609
订阅者
无数据24 小时
-67 天
-1030 天
数据加载中...
吸引订阅者
九月 '26
九月 '26
+1
在0个频道中
八月 '26
+7
在0个频道中
Get PRO
七月 '26
+14
在0个频道中
Get PRO
六月 '26
+12
在0个频道中
Get PRO
五月 '26
+8
在0个频道中
Get PRO
四月 '26
+4
在0个频道中
Get PRO
三月 '26
+6
在0个频道中
Get PRO
二月 '26
+25
在0个频道中
Get PRO
一月 '26
+16
在0个频道中
Get PRO
十二月 '25
+49
在0个频道中
Get PRO
十一月 '25
+18
在0个频道中
Get PRO
十月 '25
+6
在0个频道中
Get PRO
九月 '25
+5
在0个频道中
Get PRO
八月 '25
+2
在0个频道中
Get PRO
七月 '25
+5
在0个频道中
Get PRO
六月 '25
+2
在0个频道中
Get PRO
五月 '250
在0个频道中
Get PRO
四月 '25
+18
在0个频道中
Get PRO
三月 '25
+2
在0个频道中
Get PRO
二月 '25
+2
在0个频道中
Get PRO
一月 '25
+8
在0个频道中
Get PRO
十二月 '24
+8
在0个频道中
Get PRO
十一月 '24
+6
在0个频道中
Get PRO
十月 '24
+12
在0个频道中
Get PRO
九月 '24
+28
在0个频道中
Get PRO
八月 '24
+7
在0个频道中
Get PRO
七月 '24
+8
在0个频道中
Get PRO
六月 '24
+2
在0个频道中
Get PRO
五月 '24
+7
在0个频道中
Get PRO
四月 '24
+34
在0个频道中
Get PRO
三月 '24
+729
在0个频道中
| 日期 | 订阅者增长 | 提及 | 频道 | |
| 19 九月 | 0 | |||
| 18 九月 | 0 | |||
| 17 九月 | 0 | |||
| 16 九月 | 0 | |||
| 15 九月 | 0 | |||
| 14 九月 | 0 | |||
| 13 九月 | 0 | |||
| 12 九月 | 0 | |||
| 11 九月 | 0 | |||
| 10 九月 | 0 | |||
| 09 九月 | 0 | |||
| 08 九月 | 0 | |||
| 07 九月 | 0 | |||
| 06 九月 | +1 | |||
| 05 九月 | 0 | |||
| 04 九月 | 0 | |||
| 03 九月 | 0 | |||
| 02 九月 | 0 | |||
| 01 九月 | 0 |
频道帖子
| 2 | ۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار مرستيال والي ولسي ستونزې د حل په موخه واورېدې
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د خپل کار په دفتر کې د ګڼ شمېر ولسي وګړو ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجرااتو په موخه راجع کړې.
نوموړي همدا راز د يو شمېر ادارو مسوولينو سره د جلا کتنو پر مهال دوی ته په بېلابېلو برخو کې د لازمو اقداماتو لارښوونې وکړې.
د ولایت مرستيال د مقام مسوولینو سره هم د بېلابېلو مسايلو حل او تعقيب په موخه وليدل او لازم هدايات يې وړاندې کړل.
ننګرهار رسنيو دفتر | 1 |
| 3 | 没有文字... | 1 |
| 4 | ۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار والي ځوانانو ته د تعليم او په ادارو کې د ګومارلو ډاډ ورکړ
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دې ولايت ځوانانو سره په غونډه کې دوی ته د تعليم او پرمختګ او په مسلکي بستونو کې د ګومارلو ډاډ ورکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې ځوانان سالم فکر، د ځوانۍ له مرحلې څخه ښې ګټې اخیستنې، د وخت نه ضايع کولو او د هېواد آبادۍ او پرمختګ لپاره کار کولو ته وهڅول.
