6 255
Subscribers
-924 hours
-867 days
-33830 days
Posts Archive
6 252
یو ځل بيا پنجابي پوځ افغانان شهيدان کړل!
لطف الله خیرخواه
په لاندې پينځو خبرو راسره غور وکړئ:
لومړۍ خبره دا ده چې:
دا مقطعي پېښې نه دي، پاکستان دوامداره جګړه پيل کړې ده چې په دغه تکتيک روانه ده. اسلامي امــ.ارت بايد د طويل المدت جګړې ستراتېژي جوړه کړي او د اوسنيو شرايطو مطابق د ځواب کوښښ وکړي او په ممکن راتلونکي نږدې مهال کې د غاښ ماتوونکي ځواب تياری وکړي.
دوهمه خبره دا ده چې پوځي پرمختګ په ۵ کلونو کې نه کېږي. د پينځو کلونو همدومره ګوړه وي چې يو شی وتوغېږي، کوهاټ او اسلام اباد وولي. ايران شپېته کلن حکومت کې د خپل مړ جمهور رئيس جسد نه شو پيدا کولی. اخر ترکان راغلل او جسد يې ورته پيدا کړ.
که پوځي پرمختګ دومره اسانه وی، کرزي او اشرف غني بايد پاکستان لوټې لوټې کړی وی. پرمختګونو ته لږ صبر وکړئ. اراده شته، عزم شته، فکر شته او وړتيا هم شته. دا هر څه به په خپلو سترګو ووينو، ان شاءالله!
درېيمه دا ده چې د پېښې وخت کې ولې ځينو ته پېغورونه ورياد شي؟ ولې يې خوله خلاصه کړې وي؟ کرزي او غني نه لرې واټن ويشتونکې اسلحه پاتې وه؟ ځکه داسې چغې وهي؟ څه شی پاتې و؟ له قرضونو، له غلو، شوکمارو، ډاکه مارو، جاسوسانو پرته څه راپاتې وو؟ دوه درې ټغنې چورلکې وې، هغه يې هم خپلو بادارانو ته خوندي کړې او دلته چې څه ترې پاتې کېدې، هغه يې تخريب کړې. لږ خپل ګرېوان کې ولې فکر نه کوو؟
په زلزلو کې دوی د ګناهونو پيغورونه کوي، په سيلابونو کې دوی پيغورونه کوي، په طوفان کې دوی پيغورونه کوي، دوی خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړی، چې دوی څومره په اوبو کې دي؟!!
څلورمه دا ده چې دا هر وار حسابېږي. دا پاتې کېږي نه. زموږ په خوږياڼيو کې متل دی چې چا سل کاله بعد د خپل مړي پور اخيستی و، خلکو ويل چې بيړه يې وکړه. د افغان دښمني دومره اسانه نه ده چې څوک يې هضمه کړي. دا به ټول په خپلو سترګو ووينو؛ ان شاءالله!
پينځمه دا ده چې دا د عامو مسلمانانو د کورونو د بمباريو کوردينات هغه خلک ورکوي چې امريکا ته په جاسوسيو کې په دې کارونو اموخته ول. اوس پاکستان ته کوردينات ورکوي. زموږ به غوښتنه دا وي، چې دا خلک ټول وطن ته رسوا شي او د خاين په نوم محاکمې ته راکش کړل شي..که نه نو دلته شوروي او امريکايايانو د جاسوسۍ داسې تخم کرلی چې ټول عمر به يې خېټه د بې ګناه انسانانو له وينو ډکه وي. ټول عمر به يې کار دا وي، چې يو بادار يې ورک شي، بل بادار به ځان ته لټوي..دې وطن ته بايد هغه ټپوسان معلوم وي چې ټول عمر يې د پنجاب ضد شعارونه ويل، اوس هلته پراته دي او د عامو افغانانو کورونه ورته د ټي ټي پي مرکزونه ښيي. دا خلک بايد رسوا شي او د دوی په غياب کې شرعي محکمه دايره شي او د محکمې حکم پرې صادر شي.
6 252
د ”شبکې غلې دي“ کمپاین ښه په درز کې روان دی، اصل شکایت د نیټ له لوړ قیمته کیږي چې اکثرو بدرګه کړی
خو ساړه ماغزه بیا وایي چې د بیو له کمښت څخه اهم هغه د انټرنیټ د درست استعمال د پوهاوي کمپاین دی، هغه ارزانه نیټ چې تنکي ځوانان لا نور هم د سکرین غلامان جوړوي، مضر دی.
6 252
نه یوازې دا چې د مشر خلیفه صاحب خادم خادم خاص و، بلکې ټول شمس العلوم ته یې حیثیت د امسا درلود. الله تعالی دې یې درجې لوړې او تشه ډکه کړي.
