ابوبکر خپلواک
Kanalga Telegram’da o‘tish
6 046
Obunachilar
-724 soatlar
-677 kunlar
-29730 kunlar
Postlar arxiv
6 042
په پرتله کې انصاف
ابوبکر خپلواک
کله د سړي پام نه وي په غیرشعوري توګه یوه اشتباه تکراروي، له استقلال وروسته موږ اکثره مسایل او د نظام پرمختګونه له تېرې ادارې سره په پرتله کې مطرح کول. مثلاً، ویل کېدل به پرون دغه کار دغسې و، نن یې دغه ډول مثبت بدلون کړی. دې ته یو ډول د بریا په نظر کتل کېدل.
وروسته یوه ملګري ډېره ښه خبره وکړه، ویل یې: د کابل اداره او د اشغال ټول شل کلونه په هېڅ ډول باید یو شرعي نظام ته د معیار حیثیت ونلري، اهداف، موخې، مقاصد او ارمانونه باید ډېر اوچت وي. ځکه د اشغال او استقلال مثال د شپې او ورځې دی، اوس که ته وایې، اې خلکو!
وګورئ، د شپې په دولس بجو هیڅ نه ښکارېدل، تپ و تور و، اوس دادي د غرمې لس بجې لا ندي شوې، هر څه واضح ښکاري ـ دا کله منطقي ده.
دې ورته بحثونه ډېر کله پر ميډيا هم سر را پورته کوي، ډېر قدرمن اشخاص له ډېرو عادي افرادو سره په پرتله کې بحث کیږي چې په هېڅ ډول یې یو سم دید نشو بللی.
داسې هم شوي چې د فیسبوک یو ملا، چې له میډیا، موبایل، لپ ټاپ، انټرنیټ، فیسبوک او متن لیکلو سره عادت او علاقه لري له یو داسې چا سره د پرتلې په تله کې را اخیستل شوی چې مفسر دی، محدث دی، شیخ د باطني علومو دی.
موږ باید سویې، موقفونه او صنفونه لحاظ کړو. هیڅ معقوله نده چې د فیسبوک یو ملا له یو داسې شخصیت سره مقایسه شي چې بسته یو نسل یې روزلی وي. د لسګونه زره سالکانو سینې یې همهاله له فیضه خړوبیږي. په صحبت کې یې اثر وي. د بدلون قوت وي. په توجه سره یې د مؤمنانو حالت دیګرګون کیږي. مدرس وي. مهتمم وي. روحاني وي. شیخ وي. استاد د مجاهدینو وي. کاملاً متشرع وي. ولایت ولره ثابت وي... که موږ ناقصې پرتلې د مطرح کېدو په خاطر کوو، هغه بیا جدا کیسه ده چې رسنیزه حربه یې بللی شو. ولې...
پای
6 042
له ایرانه زدکړه۳
ابوبکر خپلواک
نن سبا د رسنیو پر اهمیت خبرې کول داسې مثال لري لکه څوک چې د اکسجن، اوبو او خوړو اړتیا بیانوي. عمومي باور دی چې که یو څوک نن خپله خبره په خپله ونکړي د ده پر ځای یې بل څوک کوي، که نظام خپل روایت د خپلو اصطلاحاتو پر مټ جوړ او مطرح نکړي، بل څوک یې کیسه د خپل میل او ګټو موافق لیکي ـ دا خبرې بخي په زیاته کچه د مفاهیو او اصطلاحاتو په ټولګیو کې تکراريږي، موخه یې دا وي چې نظامونه باید خپله ژبه (رسنۍ) ولري.
ما پرون هم د څنګ ملګري ته ویل، که چېرې د ایران د رهبر ویناوې دقیقې واورېدل شي، د وزیرانو مرکې یې تعقیب شي، د سپاه د ویاند خبريکنفرانسونه وارزول شي او یا د "صدا و سیما" تحلیل ته ځېر شې د الفاظو او مفاهیمو ترمنځ به یوه عجیبه همغږي ووینې.
کلونه کیږي چې د «مقاومت، استکبار، شه.ید، عزت، اقتدار، حکمت، مصلحت او عقلانیت» په څېر لسګونه اصطلاحات د دوی د رسمي شخصیتونو پر ژبه تکراریږي، چې موږ یې تصادف نشو بللی!
د قاسم سلیماني، عراقچي او جواد ظريف مرکو ته که پام وکړې، خبریال سوال یو ډول مطرح کوي خو د دوی ځواب بیا بېل او په خپل تعبیر وي، هیڅ د ژورنالیست د اصطلاحاتو برخه ځان نه جوړوي.
