پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
237
Suscriptores
Sin datos24 horas
+47 días
+1230 días
Número de Publicaciones
Carga de datos en curso...
Reacciones
Comentarios
Estrellas de Telegram
PUBLICACIONES TOP por
Carga de datos en curso...
Análisis de publicación
Mensajes | Ver dinámicas | |||||
دا بیت دی نو..
نتېجه ګورې!د انصاف د دعوې دارې دنیا
تهٔ یې رقیب ته ورکړې ستا پېغور یې ماته راکړ
#نصیر شهاب | 9 | 0 | 0 | 1 | Loading... | |
ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینــا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي
استاد پسرلی!!
ﺯور هسې پيغور شي چې همت ورسره مل نه شي
ورک هغه مشال شه چې تياره شي او دی بل نشي
غني خان!!
مونږ سره خوا او شا کورونو کې ګروپونه مړه دي
زمـــا په خــيال د رڼا هـــــيلې هم له زړونو لاړې
تمـــام وطن لـــکه بازار د شوګــــېرو داسې شو
خوبونه هــم لاړل، معنـــــې هم د خوبونو لاړې
ممتاز اورکزے !!
په حـــال د وږي دی یواځــــې دلته وږی خـبر
څوک چې د دغه کلي خان دی هغه نه دی خبر
درویش دُرانی !!
چا سره چې تلــلی یم په لاره یې لوټلی یم
زړه مې راته وایي رهبرانو ته اوس غله وایه
سیف الرحمن سلیم!!
ددې په څـوکه باندې مه اخله د بل مالونه
له خپلې تورې به ترڅو لاس د فقیر جوړوې
دروېش دُرانی!!
د هغه بادشاه به نمونځ د غاړې طوق شي
چـــې دی نهٔ لــــري د عـــدل اعــــتدال
ستر خوشال بابا !!
چې زلــمي ژوند ګڼي ګناه، پېغلې نازونه ګناه
سائله!! ستا د تــرانــو پهٔ زړهٔ به څهٔ تېرېږي؟
رحمت شاه سائل!! | 12 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
تاسو زما غزل هم وګورﺉ😘
د لومړی مینې یادګاره زړه مې مات دی یو ځل راسه پر دي لاره زړه مې مات دی
چي یار تللی دی نو څه کوي بي ننګه ونړیږه دنګ چناره زړه مې مات دی
تاد ګل ساتنه ونکړله غرق سي خدای دي ووهه ریباره زړه مې مات دی
ستا جنت د ښکلاګانو مجموعه ده نور مې وغواړه باداره زړه مې مات دی
شپه ارامه وي د درد قافلې نه وي خفه تاته یم سهاره زړه مې مات دی
غم او نشتون د لالي زهر چيښل دي ته نو چیري یې قراره زړه مې مات دی
چي زما نسوي د بل مه سې زړګیه هسې مړ سي قلم یاره زړه مې مات دی
2026/9/8
قلم یار اشنا | 7 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
نا قراري ده او اوږده نا قراري تسنیمه نه یې زه وؤژلم، نه خوله بندوي زخمونه
🍂🙂 | 17 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
Sin texto... | 25 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
ژوند ته په شاته شاته ګورم
لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه
د ستړي ژوند ستړي ڪيسې دي
لالـــــيه مـــه مي غـــږوه ژړا راځيـــنه | 26 | 0 | 0 | 4 | Loading... | |
*ستا رالیږلی عکس ګورم او غرور کومه*
*په ذوق مې ویاړمه دا څه ښه انتخاب لرمه.*
❤️🥰😎 | 30 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
دا خو می زړهٔ دی چې لا ټینګ دی
دومره غمونه دریابونه وچوینه | 242 | 1 | 0 | 7 | Loading... | |
ټولې خبرې مې دروغ شوې
نه ليونې شوم او نه مړ درپسې شومه | 37 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
Sin texto... | 38 | 0 | 0 | 4 | Loading... | |
وګوره څومره درد دې شاته پریښی و چې لاړې؟
خوله کې مې وچې شولې یو ګیلاس اوبه چې لاړې
دومره مې غوښې د بدن په تا پسې وخوړې
خلکو نامه راباندې کیښوده ویښته چې لاړې
