ru
Feedback
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

Открыть в Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

Больше
627
Подписчики
-124 часа
-47 дней
+230 день

Загрузка данных...

Облако тегов
Нет данных
Возникли проблемы? Пожалуйста, обновите страницу или обратитесь к нашему support-менеджеру .
Входящие и исходящие упоминания
---
---
---
---
---
---
Привлечение подписчиков
июль '26
июль '26
+4
в 0 каналах
июнь '26
+12
в 0 каналах
Get PRO
май '26
+8
в 0 каналах
Get PRO
апрель '26
+4
в 0 каналах
Get PRO
март '26
+6
в 0 каналах
Get PRO
февраль '26
+25
в 0 каналах
Get PRO
январь '26
+16
в 0 каналах
Get PRO
декабрь '25
+49
в 0 каналах
Get PRO
ноябрь '25
+18
в 0 каналах
Get PRO
октябрь '25
+6
в 0 каналах
Get PRO
сентябрь '25
+5
в 0 каналах
Get PRO
август '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
июль '25
+5
в 0 каналах
Get PRO
июнь '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
май '250
в 0 каналах
Get PRO
апрель '25
+18
в 0 каналах
Get PRO
март '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
февраль '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
январь '25
+8
в 0 каналах
Get PRO
декабрь '24
+8
в 0 каналах
Get PRO
ноябрь '24
+6
в 0 каналах
Get PRO
октябрь '24
+12
в 0 каналах
Get PRO
сентябрь '24
+28
в 0 каналах
Get PRO
август '24
+7
в 0 каналах
Get PRO
июль '24
+8
в 0 каналах
Get PRO
июнь '24
+2
в 0 каналах
Get PRO
май '24
+7
в 0 каналах
Get PRO
апрель '24
+34
в 0 каналах
Get PRO
март '24
+729
в 0 каналах
Дата
Привлечение подписчиков
Упоминания
Каналы
14 июля0
13 июля+1
12 июля+1
11 июля0
10 июля0
09 июля0
08 июля0
07 июля0
06 июля0
05 июля0
04 июля0
03 июля+1
02 июля+1
01 июля0
Посты канала
۲۸/۱/۱۴۴۹ ننګرهار کې دوه تنه د قاچاقي درملو او ناقانونه وسلې سره ونيول شول د ننګرهار امنيه قوماندانۍ منسوبينو د جلال‌اباد ښار
۲۸/۱/۱۴۴۹ ننګرهار کې دوه تنه د قاچاقي درملو او ناقانونه وسلې سره ونيول شول د ننګرهار امنيه قوماندانۍ منسوبينو د جلال‌اباد ښار او ثمرخېلو امنيتي پوستو کې د پلټنو پر مهال يو تن د قاچاقي درملو د لېږد او بل يې د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تور نيولي دي. د امنې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي، يوه نيول شوي کس څخه ۲۴۰ دانې HCQ، ۱۰ پاکټه UPO او ۱۰۰ بوتله تيکوويت قاچاقي درمل او له بل کس څخه يوه ناقانونه توفنګچه ترلاسه او ضبط شوې ده. نيول شوي کسان به له لومړنيو څېړنو وروسته د قانوني اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. ننګرهار رسنيو دفتر

2
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ۹ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه وشوه د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو ریاست مسوولينو له لو
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ۹ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه وشوه د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو ریاست مسوولينو له لوري د کرنې ریاست اړوند د ۹ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو کلنۍ ارزونه وشوه. د يادو کار کوونکو د کاري لايحې او کلني پلان ته په کتلو تر سره شوي فعاليتونه مثبت ارزيابي شول؛ خو د چارو لا ښه والي په موخه ور سره د ولایت مقام او مرکز يو شمېر هدايات او سپارښتنې شريکې شوې. ننګرهار رسنيو دفتر
30
3
+6
Нет текста...