موخه دا چې ایران نه یوازې په پوځي صنعت، معارف، تخصصي زدکړو، اقتصاد او... کې ښه مزل کړی، بلکې د دولتي رسنیو داسې یو ځواک او جال یې را منځ ته کړی چې په اظطراري شرایطو کې د عمومي باور د ایجاد تر څنګ تر ډېره د خپل ملت د عمومي مغز په مدیریت کې ښې ثابتې شوې.
د "صدا و سیما" په اړه یې ویل کیږي چې د کارکونکو شمېر یې له ٤٠زره اوښتی او کلنۍ بوديجه یې د ١٨٥ میلیون ډالرو معادل ده. - د پورته ارقامو تایید مې په څو نسبتا بې طرفه رسنیو کې هم ولید.
الغرض:
د انقلاب په پایله کې را منځ ته شوی د اخوندانو دغه حکومت چې "اسلامي" ټایټل لري له موږ څخه د سن په لحاظ (٤٢) کاله مشر دی. دوی زموږ په شان ډېر ورته شرایط تجربه کړي، ځکه یې سالم عقل راسره مني چې د دوی د مخکې تګ له مزله، له شرایطو سره د تعامل له اندازه او... د یو مقصوي کار په څېر زدکړه او استفاده وکړو.
که حکومت وغواړي دا کار کېدلی شي. ټولې هغه ادارې چې ګډ کاري استقامت لري باید ددغه همسایه طریقهکار تر خپل ذربین وباسي، شاید ډېر داسې څه پکې ومومي چې ورته جدي اړتیا وي...
پای
د بېړې او اختصار دې مخ ورک شي.
6 042
له ایرانه زدکړه ٢
ابوبکر خپلواک
په یوه مجلس یو فرهنګي مشر وویل، د کابل ادارې یوه ستونزه دا وه چې اکثره هلكانو به یې د غرب سره د راشه درشې تار غځولی و، یا به یې تحصیل هلته کړی و او یا یې دلته وطن کې له اشغالګرو سره د ګډ کار، ژباړې او سفارت اړیکې لرلې.
دغه هلکان چې له خپل تاریخ او هویت سره په یو سست تار تړلي و د همدغه نږدېکت له وجې په غربي کلچر کې ډوب شول. د زیږ افغان زوی به و خو چې کاته به دې رټ به غربي ښکاېده. تعامل، ذهنیت، ظاهر، اولویتونه او ارزښت به یې پردی و.
ددغه سویې خلک به چې کله بیا حکومت ته را ګډ شول او چوکۍ به یې اشغال کړه نور به یې کوشش همدا و چې غربي ژوند له تمامو سوړو سره دلته شرق کې پلی او تطبیق کړي خو نتیجه به یې نلرله.
د مشر په وینا چې د شرق او غرب تفاوت په نظر کې نه نیول، د خپلې ټولنې نه درک، مذهبي اعتقاداتو ته نه پاملرنه، ارزښت، معیار او اولویت ته په سپکه کتل، هغه څه و چې کابل اداره یې نوره هم خثی کړه.
موخه دا چې ټولې هغه نسخې چې یوه بېدینه او لېبرال ټولنه ورسره تعامل او یا پرمختګ کولی شي حتمي نده چې په مشرقزمین کې به هم نتیجه ورکوي، ښه دا ده چې موږ د وړاندې تګ په مزله کې د هغه ملتونو له تجاربو زدکړه او استفاده وکړو چې زموږ سره د تاریخ، هویت او تمدن مشترکه حوزه لري.
که هر څومره په اوسني سیاسي، مذهبي او ملي دید کې موږ له ایران سره واټن لرو خو شته داسې مشترک ټکي چې استفاده ترې کېدی شي؛ دا چې د نظام د «قوت، بقا او سیالۍ» په مزله کې موږ د دوی له کوم «طریقهکار» استفاده کولی شو، په راتلونکي برخه کې به یې را وسپړو. ان شاءالله.
دووام لري.
ښه جمعه
6 042
د سن تقاضا
ابوبکر خپلواک
څو میاشتې وړاندې له منلي لیکوال، شاعر او صوفي عالم قاري عبدالستار سعید صاحب سره یوې خوا ته په موټر کې يو ځای شو، یوه موضوع یاده شوه، بیا د یو کس یادون وشو. ما ویل دا ولې؟ ویل یې د "سن تقاضا ده"
وروسته همدغه لنډه جمله ما له ځان سره را وسپړه، اول مې په ځان قیاس کړه، ډېره درسته وخته. بدون له شکه د تېر شوي یوه کال، یوې میاشتې او ان اونۍ سوچ لا له سړي سره نه پاتېږې، د انسان سوچ او فکر ډېر په سرعت سره د بدلون مزل کوي.
