Millat Zagh
Open in Telegram
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Show more1 744
Subscribers
No data24 hours
+77 days
+330 days
Posts Archive
1 744
فاریاب او بلخ کی ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د فاریاب او بلخ امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، په یادو ولایتونو کي د درو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو پرون (جمعه) په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي، دوې پېښي د فاریاب په اندخوی او قیصار ولسوالیو کي او یوه په بلخ کي د کابل- مزارشریف پر لویه لاره سوې، چي په لومړنیو دوو پېښو کي دوه کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي او په درېیمه کي څلور کسان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي.
د سرچینو په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتونونو ته لېږدول سوي او د دې پېښي لاملونه ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
1 744
کاناډا له افغانستان سره ۹۵۷ زره ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، کاناډا له افغانستان سره ۹۵۷ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه.
اوچا نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس د یادي مرستي په خاطر له کاناډا څخه مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په دې پیسو به زیانمنو افغانانو ته بشري مرستي چمتو کړي.
#MillatZagh
1 744
د غورچاڼ خپروني ننني مطلبونه:
1- په ایسلنډ کي د پوځ د شتون او نه شتون په اړه معلومات.
2- د مصنوعي ځیرکتیا جوړ معلومات څنګه وپېژنو؟
3- په نمیبیا کي د وچکالۍ او د اوبو د کموالي له امله د ناپاکو اوبو د پاکولو طریقه.
4- د بدن غوړ څه شي دي او بدن ولي اړتیا ورته لري؟
5- فضا ته د جرمني نوي استول سوي توغندي او پنځه سپوږمکۍ.
6- په نړیواله کچه د جرمني مشهوره د اورګاډي شبکه.
7- د ټیسلا کمپنۍ داسي موټران، چي چلوونکي ته اړتیا نه لري.
8- د چین نوی جوړ سوی موبایل او د هغه ۳۷۰۰ امریکايي ډالره بیه.
9- د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امریکا متحده ایالاتو او چین خبري.
10- نیم سرې ناروغي او په اړه ئې بشپړ معلومات.
11- په بغداد کي د یوه ستر او نړیوال کتابتون په اړه بشپړ معلومات.
12- د هالیووډ د ریزیډنټ ایول فلم.
دا او ورته نور په زړه پوري او جالب مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو څخه اورېدلای سی.
#MillatZagh
1 744
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶
#MillatZagh
1 744
ملا برادر اخند د ترکیې له سفیر سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په کابل کي د ترکیې له سفیر سادین ایلډز سره د افغانستان او ترکیې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبري کړي دي.
اقتصاي معاونیت ویلي، دواړو لورو نن (پنج شنبه) په یوه لیدنه کي د افغانستان او ترکیې د اقتصادي، سوداګریزه او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا، په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د افغانستان او یاد هیواد ترمنځ د همکاریو د پراختیا او په افغانستان کي د ترکي پانګوالو د پانګوني په اړه خبري کړي او ملا برادر ترکي پانګوالو ته په افغانستان کي د پانګوني بلنه هم ورکړې ده.
د سرچینې په وینا، سادین په یاده ناسته کي ویلي چي، هیواد ئې له افغانستان سره د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زده کړو او په نورو اقتصادي برخو کي همکارۍ ته پراختیا ورکړي.
هغه همدارنګه ویلي چي، هیواد ئې د افغانستان او نړیوالي ټولني ترمنځ او نړۍ ته د افغانستان د "رښتیني تصویر" د وړاندي کولو په برخه کي همکارۍ ته ژمن دی.
#MillatZagh
1 744
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۲ چارواکي پر نوو دندو وګمارل سول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم دوه چارواکي پر نوو دندو ګمارل سوي دي.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، د زابل د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو پخوانی رئیس مولوي عبدالغني احسان د چاپېریال ساتني عمومي ادارې د نوي مالي او اداري مرستیال او د کانونو او پټرولیم وزارت د کاډسټر پخوانی عمومي رئیس مولوي عبدالرحمان رحماني د دولتي شرکتونو د سوداګریزو چارو، املاکو او پانګوني د نوي مرستیال په توګه ټاکل سوی دی.
#MillatZagh
1 744
د کندهار د وچي مېوې د صادراتو د ستونزو د حل په اړه خبري سوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د سټراتیژیکو چارو مرستیال مجیب الرحمان شېرزاد د کندهار د سوداګرۍ خوني د مرستیال مسعود راحت او د کندهار د وچي مېوې د اتحادیې د مسؤلینو په ملتیا د کندهار د وچي مېوې د صادراتو د ستونزو د حل په اړه د کابل نړیوال هوايي ډګر له مسؤلینو سره خبري کړي دي.
یادي خوني ویلي، په دې ناسته کي د هوايي کارګو له لاري د صادراتو د فیس د کموالي، د هوا له لاري د سوداګریزو محمولو د لېږد او صادراتو د محدودیت، د نوبت او د سوداګریزو محمولو د لېږد د تنظیم په سیسټم کي د موجودو ستونزو د حل په اړه خبري سوي دي.
