Farid Khan
Відкрити в Telegram
ده تللیو خلګـو په خوب لیدل‘ یو دردونـــــکۍ ملاقات دی/: یوزاي تبادلې ته راشئ @Ehsaan_123 @Farid_khaan1 اړیکي لپاره👈 فريد_خان
Показати більше1 542
Підписники
+224 години
+37 днів
+3330 днів
Архів дописів
1 544
د سلګـو شور مې د ارمان غوږو ته ورسوئ
زما ژړا څوک دجـــانــــان غوږ ته ورسوۍ
هرڅو که وسو دسیند خــوا کښې خو له تندې نه مرو
دغه ګیــله مې د بـــاران غوږ ته ورســــوئ
دزوي علاج ته یوه مور خـپله ګُرده خرڅوي
دغه خبره څــوک دخـان غوږو تـه ورسـوئ
بس دی هوښیار شول پښتانه په ډیران مرګ نه کوي
دګټـې زیــري دتـــاوان غوږ ته ورســـوئ
عاجـز سړی یم فنکارانو درته سوال کومه
زمـا دا غږ لــږ د دوران غــــوږتــه ورسـوئ
1 544
او مونږ خپله خپل د زړه سره زیاتی وکړ
کله چې مو نور زړونو ته هم خپل د زړه په څېر ګمان وکړ..
1 544
په کومه لاړشمه ارمانه، راته لار وښایه
اخر به مړ شم له خفګانه، راته لار وښایه
ستړی یم نور په تخیل، تخلیق سوچ او فکـر
ای زما وهـم او ګمـانه راتــه لار وښایـه
زه به تر کومه دهجران تیارو کې ژوند کومه
دعزرائیل واحـد احسانه راته لار وښایه
1 544
د دې لپاره چې پوه دې شي، هیڅکله فریاد مه وهه.؛
هغه څوک چې تا درک کوي،
ستا د چوپتیا غږ تر هر څه ښه اوري...)
1 544
کله کله باید لاړ شې
او هغه څه چې پاتې کېدونکي دي، پرېږدې
لکه یاد، لکه خاطره، لکه مسکا...:)
1 544
کله چې تللې،
ما درنه وپوښتل:
ستا له تلو وروسته به زه څه شم؟
زه خو له تا پرته هېڅوک نه لرم..
ته لاړې،
او له تا سره زما د زړه هغه برخه هم لاړه
چې په سبا یې باور درلود.
اوس خلک مې یوازې موسکا ویني،
خو نه پوهېږي چې
د دې موسکا تر شا
یو مات انسان پټ دی.
تارښتیا ویلي وو؛
ځینې خلک چې لاړ شي،
انسان نه مري…
یوازې د ژوند کولو معنا ورسره ځي. ..🥀
