uk
Feedback
MaHer-مـاهـر

MaHer-مـاهـر

Відкрити в Telegram

Welcome to Our Channel Discover a world of knowledge, inspiration, and learning. 🔹 Islamic Knowledge & Reminders 🔹 Technology Tips & Updates 🔹 Free Books & Educational Resources 🔹 English Learning Materials 🔹 Useful Articles & Daily Insights

Показати більше
5 782
Підписники
+5724 години
+3637 днів
+53230 день

Триває завантаження даних...

Хмара тегів
Немає даних
Виникли проблеми? Будь ласка, оновіть сторінку або зверніться до нашого support-менеджера.
Вхідні та вихідні згадування
---
---
---
---
---
---
Залучення підписників
липень '26
липень '26
+608
в 5 каналах
червень '26
+378
в 0 каналах
Get PRO
травень '26
+1 024
в 0 каналах
Get PRO
квітень '26
+246
в 0 каналах
Get PRO
березень '26
+370
в 0 каналах
Get PRO
лютий '26
+130
в 1 каналах
Get PRO
січень '26
+194
в 1 каналах
Get PRO
грудень '25
+700
в 0 каналах
Get PRO
листопад '25
+700
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '25
+367
в 1 каналах
Get PRO
вересень '25
+14
в 0 каналах
Get PRO
серпень '25
+22
в 0 каналах
Get PRO
липень '25
+39
в 0 каналах
Get PRO
червень '25
+143
в 7 каналах
Get PRO
травень '25
+147
в 0 каналах
Get PRO
квітень '25
+350
в 0 каналах
Get PRO
березень '25
+61
в 0 каналах
Get PRO
лютий '25
+105
в 1 каналах
Get PRO
січень '25
+630
в 1 каналах
Get PRO
грудень '24
+49
в 0 каналах
Get PRO
листопад '24
+42
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '24
+43
в 0 каналах
Get PRO
вересень '24
+43
в 1 каналах
Get PRO
серпень '24
+57
в 0 каналах
Get PRO
липень '24
+63
в 0 каналах
Get PRO
червень '24
+57
в 0 каналах
Get PRO
травень '24
+106
в 0 каналах
Get PRO
квітень '24
+92
в 0 каналах
Get PRO
березень '24
+83
в 0 каналах
Get PRO
лютий '24
+65
в 0 каналах
Get PRO
січень '24
+31
в 0 каналах
Get PRO
грудень '23
+22
в 0 каналах
Get PRO
листопад '23
+11
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '23
+10
в 0 каналах
Get PRO
вересень '23
+12
в 0 каналах
Get PRO
серпень '23
+11
в 0 каналах
Get PRO
липень '23
+9
в 0 каналах
Get PRO
червень '23
+11
в 0 каналах
Get PRO
травень '23
+13
в 0 каналах
Get PRO
квітень '23
+18
в 0 каналах
Get PRO
березень '23
+16
в 0 каналах
Get PRO
лютий '23
+26
в 0 каналах
Get PRO
січень '23
+28
в 0 каналах
Get PRO
грудень '22
+38
в 0 каналах
Get PRO
листопад '22
+29
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '22
+72
в 0 каналах
Get PRO
вересень '22
+97
в 0 каналах
Get PRO
серпень '22
+62
в 0 каналах
Get PRO
липень '22
+718
в 0 каналах
Get PRO
червень '22
+14
в 0 каналах
Get PRO
травень '22
+30
в 0 каналах
Get PRO
квітень '22
+10
в 0 каналах
Get PRO
березень '22
+10
в 0 каналах
Get PRO
лютий '22
+13
в 0 каналах
Get PRO
січень '22
+17
в 0 каналах
Get PRO
грудень '21
+38
в 0 каналах
Get PRO
листопад '21
+28
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '21
+164
в 0 каналах
Get PRO
вересень '21
+137
в 0 каналах
Get PRO
серпень '21
+121
в 0 каналах
Get PRO
липень '21
+6
в 0 каналах
Get PRO
червень '21
+15
в 0 каналах
Get PRO
травень '21
+9
в 0 каналах
Get PRO
квітень '21
+140
в 0 каналах
Get PRO
березень '21
+183
в 0 каналах
Get PRO
лютий '21
+73
в 0 каналах
Get PRO
січень '21
+285
в 0 каналах
Get PRO
грудень '20
+1 561
в 0 каналах
Дата
Залучення підписників
Згадування
Канали
23 липня+79
22 липня+59
21 липня+95
20 липня+150
19 липня+25
18 липня+18
17 липня+12
16 липня+17
15 липня+15
14 липня+18
13 липня+8
12 липня+9
11 липня+9
10 липня+7
09 липня+10
08 липня+6
07 липня+14
06 липня+10
05 липня+10
04 липня+8
03 липня+12
02 липня+4
01 липня+13
Дописи каналу
Repost from ARYAN PRODUCTION
د فلم نوم: سونيک / Sonic the Hedgehog 🎭 ژانر: طنز ، کورنۍ، هیجاني 🎤 دوبله: آرین پروډکشن 🗓د خپریدو نيټه: 2020 🌐 ژبه: پښتو
د فلم نوم: سونيک / Sonic the Hedgehog 🎭 ژانر: طنز ، کورنۍ، هیجاني 🎤 دوبله: آرین پروډکشن 🗓د خپریدو نيټه: 2020 🌐 ژبه: پښتو ژباړه
خلاصه: په یوه ارام او کوچني ښار کې یو زړه سوانده د پولیسو افسر د سونیک په نوم د يو داسي حیرانوونکي او چټک موجود سره مخامخ کيږي چي د حکومت ځانګړي ځواکونه یې په لټه کي دي. هغه پريکړه کوي چې د سونیک سره مرسته وکړي، تر څو د هغو کسانو د منګولو وتښتي چي غواړي د هغه د ځانګړو وړتیاوو څخه ناوړه ګټه واخلي.!