د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کي د کابل نړیوال هوایي ډګر رئیس ډاډ څرګند کړی، د یادو ستونزو د حل له پاره به کار کوي او زیاته کړې ئې ده، چي د کندهار او د هند د امرېتسره ښارونو ترمنځ د پروازونو د پیل په اړه خبري رواني دي؛ ترڅو د کندهار د سوداګرو او صادراتو له پاره اسانتیاوي برابري سي.
هغه همدارنګه ویلي چي، د هوا له لاري د صادراتو په برخه کي به ځیني تخفیفونه هم اعلان کړي.
کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چي، هر کال په زیاته اندازه وچه او تازه مېوه ځني صادرېږي؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په بندیز سره دغه صادراتي بازار هم ټکنی سوی دی.
#MillatZagh
1 744
په تېرو پنځو کلونو کي په هرات کي ۲ ملیارډ ډالره پانګونه سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په تېرو پنځو کلونو کي په دغه ولایت کي نژدې دوه ملیارډ امریکايي ډالره پانګونه سوې ده.
یاد دفتر ویلي، دا پانګونه د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او زېربنايي سکټورنو کي سوې او زیاتوي چي، د یادي پانګوني په کولو سره نوو شرکتونو ته د فعالیت د پیل زمینه هم برابره سوې ده.
#MillatZagh
1 744
په تېرو پنځو کلونو کي ۹۲۸ پېچلي اداري پروسې ساده او اسانه سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېرو پنځو کلونو کي د چارو ادارې لوی ریاست له خوا په ۱۳ دولتي ادارو کي ۹۲۸ پېچلي او وخت نیوونکي اداري پروسې ساده او اسانه سوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه) د رسنیو په مرکز کي په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، یادي پروسې د "عامه خدمتونو د چټکتیا، د اداري پړاوونو د کمولو، د وخت او لګښت د مخنیوي او هیوادوالو ته د چټکو، روڼو او اسانه" خدمتونو وړاندي کولو په موخه اسانه سوي دي.
د مجاهد په وینا، یادي پروسې په لوړو زده کړو، کرهڼي، پوهني، عامي روغتیا، شهیدانو او معلولینو چارو، د کار او ټولنیزو چارو، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو او د کانونو او پټرولیم په وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست، تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، د افغانستان برېښنا شرکت، د ښاروالۍ چارو د انسجام ریاست او په کابل ښاروالۍ کي ساده سوي دي.
#MillatZagh
1 744
نن پنځنۍ د وږي میاشتي ۱۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۰ او په عام بازار کي کیلو په ۶۲ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۴۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
1 744
د نن ارزښت؛ مظلیفه کاکړ
د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننۍ مېلمنه "مظلیفه کاکړ" ده، چي په یاده خپرونه کي به د دې د ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
اغلي کاکړ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کي تر لسانس پوري زده کړي کړي او په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلې سوې، چي په هغو کي ئې له ولسي جرګې او په پاکستان کي له شال ټلوېزیونونو سره د ویاندي دندي ترسره کړي او دا مهال له بېګم ټلوېزیون سره د خبریالي او ویاندي دنده مخ ته وړي.
دا چي کاکړ د رسنیو په ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوې، دا او د دې د رسنیز کار او ژوند په اړه نور معلومات په ارزښت خپرونه کي نن او سبا غرمه دوې بجې له ملت ږغ راډیو څخه واورئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: مظلیفه کاکړ.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
1 744
امر بالمعروف وزارت روانه اوونۍ شاوخوا ۲ زره "اصلاحي ناستي" ترسره کړي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، د رواني اوونۍ پر مهال د دغه وزارت محتسبینو د هیواد په ګوټ، ګوټ کي شاوخوا دوه زره "اصلاحي ناستي" ترسره کړي دي.
سیف الاسلام خیبر ویلي، یادي ناستي له "مسجدونو، ښوونځیو، روغتونونو، امارتي ادارو او عامه ځایونو" څخه د څارني پر مهال او له علماء کرامو، قومي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو، سوداګرو او هیوادوالو سره د "حجاب د مراعات، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د شرعي اصولو" د پلي کولو په موخه ترسره سوي دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي د دغه وزارت محتسبینو ۶۴ لويي او کوچنۍ شخړي او دښمنۍ په دوستۍ بدلي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۸ قضیو ته رسېدګي کړې ده.
#MillatZagh
1 744
کرزي د افغان محصلینو په اړه د پاکستان د پرېکړي د "لغوه" کېدلو غوښتنه کړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له پوهنتونونو څخه د افغان محصلینو د وتلو پرېکړه "خواشینوونکی اقدام" بللی او د دې پرېکړي د "لغوه" کېدلو غوښتنه ئې کړې ده.
