uk
Feedback
Millat Zagh

Millat Zagh

Відкрити в Telegram

که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

Показати більше
1 746
Підписники
+124 години
+47 днів
+630 днів

Триває завантаження даних...

Хмара тегів
Немає даних
Виникли проблеми? Будь ласка, оновіть сторінку або зверніться до нашого support-менеджера.
Вхідні та вихідні згадування
---
---
---
---
---
---
Залучення підписників
вересень '26
вересень '26
+33
в 0 каналах
серпень '26
+41
в 0 каналах
Get PRO
липень '26
+31
в 0 каналах
Get PRO
червень '26
+37
в 0 каналах
Get PRO
травень '26
+47
в 0 каналах
Get PRO
квітень '26
+32
в 0 каналах
Get PRO
березень '26
+20
в 0 каналах
Get PRO
лютий '26
+28
в 0 каналах
Get PRO
січень '26
+23
в 0 каналах
Get PRO
грудень '25
+30
в 0 каналах
Get PRO
листопад '25
+25
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '25
+27
в 0 каналах
Get PRO
вересень '25
+24
в 0 каналах
Get PRO
серпень '25
+16
в 0 каналах
Get PRO
липень '25
+21
в 0 каналах
Get PRO
червень '25
+54
в 1 каналах
Get PRO
травень '25
+17
в 0 каналах
Get PRO
квітень '25
+21
в 0 каналах
Get PRO
березень '25
+23
в 0 каналах
Get PRO
лютий '25
+39
в 0 каналах
Get PRO
січень '25
+64
в 0 каналах
Get PRO
грудень '24
+62
в 0 каналах
Get PRO
листопад '24
+63
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '24
+87
в 0 каналах
Get PRO
вересень '24
+97
в 0 каналах
Get PRO
серпень '24
+166
в 0 каналах
Get PRO
липень '24
+136
в 0 каналах
Get PRO
червень '24
+105
в 0 каналах
Get PRO
травень '24
+188
в 0 каналах
Get PRO
квітень '24
+244
в 0 каналах
Get PRO
березень '24
+323
в 0 каналах
Get PRO
лютий '24
+211
в 0 каналах
Get PRO
січень '24
+245
в 0 каналах
Get PRO
грудень '23
+113
в 0 каналах
Get PRO
листопад '23
+41
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '23
+12
в 0 каналах
Get PRO
вересень '23
+52
в 0 каналах
Get PRO
серпень '23
+313
в 0 каналах
Get PRO
липень '23
+207
в 0 каналах
Get PRO
червень '23
+9
в 0 каналах
Get PRO
травень '23
+8
в 0 каналах
Get PRO
квітень '23
+2
в 0 каналах
Get PRO
березень '23
+6
в 0 каналах
Get PRO
лютий '23
+4
в 0 каналах
Get PRO
січень '23
+14
в 0 каналах
Get PRO
грудень '22
+5
в 0 каналах
Get PRO
листопад '22
+9
в 0 каналах
Get PRO
жовтень '22
+7
в 0 каналах
Get PRO
вересень '22
+40
в 0 каналах
Get PRO
серпень '22
+15
в 0 каналах
Get PRO
липень '22
+65
в 0 каналах
Get PRO
червень '22
+39
в 0 каналах
Get PRO
травень '22
+10
в 0 каналах
Get PRO
квітень '22
+12
в 0 каналах
Get PRO
березень '22
+28
в 0 каналах
Get PRO
лютий '22
+77
в 0 каналах
Get PRO
січень '22
+71
в 0 каналах
Get PRO
грудень '21
+410
в 0 каналах
Дата
Залучення підписників
Згадування
Канали
14 вересня+1
13 вересня+3
12 вересня0
11 вересня+4
10 вересня+6
09 вересня+2
08 вересня+1
07 вересня+1
06 вересня+4
05 вересня+2
04 вересня+1
03 вересня+3
02 вересня+4
01 вересня+1
Дописи каналу
لوګر کي یو نړیوال هوايي ډګر جوړېږي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کي یو نړیوال هوايي ډګر جو
لوګر کي یو نړیوال هوايي ډګر جوړېږي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کي یو نړیوال هوايي ډګر جوړوي او د دغه هوايي ډګر له پاره په یاده ولسوالۍ کي ۱۳ زره جریبه مځکه ځانګړې سوې ده. د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، د یاد وزارت یوه پلاوي دې سیمي ته سفر کړی او یاده مځکه ئې له نژدې کتلې او ارزولې ده. د اصفي په وینا، په لومړي پړاو کي د دغه هوايي ډګر د دېوال جوړولو له پاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او په نژدې راتلونکي کي به ئې کارونه پیل سي. #MillatZagh

