پښتو شعرونه
Відкрити в Telegram
Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
239
Підписники
+124 години
+57 днів
+1330 днів
Архів дописів
239
موس شوه په موسکا يې راته وویل چی راغلمه
راغله او هم دا يې راته وويل چې راغلمه
نه وه او چې نه وه نو زه سم ورسره نشته وم
شته شومه بیګا يې راته وویل چی راغلمه
نن په نارنجي جامو کې ډیره ړنګه بنګه وه
سره شوه له حیا يې راته وویل چې راغلمه
بيا لاړه او بیا يې راته ووی چې بیا نه راځم
بيا راغله او بیا یې راته وویل چی راغلمه
ورو ورو يې بیلتون رابیلولو خو چې وصل شو
بس په یوه سا يې راته وویل چی راغلمه
ډزې وې اتڼې وې سعوده خوشحالیانې وې
تاو شوه په ګډا يې راته وويل چې راغلمه
سید شاه سعود✍️
239
غزل
د دید په تنده کې اوبه بدن په یاد لرمه
په سرابونو مې د زړه دښته اباد لرمه
لېونی شوی وم که وه چېرته د مینې سیلۍ
نور خبر نه یم خو پر سر مې خاورې باد لرمه
د انتظار پنځه کلنه تجربه مې هم شته
د مینې اهل یم د خفګان ټوله اسناد لرمه
یو څو تڼاکې سفر ما هم ستا پر لور کړی دی
ژونده!که هر څو درسره دومره تضاد لرمه
منم چې ښکلې وې تر ما له مخه هم البته
وړه دعوی دې د خنداوو په ایجاد لرمه
نسیم خان
239
زه به تر هغې ورته ناست یم چې واپس راځي
پر سټاپ ولاړه ده نجلۍ اوس به يې بس راځي
جون هغه میاشت ده چي پکښې مو ملاقات شوې وو
نن هغه ورځ ده چي له زرو کالو پس راځي
ته لږ ایسار شه دابازار دغسې نه وي خالي
اوس ورته ګوره له ژوبڼه مو ولس راځي
یوه خلا محسوسومه چې رهي شوې له زړه
ګویا زه دا محسسومه چې بل کس راځي
کومه خلا کښې یم چې ږغ مي بېرته نه را رسي!؟
پر کوم ډګر یم چې چوپتیا مې تر نس نس راځي؟
نسیم خان
239
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
ژوند دا ندی، چې درد هر چاته بيان کړې
ورته ووايې: له هر شي مې زړه موړ دی
عِشق ځپلی يم له هرې خوا قسم دی
ما خوړلی دې لډو کې داسې توړ دی
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
يا هم هر چاته زړه وسپړې ګلابه!
ورته وژاړې په چغو چغو باندې
ورته ووايې مړ کېږم له عذابه
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند خو دادی چې مُسکی شې هر يو غم ته
ځان ته ووايې چې هر څه به سمېږي
نه تندی تروش کړې نه سترګې پرېدې نم ته
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند همدا چې شبوګۍ پسې دې لاړ شې
چې هر چېرې وي يو ځلې احوال واخلې
بلکل دغې زنده ګۍ پسې دې لاړ شې
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
239
#ټپيزه
د ستــــم ګرو خلکو زور وو
د بختـــورو خلکـــو زور وو
د سترګه ورو خلقو زور وو
د زوروو خلکــــــــو زور وو
ګنې جــانان به لۀ ما ولې بېلېدۀ نه
239
تنهایي ده، پرېشاني ده، خوند مې نشته
ګډه وډه زنده ګي ده، خوند مې نشته
سره بلاک مو دي بیا هم پسې خفه یم
مینه غټه مجبوري ده، خوند مې نشته
له واړو سترګو مې غټې اوښکې درومي
عاشقي ده، جدایي ده، خوند مې نشته
د نسوارو دوکانونه ښهٔ چالیږي
قرضه باندې په ساقي ده، خوند مې نشته
په کوټه کې د خپل زړهٔ دراباری اورم
دومره ډېره خاموشي ده، خوند مې نشته
که زارۍ وې که ژړا وه ومې کړله
زما نوره بېواسي ده، خوند مې نشته
په یو کس منلي ټوله خرابات کړه
که دونیا ده که ځواني ده، خوند مې نشته
منلی🥀
239
چاته با وه نه وایم هر څه باپه ځان وکړمه!
تاته با رانشم کا ســـل ځله تاوان وکـــړمـــه.
او په نیمه لار کې دې پریښي یم بې ننګه یاره!
نه با دې نوم واخلم او نه به دې ارمان وکړمه.
