uk
Feedback
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

Відкрити в Telegram

ننګرهار ولايت رسنيو دفتر

Показати більше
627
Підписники
Немає даних24 години
-17 днів
-130 день

Триває завантаження даних...

Хмара тегів
Немає даних
Виникли проблеми? Будь ласка, оновіть сторінку або зверніться до нашого support-менеджера.
Вхідні та вихідні згадування
---
---
---
---
---
---
Залучення підписників
червень '26
червень '26
+8
в 0 каналах
травень '26
+8
в 0 каналах
Get PRO
квітень '26
+4
в 0 каналах
Get PRO
березень '26
+6
в 0 каналах
Get PRO
лютий '26
+25
в 0 каналах
Get PRO
січень '26
+16
в 0 каналах
Get PRO
грудень '25
+49
в 0 каналах
Get PRO
листопад '25
+18
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '25
+6
в 0 каналах
Get PRO
вересень '25
+5
в 0 каналах
Get PRO
серпень '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
липень '25
+5
в 0 каналах
Get PRO
червень '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
травень '250
в 0 каналах
Get PRO
квітень '25
+18
в 0 каналах
Get PRO
березень '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
лютий '25
+2
в 0 каналах
Get PRO
січень '25
+8
в 0 каналах
Get PRO
грудень '24
+8
в 0 каналах
Get PRO
листопад '24
+6
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '24
+12
в 0 каналах
Get PRO
вересень '24
+28
в 0 каналах
Get PRO
серпень '24
+7
в 0 каналах
Get PRO
липень '24
+8
в 0 каналах
Get PRO
червень '24
+2
в 0 каналах
Get PRO
травень '24
+7
в 0 каналах
Get PRO
квітень '24
+34
в 0 каналах
Get PRO
березень '24
+729
в 0 каналах
Дата
Залучення підписників
Згадування
Канали
29 червня+1
28 червня0
27 червня0
26 червня0
25 червня0
24 червня+1
23 червня0
22 червня0
21 червня+1
20 червня+1
19 червня0
18 червня0
17 червня+1
16 червня+1
15 червня0
14 червня0
13 червня0
12 червня+1
11 червня0
10 червня0
09 червня0
08 червня0
07 червня0
06 червня+1
05 червня0
04 червня0
03 червня0
02 червня0
01 червня0
Дописи каналу
2
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار مرستيال والي د ولسي مراجعينو ستونزې واورېدې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام‌الرحمن حیدري د جلال‌اباد ښا
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار مرستيال والي د ولسي مراجعينو ستونزې واورېدې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام‌الرحمن حیدري د جلال‌اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو د اوسېدونکو غوښتنې، عریضې او ستونزې وڅېړلې او د قانوني او اداري اجراآتو لپاره یې اړوندو ادارو ته راجع کړې. نوموړي د یو شمېر سکتوري ادارو مسوولینو سره د کاري همغږۍ کتنې هم ترسره کړې، چې په کې د خدماتو د ښه والي، د اجرااتو د چټکتیا او د ولسي ستونزو د اغېزمن حل په اړه لازمې لارښوونې وشوې. همدارنګه د اړوندو ادارو وړاندیزونه واورېدل شول او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې او هدايات وړاندې شول. ننګرهار رسنيو دفتر
9
3
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار ارزاقو شرکت ته نوی مسوول ور وپېژندل شو د ننګرهار ولایت مقام مالي او تاميناتي آمر قاري اجمل حذيفه او د فره
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار ارزاقو شرکت ته نوی مسوول ور وپېژندل شو د ننګرهار ولایت مقام مالي او تاميناتي آمر قاري اجمل حذيفه او د فرهنګي او ټولنيزو چارو کارپوه مولوي سميع‌الله سمون له لوري ګل اغا نعيمي د ارزاقو شرکت د نوي عمومي مدير په توګه مسوولينو ته ور وپېژندل شو. د ولایت مقام فرهنګي کارپوه وويل، چې دغه ګمارنه د ارزاقو شرکت عمومي رياست په وړانديز او د امارتي شرکتونو لوي رياست په منظورۍ شوې. نوموړي په ادارو کې د تغير، تبديل او بدلون په اصل خبرې وکړې او نوي مسوول ته يې سپارښتنه وکړه چې د دې شرکت په فعالولو او مؤثره خدمت تر سره کولو کې جدي هڅې تر سره کړي. ګل اغا نعيمي چې تر دې وړاندې د بهسودو امنيه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله ژمنه وکړه چې د خپلو تېرو تجربو له مخې به په نوي دنده کې صادقانه خدمت تر سره کړي. د دې پېژندنې پر مهال د چپرهار ولسوال مولوي خيرالله، د ولایت مقام وياند قاري احسان‌الله عثماني او يو شمېر نورو مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفتر
15
4
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار والي د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال سره وليدل د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د کورنيو چارو وزا
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار والي د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال سره وليدل د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري سره وليدل او د دې ولايت يو شمېر پرمختګونه، لاسته راوړنې او وړانديزونه يې ور سره شریک کړل. نوموړي د دې ولايت د امنيت او ثبات په اړه ډاډ وښوده، همدا راز يې د پرمختيايي چارو، ښې حکومتولۍ، د بېرته راستنو شويو کورنيو وضعيت او ملاتړ او په ګڼ شمېر نورو برخو کې د لاسته راوړنو راپور شريک کړ. د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال د ننګرهار والي د هڅو او خدمتونو قدرداني وکړه او په اړونده چارو کې يې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. ننګرهار رسنيو دفتر
22
5
+3
Немає тексту...