د فلم لیدلو لپاره کيفيت انتخاب کړئ: 👇 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 📥 👉 1080P「 ✦ 1.93 GB ✦ 」 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 📥 👉 720P「 ✦ 863 MB 」 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 🎤Pashto Dubbed by: Aryan Production #Pashto_Dubbed #AryanProduction #Sonic #سونيک ━━━━•••ᴊᴏɪɴ & ᴇɴᴊᴏʏ•••━━━

2
زموږ خويندې زما ښې ملګرې زما خويندې دي. په تېره تر ما کشره خور مې د انګرېزانو خبره بيسټ فرينډ ده. دا اصلا زما بيسټ فرينډ نه وه. ما پخپله کړه. پښتنې نجونې حتی له خپلو وروڼه هم شرمېږي. زما تر ټولو کشره خور له ماسره هم په انځوريز زنګ کې خبرې نه شي کولی. ما خپلې بيسټ فرينډ خور ته اجازه ورکړه چې دا بې له وېرې هر څه راته ووايي. دې ته مې ډاډمنه فضا ورکړه. ملګرتيا هم له خبرو جوړېږي. مثلا ټولګي کې اوله ورځ موږ له څنګلوري سره خبرې پيلوو او بيا په خبرو، خبرو کې دومره يو بل سره خوږېږو چې همدا نن مو سبا ورځې ته اندېښنه وي چې سبا به څه سره کوو! له خويندو سره هم د ملګرتیا کولو لاره دا ده چې خبرې ورسره وکړو. نه د يوه ورور په حيث بلکې د ملګري په حيث. له خور سره په خبرو کې په دې هم پوه شوم چې خويندې ځينې داسې خبرې لري چې غواړي فقط ورور ته يې وکړي او غواړي چې ورور يې هم ځينې خبرې فقط دوی ته وکړي. له خويندو سره خبرې او ملګرتيا په موږ کې د نورو خويندو ته د درناوي حس هم پياوړی کولی شي. هغوی چې په پرديو نجونو موټر خېژولی شي، په هغوی هم خپلې خویندې ګرانې وي خو تعارف او پېژندګلوي ورسره نه لري او کله يې د زړه ناسته ورسره نه وي کړې. په موږ کې د نورو نجونو لپاره مثبته عاطفه هغه وخت پيدا کېدی شي چې د خپلو خويندو د عاطفې نړۍ ته مو ورکتلي وي.‌ له عاطفي نړۍ راياده شوه چې خور مې له ما هم هر ډول پوښتنې کوي. مثلا دا چې زه خو به په چا ميين نه يم او که يم نو دې ته يې ويلای شم، دا به يوه غمه راته وخوري! زړوره پښتنه ده! په مقابل کې زه هم له دې سره د دې په ګډ ژوند کې کلک ولاړ يم او وخت په وخت ورنه احوال اخلم. زه يو وخت خبر شوم چې خور مې له خپل نامزاد سره خبرې نه کوي. دواړو خواوو غوښتل خو د دواړو خواوو کورنيو نه غوښتل. ماته دا خبره خندوونکې وه. زه چې د دواړو لورو له نظر نه خبر شوم، دواړه کورنۍ مې بې پامه ونيولې او خپلې خور ته مې د هغې د نامزاد شمېره ورکړه او ورته ومې ويل چې ته پخپله خبرې پيل کړه ځکه د ګډ ژوند اړيکه سر اوسه نورو ته په لاس کې مه ورکوه ان خپل نامزاد ته هم نه. ته په دې اړيکه کې د برابر شريکه يې. دې ملګرتيا زه د ورور او خور د اړيکې په ګڼو اړخونو پوه کړم. زموږ خويندې له موږ نه «هېڅ» هم نه غواړي، فقط يو شی غواړي او هغه دا چې په خپل کور کې يو ښه ملګری ولري. داسې ملګری چې په دې نامشروط باور ولري. ما د دې باور د پخولو لپاره هم هڅه کړې ده. مثلا زه چې