Farid Khan
Открыть в Telegram
ده تللیو خلګـو په خوب لیدل‘ یو دردونـــــکۍ ملاقات دی/: یوزاي تبادلې ته راشئ @Ehsaan_123 @Farid_khaan1 اړیکي لپاره👈 فريد_خان
Больше1 546
Подписчики
-424 часа
-77 дней
Нет данных30 дней
Архив постов
1 546
د نړۍ تر ټولو ښکلی میراث،
هغه پوهه ده چې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي؛
او استاد د دې میراث تر ټولو ستر امین دی.
خو زموږ په ټولنه کې ډېر استادان
د همدې ستر مسؤلیت تر څنګ،
د ژوند له سختو اقتصادي شرایطو، کم معاش او د مسلک له کم رنګه درناوي سره هم مخ دي.
سره له دې، دوی لا هم د راتلونکي نسل په ذهنونو کې د رڼا تخمونه کري.
د ښوونکي ورځ دې ټولو درنو او ستړو استادانو ته مبارکه وي.
1 546
تلل د نړۍ تر ټولو دردناک درد دی،
چې ته یې زما په برخه کړې،
کاشکې چې راتلل نه وای،
ترڅو تلل هم نه وای...:)
1 546
غم مه کوه!
اوس مې حالت ښه دی،
په یوه ارام ځای کې ناست یم؛
یوازې ستا سره لیدلي خوبونه
یو ـ یو خاورو ته سپارم…
او ځان ته د هېرولو تمرین کوم. 🥀
1 546
ویل ئې:
زما تر تګ وروسته
اوس څنګه یې؟
ما ویل:
ښه یم
اوس ډېر درمل نخورم
سلګۍ نه وهم
ځان سره
نه ږغېږم
د شپې سپوږمۍ ته
کیسې نه کوم
شبګیر مي لږ سوی
خو ته مي بیا هم
یادیږې
او ستا په نوم
اوس یوازي ځان ته ږغ کوم
ځان مي امیده!
نور ته یې
سترګو کي مسکۍ سوه
ویل ئې
اوس دي هم یاده یم نو!!!
امید
1 546
د هر ځل بمبار او بیا زموږ د خاموشۍ سره مې زړه ځکه درد وکړي او ډېر خفه سم چې، دا به سلګونه کلونه زموږ نسلونو او افغانانو ته پېغور پاتې وي چې، وحشي، بې ننګه او بې ضمیره دښم.ن به خورا په غرور سره د افغانستان پر مقدسه خاوره تجاوز کاوه او پاک حریم به یې نقض کاوه خو د دوئ غرور د خاورو مل نسو.
دا غرور یې نړیدل غواړي، دا کږه غاړه یې توري ته سیخېدل غواړي، دا پر مظلوم پورته لاسونه یې قطع کول غواړي، دا پر مادیاتو تکیه یې سم د عمري توري په څوکه سره چپه کیدل غواړي.
1 546
څوک پاتې شول، چې ته به پاتې شې؟!
ما هم یو وخت باور درلود چې ځینې خلک نه ځي...
خو اوس مې زړه دومره له تللو ستړی دی،
چې د هر چا په راتګ کې هم
د بېلتون غږ اورم. 🍁🥀
1 546
یوازېتوب دا دی چې:
داسې خلکو ترمنځ وې چې وایي درسره مینه لرو، خو ستا د خپګان او تنهایۍ په وخت کې درسره نه وي…!
1 546
ستا له تګ وروسته
دلته یو لوی ناورین رامنځته شو؛
دومره ستر،لکه د دې کور له هېندارو څخه,چې د موسکا وروستی څرک هم ورک شوی وي… 🥀
1 546
خدایه، زړه مې تنګ دی…
نه پوهېږم چېرته لاړ شم،
په دې دومره لویه نړۍ کې
ولې مې د سکون لپاره
یو وړوکی ځای هم نه پیدا کېږي؟
خلک شته، خبرې شته، شور شته؛
خو د زړه په دې ستره دښته کې
لا هم یو داسې تش ځای پروت دی
چې نه څوک ورته رسېږي،
نه یې څوک ډکولای شي… 🥀💔
