Farid Khan
Open in Telegram
ده تللیو خلګـو په خوب لیدل‘ یو دردونـــــکۍ ملاقات دی/: یوزاي تبادلې ته راشئ @Ehsaan_123 @Farid_khaan1 اړیکي لپاره👈 فريد_خان
Show more1 543
Subscribers
+224 hours
+57 days
+3830 days
Posts Archive
1 543
په کومه لاړشمه ارمانه، راته لار وښایه
اخر به مړ شم له خفګانه، راته لار وښایه
ستړی یم نور په تخیل، تخلیق سوچ او فکـر
ای زما وهـم او ګمـانه راتــه لار وښایـه
زه به تر کومه دهجران تیارو کې ژوند کومه
دعزرائیل واحـد احسانه راته لار وښایه
1 543
د دې لپاره چې پوه دې شي، هیڅکله فریاد مه وهه.؛
هغه څوک چې تا درک کوي،
ستا د چوپتیا غږ تر هر څه ښه اوري...)
1 543
کله کله باید لاړ شې
او هغه څه چې پاتې کېدونکي دي، پرېږدې
لکه یاد، لکه خاطره، لکه مسکا...:)
1 543
کله چې تللې،
ما درنه وپوښتل:
ستا له تلو وروسته به زه څه شم؟
زه خو له تا پرته هېڅوک نه لرم..
ته لاړې،
او له تا سره زما د زړه هغه برخه هم لاړه
چې په سبا یې باور درلود.
اوس خلک مې یوازې موسکا ویني،
خو نه پوهېږي چې
د دې موسکا تر شا
یو مات انسان پټ دی.
تارښتیا ویلي وو؛
ځینې خلک چې لاړ شي،
انسان نه مري…
یوازې د ژوند کولو معنا ورسره ځي. ..🥀
1 543
لیونی زه شوم او ته وایې د خـندا دې کړمه
یاره ریښتیا وایه، رسوا شوې، که رسوا دې کړمه
زما خالقه! زه دخپل ژوند په قېصه پوی نه شوم
بس نو پیدا دې کړمه، لوی دې کړم، فنا دې کړمه
دزمــانې دکشالو نه دې خلاص کړی یمه
ای محبته، دخپل غم په مشغولا دې کړمه
خلق مې اوري، خو دچا زړه کې مې لار ونکړه
یـه یې وسۍ، څه دیتیم دکور ژړا دې کـړمه
راشه تلوار وکړه، ما بیا راګرځولې نه شې
دجنازې لمونځ یم لالیه، که قضا دې کـړمه
کماله تاسره دغم څومره قیصې پرتې دي
نن چې دي بیرته غزل اووې په ژړا دي کړمه
1 543
هغه څه چې ستا په برخه کې نه وي، بار بار به دې ناهیلی کړي، ترڅو بالاخره زده کړې چې هغه پرېږدې.…(
1 543
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
https://t.me/islamic_tv110
📌 له موږ سره پاتې شئ
@Mahm_ood2
تبادیله
1 543
ساقې! سه ته بندوې دمیکدي ور
لاخو خدای بندکړی نه دی د توبې ور
دزړګې ناقراري مې د لیدو ده
درزوي مې څه بې واره دسینـي ور
دراتلو نه مې خبر شوې نه راوځې
که په تیر کې مې نیولی دی دپردی ور
چې گلچین راباندي سیل دگلو بنـد کړو
راته خلاص کړو دخیالونو گلکدې ور
بدلیدونکې ده دنیا ذاهـده ټوله
کلک کړه ځان پسې راپورې د کوټې ور
په کوڅه کې دي دربان ته څه حاجت و؟
زه دي هسې هم ساتمه دکوڅې ور
داسرار په زړه کښې راشي، جوړ ته راغلې
چې هوا چیرته را لري کړي دشپې ور
1 543
نور د خپلو غمونو د له منځه وړلو په فکر کې نه یم،
اوس د همدې غمونو تر څنګ د وړو خوښیو په لټه کې یم.🥀
1 543
کله کله زړه دې له یوې خبرې دومره مات شي، چې د اعتراض توان هم نه لرې؛ یوازې ګورې او په چوپتیا کې ماتېږې..:)