کله بازار ته ورسره ځم، کوشش کوم چې خور مې ټوله خريداري پخپله وکړي او زياتره وخت دا يوازې پرېږدم او يو ځای ورته په نښه کوم چې زه په پلاني کار پسې ځم، ته بيا دلته په تمه اوسه. خپلو خويندو ته د باور حس ورکول تر ټولو لويه شتمني ده چې هغوی ته يې ورکولی شو. د نجونو په ژوند کې پلار هم لويه مثبته ونډه لرلی شي خو نجونې چې خپل وروڼه د ځان په څېر او په يوه درجه کې ګوري، لا ډېرې يې سترګې ور اوړي. تاسو وګورئ زموږ په لنډيو کې نجونو د پلار په ځای په ورور پسې ډېر وير کړی دی. شايد يوه وجه به يې دا وي چې نجلۍ به د پلار په ځای د خپل ورور له لوري د درک کېدو ډېره تمه او توقع لري. د خپلو خويندو درک کول پکار دي. خويندې په يوه بله خبره هم ډېرې خوشالېږي. هغه دا چې د هغوی د پرمختګ او بهتري لپاره کار وکړې او يا فقط پلانونه ورته بيان کړې. زه مې چې خپلې خور سره چې خبرې کوم، زياتره وختونه په دې ورسره غږېږم چې څنګه ورسره هغه او دغه فرصت چې زه به يې ورته برابر کړم، د دې له بهتري سره مرسته کولی شي. وروستۍ خبره دا چې زه مې د خپلې خور په مقابل کې ځان ډېر هوښيار هم نيسم بلکې دغه حس هغې ته ورکوم او دا واقعيت دی چې زه له هغې نه هېڅ بحث هم نه شم ګټلی. موږ چې خپلو خويندو ته د خبرو فرصت نه ورکوو، هېڅ خبر نه يو چې د څومره لوی حکمت خوله مو تړلې ده. تاسو چې خبرې ورسره وکړئ، پوه به شئ چې تاسې تر خپلو خويندو ډېر نه پوهېږئ. رحمت شاه فراز
271
3
ژوند څومره په بېړه روان ده. پنځه میاشتې وروسته 2027 تکمیلیږي، نور نو هغه کسان چې په 2000 کال پیدا شویدي، ماشومان نه دي، تاند ځوانان هم نه دي، نور نو یې د مسئولیتونو په عمر قدم ایښی، دا نو داسې عمر ده چې ستا سختۍ هم ستا دي، د نورو به هم په اوږو اخلې. لږ، لږ یې په ورو، ورو تېروه وخته فلم د رنګین مازدیګر چېرته وړې؟ #ص_پسرلی
176
4
دلته ډېر ځوانان د بې روزګاري نه کړيږي، هو دا سخته ده، خو د دې حالت نه راوتل ناممکنه نه ده . دا يو کال دوه مخکې د باور برياني والا له يو ديګ برياني نه شروع وکړه، نن هغه دی څو فرعې لري او فکر کوم خپل مستقل ريستورانت باندې کار روان کړی. غالب چای والا د‌ يو څو ترموزونو او د‌ سرک په غاړه شروع وکړه، پرون يې ورته مستقل هوټل جوړ کړ ...! سکندر هلته په خوست کې د کپړې کار شروع کړ او خه کاميابه روان دی . ولې ؟؟؟؟ وروره چې ته همت وکړې او د کار نتيجه دې خلک وګوري، خلک درباندې باور کوي، سرمايه ګزاري درباندې کوي، الله پاک عزت درکوي . دا چې ټوله ورځ فلسفې غږوې، يو نه شکايت بل نه شکايت... ، ټوله دنيا ملامته وي او يوازې همدا ته پکې سلامت يې، کور کې دې هم په پتنوس او پياله جنګ وي، په کلي هم بوج يې، دسې خو نه کېږي . ځان ته دوکه ورکوي، دا ټول منطق دې عبث دی، دا ټولې بهانې دې پالتو دي . لږ همت وکړئ، شرم مه کوئ، د‌ خپلې حلالې روزي لپاره خپل عقل وکاروئ، نه د خپلې ناکامي لپاره .