26
6
۱۳/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د تجربوي هلکانو عالي لېسې څخه ۴۰۹ زده‌کوونکي فارغ شول د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د تجربوې هلکانو عالي لېسې له دولسم ټولګيو څخه ۴۰۹ زده‌کوونکي د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. په جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي لیاقت علي عابد فارغانو ته مبارکي ورکړه او هغوی یې د لوړو زده‌کړو د دوام او د هېواد د خدمت لپاره وهڅول. همداراز د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او يو شمېر نورو مسوولينو هم فارغانو ته مبارکي وویله او د ښوونځي یو شمېر اداري او تدریسي مسوولین او ممتاز زده‌کوونکي په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شول. ننګرهار رسنيو دفتر
26
7
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار امنيتي او تصفيوي کمېسيون د ادارو ترمنځ د همغږۍ او قانون لا ښه حاکميت په اړه پرېکړې وکړې د ننګرهار والي حا
۱۳/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار امنيتي او تصفيوي کمېسيون د ادارو ترمنځ د همغږۍ او قانون لا ښه حاکميت په اړه پرېکړې وکړې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په لارښوونه، د ولایت مقام مرستيال مولوي غلام الرحمن حيدري په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي کمېسيون ناسته ترسره شوه، چې د ملکي، نظامي، عدلي او قضايي ادارو مسوولینو په کې ګډون کړی وو. په ناسته کې د ادارو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د قانون لا ښه حاکميت، د نافذه فرمانونو او حکمونو د اغېزمن تطبيق، د امنيتي او تصفيوي تدابيرو، ښې حکومتولۍ او اداري نظم د لا ټينګښت په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې. همدارنګه د عامه خدمتونو د ښه والي، ولسي ستونزو ته د پر وخت رسېدنې، د اجراآتو د چټکتيا، د مسووليتونو د روڼتيا او د امنيت او ثبات د لا ښه ټينګښت په موخه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې. ننګرهار رسنيو دفتر
28
8
+3
Немає тексту...
40
9
۱۳/۱/۱۴۴۸ *د ننګرهار سیمه‌ ییز تخصصي روغتون کې د غاړې د فقراتو بریالي جراحي عملیات ترسره شول* د ننګرهار سیمه‌ ییز تخصصي روغتون د عصبي جراحۍ ټیم د کنړ ولایت د یوه ۲۲ کلن ناروغ د غاړې د فقراتو پیچلي جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړل. د روغتون د معلوماتو له مخې، ناروغ د سیند په اوبو کې د ټوپ وهلو پر مهال د غاړې له سخت ټپ وروسته روغتون ته لېږدول شوی و، چې له معایناتو وروسته ورته بیړني جراحي عملیات ترسره شول. د روغتیايي مسوولینو په وینا، عملیات په بریالیتوب بشپړ شوي، ناروغ له جدي ستونزې پرته د مراقبت خونې ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. یاد عملیات د عصبي جراحۍ د وارد شف رنځورمل ډاکټر ضمیرالدین خالد، د عصبي جراحۍ متخصصینو ډاکټر تسکین‌الله حسنزي او ډاکټر وحیدالله باور، د ترېني ډاکټرانو عبیدالله شاهین او شاه جهان، د انستیزۍ ډاکټر محمد او د عملیات خونې د ډاکټر بشیر عرب په ګډون ترسره شول. _ننګرهار رسنيو دفتر_
40
10
+2
Немає тексту...