2
ملګري ملتونه سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، سبا (د سټمبر ۱۶مه، چهارشنبه) د افغانستان په ا
ملګري ملتونه سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، سبا (د سټمبر ۱۶مه، چهارشنبه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړوي. امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یادي غونډي ته به د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) ځانګړي استازې رباب فاطمه د افغانستان د وضعیت په اړه خپل معلومات وړاندي کړي. په خبرپاڼه کي راغلي چي، تر یادي غونډي وروسته به د امنیت شورا غړي د افغانستان په اړه د پټو درواز تر شا "غیر علنۍ" ناسته هم جوړه کړي. #MillatZagh
5
3
د برېښنا کوټ سړک د تنویر پروژه ګټي اخستني ته وسپارل سوه کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د برېښنا کوټ عمومي سړک د تنویر پروژ
د برېښنا کوټ سړک د تنویر پروژه ګټي اخستني ته وسپارل سوه کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د برېښنا کوټ عمومي سړک د تنویر پروژه ئې ګټي اخستني ته سپارلې ده. یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پروژه په شپږ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ تطبیق او تېره شپه د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني او ځینو نورو چارواکو له خوا ګټي اخستني ته وسپارل سوه. د ښاروالۍ په وینا، په یاده پروژه کي پر یاد سړک په ۱۴۹ پایو کي د ۳۰۶ څراغانو نصبول شامل دي. #MillatZagh
13
4
کونړ کي له یوه کس سره باروت او نور چاودېدونکي توکي نیول سوي د کونړ امنیه قومنداني وايي، له یوه کس سره ئې باروت، پټاقۍ او ځیني
کونړ کي له یوه کس سره باروت او نور چاودېدونکي توکي نیول سوي د کونړ امنیه قومنداني وايي، له یوه کس سره ئې باروت، پټاقۍ او ځیني نور چاودېدونکي توکي نیولي دي. یادي قومندانۍ ویلي، دا کس ئې په دره پېچ ولسوالۍ کي په یوه کرولا موټر کي نیولی او تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته به ئې اړوندو ارګانونو ته وسپاري. #MillatZagh
148
5
د ازبکستان او ترکمنستان د پروژو په بشپړېدلو به د برېښنا د کمښت ستونزه حل سي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق هم
د ازبکستان او ترکمنستان د پروژو په بشپړېدلو به د برېښنا د کمښت ستونزه حل سي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، له ازبکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د پروژو په بشپړېدلو سره به افغانستان تر ډېره د برېښنا په برخه کي پر ځان بسیا سي. ملا عبدالحق همکار نن (دوشنبه) په میدان وردګ ولایت کي په شاوخوا ۱۷۷ میلیونه افغانۍ د برېښنا د درو پروژو د بشپړېدلو او دوو نورو د چارو د پیل په مراسمو کي یادي څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، برېښنا د یوه هیواد د ابادۍ، صنعت، پانګوني او اقتصادي پرمختګ له پاره "پیاوړی او مهم" بنسټ جوړوي. د هغه په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به د افغانستان د برېښنا د کموالي ستونزه تر "ډېره بریده" حل سي. #MillatZagh
146
6
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴     کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶       روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸          بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲  ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۱        کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸        نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶ #MillatZagh
135
7
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴     کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶       روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸          بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲  ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۱        کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸        نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶ #MillatZagh
127
8
فاریاب کي ترافیکي پېښي ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د فاریاب امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په کته کم سیمه کي د یوې ترافیکي پ
فاریاب کي ترافیکي پېښي ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د فاریاب امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په کته کم سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او درې تنه نور ژوبل سوي دي. یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې له سړک څخه د یوه کراس روډ موټر اوښتلو او چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې، چي له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه د یاد ولایت مرکز میمنې ښار ته روان و. یادي سرچینې د دې پېښي لامل د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې احتیاطي یاده کړې او زیاتوي چي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي. #MillatZagh
