ch
Feedback
Millat Zagh

Millat Zagh

前往频道在 Telegram

که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ! 👇 پلې سټور https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio اپ سټور https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

显示更多
1 754
订阅者
+124 小时
无数据7 天
+1930 天

数据加载中...

标签云
无数据
有任何问题?请刷新页面或联系我们的客服。
进出提及
---
---
---
---
---
---
吸引订阅者
10月 '26
十月 '26
+5
在0个频道中
九月 '26
+62
在0个频道中
Get PRO
八月 '26
+41
在0个频道中
Get PRO
七月 '26
+31
在0个频道中
Get PRO
六月 '26
+37
在0个频道中
Get PRO
五月 '26
+47
在0个频道中
Get PRO
四月 '26
+32
在0个频道中
Get PRO
三月 '26
+20
在0个频道中
Get PRO
二月 '26
+28
在0个频道中
Get PRO
一月 '26
+23
在0个频道中
Get PRO
十二月 '25
+30
在0个频道中
Get PRO
十一月 '25
+25
在0个频道中
Get PRO
十月 '25
+27
在0个频道中
Get PRO
九月 '25
+24
在0个频道中
Get PRO
八月 '25
+16
在0个频道中
Get PRO
七月 '25
+21
在0个频道中
Get PRO
六月 '25
+54
在1个频道中
Get PRO
五月 '25
+17
在0个频道中
Get PRO
四月 '25
+21
在0个频道中
Get PRO
三月 '25
+23
在0个频道中
Get PRO
二月 '25
+39
在0个频道中
Get PRO
一月 '25
+64
在0个频道中
Get PRO
十二月 '24
+62
在0个频道中
Get PRO
十一月 '24
+63
在0个频道中
Get PRO
十月 '24
+87
在0个频道中
Get PRO
九月 '24
+97
在0个频道中
Get PRO
八月 '24
+166
在0个频道中
Get PRO
七月 '24
+136
在0个频道中
Get PRO
六月 '24
+105
在0个频道中
Get PRO
五月 '24
+188
在0个频道中
Get PRO
四月 '24
+244
在0个频道中
Get PRO
三月 '24
+323
在0个频道中
Get PRO
二月 '24
+211
在0个频道中
Get PRO
一月 '24
+245
在0个频道中
Get PRO
十二月 '23
+113
在0个频道中
Get PRO
十一月 '23
+41
在0个频道中
Get PRO
十月 '23
+12
在0个频道中
Get PRO
九月 '23
+52
在0个频道中
Get PRO
八月 '23
+313
在0个频道中
Get PRO
七月 '23
+207
在0个频道中
Get PRO
六月 '23
+9
在0个频道中
Get PRO
五月 '23
+8
在0个频道中
Get PRO
四月 '23
+2
在0个频道中
Get PRO
三月 '23
+6
在0个频道中
Get PRO
二月 '23
+4
在0个频道中
Get PRO
一月 '23
+14
在0个频道中
Get PRO
十二月 '22
+5
在0个频道中
Get PRO
十一月 '22
+9
在0个频道中
Get PRO
十月 '22
+7
在0个频道中
Get PRO
九月 '22
+40
在0个频道中
Get PRO
八月 '22
+15
在0个频道中
Get PRO
七月 '22
+65
在0个频道中
Get PRO
六月 '22
+39
在0个频道中
Get PRO
五月 '22
+10
在0个频道中
Get PRO
四月 '22
+12
在0个频道中
Get PRO
三月 '22
+28
在0个频道中
Get PRO
二月 '22
+77
在0个频道中
Get PRO
一月 '22
+71
在0个频道中
Get PRO
十二月 '21
+410
在0个频道中
日期
订阅者增长
提及
频道
03 十月+1
02 十月+1
01 十月+3
频道帖子
تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري شاوخوا ۷۹۰ زره ټنه انتقالات سوي د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تې
تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري شاوخوا ۷۹۰ زره ټنه انتقالات سوي د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره وږې میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی. دغه وزارت ویلي، یاد انتقالات د حیرتان، آقینې، توري غونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي چي درې زره او ۷۴۴ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي. #MillatZagh