یو وخت و چې موږ به فیسبوک کې لایک ته خوشالېدو، عکسونه به مو اچول، یوه نه، دوه نه، ډېر. دائم به د کمرې مخ ته ولاړ و. اوس کال کیږي نه مې یادېږي چې د عکس اخیستو شوق مې دې شوی وي.
یو وخت و، احساسات غالب و. وړې موضوع به تحریک کړو، کم د فکر مخالف به راته دښمن ښکارېده، له الفاظو سره مو بازۍ کولې، ټاپو ته به مو لاس کا، تور و سپین به مو نه کووت. هغه دوره هم تېره شوه، اوس سوچ راته وایې یوازې حقیقت ته به ماتېږې، نورې ګپې ایله کوه.
یو وخت و، ثابت معیار راسره نه و. ډېر مو په ملګرتیا نیولي و، د ډېرو مو قدر کاوه، داسې احترامونه، محبتونه او ادبونه رانه وشول چې وروسته بیا پرې پښېمانه شو. دا هر څه د زمانې جبر را وښودل.
یو وخت و، له یوې موضوع سره ډېر احساساتي تللی وم، مشر مبارز او استاد ابن مبارک احمدزي کوشش کاوه د حکمت په ژبه مې پوه کړي، زه قانع نشوم. یو وخت و د نظام خدمت او د ام.ارت فکر دومره جذب کړي وو چې تقریبا شخصي تعلقات پاتې و، خبیب اغا راته ویل واده وکړه، ما ویل کله وخت شته، تکلیفول کوې. وروسته له واده متوجه شوم چې ښه وه چې ناوخته کړې مې نه وه. ههه
یو وخت و... نور بل وخت ان شاءالله.
الغرض:
ځوانانو، ځوانکیانو، زلمو، زلموټو، همزولو، ط. او.. ډېر شنه و سره مه کېږئ. دا لنډ فکر او سوچ، دا تنګې سینې او یکنواخت دید دائم نه پاتېږې، لکه ستاسو بدن چې وده کوي عیني دغسې مو فکر او نړۍ لید غوړېږي. کوشش وکړئ لوی فکر تمرین کړئ، د حکمت لمنه ونیسئ. لنډې منډې مه کوئ. څوک مه خپه کوئ. د یو عالم په دفاع کې د بل توهین مه کوئ. د نقد روش زدکړه کړئ. یو مخ مدحې هیڅ بازار نلري. سوړ مغز که قانع کوئ له منطقه به کار اخلی.
نور راځئ! وړاندې لدې چې په همدې "نن" بیا "سبا" پښېمانه وی، له احتیاطه، له سوچه، له فکره او د نورو له تجربې ېې زدکړئ. دا خبرې چې ما درته وکړې نور یې نه درته کوي. که مو ومنلې، د نورو جرئت به هم وکړو.
پای
6 042
له ایرانه زدکړه
ابوبکر خپلواک
څه کم ٥٠ کاله کیږي چې ایراني اخوندانو انقلاب ګټلی، دوی له اسلام څخه د خپل ځانګړي "شیعه دید" له مخې لومړی حکومت جوړ او بیا یې د "ولایته فقیه" عالي مقام او بنسټ را منځ کا، دوی وایي څو چې غائب امام (امام مهدي ع) ظهور کوي د ولایت چارې به موږ سمبالوو.
په هر صورت، دغه انقلاب چې اوس پنځه لسیزې عمر لري د ایران په جغرافیه کې ډېر عمیق غوړېدلی، د امریکې او صهیونیستي رژیم سره په ۱۲ ورځنۍ او بیا ۴۰ ورځنۍ لانجه کې یې قدرت ډېر علني شو. دغه جنګ چې دوی خپل رهبر پکې له لاسه ورکړ د ایران له داخله یې ډېر کم جزیات خپاره شوي.
تازه یې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تقریبا سپین غږېدلی، هغه په یوه پاډکاسټ ډوله برنامه کې چې جواد موګویی یې کوربتوب کاوه د ٤٠ ورځني جنګ د پیل کیسه کوي، د "بیت خامنهاي" د بمبار په اړه غږیږي.