26
4
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د سپین غر پوهنتون لسګونه محصلان نهايي ستاژ ته ور وپېژندل شول د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د سپین غر پوهنتون د معالجوي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو لسګونه محصلان د یوې علمي غونډې په ترڅ کې نهايي ستاژ ته معرفي شول. د پوهنتون رئیس سید شمس‌الدین همت محصلانو ته د مسلکي، اخلاقي او قانوني مسوولیتونو د مراعات سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې فارغان دې خپلې طبي پوهې او مهارتونه د هېوادوالو د خدمت لپاره وکاروي او د ناروغانو د محرمیت او عزت ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي همداراز له مسوولو ادارو وغوښتل، چې د ګمارنې پر مهال د شفافو رقابتي پروسو له لارې مسلکي او وړ فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي. د ننګرهار ولایت مقام د ټولنیزو او فرهنګي چارو سلاکار مولوي سمیع‌الله سمون د طبي علومو پر ارزښت او د معیاري لوړو زده کړو پر اړتیا خبرې وکړې او له محصلانو یې وغوښتل چې د روغتیايي سکتور د خدمت لپاره په تعهد او تخصص ځانونه چمتو کړي. نوموړي زياته کړه، چې هېواد مسلکي او متعهدو طبي کادرونو ته اړتیا لري او فارغان باید د خپلې ترلاسه کړې پوهې په مټ د خلکو د روغتیايي ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي. مولوي سمون ټینګار وکړ چې محصلان دې د علمي او مسلکي وړتیاوو ترڅنګ، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو ته هم ژمن پاتې شي او د هېواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره دې په مسؤلانه ډول خدمت وکړي. د غونډې په پای کې محصلانو ته د ستاژ تصدیق پاڼې ورکړل شوې. ننګرهار رسنيو دفتر
22
5
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست په
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست په کوربتوب د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون چې د کورنیو تولیداتو د ودې، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه جوړ شوی و پای ته ورسېد. د نندارتون د پای مراسمو کې د سیکارام احمد شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ رئیس الحاج سید عبدالبصیر پاچا، د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو او یو شمېر ګډونوالو او کورنیو تولیدوونکو ته د اغېزمنو هڅو او فعال ګډون له امله ستاینلیکونه ورکړل شول. ننګرهار رسنيو دفتر
22
6
۲۸/۱/۱۴۴۸ جلال‌اباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څارنه وشوه د ننګرهار عدلیې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه څارنه ترسره کړه. د عدلیې ریاست د معلوماتو له مخې، د څارنې پر مهال د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني اسناد او نور اړین اسناد و ارزول شول او هغو دفترونو ته چې نیمګړتیاوې یې لرلې، د اصلاح او د کاري بهیر د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې. ننګرهار رسنيو دفتر
18
7
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۳۳۱ تقويتي ټولګيو لپاره ۷۰۰ ښوونکو څخه ازموينه واخیستل شوه د ننګرهار پوهنې رياست تر چتر لاندې، SODC مؤسس
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۳۳۱ تقويتي ټولګيو لپاره ۷۰۰ ښوونکو څخه ازموينه واخیستل شوه د ننګرهار پوهنې رياست تر چتر لاندې، SODC مؤسسې له لوري ۳۳۱ تقويتي ټولګيو لپاره ۷۰۰ نوماندانو څخه ازموينه واخیستل شوه، چې له ډلې به يې ۱۱۹ ښوونکي پر دنده وګومارل شي. د پوهنې رياست مسوولين وايي دا ازموينه په شفاف ډول واخيستل شوه، چې د وړتيا او عدالت له مخې به وړ کسان د ښوونکو په توګه ومنل شي. ننګرهار رسنيو دفتر
19
8
۲۸/۱/۱۴۴۸ *د ننګرهار اقتصاد رئیس د ACTED او FSCWEO مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه* د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د
۲۸/۱/۱۴۴۸ *د ننګرهار اقتصاد رئیس د ACTED او FSCWEO مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه* د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د ACTEDاو FSCWEOمؤسسو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته کې د دوی د روانو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او شته ستونزو په اړه معلومات واورېدل. مولوي جان محمد حامد د یادو مؤسسو له فعالیتونو مننه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي له مؤسسو وغوښتل چې د بېوزلو، راستنېدونکو او داخلي بې ‌ځایه شویو هېوادوالو لپاره بشري او پراختیايي پروژې پراخې او د بېلابېلو سکتورونو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. _ننګرهار رسنيو دفتر_
25
9
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د يو شمېر پروژو له چارو څارنه وشوه د ننګرهار ولایت مقام کارپوه انجينر صفي‌الله صادق په مشرۍ د اقتصاد او
