ru
Feedback
Millat Zagh

Millat Zagh

Открыть в Telegram

که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

Больше
1 768
Подписчики
-324 часа
-97 дней
-2430 день
Архив постов
سرپل کي پر یوې نجلۍ د جنسي تېري اوازې حقیقت نه لري د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند نقیب الله علم یار هغه اوازې رد کړې، چي ویل ک
سرپل کي پر یوې نجلۍ د جنسي تېري اوازې حقیقت نه لري د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند نقیب الله علم یار هغه اوازې رد کړې، چي ویل کېدل په دغه ولایت کي له یوې نجلۍ سره غیر اخلاقي چلند سوی دی. علم یار ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا نجلۍ د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کي وژل سوې او په تور ئې د هغې ۱۵ کلن د عمه زوی نیول سوی، چي تر څېړنو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي. د هغه په وینا، په ټولنیزو رسنیو کي په دې اړه خپرې سوي ګنګوسې هیڅ حقیقت نه لري. #MillatZagh

د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۷ کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸ روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰ بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۸ ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴ کوټه: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹ نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۹ #MillatZagh

ننګرهار کي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یو نندارتون جوړ سوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په ننګرهار کي د کورنیو
ننګرهار کي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یو نندارتون جوړ سوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په ننګرهار کي د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل سوی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد نندارتون نن (یک شنبه) پرانستل سو او د رواني چنګاښ میاشتي تر ۲۳مي نېټې پوري به دوام وکړي، چي موخه ئې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او بازارموندنه ده. په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دغه نندارتون کي په ۸۰ غرفو کي خوراکي توکي، کرهڼیز محصولات، لاسي صنایع، غالۍ او یو شمېر نور کورني تولیدات د درو ورځو له پاره نندارې ته وړاندي سوي دي. #MillatZagh

د امو او بست لوبه بې پايلي سوه د ۱۱م پړاو شپږیزه لیګ ۱۶مه لوبه، چي د بست او امو نهنګانو ترمنځ وه، د باران او د هوا د خرابوالي
د امو او بست لوبه بې پايلي سوه د ۱۱م پړاو شپږیزه لیګ ۱۶مه لوبه، چي د بست او امو نهنګانو ترمنځ وه، د باران او د هوا د خرابوالي له امله بې پایلي اعلان او دواړو لوبډلو ته یوه، یوه نمره ورکړل سوه. په ياد ليګ کي سبا (دوشنبه) د بند امير او سپين غر او مس عينک او امو ترمنځ لوبي ترسره کېږي. #MillatZagh

اسلامي امارت په بنګله دېش کي د وروستیو طبیعي پېښو له امله خواشیني څرګنده کړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بنګله دېش
اسلامي امارت په بنګله دېش کي د وروستیو طبیعي پېښو له امله خواشیني څرګنده کړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بنګله دېش کي د وروستیو طبیعي پېښو او د هغو د مرګ ژوبلي له امله خواشیني څرګنده کړې او د دغو پېښو له امله ئې د یاد هیواد له حکومت او زیانمنو کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کي ویلي، "اسلامي امارت د قربانیانو کورنیو ته د بشپړي او عاجلي روغتیا او د بېځایه سوو کورنیو له پاره د ژر عادي ژوند د بیرته تأمین هیله څرګندوي." #MillatZagh

حقاني؛ دیني او عصري علومو ته یو ډول توجه نه کول ظلم دی د ازمویني عمومي ادارې رئیس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، دیني او عصري علوم
حقاني؛ دیني او عصري علومو ته یو ډول توجه نه کول ظلم دی د ازمویني عمومي ادارې رئیس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، دیني او عصري علومو ته باید یو ډول توجه وسي او په وینا ئې، که چا یو ډول توجه نه ده ورکړې، له ولس ئې ظلم کړی دی. حقاني نن (یک شنبه) د سږ کال د کانکور ازمویني د ۱۰ غوره کسانو د ستایلو په غونډه کي ویلي چي، اسلامي امارت دواړو علومو ته په "ښه او یو ډول توجه" کوي او د هغو پرمختګ ته "ژمن" دی. د هغه په وینا، افغانستان، چي ټکول سوی، د همدې عصري علومو د کمزورۍ له امله ټکول سوی دی. #MillatZagh

ازبکي پانګوالو په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کي د ازبکستان ل
ازبکي پانګوالو په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کي د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره په افغانستان کي د ازبکي پانګوالو د پانګوني، د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د ټینګښت او ګډو همکاریو په اړه خبري کړي دي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، دواړو لورو نن (یک شنبه) د یوې لیدني پر مهال په دې اړه خبري کړي، چي پر مهال ئې اوبیبک په افغانستان کي د ازبکي پانګوالو د پانګوني لېوالتیا څرګنده کړې او بدري هغوی ته ډاډ ورکړی چي، افغانستان د بهرنیو پانګوالو د پانګوني له پاره د خپلو قوانینو، شرایطو او اسانتیاوو په برابرولو سره چمتو دی او ملاتړ ئې کوي. د افغان په وینا، دواړو خواوو په دې ناسته کي د طوطي میدان د ګازو کان د ستونزو د حل په اړه هم له یو او بل سره مشورې او خبري کړي دي. #MillatZagh

اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړین
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړیني په اړه خواشیني څرګنده کړې او په دې اړه ئې د قطر حکومت او د هغه کورنۍ ته د غمشریکۍ پیغام ورکړی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یک شنبه) پر خپل ایکس په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، "د ورور هیواد قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د نوموړي کورنۍ او ټول قطري ولس ته تعزیت وایو." د قطري رسنیو د راپورونو پر اساس، هغه نن سهار د ۷۴ کلونو په عمر مړ سوی؛ خو د مړیني لامل په اړه ئې څه نه دي ویل سوي. #MillatZagh

بغلان کي د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات سوي د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، بغلان کي سږ کال پر پنځه زره او
بغلان کي د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات سوي د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، بغلان کي سږ کال پر پنځه زره او ۵۰ هکټاره مځکه خټکي او هندواڼې کرل سوي، چي د تېر کال په پرتله به ۱۵ سلنه زیات حاصل ورکړي. دغه وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، له یادي کرکېلي څخه به د اټکل له مخي ۱۵۹ زره او ۷۵ ټنه حاصل ترلاسه سي چي د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي. د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د اصلاح سوو تخمونو او کېمیاوي سرو کارول، د کرهڼي د ترویجي خدمتونو پراختیا، د معیاري طریقو دودول او د کرهڼي ساحې زیاتېدل د دې سبب سوي؛ ترڅو سږ کال په بغلان کي له یادو مېوو څخه زیات حاصلات ترلاسه سي. تېر کال په یاد ولایت کي پر څلور زره او ۶۵۸ هکټاره مځکه خټکي او هندواڼې کرل سوي او ۱۳۸ زره او ۱۲۴ ټنه حاصلات ځني ترلاسه سوي وو. #MillatZagh

photo content

د نفتو د وارداتو په ګډون ۴ ډوله مالیاتي تخفیفونه اعلان سول د رئیس الورزا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي نن (یک شنبه) په کابل کي د رسنیو په مرکز کي یوې غونډي ته وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم او د مالیې وزارت له خوا څلور ډوله مالیاتي تخفیفونه اعلان سوي، چي د حکمي او حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د انتقال او د نفتو د وارداتو په برخه کي دي. د حنفي په وینا، د کانونو له استخراجي شرکتونو پرته د حکمي او حقیقي اشخاصو، چي شرکتونه او خصوصي روغتونونه هم په کښي شامل دي، د عوایدو مالیه له ۲۰ څخه ۱۰ سلني ته راکښته سوې، د افرادو د عوایدو کلنۍ مالیه تر ۱۲۰ زره افغانیو پوري معاف او له ۱۲۰ زرو څخه تر ۱،۲ میلیونه افغانۍ پوري ۱۰ سلنه او تر دې لوړ ۱۵ سلنه ټاکل سوې، د ملکیتونو د انتقال مالیه له یوه څخه ۰،۵ سلني ته راکښته سوې او د ګازو او تېلو د واردوونکو شرکتونو له پاره د هر ټن پر سر ۵۰ افغانۍ مالیه ټاکل سوې ده. د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند یادي غونډي ته ویلي چي، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو راهیسي ۱۳ ډوله مالیاتي تخفیفونه په پام کي نیول سوي او په وینا ئې، دا لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ولري. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د دې تخفیفونو د هرکلي ترڅنګ ویلي چي، په دې سره به د تولید، کارموندني، د پانګوني د زیاتوالي او د اقتصادي ودي زمینه هم برابره سي. #MillatZagh

اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړین
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړیني په اړه خواشیني څرګنده کړې او په دې اړه ئې د قطر حکومت او د هغه کورنۍ ته د غمشریکۍ پیغام ورکړی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یک شنبه) پر خپل ایکس په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، "د ورور هیواد قطر د پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د نوموړي کورنۍ او ټول قطري ولس ته تعزیت وایو." د قطري رسنیو د راپورونو پر اساس، هغه نن سهار د ۷۴ کلونو په عمر مړ سوی؛ خو د مړیني لامل په اړه ئې څه نه دي ویل سوي. #MillatZagh

فراه کي د خپل پلار د وژلو په تور یو کس نیول سوی د فراه امنیه قومنداني وايي، د عصمت الله په نوم هغه کس ئې نیولی، چي د خپل پلار
فراه کي د خپل پلار د وژلو په تور یو کس نیول سوی د فراه امنیه قومنداني وايي، د عصمت الله په نوم هغه کس ئې نیولی، چي د خپل پلار په وژلو تورن دی. یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (شنبه) سهار د یاد ولایت د پشت رود ولسوالۍ په آب سوراخ سیمه کي رامنځ ته سوې او پر یاد کس تور دی، چي خپل پلار ئې په توپګنچه ویشتلی او وژلی دی. د سرچینې په وینا، یاد کس ئې د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارلی دی. #MillatZagh