هغه زياته کړه: «انقلابونه ځوانان راولي، تاسو هېواد ته خپلواکي راوستې او اوس يې وخت دی چې بيارغونې ته يې کار وکړئ.»
ده وويل، چې هڅه کوي ځوانان په مسلکي بستونو کې وګماري او مسوولينو ته د سپارښتنو له مخې په بېلابېلو ادارو کې ګڼ شمېر وړ او مسلکي ځوانان په دندو ګومارل شوي دي.
د ننګرهار والي په بېلابېلو برخو کې ځوانانو سره خپلې تجربې، نظريې او معلومات شريک کړل او دوی يې تعليم، مسلک، کار او پرمختګ ته تشويق کړل.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند ځوانانو ته د نوبتي ناستو کولو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې هر مهال کولی شي چې ځوانانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه وګوري.
د ننګرهار ورزش، المپيک او بدني روزنې رئیس عبدالسلام وزيروال له ځوانانو مننه وکړه، چې د حقانيت په درک کولو سره د اسلامي نظام ملاتړ او د پرديو د ناوړه تبليغاتو پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي وويل، چې اسلامي امارت له ځوانانو جوړ دی او په مسلکي بستونو کې وړ او په کارپوه ځوانان ګومارل کيږي او دا د نظام پاليسي ده ترڅو وړ کاري ځواک استخدام شي.
د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله نوراني له ننګرهار والي مننه وکړه چې ځوانانو ته يې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه کمېټه جوړه کړې او تل هڅه کوي چې ځوانانو ته کاري بوختياوې رامنځته کړي.
نوموړي وويل، چې دښمن په فزيکي ډول هيڅ خنډ نه شي جوړولی؛ خو ناوړه تبليغات کوي او ځوانان مسووليت لري چې د عامه اذهانو په جوړولو او د پروپاګند په مخنيوي کې خپل رسالت اداء کړي.
د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وويل، چې له کلونو قربانيو او مبارزو وروسته په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، چې مسوولين يې ځانونه د ولسونو خادمين ګڼي. هغه پر ولسونو غږ وکړ چې د خپل نظام او هېواد په ملاتړ او ساتنې کې همکاري وکړي.
يو شمېر ځوانانو په خپلو خبرو کې له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د ځوانانو، تعليم کار او پرمختګ لپاره هڅې کوي او په هر حالت کې يې له اسلامي نظام څخه د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ وښوده.
دوی د ځوانانو په فکري او فزيکي ځواک خبرې وکړې، حکومت او ولس ته يې د صادقانه خدمت او د پرديو د شومو موخو په مخنيوي کې يې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
ځوانانو دغه راز ولايت مقام سره د دوامداره ناستو، په ولسواليو کې د مسوولينو او ځوانانو د کاري همکارۍ پراختيا، په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د فکر جوړونې مرکزونو او سيمينارونو جوړولو، کاري فرصتونو زياتولو او يو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې چې ننګرهار والي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ننګرهار رسنيو دفتر | 14 |
| 5 | ۷/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه، د بهسودو ولسوالۍ د تعمیراتو په ورزشي میدان کې د واليبال ۲۴ لوبډلو ترمنځ ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې د شګې لوبډلې د تعمیراتو لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د پایلوبې پر مهال د ورزش ریاست چارواکو، سیمه ییزو مخورو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
ننګرهار رسنيو دفتر | 25 |
| 6 | ۷/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ کې د ديني، ارشادي، او وقفي چارو وضعيت و ارزول شو
د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ القرآن والحدیث مولوي عید ولي حلیمي د کاري سفرونو په لړ کې تېره ورځ په شينوارو ولسوالۍ کې د دیني، ارشادي او وقفي چارو وضعیت وکوت.
نوموړي د مارکوه بازار په جامع جومات کې د جمعې خطبه او بیان وړاندې کړ او د اسلام جامع نظام، ایمان او عباداتو، اخلاقو، ټولنیز ژوند او په شرعي لارښوونو يې خبرې وکړې.
