Millat Zagh
الذهاب إلى القناة على Telegram
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
إظهار المزيد1 754
المشتركون
+124 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
+1930 أيام
أرشيف المشاركات
1 754
آریانا افغان هوايي شرکت د کابل- نوي ډهلي د کارګو خدمتونو بیه راکښته کړه
آریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی چي، د کابل- نوي ډهلي د کارګو الوتنو بیه ئې د یوه کیلو ګرام پر سر له ۱،۶۰ امریکايي ډالرو څخه ۱،۴۰ ډالرو ته راکښته کړې ده.
یاد شرکت ویلي چي، دا ګام ئې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخستی دی.
آریانا افغان هوايي شرکت سږ کال د کابل او نوي ډهلي ترمنځ په کارګو الوتنو کي هم زیاتوالی راوستلی او په ورځني ډول د دواړو ښارونو ترمنځ دوه کارګو پروازونه ترسره کېږي.
#MillatZagh
1 754
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
#MillatZagh
1 754
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو هوکړه لیک لاسلیک سو
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار د پامیر انرژۍ شرکت له رئیس امیر خان رحیم سره د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په برخه کي د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
یاد شرکت ویلي، دا هوکړه لیک د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي لاسلیک سو چي پر اساس به ئې د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو زمینه برابره سي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په دې ناسته کي د یاد ولایت مرکز فیض اباد ښار ته د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا لاین غځولو په اړه هم خبري کړي دي.
#MillatZagh
1 754
پنجشېر کي ۸ کانونه تثبیت او استخراج ئې پیل سو
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه ولایت کي اته نوي کانونه تثبیت او د استخراج کارونه ئې هم پیل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، په دې سره په دغه ولایت کي د ټولو ثبت سوو کانونو شمېر شاوخوا دوه زرو ته ورسېده چي ۲۲۹ ئې د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي ثبت سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا مهال په پنجشېر کي د زمردو، بېروجو او ګارنيټو په ګډون د نژدې ۴۰۰ کانونو د استخراج کارونه روان دي.
#MillatZagh
1 754
تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري شاوخوا ۷۹۰ زره ټنه انتقالات سوي
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره وږې میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی.
دغه وزارت ویلي، یاد انتقالات د حیرتان، آقینې، توري غونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي چي درې زره او ۷۴۴ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي.
#MillatZagh
1 754
افغانستان په مالګه کي پر ځان بسیا سوی
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان اوس په مالګه کي پر ځان بسیا سوی او له هیڅ هیواد څخه په دې برخه کي واردات نه کوي.
فطرت ویلي، افغانستان په کلني ډول ۳۴۴ زره مټریک ټنه مالګه تولیدوي چي د افغانستان کلنۍ ۳۰۰ زره ټنه اړتیا ئې پورته کړې ده.
معلومات ښيي چي په افغانستان کي اوس له ۱۴ کانونو څخه مالګه استخراج او وروسته پروسس کېږي چي زرګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
1 754
بغلان کي ترافیکي پېښو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) په یاد ولایت کي د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي سرچینې ویلي، یوه پېښه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په سنګ سلاخ سیمه کي د یوه موټر سایکل او کرولا او بله د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کي د دوو کرولا موټرانو د ټکر په نتیجه کي سوې ده.
د سرچینې په وینا، په لومړۍ پېښه کي یو کس وژل سوی او په دوهمه پېښه کي هم یو کس وژل سوی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون نهه تنه نور ژوبل سوي چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
1 754
په پنجشېر کي د "علم تي" په نوم یو طبي بوټی تثبیت سو
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د "علي بتي" په نوم یو نوی طبي بوټی تثبیت سوی چي په دې سره په دغه ولایت کي د ټولو تثبیت سوو طبي بوټو شمېر ۴۰ ډولونو ته ورسېده.
د سیف الدین لټون په وینا، یاد بوټی د پنجشېر په مرکز بازارک ښار، دره او آبشار ولسوالیو کي تثبیت سوی او اټکل کېږي چي، دغه بوټی پر شاوخوا ۲۰ هکټاره مځکه وجود لري.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، یاد بوټی په دودییزه درملنه کي د التهاب او ټپونو د درملني له پاره استفاده کوي.
شاوخوا دوې میاشتي مخکي د پنجشېر د کرهڼي ریاست او یوې مؤسسې ترمنځ په څه باندي ۹۸۱ زره ډالره یو تړون هم لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه یو کال په دغه ولایت کي پنج انګش، شیره کمال، لروک او خینه کاه طبي بوټي ټولوي.
#MillatZagh
1 754
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په 73 افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۳۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۸۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
1 754
راشد خان کندهار ته راغلی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشد خان نن (شنبه) سهار تر شاوخوا ۱۲ کلونو وروسته کندهار ته راغلی دی.
ټاکل سوې چي هغه په کندهار کي د ځینو رغنیزو پروژو پرانستنه وکړي.
https://www.facebook.com/share/p/1DSB1fvdjW/
#MillatZagh
1 754
ایران یو افغان د "جاسوسۍ" په تور په دار ځړولی
د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقوقو یو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان، چي مخکي ئې د ایران په سپاه پاسداران کي کار کاوه، د "جاسوسۍ" په تور اعدام کړی دی.
