پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
238
Suscriptores
Sin datos24 horas
+57 días
+1230 días
Archivo de publicaciones
238
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
ژوند دا ندی، چې درد هر چاته بيان کړې
ورته ووايې: له هر شي مې زړه موړ دی
عِشق ځپلی يم له هرې خوا قسم دی
ما خوړلی دې لډو کې داسې توړ دی
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
يا هم هر چاته زړه وسپړې ګلابه!
ورته وژاړې په چغو چغو باندې
ورته ووايې مړ کېږم له عذابه
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند خو دادی چې مُسکی شې هر يو غم ته
ځان ته ووايې چې هر څه به سمېږي
نه تندی تروش کړې نه سترګې پرېدې نم ته
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند همدا چې شبوګۍ پسې دې لاړ شې
چې هر چېرې وي يو ځلې احوال واخلې
بلکل دغې زنده ګۍ پسې دې لاړ شې
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
238
#ټپيزه
د ستــــم ګرو خلکو زور وو
د بختـــورو خلکـــو زور وو
د سترګه ورو خلقو زور وو
د زوروو خلکــــــــو زور وو
ګنې جــانان به لۀ ما ولې بېلېدۀ نه
238
تنهایي ده، پرېشاني ده، خوند مې نشته
ګډه وډه زنده ګي ده، خوند مې نشته
سره بلاک مو دي بیا هم پسې خفه یم
مینه غټه مجبوري ده، خوند مې نشته
له واړو سترګو مې غټې اوښکې درومي
عاشقي ده، جدایي ده، خوند مې نشته
د نسوارو دوکانونه ښهٔ چالیږي
قرضه باندې په ساقي ده، خوند مې نشته
په کوټه کې د خپل زړهٔ دراباری اورم
دومره ډېره خاموشي ده، خوند مې نشته
که زارۍ وې که ژړا وه ومې کړله
زما نوره بېواسي ده، خوند مې نشته
په یو کس منلي ټوله خرابات کړه
که دونیا ده که ځواني ده، خوند مې نشته
منلی🥀
238
چاته با وه نه وایم هر څه باپه ځان وکړمه!
تاته با رانشم کا ســـل ځله تاوان وکـــړمـــه.
او په نیمه لار کې دې پریښي یم بې ننګه یاره!
نه با دې نوم واخلم او نه به دې ارمان وکړمه.
❗💍💔🙏
238
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ـــ
ناهیلي مې ټول وجود کې خواره شوې
هر یو رګ مې د زړګي بېل بېل خوږیږي
چې دا مینه به په ما نور څهٔ څهٔ وکړي
خدای خبر په ما به نوره څهٔ څهٔ کیږي
ستا له تلو وروسته مې زړهٔ پرهر پرهر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
هر سهار مې په ذګیرویو پیل کیږي
غرمې هسې بهاني دي تا ساتي کړم
هر ماښام لکه زخمي لېوه نارې کړم
د بېلتون په چاقوګانو دې زخمي کړم
بې له تا نه میرغذابی ماذدیګر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
نهٔ مې رنګ هغه راپاتې دی چې ؤمې
نهٔ مې غوښې په هډوکو زرغونې شوې
نه زما ژړا تاثر درباندې وکړ
نهٔ په ډېرو زارۍ ګانو رانیږدې شوې
ډېر ظالم، جابر، کافر زما دلبر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی
ــــ
شابسی دې وي زما دې حوصلې ته
په خاورین وجود دا تیږې تیږې غم وړم
مکمل باید چې نهٔ وی لا خو نیم یم!
خدایي په سر د یو بني ادم وړم
ځوروي مې له اړتیا نهٔ مې خبر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
څنډلي ته غلی کینم وژاړمه
هېڅوک نهٔ شته د تکیې او ډاډګیرنې
سترګې اوښکې اوښکې جګې کړم آسمان ته
او بیا ونیسم د خدای شنې شنې لمنې
ورته وایم کیښتۍ نهٔ شته سمندر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
تهٔ چې نهٔ راځې راځه مه!