179
5
زموږ ټولنیز ژوند، اړیکو او د کلمو جادو ته په کتو، قرآن د ټولنیزې ارواپوهنې دا بنسټ ږدي: ﴿ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا ﴾ سورة البقرة: ۸۳ "او خلکو ته ښې (نېکې) خبرې کوئ." ارواپوهنه ثابتوي چې یوه مثبته کلمه د انسان په روان څومره ژور رغونکی اغېز کوي او یوه ترخه خبره څومره زړونه ماتوي. دا ایت په ټولنه کې د مینې، درناوي او رواني خوندیتوب فضا جوړوي. کله چې په ژوند کې دروغ، فریب او منافقت عام شي، دا کتاب د رښتینولۍ پر بنسټ زموږ داخلي سکون داسې ساتي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ﴾ سورة التوبة: ۱۱۹ "ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! له الله څخه وډار شئ او له رښتینو خلکو سره اوسئ." دروغ انسان تل په رواني کشمکش، وېره او ذهني نارامۍ کې ساتي. دا ایت راښیي چې رښتینولي انسان ته داخلي ارامښت، ذهني ازادي او یو ځواکمن کرکټر بښي. د عدل او انصاف په اړه، چې زموږ وجدان څنګه ارام پاتې کېدای شي، فرمایي: ﴿ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴾ سورة الإسراء: ۳۵ "او کله چې تاسو پیمانه کوئ نو پیمانه پوره کوئ، او په سمې تلې سره وزن کوئ؛ دا ډېر غوره دی او په پایله کې خورا ښکلی دی." دا ایت په ټولنه کې د باور او اعتماد فضا رامنځته کوي. هغه څوک چې د نورو حق نه خوري او عدالت کوي، تل یې وجدان ارام وي او له رواني پلوه د ګناه او پښېمانۍ له ویجاړونکي احساس څخه خوندي وي. او د ذهني فشارونو، شکونو، او منفي افکارو (Overthinking) د مخنیوي لپاره، قرآن زموږ د روان ساتنه داسې کوي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا... ﴾ سورة الحجرات: ۱۲ "ای مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو (شکونو) څخه ډډه وکړئ، بېشکه ځینې ګومانونه ګناه ده، او جاسوسي (پلټنه) مه کوئ..." دا ایت د رواني ناروغیو، ډېر فکر کولو او شکونو تر ټولو ښه درملنه ده. بې ځایه شک او د نورو پلټنه انسان له دننه خوري او اړیکې له منځه وړي. قرآن موږ ته د ذهن د پاک ساتلو او د نورو په شخصي حریم کې د نه ننوتلو درس راکوي ترڅو په پوره رواني سکون کې ژوند وکړو. دلته په دې لیکنه کې مې یوازې همدا څو محدود ایتونه د بېلګې په توګه راوړل، ترڅو لوستل یې درته اوږده او ستړي کوونکي نه شي. خو لږ تر خپل ګرېوانه سر ښکته کړئ او په ژور ډول فکر وکړئ! کله چې د قرآن کریم یوازې په همدې څو ګوتو شمېر ایتونو کې زموږ د روان، زړه، او ژوند لپاره دومره ژوره ارواپوهنه، دومره ستر درسونه، او د هر درد لپاره دومره روښانه حل لارې شتون لري، نو بیا تصور وکړئ چې د قرآن کریم په ټولو زرګونو ایتونو کې به زموږ د ژوندانه لپاره څومره ستر حکمتونه، لارښوونې او معجزې پټې وي؟ که دا څو ایتونه دومره ستر بدلون راوستلای شي، نو ټول قرآن به له انسان سره څه کوي؟ دا خو د حکمتونو، شفا، او رڼاګانو یو بې پایه سمندر دی! قرآن کریم یوازې د طاق د برکت او په تړلي حالت کې د ساتلو کتاب نه دی. لکه څنګه چې په انځور کې ښکاري، دا د تیارو د څېرلو او د زړونو د روښانه کولو خلاصه دروازه ده. تلاوت یې بې سارې ښکلا او اجر لري، خو د دې کلام ریښتینی بدلون او معجزه هغه وخت زموږ په وجود کې ښکاره کېږي چې موږ پرې پوه شو، تدبر پکې وکړو او د خپل ژوند د هرې شېبې عملي لارښود یې وګرځوو. راځئ له نن وروسته د الله تعالی دا ستر کتاب خپل یوازېنی الهي روانپوه، بشپړ لارښود او د ژوند عملي ملګری وګرځوو. #عفان_انسټیټیوټ #affan_pashto
171
6
