ابوبکر خپلواک
Ir al canal en Telegram
Afghan Writer and Mujahid • Member of @ARG_1880 • tweet my views • Seerah, History & Sufism • x.com/AbuBakerWardak ــ @afgwriter1 — اړیکه
Mostrar más5 672
Suscriptores
-724 horas
-407 días
-21730 días
Archivo de publicaciones
5 671
شيخ علي طنطاوي رحمه الله وايي:
اول او اخيري نصيحت دادی چي: لمونځ په ښه طريقه اداکړه، اوږدې سجدې وکړه، اوږده ساه واخله، قرانکريم په تدبر سره تلاوت کړه، د الله تعالي ذکر ډير کوه او دا په ياد ولره چې چې دنيا فاني ده.
5 671
د کابل په اداره کې ډاګټر اشرف غني ته یو نږدې مامور وحید عمر وایي، که وطن ته لاړ شم او یو څوک رانه وپوښتي، چې له تېرو شلو کلونو مو زدکړه څه ده؟
زه به ورته ووایم چې په پردیو باید اتکا ونشي. هماغه زموږ خبره درسته چې ویل مو د غلام عقل مغلوب وي، ډېر وروسته ځای ته راځي.
5 671
د بيبيسي پر فیسبوک پاڼه د ا.ا. د رئیس الوزرا تازه مرکه تر دې دمه یو نیم میلیون کسانو کتلې او څه باندې ٧زره تبصره ورته شوې چې هیڅ منفي کمنټ نه پکې تر سترګو کیږي.
هماغه زموږ سابقه خبره درسته چې ویل مو، له ا.ا. او مشرتابه سره د اکثرو ستونزې او اختلاف پر سوی تفاهم او د معلوماتو پر کمبود بنا دی، که مشران خاموشي ماته کا او واقعي تعارف عام شي بدون له شکه واټن او فاصلې ورسره کمېدی شي.
رسنۍ د ملت او دولت تر منځ د تفاهم پل دی، فقط تقويه کول غواړي!
5 671
د ا.ا. رئیس الوزرا له بيبيسي سره په تازه مرکه کې وایي:
" - سفرونو او سياحت ته مې خپل معاونان ور پریښې دي، ماته دا خوند را کوي چې د خلکو کار وکړم، ولو که وړوکی کار وي.
- تر څو پورې چې کار نه وي خلاص شوی، کور ته نه ځم.
- ماخستن وروسته چې کور ته ولاړ سم، ساده ټيليفون غوږ سره کېږدم، ملګرو ته مي ويلي په هر حالت کې زنګ راته کولای شئ!
- دلې ملګري لرم، د ټول هيواد مکمل مالومات را کوي، او په اړه يې له مربوطه ارګانونو پوښتنه کوم.
- ګرسره خښم نه راځي."
5 671
ددې لپاره چې د فتحې او استقلال دغه ویاړلې ورځ نوره هم عامه، نهادینه او د عمومي حافظه برخه وګرځي، کوشش وکړئ په خصوصي توګه یې مبارکي خپلو ملګرو، د کورنۍ غړو او دوستانو ته مخامخ او یا د مسج له طریقه ولېږئ.
مشوره
5 671
نن یوې بلې ته متوجه شوم. ټول هغه اربکیان چې ځان د اسلامي امارت مخالفین بولي، په بحث او تبصرو کې یې پس له پنځو کلونو هم داسې یو واحد او متفق علیه دلیل او علت ندی موندلی چې خپل شکست او رسوایي ورباندې توجیه کا، ټول لا هم ګنګس دي.
الهي نصرت نور تور وي او که سپین !؟
5 671
له نورو ورځو سره د استقلال د ورځې یو مهم توپیر چې خوشالیږي زیږوي هغه د فکر او نظر وحدت دی. د کال په نورو ورځو کې هر فرد د مسائلو په اړه جدا نظر لري ولې د خپلواکۍ په جشنونو کې بیا د بسته یو ملت غږونه سره همصدا شي ځکه خوشحالي ورسره اوري.