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د يو شمېر پروژو له چارو څارنه وشوه د ننګرهار ولایت مقام کارپوه انجينر صفي‌الله صادق په مشرۍ د اقتصاد او کرنې رياست تخنيکي پلاوي په هسکې مېنې او سپين‌غر ولسواليو کې د کانالونو پاکولو، حرفوي زده‌کړو او کرنيزو فعاليتونو له روانو پروژو ليدنه او څارنه وکړه. ياد تخنيکي پلاوي د دې پروژو چارې ښې و ارزولې خو مسوولينو ته يې د بشپړ کيفيت او معيار له مخې د پاتې چارو تر سره کولو لارښوونې وکړې. په يادو پرژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ننګرهار رسنيو دفتر
31
10
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې بې‌ سرپرسته کورنيو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوه د ننګرهار شهیدانو او معلولينو چارو ریاست په هڅو، HHRD
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې بې‌ سرپرسته کورنيو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شوه د ننګرهار شهیدانو او معلولينو چارو ریاست په هڅو، HHRD مؤسسې له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې يتيمو او بې سرپرسته کورنيو لپاره د پاکو اوبو زمينه برابره شوه. د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس ملا محمد صابر ځواک وايي، چې يادو کورنيو ته د پاکو اوبو دوه څاه ګانې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. نوموړي د HHRD مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او له نورو مرستندويه ادارو يې هم وغوښتل چې بې سرپرسته کورنيو سره ورته مرستې وکړي. ننګرهار رسنيو دفتر
31
11
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار والي مسوولينو او ولسي وګړو سره د ستونزو حل په موخه وليدل د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ولایت م
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار والي مسوولينو او ولسي وګړو سره د ستونزو حل په موخه وليدل د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د ولایت مقام په مقر کې د کرنې، سينديزې حوزې، احصايې، عامې روغتيا، اقتصاد، شنې قطعې او يو شمېر نورو ادارو مسوولينو سره د بېلابېلو مسايلو او ستونزو حل په موخه ولیدل او دوی ته يې په اړونده چارو کې د لازمو اجرااتو سپارښتنې وکړې. نوموړي د ادارو مسوولینو د تر سره کړيو کړنو راپورونه او وړانديزونه هم واروېدل چې د همکارۍ ډاډ يې ورکړ او ګڼو برخو کې يې ورته د اصلاحاتو لارښوونې وکړې. د ننګرهار والي په ورته مهال د ولسي وګړو ستونزې، غوښتنې او عريضې هم واورېدې او اړونده ادارو ته يې په کتبي او شفاهي ډول اصولو سره سم د ستونزو حل حکمونه وکړل. ننګرهار رسنيو دفتر
33
12
۲۸/۱/۱۴۴۸ جلال‌اباد ښار کې ۵ خصوصي روغتیايي مرکزونه مهرلاک شول د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیم د جلال‌+4
۲۸/۱/۱۴۴۸ جلال‌اباد ښار کې ۵ خصوصي روغتیايي مرکزونه مهرلاک شول د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیم د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي ساحه کې د خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او کلینیکونو څارنه ترسره کړه. د څارنې په پایله کې ۵ خصوصي روغتیايي مرکزونه د روغتیايي قوانینو د نه تطبیق او د فعالیت او تحصیلي اسنادو د نشتوالي له امله مهرلاک شول. د څارنې ټیم د یادو مرکزونو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې روغتیايي قوانین او اصول مراعات کړي، کنه له قانوني اقداماتو سره به مخ شي. ننګرهار رسنيو دفتر
23
13
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د ۱۲۰ څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ۱۲۰ محصلینو د خپ
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې د ۱۲۰ څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ۱۲۰ محصلینو د خپلو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټرونو په بڼه نندارې ته وړاندې کړې، چې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او د بېلابېلو ادارو استازو ترې لیدنه وکړه. د طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکټر زلمي صاحبزاده د څېړنیزو فعالیتونو پر ارزښت خبرې وکړې او د پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني محصلین د علمي څېړنو، مسلکي مسؤولیتونو او د ټولنې د ستونزو د حل لپاره اغېزمنو تحقیقاتو ته وهڅول. د نندارتون په پای کې د ژوري پلاوي له لوري ۶ غوره څېړونکي محصلین په ستاینلیکونو ونازول شول. ننګرهار رسنيو دفتر
26
14
۲۸/۱/۱۴۴۸ *د قرارداد ورکړې خبرتیا* جلال‌آباد ښاروالي ټولو حکمي او حقیقي اشخاصو ته خبر ورکوي، چې د درونټې تونل څخه تر پارک پور
۲۸/۱/۱۴۴۸ *د قرارداد ورکړې خبرتیا* جلال‌آباد ښاروالي ټولو حکمي او حقیقي اشخاصو ته خبر ورکوي، چې د درونټې تونل څخه تر پارک پورې د سړک، پل او د غر کټنګ پروژې قرارداد، چې ټول ارزښت یې **(۱۱,۴۸۱,۸۵۵) افغانۍ* دی، *شرق افغان شاهین ساختماني شرکت* ته ورکړي. هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې په دې اړه اعتراض لري، کولای شي د تدارکاتو قانون د (۵۰) مادې له مخې، د خبرتیا له خپرېدو څخه تر *۵ کاري ورځو* پورې خپل مستند اعتراضونه په لیکلي ډول د ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. -