ایایا کله مو فکر کړی چې موږ د خپل رواني درد، پرېشانۍ او د ژوند د ستونزو د حل لپاره د انسانانو په لیکل شویو کتابونو کې جملې لټوو، خو د کائناتو د خالق هغه ستر کتاب مو پر طاق ایښی چې زموږ د هر رواني درد دوا او د ژوند د هرې تیارې لپاره بشپړه ډېوه ده؟ ﴿ قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ ﴾ سورة المائدة: ۱۵ "بېشکه تاسې ته د الله له لوري یو نور (رڼا) او یو روښانه کتاب راغلی دی." دا "نور" یوازې هغه رڼا نه ده چې زموږ سترګې یې ویني؛ دا د زړه، ذهن، روح او فهم ژوره رڼا ده. دا هغه رڼا ده چې ستاسو ټول افکار، احساسات، پرېکړې، اخلاق او د ژوند هره روښانه او تیاره لاره تنظیموي. دا نور یوازې د ژبې په سر د لوستلو لپاره نه دی نازل شوی، بلکې د ذهن او زړه لخوا د جذبولو لپاره دی، ترڅو د ژوند په ناامنه، ګډوډو او له وېرې ډکو لارو کې سمه لاره ومومو، د حق او باطل تر منځ توپیر وکړو او هغه بااحساسه ژوند جوړ کړو چې خالق ته خوښ وي. موږ ډېر ځله د ژوند د درسونو، نصحیتونو او رواني ارامښت لپاره د انسانانو لیکل شوي کتابونه لولو او د انساني لیکوالانو جملې شریکوو. دا بده نه ده چې مطالعه وکړو، خو د افسوس ځای دا دی چې د ټولو لارښوونو اصلي سرچینه او تر ټولو هسک کتاب مو پر طاق ایښی دی. انساني کتابونه هرومرو نیمګړتیاوې او تضادونه لري، خو قرآن د کائناتو د رب هغه کلام دی چې هیڅ ډول ټکر پکې نشته او زموږ روان ته پوره خوندیتوب ورکوي: ﴿ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ﴾ سورة النساء: ۸۲ "ایا دوی په قرآن کې تدبر (ژور فکر) نه کوي؟ که دا له الله پرته د بل چا له لوري وای، نو خامخا به یې په کې ډېر زیات اختلاف (ټکر) موندلی وای." دا ایت زموږ فکري او رواني اډانه محکمه کوي. دا راښیي چې انساني افکار بدلېږي او له تضادونو ډک دي، خو د الله په کلام کې مطلق ثبات دی چې په تدبر کولو سره د انسان مات شوي روان ته تر ټولو ژور سکون او ډاډ ورکوي. ډېر خلک دا ناسم عادت لري چې قرآن یوازې د مصیبت، غم، یا وېرې پر مهال پرانیزي. بېشکه چې د قرآن تلاوت مبارک او له برکته ډک کار دی، خورا سپېڅلی او اړین دی، خو يوازې په ژبه لوستل د دې کتاب وروستی هدف نه دی. قرآن یوازې د بیړنیو حالاتو کتاب نه دی؛ دا زموږ د ورځني روان، چلند او پرېکړو لپاره تر ټولو ستر ارواپوهنیز او عملي لارښود دی. کله چې انسان د کمزورۍ احساس وکړي، د حقارت له عقدې سره مخ شي او د ناامیدۍ په تیارو کې ډوب شي، دا نور زموږ روان ته داسې ځواک ورکوي: ﴿ وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴾ سورة آل عمران: ۱۳۹ "او مه کمزوري کېږئ او مه خفه کېږئ، او همدا تاسو لوړ (غالب) یاست که چېرې تاسو مؤمنان یئ." له ارواپوهنیز پلوه، دا ایت د انسان مات شوی نفس او باور بېرته رغوي. دا موږ ته رواني ځواک راکوي چې خفګان او د کمزورۍ احساس لنډمهاله دي، او زموږ ریښتینی ارزښت زموږ په قوي ایمان او فکري لوړوالي کې پټ دی. او کله چې ستونزې مو له هرې خوا را محاصره کړي، ذهن مو ستړی شي او رواني فشار مو اوج ته ورسېږي، دا کتاب مو زړه ته داسې ډاډ ورکوي: ﴿ فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا ۝ إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا ﴾ سورة الشرح: ۵-۶ "نو بېشکه له هرې سختۍ سره اساني شته. بېشکه له هرې سختۍ سره اساني شته." دا د رواني فشار او اضطراب تر ټولو ستره هیله بښونکې درملنه ده. قرآن نه وایي چې اساني له سختۍ "وروسته" راځي، بلکې وایي "سره" راځي. دا زموږ ذهن ته دا قوي پیغام ورکوي چې د درد او کړاو په منځ کې هم د حل لار او ارامښت شتون لري، نو باید وارخطا نشو. د احساساتو د مدیریت، د ځان کنټرول او د غرور د ماتولو لپاره، په ځانګړې توګه د مور او پلار په وړاندې، قرآن موږ ته داسې درس راکوي: ﴿ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً ﴾ سورة الإسراء: ۲۳ "او له مور او پلار سره احسان (نېکي) کوئ، که له هغوی څخه یو یا دواړه ستا په وړاندې زوړوالي ته ورسېږي، نو هغوی ته 'اف' هم مه وایه او مه یې رټه، او له هغوی سره د درناوي ډکه خبره کوه." دا ایت زموږ د غصې او احساساتو د مدیریت تر ټولو لوړ روانپوهنیز تمرین دی. دا راښیي چې د کمزورو او زړو والدینو پر وړاندې د خپل ځواک کابو کول، خپل انا (نفس) ماتول او تر پای مهربانه پاتې کېدل د یوه سالم او باثباته روان تر ټولو لویه نښه ده.
