fa
Feedback
MaHer-مـاهـر

MaHer-مـاهـر

رفتن به کانال در Telegram

Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights

نمایش بیشتر
5 194
مشترکین
-324 ساعت
-177 روز
+41230 روز
آرشیو پست ها
له نن څخه ۱۴۴۸ کاله مخکې، مکه پر هغه تنګه شوه. نو د شپې په تیاره کې له خپل وطنه هجرت ته اړ شو. خو یوازې اته کاله وروسته بېرته مکې ته راستون شو؛ دا ځل نه د یو مهاجر په توګه، بلکې د یو بریالي مشر په توګه. مکې ته د ورځې په رڼا کې ننوت او لښکر یې له څلورو لورو ښار ته داخل شو. هماغه دین چې له یوه انسان سره پیل شو، هغه انسان چې یوه ورځ د مکې له یوه تیاره غاره راوووت او نړۍ ته یې د هدایت رڼا راوړه، نن یې په میلیارډونو انسانان پیروي کوي، او نوم یې هره ورځ د نړۍ په زرګونو جوماتونو کې په درناوي یادېږي: أشهد أن محمداً رسول الله ﷺ پر خپل ګران رسول ﷺ درودونه مه هېروئ❤️

د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام وايي: چې کله زه ماشوم وم، يوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده، مور می له پلار بخښنه وغوښته چې نن ډوډۍ لږه سوزیدلې ده. خو زما به مې د پلار دا خبره هیڅکله هیره نه شي چې زما مور ته یی وويل: خوږې زما سوې ډوډۍ ‌‌‌‌‌‌ډيره خوښېږي. په سوچ کې شوم چې ايا د پلار مې رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي...؟ کله چې بسترې ته تلم نو پلار نه مې پوښتنه وکړه چې ستا رښتيا سوې ډوډۍ خوښېږي...؟ پلار مې په غېږ کې ونيولم او راته يې وویل : زويه ! نن دې ټوله ورځ مور سخت کار کړی دی او د شپې يې مونږ ته ډوډۍ هم تياره کړه، نو سوې ډوډۍ انسان دومره نه ځوروي لکه ترخه خبره . همدارنګه یې وویل چې انسان هېڅکله هم مکمل نه دی يو د بل تیروتنې بايد ومنو او خوشاله ژوند وکړو. کاپي 🕊✨️

خپل ځان ته فقط یو کال حقیقي فشار ورکړه! • سخت تمرین. • سهار وختي پاڅېدل. • لږ خبرې کول. • لوړ معیارونه. بیا پرېکړه وکړه چې دا لاره ستا لپاره کار کوي او که نه!

ځینی ځوانان فحش فلمونو لینګونه نشره وی 🥹 ورورمې اسلام د حیا، پاکۍ او نېک اخلاقو دین دی. د فحش فلمونولیدل او خپرول د ګناهونو د خپرولو سبب ګرځي او د ا ستا هم اونورو ځوانانو زړه او فکر هم خرابه وی هیله کووم مه نشره وی. الله ﷻ فرمایي چې مؤمنان دې خپلې سترګې وساتي. نو غوره ده چې هغه څه خپاره کړو چې د خلکو لپاره ګټه، علم او خیر ولري، نه هغه څه چې د اخلاقو او حیا زیان ,کولو سبب کېږي حیا د ایمان برخه ده، او د حیا ساتل د هر مسلمان عزت او ښکلا ده. هیله کووم دغه کار څخه لاس واخلی

ویلیئم شکسپیر وایي: کله چې زما بوټان نه وو، ما ژړل؛ خو هغه وخت مې ژړا بنده کړه، کله چې مې ولیدل، چې د یو سړي پښې نشته!
@Arwapohna12 🔗

السلام عليکم ملګريه! د حضرت دا وینا مې ډېره خوښه ده. "نه زه دوکه ورکوونکی یم، او نه دوکه ورکوونکی ما غولولی شي." د عمر رضي الله عنه د شخصیت ښکلا همدا وه چې هر شی یې په خپل ځای کې کاراوه. هلته چې سختي اړینه وه، سخت و. هلته چې نرمي پکار وه، نرم و. چېرته چې حساب او پوښتنه ضروري وه، حساب یې کاوه. او چېرته چې بخښنه او تېرېدنه غوره وه، تېرېده. همدا حکمت دی، اې ملګريه! دا چې هر کار په خپل وخت او خپل ځای کې وشي. نرمي ښه ده، خو هر وخت نه. سختي هم ښه ده، خو هر ځای نه. که نرمي په غلط ځای کې وکارول شي، کمزوري بلل کېږي. او که سختي په غلط ځای کې وکارول شي، ظلم ګرځي. نو داسې اوسه لکه حالت چې درنه غواړي؛ نه کم او نه زیات. عقل په خپل ځای وکاروه او زړه په خپل ځای. کله "هو" ووایه چې د هو وخت وي، او کله "نه" ووایه چې د نه وخت وي. هره دروازه مه تړه، ځکه ځینې وختونه د حل لپاره لږه خلاصه دروازه غوره وي. او په هر چا بې له فکره باور هم مه کوه. ښه او مهربان اوسه، خو ساده مه اوسه. ځکه مهربان او هوښیار انسان درناوی ترلاسه کوي، خو ډېر ساده انسان اکثره د نورو د ګټې وسیله ګرځي. همدا توازن، پوهه او سم چلند ته حکمت وایي. او سلام دې وي ستا پر زړه. ❤️ #ماهر

