ch
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

前往频道在 Telegram

显示更多
未指定国家未指定类别
237
订阅者
无数据24 小时
+47 天
+1230 天
帖子存档
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ـــ ناهیلي مې ټول وجود کې خواره شوې هر یو رګ مې د زړګي بېل بېل خوږیږي چې دا مینه به په ما نور څهٔ څهٔ وکړي خدای خبر په ما به نوره څهٔ څهٔ کیږي ستا له تلو وروسته مې زړهٔ پرهر پرهر دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ــــ هر سهار مې په ذګیرویو پیل کیږي غرمې هسې بهاني دي تا ساتي کړم هر ماښام لکه زخمي لېوه نارې کړم د بېلتون په چاقوګانو دې زخمي کړم بې له تا نه میرغذابی ماذدیګر دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ــــ نهٔ مې رنګ هغه راپاتې دی چې ؤمې نهٔ مې غوښې په هډوکو زرغونې شوې نه زما ژړا تاثر درباندې وکړ نهٔ په ډېرو زارۍ ګانو رانیږدې شوې ډېر ظالم، جابر، کافر زما دلبر دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی ــــ شابسی دې وي زما دې حوصلې ته په خاورین وجود دا تیږې تیږې غم وړم مکمل باید چې نهٔ وی لا خو نیم یم! خدایي په سر د یو بني ادم وړم ځوروي مې له اړتیا نهٔ مې خبر دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ــــ څنډلي ته غلی کینم وژاړمه هېڅوک نهٔ شته د تکیې او ډاډګیرنې سترګې اوښکې اوښکې جګې کړم آسمان ته او بیا ونیسم د خدای شنې شنې لمنې ورته وایم کیښتۍ نهٔ شته سمندر دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ــــ تهٔ چې نهٔ راځې راځه مه! زما سپین نیت درپسې دی مئینان به په تا ډېر وي خو منلی سم درپرې دی مګر تا یې په مخ هغسې بند ور دی درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی! ــــــ منلی🥀

وايي: داسې نه کېږي نو بايد څه اسان وي هر سړی چې ګورم ژوند ته لږ ډېر پرېشان وي عِشق يې په اول قدم کې ونيسه په سر کې ځينې تجربې ژوند کې د خلکو په تاوان وي ګل غوندې ځواني مې د (S) توري نه لوګی کړه وينې سره يو ځای مې رګونو کې روان وي لاس دې ترې نيولی وي کلونه پس مُسکي يئ يار سره روان يې او ميده ميده باران وي ډاډه! له شبو نه پس دې ډېرې جونې غواړي کومه يې چې ګورم ستا د غېږې په ارمان وي

Story

ماته وعده هومره وخت دې پر وعدې باندې اوښتی لکه خاوري خلک مړي باندې بار کړي درمعلومه به شي درد ددې عذاب هم لهٔ ما وروسته کوم بې لؤظه به دې یار کړي ما توبه وه ستا لهٔ رحمه لهٔ کرمه اړتیا څهٔ وه چې دې تمه را کؤله؟ پهٔ جنت وعده دې دې ته تېرویستلم؟ د لمبو پهٔ سر دې دمه را کؤله!؟ هااای زما لهٔ خوشفهمیو ډک زړګیه دا دنیا د ساده ګانو د زیست نهٔ ده چې تر اوسه دې هم سر کې عقل نشته چې لمبه دې پهٔ سر ګرځي ډېره ښهٔ ده پهٔ وعدو باندې د ښکلو باور نشته څوک شبنم ته د باران پهٔ نظر ګوري؟ ځان ته ولې هسې زړهٔ خورې، زړهٔ بهٔ نهٔ خوري څوک نو تا ته د جانان پهٔ نظر ګوري؟ منتظرې سترګې پوی به کړم چې نشته خپل نظر به کړم را ټول لهٔ لوی لارې پرېږده اوښکې لکه رود را ځیني توی شي پرېږده زخم نه دې ویني وکړي دارې د خوږې وعدې ترخهٔ دې څومره ډېر دي د ګل تخم دې اغزې راټوکولې دا نغمې چې اوس پهٔ زړونو تغمې باسي دا لهٔ زخمه یؤ زخمي راټوکولي تهٔ خبره یې چې ستر مصیبت څهٔ دی؟ هغه دا دی صبر وکړه در ته وایم کهٔ اوس راشې یوه بله وعده را کړې دا به هېره کړم هغې باندې به پایم *نظيف هوش*

Story

داسي څوک شته دې ښاريه کې چې يو څو خبرې ما سره وکړي د ګناه او د ثواب نه بغير؟ ممتاز