154
7
ورک یې که، له نارینه وو مې کرکه کېږي، ښه به هم لري، خو ما ونه لید: زما د مېړه د مر/ګ څلوېښتي لا نه وه پوره چې لېور مې راته کېناست: تر هر څه مخکې یې د کوناټو د ښورېدا خبرې کولې، پوهېدم چې اخیر کې به څه وایي، ډېري خبرې یې وژولې. له یوې او بلې خوا راته وغږېده، قیمتي او بې کاري یې یاده کړه: تور سرې یې، ځان او اولادونه به څنګه ساتي؟ له لاسه دې وځي! ټولې خبرې یې له ناهیلي او اندېښنو ډکې وې، ټکی ډاډ یې نه درلود! بیا یې وویل: ځوانه جانه یې، وخت خراب دی، تا پورې مو د پلار او نیکه شمله یادېږي، اخیر کې یې اصلي خبره وکړه، چې بله لاره نلرې، زما سره به واده کوي! خو دی زما د پلار پر ځای وو، دوولس اولادونه یې درلودل: لېوره ته مې وچ ځواب ورکړ، چې زما او ستا سره نکېږي! څه وخت وروسته مې خواښې راغله، هغې هم د کورنۍ عزت دده له زوی سره په واده کې لید: خواښې ته مې وویل، له دې واده تېره یم! بوډې وار له واره د مردارې ټکی راپورې کړ، ویې ویل ډېري مردارې سترګې دې دي! بې شر/مې، ډېر ژر به حر/مونی واچوې! د بوډۍ خبرې راباندې بدې ونه لګیدې، بس همدې وطن کې که کونډې جلۍ څوک خوښ وې هم مردا/ره ده او که یې خوښ هم نه وې مر/داره ده! په همدې مازدېګر مې لېوره زنګ وواهه، فاحشه یې وګڼلم، باک مې ونکړ: ځګه خپل خاوند به هم فا/حشه راته ویل! یوازې به چې د شپې له خاوند سره پرېوتم، په هم هغه وخت به ګرانه وم، وروسته به یې شا را واړوله بیا به فا/حشه شوم! چې سترګې به مې تورې کړي، یو دم به یې خبره وکړه: سترګې دې چاته تورې کړي؟ ها! غومبري دې سره دي: ووایه! د حاجي فرید زوی غاښونه پرې لګولي او که د حاجي جبار وراره؟ د کوڅې ټول الکان به یې زما یاران کړل! هره ورځ به وهل او ټکول وو، مور به یې په ښکنځلو راته لوڅه لپړه ترسیم کړهٔ، د ورځې به څو وارې پرې وخوت او بېرته به ښکته شو! خو له پردو خلکو او کلېوال سره به پوست موست غږېده، په خبرو کې به یې ځار او قربان ګډ وو! #غڼي ځاله ناول🥹
154
8
د ادې ځای هيڅوک نشې نيولی خو خويندي هم ځانته څه وايي او لورګانې هم يو څه دي چې خدای په انسان بل هيڅ نعمت نه و لورولی دا درې ه
د ادې ځای هيڅوک نشې نيولی خو خويندي هم ځانته څه وايي او لورګانې هم يو څه دي چې خدای په انسان بل هيڅ نعمت نه و لورولی دا درې هم بس ول . الحمدالله د مور او خويندو مينه او مهرباني خو مې ليدلي ده الله دې ورته اوږد عمر ورکړئ سره د ټولو ميندو خویندو خوو وايي چې لور هم زياته مهربانه وي الله ج دې موږ هم په دې نعمت ونازوئ تاسي راسره امين وواياست.