یاد سازمان ویلي، د تورات محمدي په نوم دغه ۴۲ کلن افغان د تېري سپټمبر میاشتي پر ۲۳مه نېټه د کرج په مرکزي زندان کي د هغه د کورنۍ په پټه او له وروستي ځل لیدلو پرته په دار ځړول سوی دی.
هه نګاو وايي، محمدي د مزار شریف اوسېدونکی و، چي اوس ئې د ایران په قم ښار کي ژوند کاوه او څلور اولادونه ئې درلودل.
د ایران د بشري حقوقو د سازمانونو د شمېرو پر اساس، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره سپټمبر میاشت کي پنځه افغانان په دار ځړولي دي.
#MillatZagh
1 754
په کندهار کي د بهرنیو جنګیالیو د غونډي په اړه د پاکستان ادعا رد سوه
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د پاکستان د پوځ د ویاند احمد چودري هغه ادعاوي رد کړې، چي هغه ویلي دي، په کندهار کي د دغه ولایت د والي په مشرۍ له "بهرنیو جنګیالیو" سره غونډه سوې ده.
یاد دفتر تېره ورځ (جمعه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي "د پاکستان نظامي حلقات هڅه کوي چي په داسي پوچو ادعاوو سره په افغانستان کي د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایتونه توجیه کړي."
په خبرپاڼه کي راغلي چي، افغانستان کومي داسي غونډي ته اړتیا نه لري او نه هم له یادو ډلو سره پالي.
#MillatZagh
1 754
په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو ۱۲ کسیزي ډلي اسلام ومانه
د خرقې مطهرې ریاست ویلي چي، نن (پنج شنبه) په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو یوې ۱۲ کسیزي ډلي اسلام منلی او مسلمانان سوي دي.
دې سرچینې ملت ږغ راډیو ته د یادو کسانو نوملړ رالېږلی چي، ټول ۱۲ کسان دي، چي اووه ئې نارینه او پنځه ښځي دي.
#MillatZagh
1 754
د کجکي برېښنا د اوبو د کموالي له امله قطع سوه
د هلمند ویاند محمد قاسم ریاض وايي، په کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر هلمند او کندهار د دغه بند برېښنا پرې سوې ده او یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت نه لري.
ریاض وايي، تر هغو چي اوبه پیدا کېږي، هیوادوال دي "صبر او حوصله" وکړي.
#MillatZagh
1 754
یوناما د پاکستان په بریدونو کي د ۱۹ ملکي افغانانو مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تائید کړې چي پر هلمند او کونړ د پاکستان په بریدونو کي ۱۰ ملکي کسان وژل سوي، چي ډېری ئې کوچنیان دي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یوناما تازه په یوه اعلامیه کي ویلي چي، د دغو بریدونو قربانیان ملکي کسان دي او ټینګار ئې کړی چي، هغوی باید په هر ډول حالاتو کي خوندي وساتل سي.
یوناما غوښتنه کړې چي، نړیوال قوانین باید مراعت او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره باید خبري وسي؛ ترڅو د ملکي کسانو خوندیتوب تضمین او هغوی ته د زیانونو رسېدلو مخنیوی وسي.
#MillatZagh
1 754
په هرات کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي، په اسلام کلا بندر کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي چي، ۱۶ ئې بشپړ او څلور نور سطحي سوځېدلي دي.
حسیني نن په یوه ویډیو کي ویلي چي، په دې اورلګېدنه کي د اطفایې مدیریت دوه کارکوونکي هم سطحي ژوبل سوي او نور ځاني زیانونه نه لري.
د هغه په وینا، د دې اورلګېدني لامل تر اوسه دی معلوم؛ خو په اړه ئې څېړني رواني دي.
#MillatZagh
1 754
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۰
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۲۴
#MillatZagh
1 754
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۴۰۰ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
1 754
ملا ضعیف؛ د هیواد دفاع په "علم او ټکنالوژۍ" سره کېږي
په پاکستان کي د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، د هیواد دفاع "فرض عین" ده او زیاتوي چي، اوس هغه د "سر په قربانیو" نه؛ بلکي په "علم، ټکنالوژۍ او اسبابو" سره کېږي.
ملا ضعیف پر افغان خاوري د پاکستان تازه بریدونو ته په اشاره پر خپل ایکس لیکلي چي "په عذر او غندلو نه د فرضیت ذمه فارغېږي او نه د قسم خوړلي دښمن سترګي سوځي."
د هغه په وینا، افغانستان باید د ځان د دفاع له پاره "یو څه پیدا یا جوړ کړي."
ملا عبدالسلام ضعیف تر دې مخکي هم ویلي و چي، "پاکستان نه ورور او نه ګاونډی" هیواد دی.
#MillatZagh
1 754
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول، مېرمني له خپلو حقوقو څخه برخمني کول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې ۷۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور اووه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