کرزي ټینګار کړی چي، "د ځوانانو تعلیم، علمي فعالیتونه او له علمي مؤسساتو سره همکارۍ باید د هیوادونو له سیاسي مخالفتونو څخه جلا وساتل سي."
حامد کرزي له هغو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه مننه هم کړې چي، د دې پرېکړي مخالفت ئې کړی او له خپل حکومت څخه ئې پر هغه د بیا نظر او غور کولو غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کي د پاکستان طبي او د غاښونو شورا پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد له پوهنتونونو څخه دي افغان محصلین ووځي او خپل هیواد ته دي ستانه سي.
#MillatZagh
1 744
متقي له بنګله دېشي پلاوي سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل ته د بنګله دېش له راغلي پلاوي سره، چي علماء، سوداګر او صنعتکاران په کښي شامل دي، د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د کابل او ډاکې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل د پیاوړتیا په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو خواوو په دې لیدنه کي هیله څرګنده کړې چي، ورته ناستي د افغانستان او بنګله دېش د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا کي مهم رول لري.
#MillatZagh
1 744
د ننګرهار د تالک یو بل کان هم په قرارداد ورکړل سو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د کودي خېلو سیمي د تالک کان د لومړي بلاک د استخراج او پروسس تړون له نبي افغان شرکت سره د ۱۴ میلیونه، ۸۶۲ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو په پانګوني سره لاسلیک کړ.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا تړون پرون (چهارشنبه) د ۳۰ کلونو له پاره لاسلیک سو چي، پر اساس به ئې یاد شرکت په دې سیمه کي ۹۰۰ زره امریکايي ډالره پر ټولنیزو خدمتونو لګوي، د هر ټن پر سر به اسلامي امارت ته ۱۷۹۰ افغانۍ ورکوي او ۳۷۰ کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابروي.
د افغان په وینا، یاد کان ۶،۹۸۸ کیلومتره مربع مساحت لري او د دغه تړون لاسلیک کېدل ئې د هیواد د طبيعي زېرمو د پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو رامنځ ته کېدلو او د کانونو برخي د پیاوړتیا له پاره یو "مهم ګام" یاد کړی دی.
#MillatZagh
1 744
په امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون کي ۲۰ هیوادونو د ګډون ډاډ څرګند کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د راتلونکي تلي میاشتي له ۱۵مي تر ۲۱مي نېټې امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړوي او په یاد نندارتون کي د ۲۰ هیوادونو شرکتونو د خپل ګډون ډاډ څرګند کړی دی.
د یادي خوني د عامل رياست د پاليسۍ او تخنيکي مرستيال احمد شکيل حازم نن (چهارشنبه) په کابل کي د یاد نندارتون په اړه د چمتووالي په غونډه کي ویلي، په یاد نندارتون کي ئې د ۵۰ هیوادونو شرکتونو ته د ګډون بلني استولي او ازبکستان، ایران، قرغزستان، قزاقستان، هندوستان، روسیې او ګڼو نورو سیمه ییزو هیوادونو خپل ګډون په کښي تائید کړی دی.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي چي د کورنیو تولیداتو او سوداګرو سره، سره بهرني سوداګر او شرکتونه هم ګډون په کښي کوي.
#MillatZagh
1 744
د پولیو ناروغۍ ۴ نوي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چي، په افغانستان کي د رواني اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، په دې سره په افغانستان کي د سږ کال د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد او زیاتوي چي، تازه پېښي د هلمند په مرکز لښکرګاه، فراه، د کونړ په دانګام او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي ثبت سوي دي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هیوادونه دي، چي یاده ناروغۍ نه ده په کښي ختمه سوې او هر کال لسګونه مثبتي پېښي په کښي ثبتېږي.
#MillatZagh
1 744
د نورستان له کانونو څخه د څه کم ۴ میلیونه افغانیو ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر په درې میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ د شاوخوا ۱۰۰ کیلو ګرامه بېروج او بیلور ډبرو او د هغو د نمونو د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
یاد دفتر ویلي، دا ډبري، چي د مرکز پارون او کانتوا ولسوالۍ له کانونو څخه را ایستل سوي وې، نن (چهارشنبه) د همدې ولایت د کانونو د پټرولیم ریاست تر چتر لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي ۳۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۲۲،۵ میلیونه افغانیو قیمتي او نیمه قیمتي ډبري وپلورل سوې.
#MillatZagh
1 744
افغان محصلینو او استادانو ته په هیواد کي د "زده کړو او خدمت" زمینه برابرېږي
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هغو افغان محصلینو او استادانو له پاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، چي په بهر کي د زده کړو یا عملي خدمت پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد وزارت افغان محصلینو ته په هیواد کي د پاته "زده کړو د دوام" او استادانو ته د "خدمت او علمي فعالیت" زمینه برابروي.
په دې وروستیو کي د پاکستان طبي او د غاښونو شورا پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد له پوهنتونونو څخه دي افغان محصلین ووځي او خپل هیواد ته دي ستانه سي.
#MillatZagh