عمر بن الخطاب رضي الله عنه به ویل: "اې الله! زما عمل نېک او صالح وګرځوه، او یوازې یې ستا لپاره خالص کړه، او په هغه کې د هېچا
عمر بن الخطاب رضي الله عنه به ویل: "اې الله! زما عمل نېک او صالح وګرځوه، او یوازې یې ستا لپاره خالص کړه، او په هغه کې د هېچا لپاره هېڅ برخه مه پرېږده." 📖 الزهد، د امام احمد بن حنبل رحمه الله دا د سیدنا فاروق اعظم، د بیت المقدس فاتح او د مؤمنانو د امیر، عمر بن الخطاب رضي الله عنه په لاس لیکل شوي دعا ده.

کله نا کله ژوند په یو ځل دومره ستونزې درته مخې ته کړي، چې د ستونزو د حل پر ځای د ځوابونو لپاره اسمان ته سترګې پورته کړې...!!
کله نا کله ژوند په یو ځل دومره ستونزې درته مخې ته کړي، چې د ستونزو د حل پر ځای د ځوابونو لپاره اسمان ته سترګې پورته کړې...!! #عابد_روان 🚶

"انسان هغه وخت ځان پیدا کوي، چې د خلکو په نظرونو کې خپل ځان لټول پرېږدي."

خبرې هغه زیان نه شي جبرانولای چې د عمل له لارې رامنځته شوی وي. احساسات په الفاظو نه، بلکې په چلند او کړنو کې څرګندېږي. ✨🩵

د دنیا له تر ټولو لویو غوښتنو څخه یوه دا ده: د غمونو او اندېښنو ختمېدل او د آخرت له تر ټولو لویو غوښتنو څخه: د ګناهونو بښل کېدل او دا دواړه لوی نعمتونه د رسول الله ﷺ پر درود ویلو سره ترلاسه کېدای شي. په حدیث کې راغلي: "ستا غمونه به درنه لرې شي او ګناهونه به دې وبښل شي." نو راځئ چې پر خپل ګران نبي ﷺ ډېر درود ووایو ❤️ اللهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد ﷺ

+3
د مکتبونو لپاره د اول صنف څخه نیولي تر دوولسم صنف پورې د 1405 کال نتایجو جدولونه چې هر څه پکې ځاى په ځاى شوى دي

په عادي حالاتو کې درته هر يو جار او قربان کوي؛ په سختو حالاتو کې مو خدای مه را ګېروه، هر څوک به درنه تېښته کوي، هغه که ستا کورنۍ وي، ستا خپلوان وي، ستا دوستان او حتا بخت مو هم ځيني وختونه ملتيا نه کوي. په داسې حالاتو کې به استقامت او صبر کوئ، هر څنګه چې کېږي ځانونه به پياوړي ښايئ، هيڅکله د دې هڅه مه کوئ، چې ځان د نورو په سترګو کې محتاج وښايئ، ځکه موږ په داسې يوه ټولنه کې ژوند کوو، چېرې چې د انسانانو په غيبونو کې خلک خپل ارزښتونه او عزت لټوي.

په اونۍ کې حتما یوه ورځ داسې ګوښه ځای ته ځئ چې نه د خلکو سترګې وي او نه د دنیا شور؛ یوازې تاسې وئ او خپل رب مو هغه دردونه چې سینه کې مو نا ویلې پټ ساتلي ؤ، د اوښکو په ژبه یې یو-یو الله ته په ژورو او ډکو-ډکو سلګیو بیان کړئ تجربه یې کړئ ،عجیب زړه سپک کوي او روح تسکینوي روسته په څادر اوښکې پاکې کړئ، او ساده د روحاني ترنم نغمه درته چالاند کړئ.