حلیمي قومي مشرانو سره هم ناسته وکړه او د «احسن المدارس» مدرسې، مرکزي عیدګاه او نوي جوړېدونکي جومات له چارو یې لیدنه وکړه.
ننګرهار رسنيو دفتر | 22 |
| 7 | 没有文字... | 42 |
| 8 | 没有文字... | 40 |
| 9 | ۶/۴/۱۴۴۸
*ننګرهار کې د پولیو واکسین د عامه پوهاوي لپاره د ویلچر باسکټبال سیالي وشوه*
ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او د واکسین د عامه پوهاوي په موخه د ننګرهار او لغمان د ویلچر باسکټبال لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.
دغه سیالي د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه، د یونیسف په مالي ملاتړ او د ویلچر باسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري ترسره شوه، چې ننګرهار لوبډلې لغمان ته ماتې ورکړه.
مسؤولینو، د ورزشي فدراسیونونو استازو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزشمینوالو په دغې یوېورځنۍ سیالۍ کې ګډون کړی وو.
ننګرهار رسنیو دفتر | 31 |
| 10 | 没有文字... | 29 |
| 11 | ۶/۴/۱۴۴۸
*ننګرهار کې د يوې جبري نکاح مخنيوی وشو*
د ننګرهار امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست محتسبينو په دې ولايت کې د يوې پيغلې نجلۍ د جبري نکاح مخنيوی وکړ.
کورنۍ يې دغه نجلۍ داسې کس ته ورکوله چې د هغې رضايت نه وو. محتسبينو د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۸۳ ګڼې فرمان د لومړۍ فقرې له مخې يادې کورنۍ ته قناعت ورکړ او هغوی د نجلۍ رضايت او انتخاب ته غاړه کېښوده.
ننګرهار رسنيو دفتر | 30 |
| 12 | 没有文字... | 31 |
| 13 | *د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل وسپارل شول*
د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل، د عملیات خونې، لابراتوار او وینې بانک اړوند وسايل د WORLD موسسې له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ برابر او وسپارل شول.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د وسایلو د سپارلو پر مهال د روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې یاد وسایل ژر تر ژره اړوندو څانګو ته ووېشي او په منظم ډول ترې ګټه واخلي.
په دغو وسایلو کې د عملیات خونې څراغونه، د عملیاتو سیټونه، د انتان د مخنیوي توکي او نور اړین طبي وسایل شامل دي.
ننګرهار رسنیو دفتر | 31 |
| 14 | 没有文字... | 39 |
| 15 | ۵/۴/۱۴۴۸
*ننګرهار کې د عصبي جراحۍ متخصصینو علمي سیمینار تر سره کړ*
د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې د عصبي جراحۍ متخصصینو د راتلونکي کلني کنفرانس او مسلکي روزنې لپاره علمي سیمینار ترسره کړ.
په سیمینار کې د بیړنیو حالاتو پر مهال د سختو ناروغانو لومړنۍ پاملرنه، اړینې طبي معاینې او د ناروغانو د حالت تشخيص چارې وڅېړل شوې.
د عامې روغتیا رئيس مولوي آمين الله شريف وايي، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره د هېواد دننه او بهر د روزنې زمینه برابره شوې ده.
ننګرهار رسنيو دفتر | 36 |
| 16 | ۵/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې ۹۰ کروندګرو ته د کورنیو باغچو پروژه پیلېږي
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د «افغانستان لپاره د مشارکت ځواب» پروژه اړوند سکتور ته ور وپېژندل شوه، چې د DRA په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې (OHW) په تخنیکي همکارۍ د کرنې او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې په مومندرې ولسوالۍ کې پلې کېږي.