56
11
۱۲/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د څاه‌ګانو رغونه پیل کړې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام‌الرحمن حيدري سره د سره صليب نړيوالې کمېټې دختيځ زون مسوول سلطان ناصري په ناسته کې وويل، د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو او پېښې سيمو کې یې د ۴۵ څاه‌ګانو رغونه پيل کړې چې د سولري برښنا او ذخيرې پرمټ به ګڼو کورنيو ته د دوامداره پاکو اوبو زمینه برابره شي. نوموړي دغه راز وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې يې ۱۷۰۰ بې‌وزلو کورنيو سره د ۱۵ – ۱۵ زره افغانيو نغدي مرستې سربېره ۱۰۰۰ کسانو ته د کرنې په برخه کې روزنه ورکړې او د اوبو يوې شبکې او يو کانال د پاکولو او رغونې چارې يې هم په پلان کې نيولي. هغه زياته کړه چې په پچير‌اګام ولسوالۍ کې يې هم ۲۰۰ کسان د کرنې په برخه کې روزلي او د خپلو چارو پراختيا او ښه‌والي په موخه يې له ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. مرستيال والي د سره صليب نړيوالې کمېټې له همکاريو مننه او ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اړونده ادارو او د ولسواليو مسوولينو ته به دوی سره د لا ښې همکارۍ او همغږۍ سپارښتنې وکړي. نوموړي د اوبو مديريت په برخه کې د يو شمېر مؤثره او بنيادي پروژو د تطیبق غوښتنه وکړه چې د يادې کمېټې مسوولينو له لوري د همکارۍ ژمنه وشوه. ننګرهار رسنيو دفتر
52
12
۱۲/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار د سوک ‌وهنې لوبډلې د هېواد په کچه اتلولي خپله کړه د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د
۱۲/۱/۱۴۴۸ د ننګرهار د سوک ‌وهنې لوبډلې د هېواد په کچه اتلولي خپله کړه د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د سوک ‌وهنې پنځه کسیزې لوبډلې د هېواد په کچه سیالیو کې د ۱۲ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ لومړی مقام خپل کړ. د ننګرهار ورزشکارانو د غوره سیالیو په ترسره کولو خپل سیالان مات کړل او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم ثبت کړه. د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال د یادې بریا ستاینه وکړه او دا یې ننګرهار لپاره د ورزش مهمه لاسته راوړنه وبلله. ننګرهار رسنيو دفتر
41
13
۱۲/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د شيخ مصري پُل د ترمیم او استحکام چارې روانې دي د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست له لوري د شیخ مصري پُل د خ
۱۲/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د شيخ مصري پُل د ترمیم او استحکام چارې روانې دي د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست له لوري د شیخ مصري پُل د خروجي برخې د ترمیم او استحکام چارې په چټکۍ سره روانې دي. د یادې پروژې په ترڅ کې د پخواني سلب تخریب، د وینګ وال د ډبرو کار او د تهداب څخه د اوبو ویستلو چارې ترسره شوې. د ټولګټو چارو رئيس مولوي احمد احمدي وایي، یادې چارې د ډیزاین او تخنیکي مشخصاتو له مخې ترسره شوې او قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې د پروژې پاتې کارونه په ټاکلي وخت، ښه کیفیت او معیار بشپړ کړي. ننګرهار رسنيو دفتر
38
14
۱۲/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د معتادینو ترمنځ د کرکټ دوستانه ټورنمنټ ترسره شو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو روغتون ل
۱۲/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د معتادینو ترمنځ د کرکټ دوستانه ټورنمنټ ترسره شو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو روغتون له لوري د نشه‌یي توکو د ناوړه کارونې او قاچاق مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د کرکټ دوستانه ټورنمنټ ترسره شو. د ټورنمنټ په پای‌غونډه کې د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف ورزش د روغتیا ضامن وباله او ویې ویل، پر نشو روږدو کسانو ته د درملنې ترڅنګ د ورزش زمینه هم برابره شوې ده. په یاد ټورنمنټ کې اوو لوبډلو برخه اخیستې وه چې په پایلوبه کې مراد سټار لوبډلې خالد لیجینډز ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. همداراز ګټونکې لوبډله او د لوبې غوره لوبغاړي په ډالیو ونازول شول. ننګرهار رسنيو دفتر
46
15
۱۱/۱/۱۴۴۸ جلال‌اباد ښار کې اور مهار او د زيانونو مخنيوی وشو د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د چهاراهي مرستون په سیمه کې په یوه خ