که هر څومره د "ماجرا جنګ" دغه برنامه د ایران په مطبوعاتو کې ډیره نقد شوې او ویل کیږي چې ټولې پوښتنې یې د صدا و سیما د رواني عملیاتو په دفترو کې طراحي شوې خو ددې نیوکو باوجود ډېرې داسې نوې خبرې لري چې موږ زدکړه ترې کولی شو.
مثلاً، عراقچي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي، دا ځل موږ د جنګ په صحنه کې و، هره لحظه دا امکان و چې موږ هدف وګرځو، وضعیت ډېر اظطراري و، دریمه ورځ مې ایله د پزشکیان سره پیدا کړل، ددې لپاره چې موقعیت مې افشا نشي په ښار کې په خپل موټر کې ګرځیدم او له خپلو سفیرانو او د خلیج د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مې اړیکې نیولې خو ددې ټولو مشکلاتو باوجود موږ خپل رواني ثبات دومره نه و بایللی لکه زما د سفارت پر مهال.
نوموړي چې د ٢٠٠٨ او ٢٠١١م کلونو تر منځ چاپان کې د ایران سفیر و، وایي هغه وخت هم وضعیت یوار ترینګلي شو، موږ چې د ایران په اړه غربي مطبوعات او دوی تحلیلونه تعقیبول ډېر منفي اثر به یې کاوه، وضعیت ته به اندښمن و، دا ځل چې میدان کې و او خپله مو وضعه د جنګ په حالت کې کتله دومره سخته نه وه.
الغرض:
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پورته خبرې جوتیږي، که څوک وغواړي یا ونهغواړي د دښمن منفي پروپاګندا او تبلیغات خپل منفي اثر پرې باسي ولو که د هرې سویې مسؤل او چارواکی وي ـ له همدې وجې لازمه ده چې ټول فرهنګي ملګري او هغوي چې له رسنیو سره سروکار لري، نباید وطن، وضعې او نظام ته یوازې د خپل موبایل له سکرینه وروګوري. ټول مشکلات، ستونزې، لاسته راوړنې او ننګونې له واقعي دیده ارزول غواړي، مخالف رسنیز ادرسونه او یو طرفه محتوا کولی شي ادنا ستونزې ډېرې را برجسته او د واقعیت تصویر پیکه کا چې پایله يې عمومي ناامیدي او بې باوري ده.
پورته عنوان شاید ډیرو ته په زړه پورې نه وي خو تر هغې چې زه دغه لړۍ بشپړوم، حوصله مو غاړم. خبره مې لا نده پوره کړې.
پای
6 042
مشترک درد چې امید زیږوي
ابوبکر خپلواک
په یوه وټساپ ګروپ کې مې د یوې ستونزې په اړه د صف د ملګرو بحث کووت، یوه ستونزه شریکه کړې وه، بل تایید کړې وه، نورو خفګان څرګند کړی و او ځینو حل لارې راوړې وې، دغسې بحث دوام موندلی و.
دا هسې یو مثال و چې زه یې یو مهم تفاوت ته متوجه کړم، لسګونه دغه ډول مثالونه لرو چې د صف خلک، مخلصین او مجاهدين د نظام په یو مشکل ځوریږي، زړه ورته خوري، د حل کوشش یې کوي، پوښتنه کوي، مداخله کوي، رسک اخلي، نقد کوي، نیوکه کوي، خپل نفوذ او اړیکې استفاده کوي بالاخره عمومي کوشش دا کیږي چې ستونزه یو طرفه شي. عینې لکه سړی چې د خپل کور او کورنۍ ستونزې حلوي.
دغه احساس تقریبا د صف اکثریت ته شامل دی، ټول د ستونزې او مشکل په وړاندې واحد درد لري چې یو عجب ښه مشترک د مالکیت احساس یې زېږولی.
د "حسِ مالکیت" دغه ارزښتمن تفاوت چې اوسنی نظام یې لري ډېر ترې بې برخې دي، جمهوریت شل کاله کوشش کاوه چې یو مشترک هدف، مشترک درد او مشترک حسمالکیت د خپلې ادارې د بقا لپاره جوړ کا خو تر اخر ونه توانېدل.
د اسد په ٢٤مه چې د وطن د تاریخ صفحه اوښته د کابل ادارې په لکهاوو وسلوال پوځ کې یو کس داسې پیدا نشو چې د یو ژمن نظامي په څېر د سر قرباني ورکړي، په عامل چې یې بحث کیږي علت یې دا یادیږي چې د هغه نظام په وړاندې چا د مالکیت او خپل ګڼلو حس نه لاره.