د دې پروژې له مخې، ۹۰ کروندګرو ته به کورنۍ باغچې جوړې او د اقلیم بدلون، عصري کرنیزو طریقو او کرنې په برخه کې مسلکي روزنې ورکړل شي. همداراز به دوه د تخمونو بانکونه جوړ او د بې خاورې کرنې (Hydroponic) میتود به هم ور وپېژندل شي.
ننګرهار رسنيو دفتر | 40 |
| 17 | ۵/۴/۱۴۴۸
ننګرهار کې راستنو شويو زده کوونکو ته ۲۰۰ لنډمهاله درسي محلونه جوړېږي
د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد له لوري د UNICEF په مالي ملاتړ او د ARWEO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د لنډمهاله درسي محلونو (TLS) پروژه اړوند سکتور ته ور وپېژندل شوه.
د دې پروژې له مخې په جلال اباد ښار، بهسودو، کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې به د پاکستان څخه راستنو شويو زده کوونکو لپاره ۲۰۰ لنډ مهاله درسي محلونه جوړ شي، څو د زده کړو په بهیر کې د رامنځته شویو وقفو مخه ونیول شي او زده کوونکو ته تعلیمي او رواني ملاتړ برابر شي.
ننګرهار رسنيو دفتر | 40 |
| 18 | ۵/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار مرستيال والي مسوولينو او ولسي وګړو سره د ستونزو حل په موخه وليدل
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د بېلابېلو قشرونو، ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجرااتو په موخه راجع کړې.
نوموړي په ورته مهال د ادارو مسوولينو او مجاهدينو سره هم وليدل، د دوی د وړانديزونو په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په يو شمېر برخو کې یې ورته د لازمو اجرااتو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار رسنيو دفتر | 40 |
| 19 | 没有文字... | 42 |
| 20 | ۵/۴/۱۴۴۸
د ننګرهار والي د سپين جومات د انکشافي چارو د چټکتیا لارښوونه وکړه
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د تخنيکي ټيم او د ځانګړې کمېټې غړو سره يو ځای د سپين جومات د انکشافي چارو د ارزونې په موخه له بېلابېلو برخو ليدنه وکړه او مسوولينو ته يې سپارښتنه وکړه چې د اضافي وقف شوې درې جريبه ځمکې څخه دې د جومات د پراختيا او اړوندو تاسيساتو د جوړولو لپاره اغېزمنه استفاده وشي.
نوموړي د جومات روان ساختماني کارونه وڅارل او ټينګار يې وکړ چې د پروژې چارې دې د منظور شوي ډيزاين، ساختماني معيارونو او تخنيکي مشخصاتو له مخې په باکيفيته او چټک ډول ترسره شي.
هغه د جومات د ودانۍ د استحکام، ساختماني جوړښت، ډيزاين، ډيکوريشن او نورو تخنيکي برخو په اړه د انجينرانو او تخنيکي مسوولينو نظرونه هم واورېدل او د کار په جريان کې يې د اړوندو تخنيکي طرحو او وړانديزونو د تطبيق سپارښتنه وکړه.
په دې ليدنه کې د جومات د برښنا او لايټينګ سيستم، د فرشونو د ډبرو لګولو، زينو، پاتې احاطوي دېوال، تشنابونو او نورو اړوندو تاسيساتو د جوړولو او تکميل په اړه هم بحث وشو او ټينګار وشو چې يادې برخې دې د تخنيکي معيارونو، مناسبې طرحې او دوامدارو ساختماني موادو په پام کې نيولو سره بشپړې شي.
د ننګرهار والي دغه راز سپارښتنه وکړه چې د جومات د پراختيا په طرحه کې دې د شته ساحې او اضافي وقف شوې ځمکې څخه په منظمه توګه استفاده وشي، څو د عبادت کوونکو لپاره د اړتيا وړ خدماتي او فرعي تاسيسات په معياري ډول رامنځته او د جومات عمومي انکشافي طرحه بشپړه شي.
ننګرهار رسنيو دفتر | 39 |