ممتازه! پاک مې کړل ډېر څه له کتابچې نه د زړه که څوک زاړه عبارتونه پکې ګوري نه‌شته ممتاز اورکزی

دا سړی اختهٔ د عشق په بېمارۍ دی راوتلی چې بېرون دی ماښامي کې منلی🥀

د غرۀ په سر کچه کوټه ده، او باران ورېږي د چا د یاد راسره شپه ده، او باران ورېږي ‏دا خاموشي د سريندې په شان خبرې کوي ستا جدايي مې مېلمنه ده، او باران ورېږي ستاسو دماغ د موسمونو مزې څۀ پېژني زمونږ د زړونو معامله ده،او باران ورېږي زرکې، طنزرې، تورانکې، چرته نۀ ښکارېږي خارونۍ ځاله کې ویدۀ ده،او باران ورېږي ‏چې تۀ به چرته یې جانانه ستا عزیز چرته دی منځ کې مو لویه فاصله ده او باران ورېږي.. عزیز مانېروال

که تا قرأن منلى، تا باور په خداى کولى ما به قسم کې درته لاس په غزل نه واى ايښى د الفردوس جنت په اړه که زما خوښه واى بل نوم به ما ورباندې غير له کابل نه واى ايښى په انساني قسمت خو څه کوې، چې ستا نه شومه که زه ګل هم واى، شايد تا په اوربل نه واى ايښى

کار د خوشحالۍ يا مصيبت وي غږ کوه يره بس چې هر رقم خدمت وي غږ کوه چرته چې خبرې د جانان او مينې کېږي چرته چې د حسن عبادت وي غږ کوه لور يې د خپل ځوئ بدو کې ورکړه بيغيرته وا ئي که خبره د غيرت وي غږ کوه ځه چې مسلې دي نصيحت دى ځان ګونګى که تاش وي موسيقي وي که غيبت وي غږ کوه تاته ستا د مات زړه کيسه کومه بهسودواله کوم ځاى کې چې کوم ټکى غلط وي غږ کوه *پروېز بهسودوال*

*تا تو را دارم نمی‌ آید به چشمم هیچ‌ کس* *شرک ممکن نیست، از یکتا پرستی مثل من!* فاضل نظری

مړ کوي مې دا بې تا تور ماښامونهٔ! څو به پالم په ژړا تور ماښامونهٔ!؟ د عادي وګړو هر ماښام عادي وي د مئینو وي جلا تور ماښامونهٔ منلی💔🥲

بې نيازي او استغناء مې ځي له منځه، چې په در کې دې ودرېږم، ضائع کېږم! څو شېبو له خو مې خپل کړه، شاه سعوده! لکه وخت درنه تېرېږم، ضائع کېږم! سيد شاه سعود

نه وي د حساس انسان په ژوند کې خوشحالي نه وي ژوند چې شي بې حسه، ښادي ډېره خندا ډېره شي _ اشرف مفتون 🥀

دا شکر دی چې ستا د خولې دعاوې راپسې دي کنه خو ډیرې خولې، ډیرې ښیراوې راپسې دي دا زه یم چې لا سرې سترګې یارانو کې ګرځیږم ته ګورې چې دا څه بدې بلاوې راپسې دي؟ جانانه ! په محفل کې خپلې سترګې واک کې ساته رقیب مو پل اخیستی دی، رڼاوې راپسې دي حیران یم چې موږ داغ د چا پر سپینه لمن ایښی؟؟؟ چې داسې په دې کلي کې غوغاوې راپسې دي اې زه پر لار تیریږم، په بلۍ خو راښکاره شه! دا ستاسو د مالت د سپو غپاوې راپسې دي هادي شکر پاچا یم د چا سترګو کې اوسیږم روان یم د انوارو تجلاوې راپسې دي

په زړه تنګون مې يار خبر کړئ د بيلتانه په لمر يې وچه پاڼه کړمه #ټپه

ځانه بښنه کوه، ټول مې خپله و خوړلې لۀ اضطرابه، لۀ خفګانه مې و نۀ ساتلې د امید شمعې! د پایښت خدای ته مې ډېر وویل تۀ یې رامړه کړې، لۀ هوا نۀ مې و نۀ ساتلې زۀ دې لا هم لۀ خدای لرمه، باقي خدای پوهیږي طمعې! ځه ښه ده لۀ انسانه مې و نۀ ساتلې بله ډېوه یې، د طوفان پۀ شپه دې هم لرمه عشقه! منې مې؟ پۀ اسانه مې و نه ساتلې #عیار