132
9
کندهار قومندانۍ د معتصم اغا جان نیول رد کړل د کندهار امنیې قومندانۍ هغه راپورونه رد او بې بنسټه وبلل، چي ګواکي د اسلامي امارت
کندهار قومندانۍ د معتصم اغا جان نیول رد کړل د کندهار امنیې قومندانۍ هغه راپورونه رد او بې بنسټه وبلل، چي ګواکي د اسلامي امارت پخوانی غړی اغا جان معصتم نیول سوی دی. یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، تېر ماښام د علماوو شورا په ریاست کي د علماوو شورا د غونډي په خاطر په یاده سیمه کي امنیتي تدابیر نیول سوي وو، چي هلته د اغا جان معتصم کور هم دی. کندهار قومندانۍ ویلي، په دې اړه د ځینو ټولنیزو رسنیو "افواهات حقیقت نه لري." #MillatZagh
150
10
پنجشېر کي د ۱۳ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم کارونه پیل سول د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د ۱۰ ښوونځیو،
پنجشېر کي د ۱۳ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم کارونه پیل سول د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د ۱۰ ښوونځیو، دوو دیني مدرسو او د یاد ولایت د پوهني ریاست د تأسیساتو د بیا رغولو کارونه پیل سوي دي. د لټون په وینا، دا پروژه د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار او اوو ولسوالیو کي پلي کېږي چي درې میلیونه، ۷۷۷ زره او ۱۲۶ افغانۍ ورته ځانګړي سوي دي. یاد ویاند ویلي چي، په تېرو څلورو کلونو کي په یاد ولایت کي شاوخوا ۶۰ ښوونیز مرکزونه ترمیم او زرګونو زده کوونکو ته د زده کړو له پاره د خوندي چاپېریال زمینه په کښي برابره سوې ده. #MillatZagh
170
11
د کندهار په نوي ټرانسپورټي ترمینل کي په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار د
د کندهار په نوي ټرانسپورټي ترمینل کي په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کي ئې د کندهار په نوي ټرانسپورټي ترمینل کي په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ د یوې تأسیساتي پروژې چاري پیل کړي دي. د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، د دې پروژې چاري نن (دوشنبه) پیل سوې او په ۱۶ میاشتو کي به بشپړي سي، چي د ۲۵۰ دوکانونو، ۵۰ دفترونو، د تېلو د دوو پمپونو، دوو هوټلونو، د موټرانو د مینځلو یوه ځای او یو شمېر نورو تأسیساتو جوړول په کښي شامل دي. د اصفي په وینا، دا پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لاري پلي کېږي. د کندهار دغه نوی ټرانسپورټي ترمینل پر ۱۰۰ جریبه مځکه د ټرانسپورټ وزارت له خوا په ۲۸۴ میلیونه افغانۍ جوړېږي چي، د جوړولو کارونه ئې د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د وري میاشتي په لومړیو ورځو کي پیل سول او تر دا مهاله ۷۰ سلنه بشپړ سوي دي. #MillatZagh
175
12
نن دونۍ د وږي میاشتي ۲۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ. ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۴،۴۵ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۴،۴۰ کلداري. یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ. یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ. یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۴۱۲ کلداري. زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.  #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh
169
13
زابل کي په ۱۲ میلیونه افغانۍ د یوه استنادي دېوال جوړولو کارونه پیل سول د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د زابل ولایت
زابل کي په ۱۲ میلیونه افغانۍ د یوه استنادي دېوال جوړولو کارونه پیل سول د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کي ئې په شاخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ د ۸۲۰ متره استنادي دېوال جوړولو کارونه پیل کړي دي. دغه وزارت ویلي، یاده پروژه په غلام جان کلي کي د سېلابي اوبو د خطر د مخنیوي په موخه پلي کېږي او لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې، چي په بشپړېدلو سره به ئې سلګونه جریبه کرهڼیزي مځکي او کورونه د سېلاب له خطرونو څخه وساتل سي. تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم د ۹،۳ میلیونه افغانۍ په لګښت د ۱۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژې چاري پیل سوې چي موخه ئې د سېلابي اوبو د خطر مخنیوی دی. #MillatZagh
175
14
ننګرهار کي په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه روغتون جوړولو کارونه پیل سول د عامي روغتیا وزارت وايي، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کي