استقلال مبارک
5 671
له نورو ورځو سره استقلال د ورځې یو مهم توپیر چې خوشالیږي زیږوي هغه د فکر او نظر وحدت دی.
د کال په نورو ورځو کې هر فرد د مسائلو په اړه جدا نظر لري ولې خپلواکۍ په جشنونو کې بیا د بسته یو ملت غږونه سره همصدا شي ځکه خوشحالي اوري.
5 671
د ۲۴ اسد په مناسبت به نن ورځ له سهار ۹ بجو وروسته د وزیر اکبرخان تپې په ګډون د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د هوايي ځواک له لوري ګلپاشي ترسره کېږي.
دفاع وزارت
5 671
سږ کال نسبت نورو کلونو ته د فتحې او استقلال اونۍ په ښه توګه لمانځل کېږي. مراسم بانظمه شوي او د اولس ګډون له پخوا زیات دی.
5 671
د فتحې او بریا د ورځې "ښه لمانځل" شاید دا وي چې په ټولو مراسمو کې یې په شعارونو او احساساتو د بحث او منطق طرف غالبا وي، د مثال په ډول:
د استقلال ورځ که یوازې د یو خبر، یوې پیښې او یوې حادثې په سویه کې یادیږي اثر به یې دومره نه وي، خو که بحثونه ارتقا مومي او ټول هغه شرایط، شخصیتونه او موارد ورسره بحث کیږي چې له فتحې سره تړلي او په یو ډول یې ورته نسبت کیږي، بیا کولی شي دا ورځ له ځان سره یو سوچ او پيغام هم عام کړي.
هیله ده دا کار وشي!
5 671
د فتحې او بریا د ورځې "ښه لمانځل" شاید دا وي چې په ټولو مراسمو کې یې په شعارونو او احساساتو د بحث او منطق طرف غالبا وي، د مثال په ډول:
د استقلال ورځ که یوازې د یو خبر، یوې پیښې او یوې حادثې په سویه کې یادیږي اثر به یې دومره نه وي، خو که بحثونه ارتقا مومي او ټول هغه شرایط، شخصیتونه او موارد ورسره بحث کیږي چې له فتحې سره تړلي او په یو ډول یې ورته نسبت کیږي، بیا کولی شي دا ورځ له ځان سره یو سوچ او پيغام هم عام کړي.
هیله دا کار وشي!
5 671
د فتحې، بریا او حریت د ورځو لمانځل یوه ګټه دا کوي ځوان قشر ته د مقاومت او مبارزې ذهنیت ورسره انتقالیږي، حتمي دوی سوچ کوي چې زموږ پلرونو پردي څنګه مات کړل؟
کله چې دا سوچ ایجاد شو، ځوان د مبارزې له یو بسته جریان سره په ذهني ډول تړل کیږي. همدا اړیکه بیا کولی شي په ځوان کهول کې د عزت نفس، د سختې په وړاندې د مبارزې او د راتلونکي په وړاندې د امېد او جرئت حس پیچکاري کا.
رواني ګټه یې.
5 671
څوک چې له تاریخ سره څه اړیکه او علاقه لري د اسد د ٢٤مې لویي او تاریخي تفاوت درک کولی شي. که بل هر ملت په خپل معاصر تاریخ کې دغسې له وقار او عظمت ډکه ورځ لرلی اوس به په عمومي حافظه کې تر ټولو برجسته وه. ان شاءالله سږ کال به افغان ملت د خپلو ټولو مشکلاتو باوجود دغه ورځ ډېر په جوش او ولولو سره لمانځي، تر څو په ښه ډول د استقلال او خودارادیت مظاهر وشي.