❗💍💔🙏
239
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ـــ
ناهیلي مې ټول وجود کې خواره شوې
هر یو رګ مې د زړګي بېل بېل خوږیږي
چې دا مینه به په ما نور څهٔ څهٔ وکړي
خدای خبر په ما به نوره څهٔ څهٔ کیږي
ستا له تلو وروسته مې زړهٔ پرهر پرهر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
هر سهار مې په ذګیرویو پیل کیږي
غرمې هسې بهاني دي تا ساتي کړم
هر ماښام لکه زخمي لېوه نارې کړم
د بېلتون په چاقوګانو دې زخمي کړم
بې له تا نه میرغذابی ماذدیګر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
نهٔ مې رنګ هغه راپاتې دی چې ؤمې
نهٔ مې غوښې په هډوکو زرغونې شوې
نه زما ژړا تاثر درباندې وکړ
نهٔ په ډېرو زارۍ ګانو رانیږدې شوې
ډېر ظالم، جابر، کافر زما دلبر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی
ــــ
شابسی دې وي زما دې حوصلې ته
په خاورین وجود دا تیږې تیږې غم وړم
مکمل باید چې نهٔ وی لا خو نیم یم!
خدایي په سر د یو بني ادم وړم
ځوروي مې له اړتیا نهٔ مې خبر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
څنډلي ته غلی کینم وژاړمه
هېڅوک نهٔ شته د تکیې او ډاډګیرنې
سترګې اوښکې اوښکې جګې کړم آسمان ته
او بیا ونیسم د خدای شنې شنې لمنې
ورته وایم کیښتۍ نهٔ شته سمندر دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــ
تهٔ چې نهٔ راځې راځه مه!
زما سپین نیت درپسې دی
مئینان به په تا ډېر وي
خو منلی سم درپرې دی
مګر تا یې په مخ هغسې بند ور دی
درته وایمه چې خوړین زما ټټر دی!
ــــــ
منلی🥀
239
وايي: داسې نه کېږي نو بايد څه اسان وي
هر سړی چې ګورم ژوند ته لږ ډېر پرېشان وي
عِشق يې په اول قدم کې ونيسه په سر کې
ځينې تجربې ژوند کې د خلکو په تاوان وي
ګل غوندې ځواني مې د (S) توري نه لوګی کړه
وينې سره يو ځای مې رګونو کې روان وي
لاس دې ترې نيولی وي کلونه پس مُسکي يئ
يار سره روان يې او ميده ميده باران وي
ډاډه! له شبو نه پس دې ډېرې جونې غواړي
کومه يې چې ګورم ستا د غېږې په ارمان وي
239
ماته وعده
هومره وخت دې پر وعدې باندې اوښتی
لکه خاوري خلک مړي باندې بار کړي
درمعلومه به شي درد ددې عذاب هم
لهٔ ما وروسته کوم بې لؤظه به دې یار کړي
ما توبه وه ستا لهٔ رحمه لهٔ کرمه
اړتیا څهٔ وه چې دې تمه را کؤله؟
پهٔ جنت وعده دې دې ته تېرویستلم؟
د لمبو پهٔ سر دې دمه را کؤله!؟
هااای زما لهٔ خوشفهمیو ډک زړګیه
دا دنیا د ساده ګانو د زیست نهٔ ده
چې تر اوسه دې هم سر کې عقل نشته
چې لمبه دې پهٔ سر ګرځي ډېره ښهٔ ده
پهٔ وعدو باندې د ښکلو باور نشته
څوک شبنم ته د باران پهٔ نظر ګوري؟
ځان ته ولې هسې زړهٔ خورې، زړهٔ بهٔ نهٔ خوري
څوک نو تا ته د جانان پهٔ نظر ګوري؟
منتظرې سترګې پوی به کړم چې نشته
خپل نظر به کړم را ټول لهٔ لوی لارې
پرېږده اوښکې لکه رود را ځیني توی شي
پرېږده زخم نه دې ویني وکړي دارې
د خوږې وعدې ترخهٔ دې څومره ډېر دي
د ګل تخم دې اغزې راټوکولې
دا نغمې چې اوس پهٔ زړونو تغمې باسي
دا لهٔ زخمه یؤ زخمي راټوکولي
تهٔ خبره یې چې ستر مصیبت څهٔ دی؟
هغه دا دی صبر وکړه در ته وایم
کهٔ اوس راشې یوه بله وعده را کړې
دا به هېره کړم هغې باندې به پایم
*نظيف هوش*
239
ممتازه! پاک مې کړل ډېر څه له کتابچې نه د زړه
که څوک زاړه عبارتونه پکې ګوري نهشته
ممتاز اورکزی
