Farid Khan
Kanalga Telegram’da o‘tish
ده تللیو خلګـو په خوب لیدل‘ یو دردونـــــکۍ ملاقات دی/: یوزاي تبادلې ته راشئ @Ehsaan_123 @Farid_khaan1 اړیکي لپاره👈 فريد_خان
Ko'proq ko'rsatish1 541
Obunachilar
-424 soatlar
-77 kun
Ma'lumot yo'q30 kun
Postlar arxiv
1 541
د نړۍ تر ټولو ښکلی میراث،
هغه پوهه ده چې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي؛
او استاد د دې میراث تر ټولو ستر امین دی.
خو زموږ په ټولنه کې ډېر استادان
د همدې ستر مسؤلیت تر څنګ،
د ژوند له سختو اقتصادي شرایطو، کم معاش او د مسلک له کم رنګه درناوي سره هم مخ دي.
سره له دې، دوی لا هم د راتلونکي نسل په ذهنونو کې د رڼا تخمونه کري.
د ښوونکي ورځ دې ټولو درنو او ستړو استادانو ته مبارکه وي.
1 541
تلل د نړۍ تر ټولو دردناک درد دی،
چې ته یې زما په برخه کړې،
کاشکې چې راتلل نه وای،
ترڅو تلل هم نه وای...:)
1 541
غم مه کوه!
اوس مې حالت ښه دی،
په یوه ارام ځای کې ناست یم؛
یوازې ستا سره لیدلي خوبونه
یو ـ یو خاورو ته سپارم…
او ځان ته د هېرولو تمرین کوم. 🥀
1 541
ویل ئې:
زما تر تګ وروسته
اوس څنګه یې؟
ما ویل:
ښه یم
اوس ډېر درمل نخورم
سلګۍ نه وهم
ځان سره
نه ږغېږم
د شپې سپوږمۍ ته
کیسې نه کوم
شبګیر مي لږ سوی
خو ته مي بیا هم
یادیږې
او ستا په نوم
اوس یوازي ځان ته ږغ کوم
ځان مي امیده!
نور ته یې
سترګو کي مسکۍ سوه
ویل ئې
اوس دي هم یاده یم نو!!!
امید
1 541
د هر ځل بمبار او بیا زموږ د خاموشۍ سره مې زړه ځکه درد وکړي او ډېر خفه سم چې، دا به سلګونه کلونه زموږ نسلونو او افغانانو ته پېغور پاتې وي چې، وحشي، بې ننګه او بې ضمیره دښم.ن به خورا په غرور سره د افغانستان پر مقدسه خاوره تجاوز کاوه او پاک حریم به یې نقض کاوه خو د دوئ غرور د خاورو مل نسو.
دا غرور یې نړیدل غواړي، دا کږه غاړه یې توري ته سیخېدل غواړي، دا پر مظلوم پورته لاسونه یې قطع کول غواړي، دا پر مادیاتو تکیه یې سم د عمري توري په څوکه سره چپه کیدل غواړي.
1 541
څوک پاتې شول، چې ته به پاتې شې؟!
ما هم یو وخت باور درلود چې ځینې خلک نه ځي...
خو اوس مې زړه دومره له تللو ستړی دی،
چې د هر چا په راتګ کې هم
د بېلتون غږ اورم. 🍁🥀
1 541
یوازېتوب دا دی چې:
داسې خلکو ترمنځ وې چې وایي درسره مینه لرو، خو ستا د خپګان او تنهایۍ په وخت کې درسره نه وي…!
1 541
ستا له تګ وروسته
دلته یو لوی ناورین رامنځته شو؛
دومره ستر،لکه د دې کور له هېندارو څخه,چې د موسکا وروستی څرک هم ورک شوی وي… 🥀
1 541
خدایه، زړه مې تنګ دی…
نه پوهېږم چېرته لاړ شم،
په دې دومره لویه نړۍ کې
ولې مې د سکون لپاره
یو وړوکی ځای هم نه پیدا کېږي؟
خلک شته، خبرې شته، شور شته؛
خو د زړه په دې ستره دښته کې
لا هم یو داسې تش ځای پروت دی
چې نه څوک ورته رسېږي،
نه یې څوک ډکولای شي… 🥀💔
1 541
د ویلو لپاره مې هېڅ نه شته،
نه کومه ځانګړې خبره، نه کوم نوی درد؛
خو نن مې زړه د پخوا په څېر نه دی…
نن داسې خفه یم،
لکه د زړه په کومه تیاره کوټه کې
چې کلونه پټه پاتې شوې وي
یوه زاړه غم ته بیا دروازه پرانیستل شوې وي.
نه غواړم څوک مې وپوښتي: څه شوي؟
ځکه ځینې دردونه د ویلو نه وي،
یوازې احساسېږي…
نن بل رقم خفه یم؛
داسې خفه چې حتی چوپتیا هم
زما له زړه نه ستړې ښکاري. 🥀💔