2
افغانستان په مالګه کي پر ځان بسیا سوی د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان اوس په مالګه کي پر ځان بسیا س
افغانستان په مالګه کي پر ځان بسیا سوی د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان اوس په مالګه کي پر ځان بسیا سوی او له هیڅ هیواد څخه په دې برخه کي واردات نه کوي. فطرت ویلي، افغانستان په کلني ډول ۳۴۴ زره مټریک ټنه مالګه تولیدوي چي د افغانستان کلنۍ ۳۰۰ زره ټنه اړتیا ئې پورته کړې ده. معلومات ښيي چي په افغانستان کي اوس له ۱۴ کانونو څخه مالګه استخراج او وروسته پروسس کېږي چي زرګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده. #MillatZagh
53
3
بغلان کي ترافیکي پېښو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) په یاد ولایت کي د دوو ترافیکي پېښو
بغلان کي ترافیکي پېښو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د بغلان امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) په یاد ولایت کي د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي. یادي سرچینې ویلي، یوه پېښه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په سنګ سلاخ سیمه کي د یوه موټر سایکل او کرولا او بله د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کي د دوو کرولا موټرانو د ټکر په نتیجه کي سوې ده. د سرچینې په وینا، په لومړۍ پېښه کي یو کس وژل سوی او په دوهمه پېښه کي هم یو کس وژل سوی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون نهه تنه نور ژوبل سوي چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي. #MillatZagh
57
4
په پنجشېر کي د "علم تي" په نوم یو طبي بوټی تثبیت سو د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د "علي بتي" په نوم یو
په پنجشېر کي د "علم تي" په نوم یو طبي بوټی تثبیت سو د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د "علي بتي" په نوم یو نوی طبي بوټی تثبیت سوی چي په دې سره په دغه ولایت کي د ټولو تثبیت سوو طبي بوټو شمېر ۴۰ ډولونو ته ورسېده. د سیف الدین لټون په وینا، یاد بوټی د پنجشېر په مرکز بازارک ښار، دره او آبشار ولسوالیو کي تثبیت سوی او اټکل کېږي چي، دغه بوټی پر شاوخوا ۲۰ هکټاره مځکه وجود لري. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، یاد بوټی په دودییزه درملنه کي د التهاب او ټپونو د درملني له پاره استفاده کوي. شاوخوا دوې میاشتي مخکي د پنجشېر د کرهڼي ریاست او یوې مؤسسې ترمنځ په څه باندي ۹۸۱ زره ډالره یو تړون هم لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه یو کال په دغه ولایت کي پنج انګش، شیره کمال، لروک او خینه کاه طبي بوټي ټولوي. #MillatZagh
74
5
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ. ډېزل: لېټر په 73 افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۵،۱۵ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۵،۵۰ کلداري. یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ. یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ. یوه یورو: ۷۳،۳۰ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۳۸۰ کلداري. زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.  #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh
98
6
راشد خان کندهار ته راغلی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشد خان نن (شنبه) سهار تر شاوخوا ۱۲ کلونو وروسته کندهار
راشد خان کندهار ته راغلی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پیاوړی لوبغاړی راشد خان نن (شنبه) سهار تر شاوخوا ۱۲ کلونو وروسته کندهار ته راغلی دی. ټاکل سوې چي هغه په کندهار کي د ځینو رغنیزو پروژو پرانستنه وکړي. https://www.facebook.com/share/p/1DSB1fvdjW/ #MillatZagh
104
7
ایران یو افغان د "جاسوسۍ" په تور په دار ځړولی د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقوقو یو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان، چي
ایران یو افغان د "جاسوسۍ" په تور په دار ځړولی د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقوقو یو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان، چي مخکي ئې د ایران په سپاه پاسداران کي کار کاوه، د "جاسوسۍ" په تور اعدام کړی دی. یاد سازمان ویلي، د تورات محمدي په نوم دغه ۴۲ کلن افغان د تېري سپټمبر میاشتي پر ۲۳مه نېټه د کرج په مرکزي زندان کي د هغه د کورنۍ په پټه او له وروستي ځل لیدلو پرته په دار ځړول سوی دی. هه نګاو وايي، محمدي د مزار شریف اوسېدونکی و، چي اوس ئې د ایران په قم ښار کي ژوند کاوه او څلور اولادونه ئې درلودل. د ایران د بشري حقوقو د سازمانونو د شمېرو پر اساس، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره سپټمبر میاشت کي پنځه افغانان په دار ځړولي دي. #MillatZagh
119
8
په کندهار کي د بهرنیو جنګیالیو د غونډي په اړه د پاکستان ادعا رد سوه د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د پاکستان د پوځ د ویاند احمد
په کندهار کي د بهرنیو جنګیالیو د غونډي په اړه د پاکستان ادعا رد سوه د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د پاکستان د پوځ د ویاند احمد چودري هغه ادعاوي رد کړې، چي هغه ویلي دي، په کندهار کي د دغه ولایت د والي په مشرۍ له "بهرنیو جنګیالیو" سره غونډه سوې ده. یاد دفتر تېره ورځ (جمعه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي "د پاکستان نظامي حلقات هڅه کوي چي په داسي پوچو ادعاوو سره په افغانستان کي د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایتونه توجیه کړي." په خبرپاڼه کي راغلي چي، افغانستان کومي داسي غونډي ته اړتیا نه لري او نه هم له یادو ډلو سره پالي. #MillatZagh