الحکم لله.
6 252
که یې بل قتل نکا، افغان خپله ځان قتلوي. هیڅ له ځان او اولاد سره پام نشته. هېڅ ځان له عصر او وسائلو سره نه بلدوي. له هر څه سره تعامل د لوبو دی، روان دی. خدای دې افغان خانه اباده کا.
دا همدا نن د ارغندۍ په لار د یوې ناوې او زوم موټر دی. إنا لله وإنا إلیه راجعون.
6 252
که هر څومره د اصیلو افغانانو لارې لدې خلکو جلا وې، ولې وطن ته د نسبت له وجې دا د ټولو افغانانو په جمعي عزتالنفس هغه زهرجن غشی دی چې تکرار ورباندې لګي. دومره خمېدل نه و پکار.
برای تاریخ
6 252
د اشغال په نادودو بحث موږ ته په طبعي توګه د استقلال عظمت را ښایي. عفوه او دې عام مصلحت پر بنا اساني اختيارول سیاست بللی شو، خو د یوې تورې دورې جزیات د هېرېدو ندي. باید چې تکراري بحث شي. برجسته دې شي. یاد دې شي.
همدا د یو نسل لپاره د پند او عبرت خواړه برابروي!
6 252
افغانان له بل هر چا ډېر هېرجن دي. ټولې هغه تاریکۍ تقریبا په هېرېدو دي چې د اشغال پر مهال هره ورځ تکرارېدې
د هېرې دغه تاواني عادت ډيری د نن او پرون په پرتله کې اشتباه کړي. داسې نده پکار.
6 252
ډېر بدلون راغلی، د بنیادونو بدلون. اکثره هغه ماشومانه معیارونه چې د اشغال په وخت کې عام او ترویج شول اوس شرم ګڼل کیږي.
هیله ده تمام ملت خپل هغه بومي حالت ته ستون شي کوم چې سابق یې درلود.
6 252
زبیر شفیقي، شهرت ننګیال او حبیب الله رفیع د وردګو ولایت هغه نامتو لیکوالان دي چې د قلمي قوت له وجې یې نوم او شهرت تمام وطن ته خپور دی
له پورته مثلث څخه استاد رفیع تازه وطن ته راغلی، ویل کیږي غرب کې زیات تنګ و.
6 252
١٧مې ګڼې فرمان ته په ډېره ښه توګه د پوهاوي کمپاین وشو، تر ډېره قناعتونه حاصل شوي او ټولنه کې د یادو بې ګټې رواجونو ګراف مخ په ټېټدو دی.
6 252
معاصر مسلمان د ”اکثریت له شور او توقعاتو“ ډېره صدمه لیدلې. د پیغمبر علیه السلام امتي به وي خو د ثابتو دیني معیارونو پر ځای به هغه څه ښه ګڼي چې ډېر یې غواړي او زیات یې تمه کوي. دا درسته نده.
6 252
ټامیانو نن بیا کوشش کاوه چې د هنر تر عنوان لاندې یو بل فساد (موسیقي) عام کړي. موږ من حیث مسلمانان خپل ثابت دیني معیارونه لرو، کله هم د یو چا شهرت د هغه د عمل حیثیت نشي بدلولی!
6 252
حجاب په افغانستان کې حل شده موضوع ده، د بحث سویې ته یې را ښکته کول د پردیو کار دی.
په تمام افغانستان کې به هېڅ اصیل افغان پیدا نکړی چې د حجاب په وړاندې دې ودري.
6 252
باخبره ملګري وايي، د حزب التحریر اکثره ځوان اعضا د داعش (معاصرو خوارجو) صفوفو ته جذبیږي. د دوی وینا، دغه حزب د تیارې لښکر ته بستر ایجادوي.
6 252
د هرات والي:
په ټولنیزو رسنیو کې د امنیتي ځواکونو د ډزو خپرې شوې وېډیوګانې ټولې جعلي دي. نوموړی وایي، یادې وېډیوګانې او انځورونه د اېای پر مټ جوړ شوي دي.
6 252
د هرات والي:
د محتسبینو له لوري د بېحجابۍ له امله د یو شمېر ښځو د نیولکېدو په اړه ادعاوې ناسمې او هېڅ حقیقت نه لري.
6 252
عبدالله عزام:
یوازینی هغه عمل چې الله تعالی یې په اړه فرمایي « زه او فرشتې یې کوو، مؤمنانو تاسې یې هم کوئ»، پر رسول الله صلی الله علیه و سلم درود شریف لوستل دي.
6 252
د زابل امنیتي مسئولین وایي:
هغه پیسې چې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال په یوه موټر کې موندل شوې وې، د یوه رسمي پلاوي په حضور کې خپل څښتن ته وسپارل شوې.