نن یونۍ د چنګاښ میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۰۴۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۲۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ. ډېزل: لېټر په ۶۶ افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۸ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۲ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۵،۷۰ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري. یو ریال:۱۷،۲۵ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۳۷۰ کلداري. زر کلداري: ۲۲۸،۵۰ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh

نن په مالیاتو کي یو شمېر تخفیفونه اعلانېږي ټاکل سوې نن (یک شنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم او د مالیې وزارت له خوا په م
نن په مالیاتو کي یو شمېر تخفیفونه اعلانېږي ټاکل سوې نن (یک شنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم او د مالیې وزارت له خوا په مالیاتو کي یو شمېر تخفیفونه اعلان سي. د نورو معلوماتو له پاره له ملت ږغ راډیو سره واوسئ! #MillatZagh

د افغانستان مالیات په سیمه کي نه سته د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند ویلي، د افغانستان د اوسنیو کمو مالیاتو په ډول مالیات په
د افغانستان مالیات په سیمه کي نه سته د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند ویلي، د افغانستان د اوسنیو کمو مالیاتو په ډول مالیات په نورو هیوادونو کي نه سته. هغه نن (یک شنبه) په کابل کي د دغه وزارت د تخفیفونو په غونډه کي ویلي چي، دوی هڅه کوي، ترڅو پر ولس اساني راولي؛ نه سختي. ملا محمد ناصر اخند ویلي، ټول مالیات بیرته پر خدماتو لګول کېږي او په وینا ئې، که یو څوک په دې برخه ستونزه لري، د دغه وزارت دروازې د هغو پر مخ خلاصي دي. #MillatZagh

سږ کال په کرکېله کي د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، سږ کال په ټول هیواد کي
سږ کال په کرکېله کي د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، سږ کال په ټول هیواد کي پر شاوخوا درې میلیونه هکټاره مځکه کرکېله سوې، چي د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال په پرتله ۱۰،۲ سلنه زیاتوالی په کښي راغلی دی. یادي ادارې ویلي، په یاده کرکېله کي ۲،۱ میلیونه هکټاره اوبه ییزه او نژدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ده او زیاتوي چي، دا زیاتوالی د سږ کال د بارانونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله راغلی دی. د دې ادارې د معلوماتو پر اساس، په هلمند، کندهار، هرات او کندز ولایتونو کي اوبه ییز او په تخار، بدخشان، هرات او بادغیس ولایتونو کي للمي کښت زیات سوی دی. #MillatZagh

بلخ کي د مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي نندارتون پرانستل سو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په بلخ کي د "مولانا جلال
بلخ کي د مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي نندارتون پرانستل سو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په بلخ کي د "مولانا جلال الدین بلخي" درېیم ملي نندارتون پرانستل سوی دی. یاد وزارت ویلي، دا نندارتون پرون (شنبه) پرانستل سو او د درو ورځو له پاره په ۱۷۰ غرفو کي بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي. په دې اړه جوړو سوو مراسموکي د یاد ولایت مرستیال والي نور الهادي ابو ادریس ټینګار کړی چي، باید د کورنیو تولیداتو ملاتړ وسي او بهرني پانګوال ئې هڅولي؛ ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي. د سرچینې په وینا، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندني، د پانګوني راجلبولو او د کورنیو ظرفیتونو د پېژندلو په خاطر جوړ سوی دی. #MillatZagh

کندهار کي یوې ښځي خپل مېړه وژلی د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړې چي، د کندهار ښار په لوی
کندهار کي یوې ښځي خپل مېړه وژلی د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړې چي، د کندهار ښار په لویه ویاله کي د نازک کوټۍ ته نژدې یوې ښځي خپل مېړه په چاړه وهلو سره وژلی دی. جمشید ویلي، دا پېښه پرون (شنبه) غرمه رامنځ ته سوې او یاده ښځه تر پېښي وروسته له یوه بل کس سره تښتېدلې ده. د هغه په وینا، پلټني رواني دي، ترڅو د یادي پېښي لامل پیدا او یاده ښځه ونیول سي. د معلوماتو پر اساس، د دوی د واده شاوخوا دوې میاشتي کېدې او د دواړو کورنۍ وايي چي، له یو او بل سره ئې کوم مشکل نه درلود. #MillatZagh

کونړ کي د یوه دېوال نړېدلو له امله دوه نیم کلن کوچنی وژل سوی د کونړ له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په
کونړ کي د یوه دېوال نړېدلو له امله دوه نیم کلن کوچنی وژل سوی د کونړ له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کي یو دېوال نړېدلی او له امله ئې یو دوه نیم کلن کوچنی وژل سوی دی. د سرچینې په وینا، دا پېښه د بارانونو او تېز باد پر مهال رامنځ ته سوې او زیاتوي چي، له دې سره، سره په ګلايي سیمه کي یو تندر هم رالوېدلی چي له امله یو شمېر کرهڼیزي مځکي هم تخریب سوي دي. دغه ریاست وايي، یاد کوچنی کریم الله نومېده او د شوکت زوی و، چي په دې وروستیو کي هیواد ته راستانه سوي وو. #MillatZagh