زما سپین نیت درپسې دی
مئینان به په تا ډېر وي
خو منلی سم درپرې دی
مګر تا یې په مخ هغسې بند ور دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــــ
منلی🥀
238
وايي: داسې نه کېږي نو بايد څه اسان وي
هر سړی چې ګورم ژوند ته لږ ډېر پرېشان وي
عِشق يې په اول قدم کې ونيسه په سر کې
ځينې تجربې ژوند کې د خلکو په تاوان وي
ګل غوندې ځواني مې د (S) توري نه لوګی کړه
وينې سره يو ځای مې رګونو کې روان وي
لاس دې ترې نيولی وي کلونه پس مُسکي يئ
يار سره روان يې او ميده ميده باران وي
ډاډه! له شبو نه پس دې ډېرې جونې غواړي
کومه يې چې ګورم ستا د غېږې په ارمان وي
238
ماته وعده
هومره وخت دې پر وعدې باندې اوښتی
لکه خاوري خلک مړي باندې بار کړي
درمعلومه به شي درد ددې عذاب هم
لهٔ ما وروسته کوم بې لؤظه به دې یار کړي
ما توبه وه ستا لهٔ رحمه لهٔ کرمه
اړتیا څهٔ وه چې دې تمه را کؤله؟
پهٔ جنت وعده دې دې ته تېرویستلم؟
د لمبو پهٔ سر دې دمه را کؤله!؟
هااای زما لهٔ خوشفهمیو ډک زړګیه
دا دنیا د ساده ګانو د زیست نهٔ ده
چې تر اوسه دې هم سر کې عقل نشته
چې لمبه دې پهٔ سر ګرځي ډېره ښهٔ ده
پهٔ وعدو باندې د ښکلو باور نشته
څوک شبنم ته د باران پهٔ نظر ګوري؟
ځان ته ولې هسې زړهٔ خورې، زړهٔ بهٔ نهٔ خوري
څوک نو تا ته د جانان پهٔ نظر ګوري؟
منتظرې سترګې پوی به کړم چې نشته
خپل نظر به کړم را ټول لهٔ لوی لارې
پرېږده اوښکې لکه رود را ځیني توی شي
پرېږده زخم نه دې ویني وکړي دارې
د خوږې وعدې ترخهٔ دې څومره ډېر دي
د ګل تخم دې اغزې راټوکولې
دا نغمې چې اوس پهٔ زړونو تغمې باسي
دا لهٔ زخمه یؤ زخمي راټوکولي
تهٔ خبره یې چې ستر مصیبت څهٔ دی؟
هغه دا دی صبر وکړه در ته وایم
کهٔ اوس راشې یوه بله وعده را کړې
دا به هېره کړم هغې باندې به پایم
*نظيف هوش*
238
ممتازه! پاک مې کړل ډېر څه له کتابچې نه د زړه
که څوک زاړه عبارتونه پکې ګوري نهشته
ممتاز اورکزی
238
د غرۀ په سر کچه کوټه ده، او باران ورېږي
د چا د یاد راسره شپه ده، او باران ورېږي
دا خاموشي د سريندې په شان خبرې کوي
ستا جدايي مې مېلمنه ده، او باران ورېږي
ستاسو دماغ د موسمونو مزې څۀ پېژني
زمونږ د زړونو معامله ده،او باران ورېږي
زرکې، طنزرې، تورانکې، چرته نۀ ښکارېږي
خارونۍ ځاله کې ویدۀ ده،او باران ورېږي
چې تۀ به چرته یې جانانه ستا عزیز چرته دی
منځ کې مو لویه فاصله ده او باران ورېږي..
عزیز مانېروال
238
که تا قرأن منلى، تا باور په خداى کولى
ما به قسم کې درته لاس په غزل نه واى ايښى
د الفردوس جنت په اړه که زما خوښه واى
بل نوم به ما ورباندې غير له کابل نه واى ايښى
په انساني قسمت خو څه کوې، چې ستا نه شومه
که زه ګل هم واى، شايد تا په اوربل نه واى ايښى
238
کار د خوشحالۍ يا مصيبت وي غږ کوه
يره بس چې هر رقم خدمت وي غږ کوه
چرته چې خبرې د جانان او مينې کېږي
چرته چې د حسن عبادت وي غږ کوه
لور يې د خپل ځوئ بدو کې ورکړه بيغيرته
وا ئي که خبره د غيرت وي غږ کوه
ځه چې مسلې دي نصيحت دى ځان ګونګى که
تاش وي موسيقي وي که غيبت وي غږ کوه
تاته ستا د مات زړه کيسه کومه بهسودواله
کوم ځاى کې چې کوم ټکى غلط وي غږ کوه
*پروېز بهسودوال*