174
9
دلته يې يو کوچنی صحنه په پښتو کتلی سئ❤️👇 https://www.facebook.com/share/r/1EQGWU815V/
دلته يې يو کوچنی صحنه په پښتو کتلی سئ❤️👇 https://www.facebook.com/share/r/1EQGWU815V/
382
10
📺 فلم نوم: سوپر ۳۰ / Super 30 🎭 ژانر: ډرامه، کوميډي 🎤 دوبله: آرین پروډکشن 🌐 ژبه: پښتو ژباړه اورېدلي به مو وي چې معلم هغه
📺 فلم نوم: سوپر ۳۰ / Super 30 🎭 ژانر: ډرامه، کوميډي 🎤 دوبله: آرین پروډکشن 🌐 ژبه: پښتو ژباړه اورېدلي به مو وي چې معلم هغه شمعه ده چې خپل ځان سوزوي، خو نورو ته رڼا ورکوي. پر همدې رښتیني کیسې جوړ سوی فلم (سوپر ۳۰) تاسو ته د یو ریښتیني معلم قرباني، نه ستړې کېدونکي هڅې، د علم ارزښت او د بېوزلو زده‌کوونکو د بریا لپاره د هغه مبارزه په په زړه پوري ډول انځوروي.❤️ دا فلم ثابتوي؛ که اراده، زحمت او رښتينی لارښود درسره وي، نو هيڅ بېوزلي او ستونزه د بریا مخه نه سي نیولای. اوس دا الهام بخښونکی او احساساتي فلم د آرين پروډکشن په پښتو دوبله کي ننداره کولای سئ.! د فلم لیدلو لپاره کيفيت انتخاب کړئ: 👇 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 📥 👉 1080p「 ✦ 3.01 GB ✦ 」 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 📥 👉 1080p「 ✦ 1.88 GB ✦ 」 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━ 📥 👉 720P「 ✦ 1.34 GB ✦ 」 ━━━━━━━━━━━━━━━━━━━
182
11
کله چي کوم پروډکشن فلم وژباړي او څوک يې نه ګوري او خلګ يې دوهم وار ژباړي ته يې انتظار وي😂
کله چي کوم پروډکشن فلم وژباړي او څوک يې نه ګوري او خلګ يې دوهم وار ژباړي ته يې انتظار وي😂
715
12
د صبر ميوه خوږه وي! د آرین پروډکشن د پښتو ژباړې د لړۍ څخه 27م غوره دوبله سوی فلم ( سوپر ۳۰ )‌ سبا شپه🔥😊.! کيفيت، دقت او قاب
د صبر ميوه خوږه وي! د آرین پروډکشن د پښتو ژباړې د لړۍ څخه 27م غوره دوبله سوی فلم ( سوپر ۳۰ )‌ سبا شپه🔥😊.! کيفيت، دقت او قابلیت زموږ لومړیتوب دی.!
322
13
نړۍ د بې شمېره انسانانو څخه ډڪه ده،د یو انسان په تللو سره خپله نړی مه بدرنګوئ. ڪوم خلک چې غواړې تاسو سره پاتې شي هغوی حمتآ پاتې ڪېدلې شي. ڪوم خلک چې ستاسو په قدر ونه پوهېدل د ژوند تر پای پورې یې ڪیسه ڪې مه اوسئ، ژوند بازار دی ڪولی شې خپل د خوښې اجناس بل دوڪان ڪې په ارزانه بیه پېدا ڪړې.
767
14
د نارینه په توګه! یوازې عمر تېرول نارینه توب نه دی؛ نارینه هغه دی چې مسؤلیت واخلي. که مهارت نه لرې، زده یې کړه. که پیسې نه لرې، هڅه وکړه پیدا کړه که کمزوری یې، ځان قوي کړه. که خلک دې نه درناوی نه کوي، خپل شخصیت جوړ کړه. هیڅوک ستا ژوند نه جوړوي، تر څو چې ته خپله پرېکړه ونه کړې. اقدام وکړه ځان جوړ کړه، او خپل ارزښت په عمل سره ثابت کړه. ✍️𝐀𝐡𝐦𝐚𝐝𝐳𝐚𝐢1%🦅 @Arwapohna12 🔗
704
15
یوه خبره وکړم؟ په ژوند کې هېڅکله چاته د‌ دې اجازه مه ورکوئ چې‌ له حده ډېر خیال مو وساتي، ډېر اهمیت درکړي او یا هر وخت مو په فکر کې وي. ځکه هغه څوک چې مو په ډېره مینه او پاملرنه عادتوي، که یوه ورځ بدل شي، نو د انسان پر روح دومره ژور تاثير کوي، چې له دننه یې ماتوي او په رواني ناروغی يې اخته کوي. کله چې د چا زړه درڅخه موړ او بدل شي، بیا نو د هغه لپاره ستا ژوند او مرګ دواړه یو شان ارزښت لري. ❤️
583
16
: ١. ډېر خلک همدا یوه تېروتنه کوي، ته یې مه کوه. ٢. ستا راتلونکی له ننني فکره جوړېږي. ٣. له ځانه دا یوه پوښتنه وکړه، ځواب به دې حیران کړي. له داسې خلکو سره ناسته پاسته کوه چې له تا مخکې وي. داسې خلک چې تا ته یوازې ارامي درنه کړي نه، بلکې چلنج دې کړي. تا ښکته راکاږي نه، بلکې پورته دې ورسوي. له ځانه یوه پوښتنه وکړه: ستا ملګري او چاپېریال دې رښتیا هم مخته وړي، که هماغه ځای دې درولی یې؟ که ځواب دې لږ هم زړه تنګونکی وي، نو پوه شه چې د بدلون وخت رارسېدلی. ځکه له سمو خلکو سره یوځای کېدل یوازې ستا سرعت نه بدلوي، ستا ټوله کچه بدلوي. ملګریه، خپل ذهن ته ډېر پام کوه. ستا ذهن د حاصلخېزې ځمکې په شان دی. څه چې پکې وکرې، هماغه به راشنه شي. که د بریا، نظم او دوام تخمونه پکې ونه کرې، نو اندېښنه، وېره او پلمې به د هرزه بوټو په شان پخپله راټوکېږي. ځکه ستا لاشعور تش ځای نه پرېږدي. یا به ستا خوبونو ته ځواک ورکوي، یا به ستا وېره لا پیاوړې کوي. نو خپل ذهن په قصدي ډول وروزه. هره شپه له ویده کېدو مخکې خپل هدفونه بیا بیا له ځانه ووایه. داسې یې احساس کړه لکه همدا اوس چې رښتیا شوي وي. ځان هماغه ځای کې ووینه، کوم ځای ته چې رسېدل غواړې. ځینې خلک هره ورځ پرمختګ کوي، خو ځینې نه؟ #ستا_ذهن_ستا_راتلونکی #بریا #مثبت_فکر #شخصي_وده #هدف #الهام #بریالی_ژوند #بدلون #انګېزه #نوی_ژوند #Mindset #Success #GrowthMindset #SelfImprovement #PersonalDevelopment #Discipline #Motivation #SuccessMindset #PositiveThinking #goalsettingforsuccess
521
17
ځوانه! د نورو پر اوږو بار مه جوړيږه؛ په خپل زحمت خپل ژوند جوړ کړه.