اوس چې موږ د "امید" خبره کوو، باور مو همدا دی چې د نظام دننه یو مشترک درد او حس موجود دی چې عالي ارادې زیږولی شي، د بقا، قوت او سيالۍ فکر ژوندی ساتلی شي، د فساد په وړاندې مزاحم غږ جوړېدی شي او بالاخره نظام په عموم کې له کږېدو ساتلی شي.
هیله ده د "حسمالکیت" دغه جوهر دغسې غوړېدلی پاتې شي، نظام خپل وبلل شي، ستونزه یې خپله ستونزه او بریا یې خپله بریا حساب شي، تر څو دغه چتر چې سیوری یې خپور دی په همدې بستر دوامداره باقي پاتې شي.
*یادونه!
پورته بحث ته هېڅ اړتیا نه وه؛ همدا اوس مې د نورستان د سیلاب خبر لوست چې غمیزه یې جوړه کړې. والي لګیا دی، شاروال د خدمت پرمهال شهید شوی. پورته تحلیل کې ما کوشش کړی چې د نظام د همدغه برخې تصویر را برجسته کړم.
پای. ماښام
د کرایې پردۍ جونګړه.
6 042
د شخصیتي تضاد له منځه وړل یو جدي اړتیا
ابوبکر خپلواک
سالکان یې مقام صدق بولي. دوی په دې باور دي چې یوازې رښتیا ویلو ته صدق نه ویل کیږي، بلکې کله چې په نیت، محبت، عبادت او تعامل کې صدق پیدا شي، هغه کس صادق او هغه مقام، مقام صدق دی. دوی وایي چې د باطن او ظاهر تضاد روح ته اضطراب پیدا کوي. انسان چې یو څه احساسوي او بل څه وایي، ورو ورو یې شخصیت ټوټې کېږي؛ خو کله چې زړه، ژبه او عمل سره متحد شي، بیا انسان د “اخلاص” او “اطمینان” حالت ته رسېږي.
صحبت او خانقاه کوشش کوي چې خپل سالکان عملاً داسې جوړ کا چې د زړه او خولې خبر یې یوه شي، یعنې څه چې په زړه کې وي باید په عمل او تعامل کې هم ښکاره شي. که په ظاهر کې یو څه وي او باطن کې بل، اهلتصوف بیا دا د نفاق، ریا او دوو مخۍ نښې بولي.
ځکه که چېرې ژبه د زړه د ترجمانۍ پر ځای د مصلحت او مصنوعي تمثیل وسیله شي بیا ممکنه نده چې د درواغو، غیبت، بهتان، فحش، کنځا او نورې هغه ګناوې چې په ژبه پورې تړلې دي مهار شي.
پورته مقدمې ته په کتو، موږ او تاسو په خپلو ملګرو، همسایګانو، همکارانو او دوستانو کې ډېر داسې کسان لرو که یې خبرو ته پام وشي، لومړۍ خبره یې دویمه هغه نفي یې کوي. دغه تضاد د اکثره اهل اشخاصو شخصیتي ثبات ته زیان اړولی.
ډېر داسې لیکوالان به تاسو خپله هم لیدلي وي چې په ورځ، اونۍ او یا میاشت کې یې فکر او قلم خپل مسیر بدلوي. یا هغه خبره او نظر چې دوی یې خپل مخاطب ته د نقل او رسولو هڅه کوي په خپل شخصي ژوند او تعامل کې به یې څرک هم نه لیدل کیږي. د مثال په ډول موږ په خواله رسنیو کې یوه ډله داسې فعالان لرو چې په احساساتي توګه د امت قضیه مطرح کوي، بدون لدې چې اوسنۍ سیاسي نظم، تحولات، د معاصر مسلمان ذهنیت، اولویتونه، غوښتنې، خپل قابلیت، د خپل پیغام د دفاع دلایل او د قناعتونو د حصول ظرفیتونه په نظر کې ونیسي د شعار په بڼه څه خبرې په تکراري ډول بدرګه کوي.
د پورته طبقې له لیکوالانو سره که تاسو کېنی او د خپلې ادعا د دلایلو او د غوښتنو د تطبیق په څرنګوالي ترې وپوښتی، شاید هیڅ کوم قانعکوونکي څه؛ ترلاسه نکړی، بلعکس د امت په کچه د نجات او وحدت دغه داعیان به تاسو په ډېر وړو، ابتدایي او سطحي مسائلو کې ښکېل ووینی، که یو څوک له ملت ور پورته د امت په کچه د وحدت خبره کوي او دی خپله د فکر او صف له ملګرو سره د حسد، کینې او منفي سیالۍ په دام کې ګیر وي، همدا موږ د شخصیتي تضاذ بېلګه؛ بولو.