ځان د خلکو ملنډو ته مه ور کوه، لږ راویښ شه او نور دی شهوت، موټ وهل، بی ځایه وخت ضایع کول، نجونی، اړیکی، بی ځایه خرتوب، بی نزاکتی دا هرڅه نور یوی خواته کیږده او له ژوند سره دی ځان عیار کړه، راویښ شه، سترګی وه غړوه او د یوه نارینه په شان ژوند کول زده کړه، په ځان دی باور ولره، د خلکو احترام مه هیره، د کاروبار په هر فرصت پسی لاس واچوه او دا ټولو ته وښیه چه ته یو ځواکمن هلک نه بلکی یواځواکمن نارینه هم یی!
@Arwapohna12 🔗

لقمان حکیم خپل زوی ته وویل زویه! دونیا یو ژور سمندر دی او ډیر خلک پکې ډوب شوي دي. که غواړې چې خپل ځان وژغورې، د تقوا بیړۍ ، دایمان توښه او د توکل بادبان له ځان سره ولره.
@Arwapohna12 🔗

العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي 1663 زه له عجمه راغلم ستا تر حرمه راغلم زه ګناهګار خطاکار سلګۍ وهمه راغلم نعت ویونکی: مولوي شمس الرحمن مستغفر شاعر: م بدري تکل ترتیب: العصر انجمن https://t.me/alasaracpa

Claude ai او نوره افغانستان کې کار نه کوي حل لاره يې وګورئ. #claude #claudeai

یو نفر د شل کلونو لپاره زنداني کېږي. د دې لپاره چې د بند وخت پرې ښه تېر شي، ډېر کتابونه راغواړي او مطالعه پیل کوي . خو هر کتاب چې لولي، پوهه یې زیاتېږي. د ټولنې ستونزې ورته لا روښانه کېږي، خپلې تېروتنې ورته معلومېږي او ژوند ته یو نوی لیدلوری پیدا کوي. څومره چې زیات کتابونه لولي، سکون یې کمیږي او ژوند ورته سختېږي. همدا پوهه د هغه لپاره په عذاب بدلېږي. د زندان هره ورځ ورباندې د یوه کال په شان تېرېږي. په خپله پریکړه سخت پښېمانه کېږي او له ځان سره وایي: کاش ما د کتابونو لوستل نه وای پیل کړي. نه به دومره پوهېدم او نه به مې ژوند دومره تریخ کیدو. هغه پوهه به څه کړم چې نه شم کولی په خپل ژوند کې ترې استفاده وکړم؟ په ناسم ځای او ناسم وخت کې پوهه لرل چې په خپل ژوند کې یې عملي کولی نشې هغه خپله عذاب دی .

- ايا کله کله د مرګ او ځان وژنې په اړه هم فکر کوې؟ - دوامداره نه. خو کله کله ذهن ته دا خبره راشي چې شاید له ژونده؛ نه ژوند غوره وي. خو بیا له ځانه پوښتم: که زه ژوند پای ته ورسوم، ایا درد به هم پای ته ورسېږي؟ بس د دې پوښتنې ځواب نه لرم. او شاید همدې ناپوهۍ تر اوسه دلته ساتلی اوسم. - نو ایا ته د مرګ غوښتونکی یې؟ - نه. زه د مرګ غوښتونکی نه یم. زه د دې درد د ختمېدو غوښتونکی یم. د درد ختمېدل او مرګ غوښتل سره توپير لري. - نو ستا په اند د دې درد ریښه به چېرته وي؟ -که دقیق ځواب راسره وای، ښايي تر اوسه به مې موندلې وی. خو کله کله فکر کوم چې ښايي کوم قوي لاشعوري ريفلکس مې ځوروي. او د یونګ د نظرياتو يو اقتباس را په یاد شي: " تر هغه چې ته لاشعور شعور ته رانه‌ولې، نو لاشعور به ستا ژوند رهبري کوي او ته به یې برخلیک بولې." شاید زما د درد یوه برخه هماغه ناپېژندل شوی سیوری وي، چې لا یې بشپړ نوم نه شم اخیستلای. - نو له دې ټولو خبرو وروسته، پایله څه ده؟ ایا ته ناهیلېست شوی یې؟ - نه پوهېږم. خو دومره پوهېږم چې لا هم پوښتنې کوم. لا هم د درد د نوم او درملنې په لټه کې یم. لا هم غواړم پوه شم چې ولې داسې شوی یم. زه په دې باور يم، تر هغې چې انسان پوښتنه کوي، تر هغې چې د مانا لټون کوي، تر هغې چې په خپل درد د پوهېدو هڅه کوي، ښايي لا بشپړ مات شوی نه وي. ممکن درد تل د ماتېدو نښه نه وي. ممکن کله کله د روح هغه غږ وي چې غواړي له سره وپېژندل شي او يا ممکن لکه رومي چې څنګه ویلي، هغسې څه وي: " کله ناکله زخم د رڼا د ننوتلو دروازه وي. " او زه فکر کوم، ښایي انسان تر هغه وخته ورک نه وي، تر کله چې د رڼا راتګ لپاره د زخم دروازه پرانیستې ساتي. نور بیا….