434
18
> *دغه څو نکتو ته ډېر فکر کوه…!* ① *هر بحث ته مه ننوځه او په هر ځای کې ځان حقدار مه ثابتوه؛ ځکه ځینې وخت چوپتیا تر ټولو غوره
> *دغه څو نکتو ته ډېر فکر کوه…!* ① *هر بحث ته مه ننوځه او په هر ځای کې ځان حقدار مه ثابتوه؛ ځکه ځینې وخت چوپتیا تر ټولو غوره ځواب وي…!* ② *د نورو د عیبونو د لټولو پر ځای، خپل ځان د پرون په پرتله یو غوره انسان جوړ کړه…!* ③ *په کم وخت کې پر چا ژور باور مه کوه؛ ځکه د انسانانو اصلي څېره د وخت په تېرېدو او معاملو کې معلومېږي…!* ④ *د نورو منفي خبرو ته غوږ مه نیسه؛ ځکه ستا ارامتیا او سکون ستا د ژوند تر ټولو لویه شتمني ده…!*
523
19
منظور دانش داسي لیکلي! نن د یوې افسوسناکي صحنې سره مخ سوم! 😰 ماځیګر مي د کور دپاره سودا کول په قصابۍ کي ولاړ وم دوې کوچنۍ نجوني راغلې یو بل هلک په پسې دی قصاب ته وای (جن آغا/ګل اغا/ناني آغا) د دا نجونو څخه دا مبایل رانیسه ډېر ارزانه یې ورکوي. قصاب مبایل سره واړوی راواړوی وای په څو یې ورکوې، په هغه دوو نجونو کي کوچنۍ یې بوغاري کړې په ژړغوني اواز وای دا زموږ د کور موبایل دی زما کوچنی ورور مریض دی په داغه پیسو پېچکارۍ ور لګوو، د مجبورېته یې وای آخیر په 200 افغانۍ ورکوو. زما فکر پکښي بند سو قصاب هغه هلک ته سترګه کښېکښل ول ورسه پلانکي څخه 150 ځني ور واخله موبایل ځني تسلیم کړه، نجلۍ ورته ژاړي وای سیمکارټ یې راکه دا زما د مور دی موږ بل ټلیفون نلرو. هلک نجوني په مخه کړې ما غوښي راواخیستې په دوی پسي راووتم چي ګورم یو بې احساسه سپین ږیری دی نجونو سره چنې وهي چي دا په دونه پیسو نه ارزي سل افغلنۍ به درکړم، ما مداخله وکړه نجونو ته وام ټلیفون مه خرڅوئ زه به پیسې درکړم خپل د ورور پېچکارۍ په ولګوئ، پر سپین ږیري بده ولګېده وای ته یې څه یې؟ ما ول هیڅ یې نه یم مسلمان یم احساس او وجدان مي اجازه نه راکوي چي د چا د مجبورېته سوء استفاده وکړم. وای ته پرېږده ستا دا. نجونو ته مي پیسې ورکړې او ټلیفون مي بیرته د سپین ږیري څخه ځني ور واخیستی بیرته یې کور ته یووړی، سپین ږیري تندی تروش کړ او بد بد یې کتل خدای خبر په زړه کي یې څه وه؟
437
20
هېڅکله د دې انتظار مه کوه چې یو څوک راشي او ستا حال ښه کړي. ځکه هغه ښه احساس چې د يو چا په راتګ سره پيدا کېږي، د هماغه کس په
هېڅکله د دې انتظار مه کوه چې یو څوک راشي او ستا حال ښه کړي. ځکه هغه ښه احساس چې د يو چا په راتګ سره پيدا کېږي، د هماغه کس په بيرته تګ سره له منځه ځي. ❗️❗️
420