30
15
قراردادي خبرتیاوې! د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي: ۱- د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او صحي کلینیک لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه درمل ۲- د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د اړتیا وړ (۱۳) قلمه د خیاطۍ لوازم ۳- د ننګرهار پوهنتون لپاره د اړتیا وړ (۱۰) قلمه (IT) آی ټي لوازم په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي، چې د داوطلبۍ شرطپاڼه د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت څخه چې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، کابل – جلال اباد لویې لارې درونټې سیمه کې موقعیت لري ترلاسه کړي. ټول داوطلب شرکتونه باید د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې خپل وړاندیز (آفر) د شرطپاڼې، تدارکاتو قانون او نافذو طرزالعملونو له شرایطو سره سم مهر او بند (سربسته) د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت ته وسپاري. یادښت: - د وړاندیزونو (آفرونو) د پرانیستې غونډه به د اعلان خپرېدو له نېټې وروسته په یوولسمه (۱۱مه) کاري ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې ترسره شي. - هغه وړاندیزونه (آفرونه) چې له ټاکلې نېټې وروسته ورسېږي یا د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي. درنښت د ننګرهار پوهنتون اداره
31
16
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۱۰ کوچنیو کاروباريانو ته کاري وسایل ووېشل شول د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست تر څارنې لاندې، د ګندهارا
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۱۰ کوچنیو کاروباريانو ته کاري وسایل ووېشل شول د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست تر څارنې لاندې، د ګندهارا کرنيز او تعلیمي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ACTED مؤسسې په مالي ملاتړ، ۱۰ کوچنیو کاروباريانو ته د کاروبار د پیاوړتیا په موخه د هغوی د کسب او مسلک مطابق کاري وسایل ووېشل شول. د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، یاد وسایل د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د تولیدي ظرفیت د لوړولو او د کاري فرصتونو د زیاتوالي په موخه ورکړل شوي. ننګرهار رسنيو دفتر
31
17
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار امنیتي او عدلي طب مسوولینو د همغږۍ ناسته وکړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د عدلي طب آمریت، امنیه قوماند
۲۸/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار امنیتي او عدلي طب مسوولینو د همغږۍ ناسته وکړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د عدلي طب آمریت، امنیه قوماندانۍ او امنیتي حوزو مسوولینو د جنايي قضیو د څېړنو د لا ښه تنظیم او د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته ترسره کړه. د عدلي طب آمر ډاکټر شریف الله حسینزي وویل، په ناسته کې د جنايي پېښو د دقیقې څېړنې، د عدلي پروسو د چټکتیا او د شته خنډونو د حل په اړه بحث وشو. ګډونوالو د قضیو په څېړنه کې د عدلي طب د همکارۍ ستاینه وکړه او دا ډول ناستې یې د همغږۍ او چارو د لا ښه والي لپاره مهمې وبللې. ننګرهار رسنيو دفتر
33
18
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۲۶۶ سیلاب ‌ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاس
۲۸/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۲۶۶ سیلاب ‌ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست تر چتر لاندې، د CRS ادارې په مالي ملاتړ او د OHWمؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو ۲۶۶ سیلاب‌ ځپلو او نورو مستحقو کورنیو سره د شاوخوا درې ميليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه. د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۱۱ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. ننګرهار رسنيو دفتر
33
19
۲۸/۱/۱۴۴۸ د هسکې مېنې او کامې ولسواليو اداري چارې وارزول شوې د ننګرهار ولایت مقام کارپوه قاري عمادالدین عمر خالد او مولوي شمس
۲۸/۱/۱۴۴۸ د هسکې مېنې او کامې ولسواليو اداري چارې وارزول شوې د ننګرهار ولایت مقام کارپوه قاري عمادالدین عمر خالد او مولوي شمس‌العارفین د هسکې مېنې او کامې ولسوالیو مقامونو د اداري اجراآتو او خدماتو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. یاد پلاوي د دواړو ولسوالیو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د اداري چارو د لا ښه والي او اغېزمن خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې د مرکز او ولایت مقام سپارښتنې شریکې کړې. د ولسوالیو د اداري چارو ارزونه به دوام ولري، څو د عامه خدمتونو کیفیت لوړ او د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي. ننګرهار رسنيو دفتر
38
20
Нет текста...
43