5 671
څوک چې له تاریخ سره څه اړیکه او علاقه لري د اسد د ٢٤مې لویي او تاریخي تفاوت درک کولی شي. که بل هر ملت په خپل معاصر تاریخ کې دغسې له وقار او عظمت ډکه ورځ لرلی اوس به په عمومي حافظه کې تر ټولو برجسته وه. ان شاءالله سږ کال به افغان ملت د خپلو ټولو مشکلاتو باوجود دغه ورځ ډېر په جوش او ولولو سره لمانځي، تر څو په ښه ډول د استقلال او خودارادیت مظاهر وشي. #اسد۲۴
5 671
په حکومتي دستګاه، سیستم او طریقهکار کې شاید ستونزې موجودې وي، خو دا په هیڅ صورت د استقلال د ورځې عظمت، لویي او له نورو ورځو تفاوت نشي را کمولی
ټول ملتونه د خپلو ټولو مشکلاتو باوجود د ازادۍ ورځې ډېر په ناز، ډېر په جوش او ډېرر په ولولو لمانځي!
5 671
مختلف ادرسونه سر له اوسه کوشش کوي چې د اسد ۲۴مه په یو ډول سره کمرنګه کړي خو د افغان ملت د فتحې، بریا او استقلال دغه ورځ دومره روښانه ده چې د غلامانو سترګې بریښوي.
5 671
د اسد ۲۴مې ته څو په شمار ورځې پاتې دي، میړنی افغان ملت چې اشغال یې د خپل سر په بیه مات کړ، دغه ورځ په ډېر جوش او ولولو سره لمانځي.
5 671
د #اسد۲۴ ته څو په شمار ورځې پاتې دي، میړنی افغان ملت چې اشغال یې د خپل سر په بیه مات کړ، دغه ورځ په ډېر جوش او ولولو سره لمانځي.
5 671
په پرتله کې انصاف
ابوبکر خپلواک
کله د سړي پام نه وي په غیرشعوري توګه یوه اشتباه تکراروي، له استقلال وروسته موږ اکثره مسایل او د نظام پرمختګونه له تېرې ادارې سره په پرتله کې مطرح کول. مثلاً، ویل کېدل به پرون دغه کار دغسې و، نن یې دغه ډول مثبت بدلون کړی. دې ته یو ډول د بریا په نظر کتل کېدل.
وروسته یوه ملګري ډېره ښه خبره وکړه، ویل یې: د کابل اداره او د اشغال ټول شل کلونه په هېڅ ډول باید یو شرعي نظام ته د معیار حیثیت ونلري، اهداف، موخې، مقاصد او ارمانونه باید ډېر اوچت وي. ځکه د اشغال او استقلال مثال د شپې او ورځې دی، اوس که ته وایې، اې خلکو!
وګورئ، د شپې په دولس بجو هیڅ نه ښکارېدل، تپ و تور و، اوس دادي د غرمې لس بجې لا ندي شوې، هر څه واضح ښکاري ـ دا کله منطقي ده.
دې ورته بحثونه ډېر کله پر ميډيا هم سر را پورته کوي، ډېر قدرمن اشخاص له ډېرو عادي افرادو سره په پرتله کې بحث کیږي چې په هېڅ ډول یې یو سم دید نشو بللی.
داسې هم شوي چې د فیسبوک یو ملا، چې له میډیا، موبایل، لپ ټاپ، انټرنیټ، فیسبوک او متن لیکلو سره عادت او علاقه لري له یو داسې چا سره د پرتلې په تله کې را اخیستل شوی چې مفسر دی، محدث دی، شیخ د باطني علومو دی.
موږ باید سویې، موقفونه او صنفونه لحاظ کړو. هیڅ معقوله نده چې د فیسبوک یو ملا له یو داسې شخصیت سره مقایسه شي چې بسته یو نسل یې روزلی وي. د لسګونه زره سالکانو سینې یې همهاله له فیضه خړوبیږي. په صحبت کې یې اثر وي. د بدلون قوت وي. په توجه سره یې د مؤمنانو حالت دیګرګون کیږي. مدرس وي. مهتمم وي. روحاني وي. شیخ وي. استاد د مجاهدینو وي. کاملاً متشرع وي. ولایت ولره ثابت وي... که موږ ناقصې پرتلې د مطرح کېدو په خاطر کوو، هغه بیا جدا کیسه ده چې رسنیزه حربه یې بللی شو. ولې...
پای