ستا د تګ درد نه مې بچ حس د ذایقې هم نشو
د شاتو خوند پکې د زهرو خوند کاوه چې لاړې
بیا نو چې وشو په کورونو سېلابونه راغلل
په دې ښار ډېر وخت باران هیڅ نه وریده چې لاړې
چې به یاران مې کور ته هم راغلل ترې پټ به شومه
ناستې ولاړې مزه نه کوله ته چې لاړې
چې خودکوشۍ ته یې د ورور قاتل هم نه پریښوده
د ژوند کولو مورال وبایله هغه چې لاړې
د هر طبیب دارو چې خوري لکه دی خاورې چې خوري
دایمي رنځ شو د بختیار سر ګرځیده چې لاړې
بختیار نیازی | 38 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
غزل
هېر کړمه ځان هېر کړم خاطرې مې شي خطدارې
ګورم د ګران سترګو ته هغه مې شي هېندارې
زما هیلې نامرادې ځوانیمرګې فرخندې شوې
زما هیلې د ښار په سړکونو شوې سنګسارې
نه و زړه دې نه و کنه ګرانه جوړېدای شوای
زړه که دې غر هم و، غره ته هم ختلې لارې
حورې په خوب ویني د جومات وره کې ویده دی
واوړه په څنګ واوړه ملا ویښ کړه پاولیدارې
دښته شو ژوند دښته په وچ ستوني کې ګرد ناست دی
رحم کړه، را واړوه رڼې سترګې ابدارې
والوځي د ورځې په ماښام مې زړه ته راشي
تورې اندیښنې، تورې مرغۍ دي هوادارې
#شفیقه_خپلواک | 35 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
غزل
د ناکامې مینې غمه! زړه مې مات دی
ته باور وکه صنمه! زړه مې مات دی
په بښنې زنګ مې ځکه ځواب نکړو
ای جانانه محترمه! زړه مې مات دی
لکه پاڼه رنګ مې ورځ په ورځ زېړیږي
راشه یاره ګني مرمه! زړه مې مات دی
ستا! لپاره رانه ښکلی یار جدا شو
ای دیناره! ای درهمه! زړه مې مات دی
د دې ښار په شور ماشور کې مې زړه تنګ دی
نوره کلي ته درځمه! زړه مې مات دی
ژونده خدای که په کولو باندې ارزې
زه همدا چغې وهمه! زړه مې مات دی
زهرا! نور يې په سر نشم ګرځولی
نور يې خیال کې یادومه! زړه مې مات دی
زهراګګ | 32 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
زۀ یم یواځې، راسره دي اندېښنې الهي
زما د ژوند سفر دې نۀ شي بې معنې الهي
څۀ د وجود اضطراب وخوړمه خوب مې نشته
څۀ را روانې دي د ژمي اوږدې شپې الهي
چې بیا د نفس او شیطان په لمس خطا نۀ شمه
ماله توفیق راکړې د دغسې توبې الهي
زما د روح زخمونه هیڅ یو انسان ونۀ لیدل
هر څوک مې ویني په لاسونو کښې ګجرې الهي
په ما ځان وپېژنه، زۀ مایوسه شوې یمه
وښایه ماته د خپل رحم نښانې الهي
کله به ختم شي زما دا مسلسل غمونه؟
کله رڼا به شي زما د ژوند تیارې الهي؟
چې پکښې مهر څو شېبو لره سکون ومومم
کاش چې دې بوتلې لږه زۀ تر مدینې الهي
مهر | 33 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
د موبایل پر ښېښه مې
لګولی ستا تصویر دی
هر ملګری چې یې ویني
سمدلاسه راته وایي
دا دې څۀ دی؟
دغه څوک دی؟
دا مړ شوی کۀ څۀ چل دی؟
زۀ بې زړۀ شم، بې جرئته
پۀ پرې شوې ژبه وایم:
دا موبایل پاتې شوی
پرون چا نه ؤ موټر کې
بشرمل
21/8/19 | 40 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
وخاندم او غم په زړه کې پټ کړمه
ما کې دا د غلا هنر د کمه شو | 39 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
Sin texto... | 38 | 0 | 0 | 5 | Loading... | |
#هسې
ته چې له ما ښکلی ته په طمع يې
خدای خو د له ما په بدرنګ واړوه
غواړم چې ديدن د مخامخ وکـړم
اډيـو نه د ويډيــو ته زنـګ واړوه
ستا خندا ريګمال دخفه زړونو ده
وخـنده له زړه نه مـې زنـګ واړوه
رنځ | 39 | 0 | 0 | 6 | Loading... | |
Sin texto... | 1 | 0 | 0 | 0 | Loading... | |
Sin texto... | 43 | 0 | 1 | 6 | Loading... |

