Millat Zagh
Open in Telegram
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Show more1 770
Subscribers
No data24 hours
-37 days
-1430 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
July '26
July '26
+21
in 0 channels
June '26
+37
in 0 channels
Get PRO
May '26
+47
in 0 channels
Get PRO
April '26
+32
in 0 channels
Get PRO
March '26
+20
in 0 channels
Get PRO
February '26
+28
in 0 channels
Get PRO
January '26
+23
in 0 channels
Get PRO
December '25
+30
in 0 channels
Get PRO
November '25
+25
in 0 channels
Get PRO
October '25
+27
in 0 channels
Get PRO
September '25
+24
in 0 channels
Get PRO
August '25
+16
in 0 channels
Get PRO
July '25
+21
in 0 channels
Get PRO
June '25
+54
in 1 channels
Get PRO
May '25
+17
in 0 channels
Get PRO
April '25
+21
in 0 channels
Get PRO
March '25
+23
in 0 channels
Get PRO
February '25
+39
in 0 channels
Get PRO
January '25
+64
in 0 channels
Get PRO
December '24
+62
in 0 channels
Get PRO
November '24
+63
in 0 channels
Get PRO
October '24
+87
in 0 channels
Get PRO
September '24
+97
in 0 channels
Get PRO
August '24
+166
in 0 channels
Get PRO
July '24
+136
in 0 channels
Get PRO
June '24
+105
in 0 channels
Get PRO
May '24
+188
in 0 channels
Get PRO
April '24
+244
in 0 channels
Get PRO
March '24
+323
in 0 channels
Get PRO
February '24
+211
in 0 channels
Get PRO
January '24
+245
in 0 channels
Get PRO
December '23
+113
in 0 channels
Get PRO
November '23
+41
in 0 channels
Get PRO
October '23
+12
in 0 channels
Get PRO
September '23
+52
in 0 channels
Get PRO
August '23
+313
in 0 channels
Get PRO
July '23
+207
in 0 channels
Get PRO
June '23
+9
in 0 channels
Get PRO
May '23
+8
in 0 channels
Get PRO
April '23
+2
in 0 channels
Get PRO
March '23
+6
in 0 channels
Get PRO
February '23
+4
in 0 channels
Get PRO
January '23
+14
in 0 channels
Get PRO
December '22
+5
in 0 channels
Get PRO
November '22
+9
in 0 channels
Get PRO
October '22
+7
in 0 channels
Get PRO
September '22
+40
in 0 channels
Get PRO
August '22
+15
in 0 channels
Get PRO
July '22
+65
in 0 channels
Get PRO
June '22
+39
in 0 channels
Get PRO
May '22
+10
in 0 channels
Get PRO
April '22
+12
in 0 channels
Get PRO
March '22
+28
in 0 channels
Get PRO
February '22
+77
in 0 channels
Get PRO
January '22
+71
in 0 channels
Get PRO
December '21
+410
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 18 July | +1 | |||
| 17 July | 0 | |||
| 16 July | +1 | |||
| 15 July | +1 | |||
| 14 July | +1 | |||
| 13 July | +5 | |||
| 12 July | 0 | |||
| 11 July | 0 | |||
| 10 July | 0 | |||
| 09 July | 0 | |||
| 08 July | +3 | |||
| 07 July | +1 | |||
| 06 July | +2 | |||
| 05 July | +1 | |||
| 04 July | +1 | |||
| 03 July | +1 | |||
| 02 July | +1 | |||
| 01 July | +2 |
Channel Posts
هلمند کندهار ته ماته ورکړه
د کندهار عمر سادات او هلمند ولايت لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي هلمند لوبډلي کندهار عمر سادات لوبډلي ته په درو ویکټو توپير ماته ورکړه.
په دې لوبه کي کندهار د ۳۱ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیال ټیم ته ئې ۱۳۴ منډي هدف ورکړ چي هلمند دغه هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.
#MillatZagh
| 2 | د کندهار حلقوي سړک د جوړولو کارونه ۲۵ سلنه بشپړ سوي
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د حلقوي سړک جوړولو پروژه، چي شاوخوا پنځه میاشتي مخکي ئې کارونه پیل سوې، تر دا مهاله ۲۵ سلنه بشپړه سوې ده.
یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سړک د کندهار ښار له پخواني میرویس شاندیز رسټورانټ څخه پیل او تر کابل- کندهار او کندهار- بولدک پوري رسېږي چي نهه کیلومتره اوږدوالی لري او د ۴۰ متره په پراخوالي سره به ورغول سي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي په ورځني ډول ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
خو ښاریان له ښاروالۍ غواړي چي یاده پروژه په چټکۍ سره بشپړه کړي؛ ترڅو اوسنۍ ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ټرانسپورټي اسانتیاوي ورته برابري سي.
#MillatZagh | 133 |
| 3 | نن پیلنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۳ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh | 144 |
| 4 | تېر کال له افغانستان څخه ۷۶۰ زره متره مربع غالۍ صادري سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي له افغانستان څخه د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰ زره متره مربع افغاني غالۍ یو شمېر هیوادونو ته صادري سوي چي د پخوا په پرتله زیاتوالی هم په کښي راغلی دی.
یادي سرچینې ویلي، دا صادرات ترکیې، روسیې، اسټرالیا، امریکا، کاناډا، اروپا، عربي او افریقايي هیوادونو ته سوي دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر اساس، دا مهال د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د لاسي صنایعو په برخه کي شاوخوا یو میلیون کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کارونو بوخت دي.
#MillatZagh | 136 |
| 5 | افغانستان او هند د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کي د هندوستان له سفیر یتین پټیل سره د افغانستان او هندوستان د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یادي خوني نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او هندوستان د سوداګریز بهیر د پراختیا په اړه خبري کړي او د دغه کار له پاره ئې له یو او بل سره وړاندیزونه هم شریک کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو ډاډ ورکړی چي، په یادو برخو کي به همکارۍ ته دوام ورکوي.
#MillatZagh | 151 |
| 6 | پنجشېر کي د کانونو په را ایستلو کي ۱۵ زره کسانو ته کاري زمینه برابره سوې
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون وايي، دا مهال په دغه ولایت کي د ۱۶ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د را ایستلو کارونه روان دي چي شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته ته ئې کاري زمینه برابره کړې ده.
زموږ دا سرچینه وايي، یاد کسان په میاشتني ډول تر شاوخوا ۱۰ زره افغانیو پوري عاید ترلاسه کوي.
د لټون په وینا، د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست هڅه کوي؛ ترڅو د یاد ولایت ځوانانو له پاره نور کاري فرصتونه هم برابر کړي.
#MillatZagh | 152 |
| 7 | سږ کال د حیواني پوستکو او کولمو په صادراتو کي ۷ برابره زیاتوالی راغلی
د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو درو میاشتو کي د یو میلیون او ۱۲۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۲۸۰ مټریک ټنه د څارویو پوستکي او کولمې صادري سوي چي د تېر کال په پرتله اووه برابره زیاتوالی په کښي راغلی دی.
د یادي خوني رئیس محمد یوسف امین وايي، دا صادرات د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دلته تر راټولولو او ساده پروسس وروسته ایران، هندوستان، اتریش، لبنان او امریکا متحده ایالتونو ته سوي دي.
د یادي خوني د معلوماتو پر اساس، تېر کال په یاده موده کي یوازي او یوازي او ۱۶۸ ټنه پوستکي او کولمې یو شمېر هیوادونو ته صادري سوي وې.
#MillatZagh | 159 |
| 8 | په خوست ولایتي روغتون کي د بېړنۍ پاملرني څانګه پرانستل سوه
د عامي روغتیا وزارت وايي، د خوست په ولایتي روغتون کي ئې په ۴۰ میلیونه افغانۍ د بېړنۍ پاملرني څانګه (I.C.U) پرانستې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده څانګه د ۱۰ بسترونو درلودونکې ده او په معیاري طبي تجهیزاتو سمبال ده چي د یادي برخي ناروغانو ته به روغتیايي خدمات په کښي وړاندي کېږي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اکرم محمد عکرمه ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به په دغه ولایت کي د روغتیايي خدماتو د ښه والي او نورو روغتیایي مرکزونو د جوړولو له پاره هم اقدامات ترسره سي.