د منطق، سالم فکر او مبارک شریعت تقاضا ده چې داعي باید په هغه څه چې دی ورته دعوت کوي باید خپله عامل او عمل کوونکی واوسي، د حکمت له طرز او طریقې سره لازمه ده چې موږ ټول هغه موارد او مفاهیم چې نور ورته رابولو، اول له خیال څخه د عمل میدان ته راوړ، شرایط، ظرفیتونه، امکانات او زمیني شرایط مطالعه کړو.
دا که خبره د اسلامي امت کوو او له ابتدایي جغرافیې، تاریخ، نقشې او پیژندنې سره یې نااشنا و، دا سوچه ناکامي او د یوې جعلې هڅې ناکامه کوشش دی، نه یې دعوت بللی شو او نه ورته نور رابللی شو، که یې رابولو هم حتمي ده چې په قناعتورکړه کې به پاتې راځو.
د یو ادنا لیکوال په حیث د صف له ټولو ملګرو، مخلصینو، داعیانو او د امت په درد درمنو ټولو مجاهدینو هیله لرم چې د قضایو عمق مطالعه کړي، شرایط جدي او دقیق وارزوي او ټول هغه ځوابونه چې زیات مطرح کیږي اول له ځان سره ځواب کړي، تر څو بیا وروسته د قناعت او دعوت په مجال کې له ستونزې سره مخ نه وي!
پای
١٤٠٥ لمزیز د سرطان ۷مه
6 042
بدلې شوې دعاګانې
ابوبکر خپلواک
یو وخت و چې تر ټولو لویه هیله، لوی امید او لوی ارمان مو د وطن استقلال و، دعا به مو کوله چې خدایه پاکه داسې وخت راولې چې وطن مو مستقل وي، نظام مو شرعي وي، د خاورې واک د خپلو سره وي، هیڅ حربي کافرر او د دوی حلقه بګوشه غلامان نه وي.
الله تعالی مو دغه دعا قبوله کړه، الهي نصرت شامل حال شو، له انساني تصور لوړ، له ټولو اټکلونو خلاف د اسد په ۲۴مه مو نظام خپل شو، واک خپل شو، وطن ازاد شو او عملاً مو د شریعت حاکمیت تجربه کړ. بخي لوی انقلاب و چې په خپلو سترګو مو ولید.
خو څومره چې موږ د مبارزې، امېد او دعا پر وخت نظامداري اسانه تصور کړې وه، هغسې نه و. د حاکمیت له پیل سره د مسؤلیتونو، ګیلو، مشکلاتو، نیوکو او یو عالم ستونزو یوه دروازه را خلاصه شوه، نه د ملت غوښتنې کمې و نه یې هیلې او امیدونه. د ملت د زعامت وزن دومره دروند و چې زما په شان ددې صف یو ادنا فرد یې هم سنګیني حس کړه/کوي.
د پورته ټولو مشکلاتو باوجود الحمدلله نظام باقي پاتې شو، ارادو یې نتایج خپل کړل، امنیت تامین شو، اقتصاد تر ډېره له مافیا او جعل را ووت، اولویتونو خپل شول، دیني زدکړې تر ډېره وغوړېدې، د علم و عرفان ډېوې بلې شوې، خانقاه خپل د تزکیې کار بېرته په ښه ډول شروع کړ، ملت په مختلفو برخو کې اسوده شو، انقلابي حالت، ادبیات یې، ذهنیت یې، تعامل یې او تر ډېره یې اثرات په ختمېدو شول.
د پورته څو یادو شو او سلګونه نورو لاسته راوړنو باوجود څومره چې تمه کېده له نظامه قناعتونه په هغه کچه حاصل نشول، خپل علتونه شاید ولري خو تر ټولو ډير څرګند او ډېر برجسته چې دی هغه د بېکارۍ ستونزه ده چې فقر يې زېږولی، دغه ستونزې د هغه نظام تصویر چې په خپل رسمي چوکاټ کې له یو میلیون (لس لکه) ډېر کسان مامورین لري او په همدومره کچه ورسره په غیر مستقیم ډول پکار دی، بیا هم تت کړی.