ننګرهار کي په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه روغتون جوړولو کارونه پیل سول د عامي روغتیا وزارت وايي، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کي ئې په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي او ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل کړي دي. د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، یاد روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي د اسلامي امارت د مشر په حکم له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی؛ ترڅو له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخي سیمي له روغتیايي خدماتو بې برخي سي. د یاد وزارت په وینا، دغه روغتون پر پنځه جریبه مځکه جوړېږي، چي د جوړولو کارونه به ئې په ۱۸ میاشتو کي بشپړ سي او هیوادوالو ته به په ګڼو څانګو کي روغتیايي خدمات وړاندي کوي. د رواني اوونۍ پر مهال هم د عامي روغتیا وزارت د دغه ولایت په خوږیاڼي ولسوالۍ کي د جرمني مرستي د افغان کوچنیانو له پاره د مؤسسې په مالي ملاتړ په ۱،۳ میلیونه امریکايي ډالره د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښوده. #MillatZagh
186
15
غزني کي یو کس له دېواله رالوېدلی او وژل سوی د غزني امینه قومنداني وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په المیتو سیمه کي یو کس
غزني کي یو کس له دېواله رالوېدلی او وژل سوی د غزني امینه قومنداني وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په المیتو سیمه کي یو کس له دېوال څخه را لوېدلی او وژل سوی دی. یادي قومندانۍ نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کس د یوه کور د دېوال جوړولو پر مهال را لوېدلی او وژل سوی دی. #MillatZagh
184
16
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۰     کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴       روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶          بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸  ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۲        کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷        نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۶ #MillatZagh
226
17
Немає тексту...
240
18
د یوناما د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي هلمند ته سفر کړی د هلمند د والي ویاند محمد قاسم ریاض ملت ږغ راډیو ته ویلي، د افغانستان له پاره د یوناما د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی او له والي امام الدین منصور ئې پر بېلابېلو مسایلو خبري کړي دي. د ریاض په وینا، په دې ناسته کي، چي د یاد ولایت د اقتصاد، کډوالو چارو، پوهني، عامي روغتیا، کرهڼي او د صنایعو خوني رئیسان هم په کښي شامل وو، د نشه يي بوټو د بدیل کښت، د دغه ولایت د اساسي اړتیاوو او د اقتصادي او انکشافي پروژو په اړه خبري سوي او پر مهال ئې امام الدین منصور له یوناما څخه غوښتي چي، په دغه ولایت کي د اقتصادي او انکشافي پروژو د پراختیا او اقتصادي وضعیت د ښه والي، د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د کرهڼیزو محصولاتو له پاره د بازار موندني او نورو اساسي اړتیاوو په پوره کولو کي لا زیاته همکاري وکړي. لمارکي په یاده ناسته کي پنبه د نشه يي بوټو د کرکېلي ښه بدیل یاد کړی او ټینګار ئې کړی چي، د یادي کرکېلي ترڅنګ د کروندګرو له پاره باید نور بدیل معیشت هم رامنځ ته سي او په دې برخه کي ئې د یوناما د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. #MillatZagh
232
19
اروپايي ټولنه له افغانستان سره د کرهڼي د پراختیا له پاره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي اروپايي ټولني د خوړو او کرهڼي له نړیوال ساز
اروپايي ټولنه له افغانستان سره د کرهڼي د پراختیا له پاره ۵ میلیونه یورو مرسته کوي اروپايي ټولني د خوړو او کرهڼي له نړیوال سازمان (F.A.O) سره د پنځه میلیونه یورو مرستي یو تړون لاسلیک کړی چي موخه ئې په افغانستان کي د کرهڼي پراختیا، د کروندګرو ملاتړ او د اقلیمي او اقتصادي ستونزو پر وړاندي د هغوی د مقاومت پیاوړتیا ده. اروپايي ټولني نن (یک شنبه) پر خپله ویبپاڼه لیکلي، په دې پروژه کي له زیانمنو، راستنېدونکو، بې ځایه سوو او اړمنو کورنیو سره مرستي، د څلورو ځانګړو خدماتي مرکزونو جوړول، د دوه زره زیانمنو ځنګلونو او څړځایونو بیا رغول، د ښځو او ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ د نیالګیو روزنځایونو ملاتړ او د کرهڼیزو سوداګریزو او چاپېریال ساتونکو شرکتونو ملاتړ شامل دی. #MillatZagh
212
20
لا هم میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري د ملګرو ملتونو د بشري استوګني پروګرام (UN- Habitat) وايي، په افغانستان کي لا
لا هم میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري د ملګرو ملتونو د بشري استوګني پروګرام (UN- Habitat) وايي، په افغانستان کي لا هم میلیونونه کسان پاکو او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او ټینګار ئې کړی چي، باید د ټولو له پاره پاکي او د څښاک اوبه برابري سي. دغه پروګرام نن (یک شنبه) پر خپل ایکس لیکلي، د ښاري پراختیا جوړولو هوښیارانه تګلاري او د اوبو او کثافاتو سم مدیریت کولای سي چي د اوبو د سرچینو په ساتنه، د حفظ الصحې په ښه کولو او د روغو ټولنو په جوړولو کي مرسته وکړي. یاد پروګرام ویلي، "اوبه ژوند دی" او له ټولو هیوادوالو څخه ئې غوښتنه کړې چي، ټولو ته د پاکو اوبو په رسولو کي همکاري وکړي او له کارولو سره ئې احتیاط وکړي. #MillatZagh
192