#MillatZagh | 160 |
| 9 | بنګله دېش زمبابوې ته ماته ورکړه
مېلمه بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي ته د درو ۲۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي په څلورو ويکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي بنګله دېش سيالي لوبډلي ته ۱۸۷ منډي هدف ورکړ چي هغه ئې په ترلاسه کولو پاته سو او لوبه ئې بنګله دېش ته وبایلل.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه زمبابوې ګټلې وه او وروستۍ لوبه به ئې راتلونکې يک شنبه ترسره سي.
#MillatZagh | 211 |
| 10 | د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۲۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۸
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۳۱
#MillatZagh | 241 |
| 11 | د "غورچاڼ" خپروني ننني مطلبونه:
1- هسپانوي څېړونکي وایي، د نوي ژبي زده کړي د انسان دماغ تر ۱۳ کلونو ځوان ساتي.
2- په اروپا کي د ګرمۍ هغه څپه چي له امله ئې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان وژل سوي او وینزیویلا د زلزلې وروستي معلومات.
3- په ټولنیزو رسنیو کي د کوچنیانو د انځورونو خپرولو تاوانونه.
4- د بانجڼو روغتیايي ګټي.
5- امریکا متحده ایالاتو کي له موټر چلوونکي پرته د موټرانو چلونه.
6- ایا کله مو اورېدلي، چي روباټونو دي واده کړی وي؟
7- د رانجو ګټي.
8- د ښځو او نجونو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا کارولو زیانونه څه دي؟
9- هند کي داسي رکشې چي د یوه اپلیکېشن له لاري کنټرولېږي.
10- د هندۍ سېنما د د رنبیر کپور او یاش د وروستو فلمونو په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته په زړه پوري مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو وړاندي کېږي.
#MillatZagh | 232 |
| 12 | د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې له پاره یو تړون لاسلیک سو
د چاپېریال ساتني عمومي اداره وايي، د چاپېریال ساتني، زده کړو او پراختیا (E.P.T.D.O) له مؤسسې سره ئې په ۱۶۲ زره امریکايي ډالره د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې یو تړون لاسلیک کړی دی.
یادي ادارې ویلي، دا تړون نن (پنج شنبه) د دې ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د یادي مؤسسې د رئیس عبدالهادي اڅګزي ترمنځ لاسلیک سوی چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه د درې کلونو له پاره په یو شمېر سیمو کي د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتني په برخه کي خدمات وړاندي کوي.
د دغه تړون له مخي به یاده مؤسسه په کابل او ننګرهار کي ۲۰۰ بنسټونه ارزوي او له ډلي به ئې ۴۵ بنسټونه ټاکي؛ ترڅو دوی روزنه ورکړي او د دې ترڅنګ به په کابل، هرات او بلخ کي د چاپېریالي مسایلو په اړه کنفرانسونه، په کابل، کندهار او ننګرهار پوهنتونونو کي د عامه پوهاوي کمپاینونه او په پنځو ولایتونو کي د چاپېریال ساتني رضاکاره ټیمونه جوړوي او ملاتړ به ئې کوي.
#MillatZagh | 201 |
| 13 | په لغمان سیند کي د کډوالو د کورنۍ وروستی جسد نن وموندل سو
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغي کورنۍ د غړو وروستی جسد نن (پنج شنبه) وموندل سو، چي د رواني چنګاښ میاشتي پر ۱۱مه ئې له کډي بار موټر په لغمان کي سیند ته ولوېد.
دغه وزارت وايي، د دغه کس جسد به وروسته یادي کورنۍ ته وسپاري.
د یاد وزارت په وینا، د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستیال ملا امین جان له یادي کورنۍ سره په لیدنه کي په دې اړه خواشیني او غمشریکي څرګنده کړې او د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته ئې ورسره کړې ده.
په دغه پېښه کي، چي د لغمان ولایت په خیروخېلو سیمه کي د راستنېدونکو کډوالو د ټېلر او پریس موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې وه، د یادي کورنۍ ۱۴ کسان ووژل سول او اته تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh | 199 |
| 14 | ارزښت د ملت ږغ راډیو ژورنالیستیکي، معلوماتي او تشویقي خپرونه ده چي، د هیواد په کچه خبریالان په کښي مېلمانه او د دوی پر ژوند، زده کړو، لاسته راوړنو او رسنیز ډګر کي د تجربو په اړه خبري ورسره کېږي.
