es
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Ir al canal en Telegram

Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
238
Suscriptores
Sin datos24 horas
+57 días
+1230 días
Archivo de publicaciones
پام بدلومه مګر درد زما له پامه نه ځي زما د فکر مرغه ولې ستا له بامه نه ځي انځور یې داسې رسم شوی دی زما پر ذهن که په اوبو یې پاکومه هم رسامه نه ځي چې ما راکش کړي ستا خبرو ته له نورو خلکو اوس دې هغه خوشبو لالیه له سلامه نه ځي یو سړي ټولو الزامونو ته سینه نیولې یوه جینۍ د لالي غېږې ته بدنامه نه ځي خاورې په سر بادوه پله چې کم عقل شولې هوښیاران هیڅکله په عشق کې تر انجامه نه ځي *عبدالمجيد پل*

Story

زړه مې وايي ځانته خَپه کړمه غاړه نه مې ښار کې زړه لګېږي نه په شاړه د ژړا سټېکر مې ايښی پر سټيټس دی دې ريپلی راته راکړې ده چې ژاړه! ماښامی دی له ورغوو مې تپ خېژي سر تړمه ستا د غم په سرۀ ريتاړه يخ شمال دی، تنهايي ده، سپوږمۍ جګه زه روان يم د سرک په غاړه غاړه شبوګۍ! له بل وطنه زنګ وهلی وايي ډاډه ګله! ما له خدايه غواړه

نظم!🍁 انډيواله که دروغږېږم ژاړې! هغه تېرې خوږې شپې راته ياديږي ټولې تېرې خاطرې راته ياديږي چې پۀ نيمه شپه به راغلم دې به وکړې د زړې ادې ښېرې راته ياديږي وخۍ څۀ لۀ خونده ډکې شيبې لاړې! انډيواله که دروغږېږم ژاړې! څۀ مې وغوښتۀ له خدايه څۀ راوشول انتظار کې مې د سترګو تور اوبۀ شول نه لالی راغی او نه يې سلام راغی چې رقيب له خدايه څه غوښتي ؤ وشول شوم د بس تمځای کې ستړی پۀ ولاړې! انډيواله که دروغږېږم ژاړې! هره شپه لۀ مرګه سخته تماميږي يو ساعت لۀ تا نه پرته نه تيريږي چې ترخه قهوه پۀ يو ځای سره وڅښو او بهر د پسرلي باران وريږي خدای دې ووهه که نه به مې درغواړې! انډيواله که دروغږېږم ژاړې! ډېره ستړې يک تنها زنده ګي کيږي خدای که پرته لۀ اشنا زنده ګي کيږي تۀ سحي وايي اوڅاره دا منمه کيږي هو! خو بې معنا زنده ګي کيږي که دروغ وايمه بندې مې شه غاړې! انډيواله که دروغږېږم ژاړې! بابرزی اوڅار 🍁

ازله مړ یم باچا بلکل مړ یم زه د هغې په خندا بلکل مړ یم بابا ادم په حوا بلکل مړ وو او زه په لور د حوا بلکل مړ یم زه مې په خپل شعر مکمل تبا یم او د ولس په وا وا بلکل مړ یم که لاړې بیا به هدیره کې ګورو ته چې راځې زه به بیا بلکل مړ یم د هلکانو په اتڼ مین یم د جینکو په ګډا بلکل مړ یم دلته په سپین کابل جان سپینې واورې هلته د سوات په هوا بلکل مړ یم ډاکټرې مور باندې له تا نه مخکې ورپسې وروسته په تا بلکل مړ یم Azal Jee

زاا صحي ده، مه يې وايه، معلوميږي غم دې سترګو کې له ورايه معلومېږي مازديګر کې چټي نه کېنم په پوله ستاسو وَر له دغه ځايه معلومېږي نه د ورځې مې په سترګو سکون وليد نه هم شپه کې راته خدايه معلومېږي دا ياران درته په سخته ورځ کې يو يو له شروع څخه تر پايه معلومېږي ما به غواړې، که اوويا حورې وصاله بيا بۀ ګورو، بيا دې رايه معلوميږي *وصال ريان*

هنديانو ته دى نذر وي يو وړه مهرباني وکه هندوې يو مسته قوالي وکه هندوې بيا ژوندى شه ﺯندګي وکه هندوې بل جنم کې بيا ياري وکه هندوې پر تبله د تبله مار ګوتې نڅيږي ته نڅا د ماهدوري وکه هندوې صدقه دې د ګنګا او جمنا سترګو هغه لعل رنګې ساړي وکه هندوې په چشميش که قرار غږ درته در وکه ته پرې غږ د قرارجي وکه هندوې #ميوندقرار (ماهدوري د هند مشهوره فلمي لوبغاړې ده چې د خپلې ښايسته نڅا ډیره مشهور ده)