۱۱/۱/۱۴۴۸ جلال‌اباد ښار کې اور مهار او د زيانونو مخنيوی وشو د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د چهاراهي مرستون په سیمه کې په یوه خصوصي معالجوي روغتون کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی وو، چې د اطفایې مدیریت منسوبین د پېښې ځای ته پر وخت ورسېدل او اور یې مهار کړ، چې له امله یې د اور د پراخېدو مخه ونیول شوه. د امنې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي، پېښه ځاني زيان نه لرې؛ خو د شاوخوا ۵۰ زره افغانيو په ارزښت مالي زیان اوښتی او د اطفایې منسوبینو د چټک اقدام له امله د درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت شتمني ژغورل شوې ده. ننګرهار رسنيو دفتر
49
16
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ملا امامانو او وکيل ګذرانو ترمنځ اصلاحي غونډ وشوې د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د جلال‌ا
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ملا امامانو او وکيل ګذرانو ترمنځ اصلاحي غونډ وشوې د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د جلال‌اباد ښار په اتو حوزو کې له رسمي او غیر رسمي ملا امامانو، خطیبانو، علماءکرامو، د حوزو مسوولینو، قومي مشرانو او وکیل‌ګذرانو سره اصلاحي غونډې ترسره شوې. د غونډو پر مهال ګډونوالو ته د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرامینو د عملي کېدو، د لمانځه د اقامې، د ناسمو رواجونو، انساني قاچاق، د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو مخنيوي او د ښځو د شرعي حقونوتامين په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. همداراز ګډونوالو ته لارښوونه وشوه، چې یادې سپارښتنې خلکو سره شریکې او د عملي کېدو لپاره یې هڅې وکړي. د همدې موخې لپاره له امامانو، خطیبانو او وکیل‌ګذرانو څخه د ژمنتیا لاسلیکونه هم واخیستل شول. ننګرهار رسنيو دفتر
43
17
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ۶.۱ درجې زلزلې قوي ټکانونه محسوس شول نن مازديګر شاوخوا ۶ بجې او ۷ دقیقې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ا
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې د ۶.۱ درجې زلزلې قوي ټکانونه محسوس شول نن مازديګر شاوخوا ۶ بجې او ۷ دقیقې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او په بېلابېلو سیمو کې د ۶.۱ درجې زلزلې قوي ټکانونه محسوس شول. د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ سوېل لور ته په شاوخوا ۴۳ کیلومتره واټن کې و. دغه زلزله چې د ريشتر په کچه ۶.۱ درجه ثبت شوې، د ځمکې په ۲۰۸.۳ کیلومتره ژوروالی کې رامنځته شوې ده. تر اوسه په ننګرهار کې د ځاني او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي. ننګرهار رسنیو دفتر
41
18
جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې همدا مهال د زلزلې څو تېزې جټکې محسوس شوې، الله ج دې وکړي چې هېوادوالو ته خير وي.
44
19
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې اورښتونو ځاني او مالي زيانونه اړولي د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې درس کلي کې تېره ورځ د سختو باران
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې اورښتونو ځاني او مالي زيانونه اړولي د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې درس کلي کې تېره ورځ د سختو بارانونو له امله سيلاب راوتلی وو، چې د دادالله په نوم يو ديارلس کلن ماشوم يې وړی وو او وروسته يې د مسوولينو او ځايي خلکو له لوري جسد راوویستل شو. د يادې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې سيلاب له امله يو پُل هم نړېدلی چې له امله يې په سيمه کې د سلګونو کورنيو تګ راتګ ستونزمن شوی دی. بل لور ته په دره نور ولسوالۍ کې ۲۵ سره مالونه تلف شوي او په لس جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه تللي دي، همدا راز په پچير اګام ولسوالۍ کې هم ۶۰ سره مالونه تلف شوي دي. دغه راز په دره نور کې دولس کورونه او په بټي کوټ يو کور تخريب شوي دي او په ټوله کې ۲۶ کورنۍ زيانمنې دي. د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست مسوولين وايي چې يادو زیانمنو کورنيو سره به اړينې مرستې تر سره شي. ننګرهار رسنيو دفتر
58
20
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۲۵۰ کورنيو ته د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په هڅو،
۱۱/۱/۱۴۴۸ ننګرهار کې ۲۵۰ کورنيو ته د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په هڅو، د وارډ چايلډ کاناډا مؤسسې له لوري په جلال اباد ښار، سره رود، سپين‌غر، اچين، ګوشتې او روداتو ولسواليو کې ۲۵۰ بې سرپرسته کورنيو ته د کوچني کاروبار جوړولو زمينه برابره شوه. د کډوالو رئيس مولوي غلام‌الرحمن بلال وايي، چې هرې کورنۍ ته د ۱۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د خياطۍ وسايل او سل امریکايي ډالر ورکړل شول. له يادې مرستې څخه موخه کوچنيو کاروبارونو ته وده ورکول او د کورنيو عايد لوړول دي. ننګرهار رسنيو دفتر
53