجد، د ابن أبي الدنيا (۲۲۲)

دا منافقه نړۍ د درواغجنو ډاډګیرو پر بنسټ روانه ده. دلته چي هر وخت رښتیا ووایې، لومړی دي خپل خلګ پريږدي؛ ځکه حق خبره د خلګو پر
دا منافقه نړۍ د درواغجنو ډاډګیرو پر بنسټ روانه ده. دلته چي هر وخت رښتیا ووایې، لومړی دي خپل خلګ پريږدي؛ ځکه حق خبره د خلګو پر زړونو بده لګيږي. د حق لاره انتخابول ، له ګڼې ګوڼې څخه د ځان بېلول دي. نو که د حق ویلو جرئت لرې، لومړی د یوازې ژوند کولو حوصله پیدا کړه؛ ځکه په دې نړۍ کي د رښتیا بیه یوازې یوازیتوب دی. 🥀🖤 ✍🏻: آرين خان

تېروتنې، ماتې، ناهیلۍ، بې‌احترامي، محرومیت، رټل\توهین او داسې نور.... هغه څه دي چې د ودې او پرمختګ په مسیر کې به ورسره مخ کیږ
تېروتنې، ماتې، ناهیلۍ، بې‌احترامي، محرومیت، رټل\توهین او داسې نور.... هغه څه دي چې د ودې او پرمختګ په مسیر کې به ورسره مخ کیږې. دا په یاد لره؛ هیڅوک تر اوسه نه دي توانېدلي چې له یادو ستونزو سره له مخامخ کېدو پرته د بریا تر پولې رسېدلې وي. ژباړه

نابغه ګانو دا راته ووایه چه د کانکور له امتحان نه وروسته مو چرته د ساین او کوساین د استعمال ځای لیدلی، یا پیدا کړی؟

خوست شپګیزه لېګ کې خوستي نندارچیانو ته مو پام دی😂👇 https://www.facebook.com/reel/1471390868078282/?app=fbl

فحش محتوا مه ګوره + بوره کمه کړه + ډېرې اوبه وڅښه + منظم ورزش وکړه + بې‌ځایه محفلونه کم کړه + له شخړو او ډرامو ځان وساته + پاک او منظم لباس واغونده + د پیسو ګټلو ته کار وکړه + تل خوشبویه اوسه + لږې خبرې او ډېر عمل وکړه = د بریالي او منظم ژوند لپاره یوه پیاوړې نسخه.

خفګان د هوښیارتیا له امله رامنځته کیږي. څومره چې په ځینو شیانو پوهېږې، هغومره به ارمان کوې چې کاش نه پوهېدې.
خفګان د هوښیارتیا له امله رامنځته کیږي. څومره چې په ځینو شیانو پوهېږې، هغومره به ارمان کوې چې کاش نه پوهېدې.

اې خدایه! ما اصلاح کړه او زما د زړه هغه برخې چ فاسدې شوې دي هغه بېرته سمې کړه او ما خپل لوري ته په ښکلي ډول بېرته راوګرځوه. امین
@Arwapohna12 🔗

دښمنان مه خوشحالوه! د دوستانو ځوروَل، د دښمنانو د هیلو پوره کول دي! (سعدي شیرازي) نو ډیر محتاط اوسه!

اې الله! خپل ټول کارونه مې تا ته سپارلي دي، او ته د هر څه بشپړ قادر یې. خپله اړتیا، هیله او غوښتنه مې یوازې ستا در ته راوړې ده؛ ځکه ته چې د یوه شي اراده وکړې، یوازې ورته وایې: ﴿كُنْ﴾، نو هغه هماغه شېبه کېږي. خپل لاسونه مې ستا حضور ته پورته کړي دي، او ته هغه کریم او حیا لرونکی ذات یې چې د دعا کوونکي لاسونه تش او ناهیلي نه ورګرځوې. اې الله! د دنیا سختۍ، اندېښنې او ګډوډۍ زما پر زړه سړې او د سکون سبب وګرځوه، زړه مې په خپل یاد ډاډمن کړه، او هغه څه راته مقدر کړه چې په کې زما د دنیا او آخرت خیر وي. آمین يا رب العالمين. ❤️🤲🏻 #ماهر

هغه نښې چې ستا د فکري پخوالي ښکارندویي کوي: ۱- په موبایل کې سندرې نه ساتې، که کومه ځانګړې سندره دې خوښه شي، یوازې یې پر انټرنېټ اورې. ۲- په موبایل عادي زنګ پرېږدې. ۳- د موبایل رڼا دې کمه وي، ځکه اوس دې ډېره روښنایي په عذابوي. ۴- د پخوا په څېر له کوره وتل نه خوښوې او نه دې له شاندارو او ګڼې ګوڼې ځایونو سره مینه پاتې وي؛ بلکې ارامو او خاموشه ځایونو ته ډېره لېوالتیا لرې. ۵- جامو او فېشن نوې بڼې درته نور دومره مهمې نه وي؛ راحته جامې درته تر هر څه غوره وي. ۶- ډېر بحثونه او شخړې نه کوې؛ تر خبرو ډېر اورېدو ته ارزښت ورکوې. ۷- د خلکو نظر درته نور دومره مهم نه وي. ۸- لوړ غږ دې نه خوښېږي او کله ناکله ساعتونه ساعتو نه یوازې په خپله خونه کې تېروې. ۹- تلویزیون درته نور هېڅ جالب او دلچسپه نه وي. ۱۰- په ټوله کې، نور داسې څه ډېر نه وي چې تا حیران کړي. ژباړه: Tawheedullah Lihaz

هر څوک شتمن کېدای شي، خو هر څوک بښوونکی\سخي کېدای نه شي. شتمني یو مهارت دی، خو سخاوت یو فضیلت دی. هر څوک زده‌کړې کولی شي، خو هر څوک پوه او عالم کېدای نه شي. لیک او لوست(سواد) یو مهارت دی، خو علم، پوهه او درک یو فضیلت دی. هر څوک ژوند کوي، خو هر څوک ښه او خوشاله ژوند نه شي کولی. ژوند کول یو عادت دی، خو ښه، ښکلی او خوشاله ژوند کول یو فضیلت دی. ژباړه: حسیب نورمل

ځنې کیسې پۀ خـــاموشئ ځنې پۀ شور سمیږي شعور پۀ کار دې“ خو اکثر کیسې پۀ زور سمیږي د  عـــاجزانو  سره  ژوند  پۀ عـــاجزئ  کې  کوه خو “ د مغرور  سړي  غرور“ بیا پۀ غرور سمیږی۔