نظم! ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎ځه چې بيا سره پخلا شو زه ښه نه يم ‎بېرته يو او بل ته راشو زه ښه نه يم ‎چې دا ټوله دنيا ډار ووهي راشه ‎تا دې پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎ستا نه وروسته به زه چا سره غږېږم ‎ګوښی تښی به له ما سره غږېږم ‎په بلا دې دغه کار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎کلی کور غرونه صحرا رانه خفه ده ‎ته خفه يې نو الله رانه خفه ده ‎ما دې بېرته خپل ازار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎زه کم عقل يم په دې هم ښه خبر يې ‎نو خوږه لالیه ولې مرور يې ‎زما عقل دې سنګسار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎نور مې کرکه له تنها تماشو وشوه ‎او مزه راته د ټولو نشو وشوه ‎غم دې نوره خپله لار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎ستا نه پرته مکمله دنيا څه کړم ‎په والله که يوه شپه هم پکې وکړم ‎بس دی خدای دې انتظار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎يو عجيبه د رحمت باران شروع شو ‎چېرته يې د ماښامي اذان شروع شو ‎مرم که نن شپه مې خمار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎ستا د څو کلونو يار يمه مړ کېږم ‎ستا ياغي باغي اوڅار يمه مړ کېږم ‎چې جنډې مې پۀ مزار ووهي راشه ‎تا د پاک پروردګار ووهي راشه ‎ ‎بابرزی اوڅار 🥹🙌🤕🍁

روژې ته مې واده خور رایادوې عیده! ته مسافر ورور رایادوې د زړه درده تاته هیڅ نه یم خپه د سر درده، ته مې مور رایادوې

پــه صــداقــت دې خـــاورې واوړه زړګی مې راوړه په یارۍ پښېمانه یمه

خلکو هندوې په نکاح کړې د کليمې لالی مې خوب کې نه راځينه فلکلور

بې سجدې لمونځ درپسې وشه په ما دې ړنګې مینې سر وګرځونه

بیتونه دي چې... وتلی د خوښۍ له دایرې یمه ښه ډېر لالیه په مثال د هدیرې یمه ښه ډېر خفه هم درنه دومره یم، چې حد یې نامعلوم قسم دی چې خفه هم درپسې یمه ښه ډېر #O

کله چې باور ختم شي، اړیکه یوازې نوم پاتې شي 🥺🥀💔 #ســـنــجــش

شپه ده د بېنچ خوا ده او خالي لوی سمندر ناست يم، اندېښنې مې زياتوي لوی سمندر ډېره موده پس دې بيا پوښتنه په ما وکړه څاڅکي ته راغلی دی بېخي لوی سمندر مه ورځه! نږدې زور راکوي ماته بېحده پښې به دې تر کومې ښکلوي؟ لوی سمندر نن مې زړګی تنګ دی ځانوژنه دۀ نږدې نن مې په سينې ور ګډوي لوی سمندر څه به په پردي وطن شبو! مخ پکې مينځې څه به دې خوشبو محسوسوي لوی سمندر

یا کاش چي زه په تنه دنګ وای یا کاش چي ټیټ ستا د کلا وای دیوالونه .😟 ً

زه اوبو وړی ومه زه خو یې نه بولم اجل، زه اوبو وړی ومه تا چې لاسونه را کول، زه اوبو وړی ومه مخابرات وو، خو چا ځان د چا نه، نۀ خبراوۀ څو چې یاران را رسیدل، زه اوبو وړی ومه زه چې تر څو را ویښیدم، غلو را نه غلا کړې وه چې جوړولو مې څه چل، زه اوبو وړی ومه ما به چې ښکلو ته کتل، په اسمانونو کې وو ښکلو چې ما ته را کتل، زه اوبو وړی ومه د مایوسۍ د اخري حد کناره کې پروت وم خپل ارمانونه مې شمارل، زه اوبو وړی ومه ما به لمبه کوله، خلکو تماشه کوله لکه ماهر شډل بډل، زه اوبو وړی ومه

چا دې نوم زما په مخ کې چاته واخیست په وجود کې مې راخښې شولې ستنې نه دې رنګ واوخته نه خدای لیونۍ کړې نه دې ټوکې په ریښتیا شولې نه ژمنې

Story