سهار چې مې د نیمروز په سوځونکې دښته کې د هغه ۱۹ تنو افغان ځوانانو د مرګ خبر لوست چې غوښتل یې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره له قاچاقي لارې ایران ته لاړ شي او بیا مې ځان د یو داسې چا په حیث چې د قاچاقي لارو زجر مې لیدلی، دوی، د دوی کورنۍ، د دوی اولادونه، والدین یې، د مرګ کیفیت یې، تنده یې، لوږه یې، حسرت یې، ارمانونه یې او... تصور کول، الله تعالی شاهد چې سم یې خپه کړم.
که هر څومره الله تعالی مالک د رزق دی ولې عمومي حالت هغه وخت بدلون مومي چې موږ یې له ځانه را شروع کړو، من حیث فرد خپل وس، خپل مال، خپل صلاحیت، خپل علم، خپله تجربه، خپلې اړیکې او خپله عاطفه په دغه لار کې مصرف کړو.
له فتحې وړاندې مو که له اشغاله د نجات سوال او زارۍ کولې اوس باید چې د شرعي نظام د بقا، قوت او د زعامت د ثبات د دعا تر څنګ تکراري دعا دا وکړو چې: الله تعالی ته نظام ته دا وس، توفیق او تدبیر ورکړې چې افغان په نس موړ کا، په تن یې پټ او د بل له احتیاجه را وباسي.
موږ د رب العزت جل جلاله په نصرت ایمان لرو، لکه چې څنګه چې یې خپل حق صف د جنګ په میدان کې بریالی کړ، دغسې به یې اقتصادي بریا نصیب کړي، د وطن او نظام سیاسي اړیکې به وغوړیږي، د مهاجرینو سیلاب به جذب شي او کاري فرصتونه به محیا شي، ولې کار پکار دی!
پای
۱۴۰۵ د سرطان ۲۸مه
6 042
د واخان کوریډور د نا امنه کولو هر راز هڅې به د نظام د سخت غبرګون سره مخ شي.
زموږ د هیواد بهرني او کورني غلیمان دي په دې برخه کې د هرې شومې ارادې وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو جدیت او حساسیت درک کړي.
هغوی چې زموږ اقتصادي پرمختګ نه شي زغملی او خنډونه جوړوي د ترحم وړ نه دي.
مهاجر فراهي
6 042
ددې نظام حیثیت اسلامي دی. اهداف او مقاصد یې اسلامي دي، زعامت او قانون یې اسلامي دی، ددغسې یو معلوم صف په وړاندې اوس تاسو ووایئ چې مزاحمت او درېدل څومره یو لوی جرم و جنایت دی.
د امارت حیثیت باید درک شي!
6 042
نظام شاید په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې ولري، ولې د بغاوت، شر و فساد او خوارجو په وړاندې یوازنی غورځنګ دی چې قطعاً انتظار نه باسي، دائم یې د محوې تدبیر نهایي وي.
6 042
څومره چې له طبيعت سره زموږ اړیکه شلېدلې همدومره مو په طبعه، تعامل او مزاج کې منفي تاثیر لیدل کیږي
ددې لپاره چې پاک بې عاطفې نشو لازمه ده چې له دوستانو او طبیعت سره تړاو دوامداره کړو.
6 042
د سالکانو په صحبت کې د مرګ د مراقبې زیات اهمیت بیانیږي، دوی وایي دغه مراقبه او د مرګ قلبي تصور د نفس د اصلاح بستر برابروي.
خو بلخوا چې ګورې موږ معاصر مسلمانان له خپل دغه حتمي سفر څخه ډېر غافل او بېپروا یو. خدای دې وکا چې د مطرحو بندګانو رحلت موږ خپل دغه لوی سفر ته په تیارۍ باندې پابند جوړ کا.
6 042
یو ځل بيا پنجابي پوځ افغانان شهيدان کړل!
لطف الله خیرخواه
په لاندې پينځو خبرو راسره غور وکړئ:
لومړۍ خبره دا ده چې:
دا مقطعي پېښې نه دي، پاکستان دوامداره جګړه پيل کړې ده چې په دغه تکتيک روانه ده. اسلامي امــ.ارت بايد د طويل المدت جګړې ستراتېژي جوړه کړي او د اوسنيو شرايطو مطابق د ځواب کوښښ وکړي او په ممکن راتلونکي نږدې مهال کې د غاښ ماتوونکي ځواب تياری وکړي.
دوهمه خبره دا ده چې پوځي پرمختګ په ۵ کلونو کې نه کېږي. د پينځو کلونو همدومره ګوړه وي چې يو شی وتوغېږي، کوهاټ او اسلام اباد وولي. ايران شپېته کلن حکومت کې د خپل مړ جمهور رئيس جسد نه شو پيدا کولی. اخر ترکان راغلل او جسد يې ورته پيدا کړ.