همدا اوس ارزښت خپرونه له دوو تر درو بجو په ژوندۍ بڼه جریان لري، تاسو ئې پر ۸۷.۸ اف ایم څپو او که راډیو ته لاس رسی نه لری د ملت ږغ اپلیکېشن له لاري واورئ!
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh | 196 |
| 15 | د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ مځکنی ټرانسپورټي دهلېز جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، افغانستان، ایران او تاجکستان د مځکني ټرانسپورټ پر یوه درې اړخیزه دهلېز جوړولو هوکړه کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا هوکړه د ایران د مشهد ښار په کوربتوب په یوه درې اړخیزه غونډه کي سوې، چي د افغانستان په استازولۍ د دغه وزارت د مځکني ټرانسپورټ د قوانینو او معاهداتو رئیس یار محمد رمضان ګډون په کښي کړی و او ټولو خواوو د مځکني ټرانسپورټ په برخه کي د یادي هوکړي سره، سره د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه هم خبري په کښي کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د یاد دهلېز له لاري به د ایران او تاجکستان توکي د افغانستان له لاري نورو هیوادونو ته لېږدول کېږي.
#MillatZagh | 199 |
| 16 | ننګرهار کي ۴۴ زره نشه یي ګولۍ او ۲۰ کیلو تاریاک نیول سوي
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کي ئې ۴۴ زره او ۳۷۶ زیکپ نشه يي ګولۍ، ۲۰ کیلوګرامه تاریاک او ۲۸ کیلوګرامه چرس نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي له څلورو کسانو سره، چي یو کلاشینکوف هم ورسره وو، نیول سوي او زیاتوي چي، یاد کسان به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh | 199 |
| 17 | پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه باید څېړنه وسي
د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان (H.R.W) پر افغانستان د پاکستان د تېرو بریدونو په غبرګون کي ټینګار کړی چي، ملکي کسان او عامه تأسیسات باید په هر ډول حالاتو کي خوندي وساتل سي او د یادو بریدونو په اړه ئې د څېړني غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کي د یوناما د شمېرو په حواله ویلي چي، د تېري جون میاشتي پر ۲۹مه پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۸ کسان ووژل سول او ۴۹ تنه نور ژوبل سول چي ټول ملکي کسان دي او باید د یادو بریدونو په اړه څېړنه وسي.
د دغه سازمان په وینا، د جګړې په حالاتو کي دواړه لوري باید د نړیوالو بشردوستانو قوانینو له مخي د ملکي کسانو خوندیتوب ته ژمن واوسي او هغوی ته د زیان اوښتلو د مخنیوي تدابیر باید په پام کي ونیسي.
تر دې مخکي اسلامي امارت هم ویلي و چي په یادو بریدونو کي یوازي او یوازي ملکي کسان په نښه سوي چي، د مرګ ژوبلي شمېر ئې تر ۲۰۰ کسانو پوري رسېده.
#MillatZagh | 188 |
| 18 | نن پنځنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۷ او په عام بازار کي کیلو په ۸۰ او ۸۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۸۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh | 190 |
| 19 | ملګرو ملتونو په افغانستان کي د یوناما د مشري په توګه د رباب فاطمې ټاکنه تائید کړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تائید کړې چي، بنګله دېشۍ ډيپلوماټه رباب فاطمه ئې د افغانستان له پاره د یوناما مشره او په افغانستان کي د دوی د استازي په توګه ټاکلې ده.
ملګرو ملتونو پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغه د ګوتریش له خوا په رسمي ډول پر یاده دنده ګمارل سوې ده.
تر دې مخکي په افغانستان کي د یوناما مشري او د ملګرو ملتونو د استازولۍ دنده روزا اوتونبایوا ترسره کوله.
#MillatZagh | 191 |
| 20 | بدخشان کي ۷۳۰ کیلوګرامه تاریاک وسوځول سول
د بدخشان امنیه قومنداني خبر ورکوي چي، پرون (چهارشنبه) ئې ۷۳۰ کیلوګرامه تاریاک سوځولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي د تېرو ۲۰ ورځو پر مهال په دغه ولایت کي نیول سوي او تېره ورځ د یوه ګډ پلاوي له خوا سوځول سوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو نشه يي توکو په تور ۲۱ کسان هم نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh | 185 |