117
9
په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو ۱۲ کسیزي ډلي اسلام ومانه د خرقې مطهرې ریاست ویلي چي، نن (پنج شنبه) په کندهار کي د چینايي ګرځ
په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو ۱۲ کسیزي ډلي اسلام ومانه د خرقې مطهرې ریاست ویلي چي، نن (پنج شنبه) په کندهار کي د چینايي ګرځندویانو یوې ۱۲ کسیزي ډلي اسلام منلی او مسلمانان سوي دي. دې سرچینې ملت ږغ راډیو ته د یادو کسانو نوملړ رالېږلی چي، ټول ۱۲ کسان دي، چي اووه ئې نارینه او پنځه ښځي دي. #MillatZagh
228
10
د کجکي برېښنا د اوبو د کموالي له امله قطع سوه د هلمند ویاند محمد قاسم ریاض وايي، په کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر هلمند او
د کجکي برېښنا د اوبو د کموالي له امله قطع سوه د هلمند ویاند محمد قاسم ریاض وايي، په کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر هلمند او کندهار د دغه بند برېښنا پرې سوې ده او یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت نه لري. ریاض وايي، تر هغو چي اوبه پیدا کېږي، هیوادوال دي "صبر او حوصله" وکړي. #MillatZagh
228
11
یوناما د پاکستان په بریدونو کي د ۱۹ ملکي افغانانو مرګ ژوبله تائید کړه په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)
یوناما د پاکستان په بریدونو کي د ۱۹ ملکي افغانانو مرګ ژوبله تائید کړه په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تائید کړې چي پر هلمند او کونړ د پاکستان په بریدونو کي ۱۰ ملکي کسان وژل سوي، چي ډېری ئې کوچنیان دي او نهه تنه نور ژوبل سوي دي. یوناما تازه په یوه اعلامیه کي ویلي چي، د دغو بریدونو قربانیان ملکي کسان دي او ټینګار ئې کړی چي، هغوی باید په هر ډول حالاتو کي خوندي وساتل سي. یوناما غوښتنه کړې چي، نړیوال قوانین باید مراعت او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره باید خبري وسي؛ ترڅو د ملکي کسانو خوندیتوب تضمین او هغوی ته د زیانونو رسېدلو مخنیوی وسي. #MillatZagh
227
12
په هرات کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي، په اسلام کلا بندر
په هرات کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني وايي، په اسلام کلا بندر کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۲۰ ټانکران سوځېدلي چي، ۱۶ ئې بشپړ او څلور نور سطحي سوځېدلي دي. حسیني نن په یوه ویډیو کي ویلي چي، په دې اورلګېدنه کي د اطفایې مدیریت دوه کارکوونکي هم سطحي ژوبل سوي او نور ځاني زیانونه نه لري. د هغه په وینا، د دې اورلګېدني لامل تر اوسه دی معلوم؛ خو په اړه ئې څېړني رواني دي. #MillatZagh
221
13
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات: کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹ کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۴ هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶ هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱ روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴ بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷ ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۰ کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۶ نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۲۴ #MillatZagh
202
14
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۴۰۰ افغان بندیان ازاد سوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوون
د پاکستان له زندانونو څخه څه کم ۴۰۰ افغان بندیان ازاد سوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي. دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي. د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي. #MillatZagh
205
15
ملا ضعیف؛ د هیواد دفاع په "علم او ټکنالوژۍ" سره کېږي په پاکستان کي د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي،
ملا ضعیف؛ د هیواد دفاع په "علم او ټکنالوژۍ" سره کېږي په پاکستان کي د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، د هیواد دفاع "فرض عین" ده او زیاتوي چي، اوس هغه د "سر په قربانیو" نه؛ بلکي په "علم، ټکنالوژۍ او اسبابو" سره کېږي. ملا ضعیف پر افغان خاوري د پاکستان تازه بریدونو ته په اشاره پر خپل ایکس لیکلي چي "په عذر او غندلو نه د فرضیت ذمه فارغېږي او نه د قسم خوړلي دښمن سترګي سوځي." د هغه په وینا، افغانستان باید د ځان د دفاع له پاره "یو څه پیدا یا جوړ کړي." ملا عبدالسلام ضعیف تر دې مخکي هم ویلي و چي، "پاکستان نه ورور او نه ګاونډی" هیواد دی. #MillatZagh
193
16
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل سوي د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پ
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل سوي د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۰ قضیې حل کړي دي. یاد وزارت ویلي، په دغو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول، مېرمني له خپلو حقوقو څخه برخمني کول او د طلاق قضیې حلول شامل دي. د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې ۷۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور اووه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي. #MillatZagh
188
17
نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي. #خوراکي_توکي: وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ. قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ. شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ. لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ. درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ. سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ. وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ. سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ. بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ. پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ. کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ. ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ. ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ. سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ. سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ. مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ. اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ. اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ. مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ. #پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی. #غوښي: د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ. د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ. د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ. د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ. ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ. #پته: د ښاروالۍ نرخونه. #دسونتوکي: پټرول: لېټر په ۸۵ افغانۍ. ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ. ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ. #پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه. #داسعاروتبادله: یو ډالر: ۶۵،۲۰ افغانۍ. یو ډالر: ۲۸۵،۴۰ کلداري. یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ. یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ. یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ. زر افغانۍ: ۴۳۷۹ کلداري. زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ. زر بانکي تومن: ۰،۲۶ افغانۍ. یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.  #پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي. #MillatZagh
182
18
راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړېږي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د رواني اکټوبر میاشتي پر پ
راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړېږي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د رواني اکټوبر میاشتي پر پنځمه نېټه (راتلونکې دوشنبه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړوي. د یاد وزارت ویاندي ماریا زاخارووا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي چي، په دې غونډه کي د افغانستان د پلاوي مشري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وکړي. د زاخارووا په وینا، متقي به په دې غونډه کي د ګډون سره، سره به روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وویني او د دوه اړخیزه اړیکو په اړه به خبري ورسره وکړي. ټاکل سوې دا غونډه په مسکو کي جوړه او د روسیې، افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، چین، قزاقستان، قرغزستان او هندوستان هیوادونو استازي او لوړپوړي مسؤلین به ګډون په کښي وکړي. #MillatZagh
154
19
د نن ارزښت؛ احمد صهیب حسرت د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننی مېلمه احمد صهیب حسرت دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند او پ
د نن ارزښت؛ احمد صهیب حسرت د ملت ږغ راډیو د "ارزښت" خپروني نننی مېلمه احمد صهیب حسرت دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند او په رسنیز ډګر کي د کار په اړه خبري ورسره وسي. حسرت په کابل پوهنتون کي د ژورنالیزم په برخه کي د لسانس تر کچي زده کړي کړي او په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کي رسنیو ډګر ته داخل سوی دی، چي په هغو کي ئې له شمشاد راډیو، معروف راډیو او ټلوېزیون او ژوندون ټلوېزیون سره دندي ترسره کړي دي. نوموړی اوس له پژواک خبري اژانس سره د ایډیټر دنده مخ ته وړي. دا چي حسرت صاحب په رسنيز ډګر کي د کار له پیله تر اوسه له کومو لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوی، دا او د هغه د ژوند په اړه نور معلومات به په نننۍ خپرونه کي نوموړی درسره شریک کړي. کوربه: کمال الدین افغان. مېلمه: احمد صهیب حسرت. وخت: نن او سبا (پنج شنبه) غرمه دوې بجې، له ملت ږغ راډيو ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن څخه. د پلې سټور لینک: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio د آپ سټور لینک: https://apps.apple.com/us/app/id6502879676 #MillatZagh
156
20
پاکستان باید د افغانستان په اړه خپل جګړه ماره پلانونه له سره وڅېړي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر هلمند او کونړ د پاک
پاکستان باید د افغانستان په اړه خپل جګړه ماره پلانونه له سره وڅېړي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر هلمند او کونړ د پاکستان بریدونه غندلي او له پاکستاني مشرانو څخه ئې غوښتي چي، د افغان ښځو او کوچنیانو د وژلو او د پړه اچولو پر ځای خپله جګړه ماره تګلاره او دښمنانه پلانونه له سره وڅېړي. کرزي ویلي، پاکستان باید له افراطیت خپرولو او نفاق اچولو څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د یوه ګاونډي په توګه ښه ګاونډیتوب او اړیکو ته دوام ورکړي. هغه دغه بریدونه په ښکاره ډول د افغانستان د حریم او ملي حاکمیت نقض ګڼلی او د هغو قربانیانو ته ئې د بشپړي روغتیا او شهیدانو ته ئې د جنت الفردوس دعا کړې ده. پاکستان تېره شپه پر هلمند او کونړ بریدونه کړي چي له امله ئې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. #MillatZagh
175