که پوځي پرمختګ دومره اسانه وی، کرزي او اشرف غني بايد پاکستان لوټې لوټې کړی وی. پرمختګونو ته لږ صبر وکړئ. اراده شته، عزم شته، فکر شته او وړتيا هم شته. دا هر څه به په خپلو سترګو ووينو، ان شاءالله!
درېيمه دا ده چې د پېښې وخت کې ولې ځينو ته پېغورونه ورياد شي؟ ولې يې خوله خلاصه کړې وي؟ کرزي او غني نه لرې واټن ويشتونکې اسلحه پاتې وه؟ ځکه داسې چغې وهي؟ څه شی پاتې و؟ له قرضونو، له غلو، شوکمارو، ډاکه مارو، جاسوسانو پرته څه راپاتې وو؟ دوه درې ټغنې چورلکې وې، هغه يې هم خپلو بادارانو ته خوندي کړې او دلته چې څه ترې پاتې کېدې، هغه يې تخريب کړې. لږ خپل ګرېوان کې ولې فکر نه کوو؟
په زلزلو کې دوی د ګناهونو پيغورونه کوي، په سيلابونو کې دوی پيغورونه کوي، په طوفان کې دوی پيغورونه کوي، دوی خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړی، چې دوی څومره په اوبو کې دي؟!!
څلورمه دا ده چې دا هر وار حسابېږي. دا پاتې کېږي نه. زموږ په خوږياڼيو کې متل دی چې چا سل کاله بعد د خپل مړي پور اخيستی و، خلکو ويل چې بيړه يې وکړه. د افغان دښمني دومره اسانه نه ده چې څوک يې هضمه کړي. دا به ټول په خپلو سترګو ووينو؛ ان شاءالله!
پينځمه دا ده چې دا د عامو مسلمانانو د کورونو د بمباريو کوردينات هغه خلک ورکوي چې امريکا ته په جاسوسيو کې په دې کارونو اموخته ول. اوس پاکستان ته کوردينات ورکوي. زموږ به غوښتنه دا وي، چې دا خلک ټول وطن ته رسوا شي او د خاين په نوم محاکمې ته راکش کړل شي..که نه نو دلته شوروي او امريکايايانو د جاسوسۍ داسې تخم کرلی چې ټول عمر به يې خېټه د بې ګناه انسانانو له وينو ډکه وي. ټول عمر به يې کار دا وي، چې يو بادار يې ورک شي، بل بادار به ځان ته لټوي..دې وطن ته بايد هغه ټپوسان معلوم وي چې ټول عمر يې د پنجاب ضد شعارونه ويل، اوس هلته پراته دي او د عامو افغانانو کورونه ورته د ټي ټي پي مرکزونه ښيي. دا خلک بايد رسوا شي او د دوی په غياب کې شرعي محکمه دايره شي او د محکمې حکم پرې صادر شي.
6 042
د ”شبکې غلې دي“ کمپاین ښه په درز کې روان دی، اصل شکایت د نیټ له لوړ قیمته کیږي چې اکثرو بدرګه کړی
خو ساړه ماغزه بیا وایي چې د بیو له کمښت څخه اهم هغه د انټرنیټ د درست استعمال د پوهاوي کمپاین دی، هغه ارزانه نیټ چې تنکي ځوانان لا نور هم د سکرین غلامان جوړوي، مضر دی.
6 042
نه یوازې دا چې د مشر خلیفه صاحب خادم خادم خاص و، بلکې ټول شمس العلوم ته یې حیثیت د امسا درلود. الله تعالی دې یې درجې لوړې او تشه ډکه کړي.
الحکم لله.
6 042
که یې بل قتل نکا، افغان خپله ځان قتلوي. هیڅ له ځان او اولاد سره پام نشته. هېڅ ځان له عصر او وسائلو سره نه بلدوي. له هر څه سره تعامل د لوبو دی، روان دی. خدای دې افغان خانه اباده کا.
دا همدا نن د ارغندۍ په لار د یوې ناوې او زوم موټر دی. إنا لله وإنا إلیه راجعون.
6 042
که هر څومره د اصیلو افغانانو لارې لدې خلکو جلا وې، ولې وطن ته د نسبت له وجې دا د ټولو افغانانو په جمعي عزتالنفس هغه زهرجن غشی دی چې تکرار ورباندې لګي. دومره خمېدل نه و پکار.
برای تاریخ
