uk
Feedback
ابوبکر خپلواک

ابوبکر خپلواک

Відкрити в Telegram

د لیکنو ارشیف مې.

Показати більше
6 478
Підписники
-1024 години
-807 днів
-32530 день
Архів дописів
‏زبیر شفیقي، شهرت ننګیال او حبیب الله رفیع د وردګو ولایت هغه نامتو لیکوالان دي چې د قلمي قوت له وجې یې نوم او شهرت تمام وطن ته خپور دی له پورته مثلث څخه استاد رفیع تازه وطن ته راغلی، ویل کیږي غرب کې زیات تنګ و.

‏١٧مې ګڼې فرمان ته په ډېره ښه توګه د پوهاوي کمپاین وشو، تر ډېره قناعتونه حاصل شوي او ټولنه کې د یادو بې ګټې رواجونو ګراف مخ په ټېټدو دی.

‏معاصر مسلمان د ”اکثریت له شور او توقعاتو“ ډېره صدمه لیدلې. د پیغمبر علیه السلام امتي به وي خو د ثابتو دیني معیارونو پر ځای به هغه څه ښه ګڼي چې ډېر یې غواړي او زیات یې تمه کوي. دا درسته نده.

‏ټامیانو نن بیا کوشش کاوه چې د هنر تر عنوان لاندې یو بل فساد (موسیقي) عام کړي. موږ من حیث مسلمانان خپل ثابت دیني معیارونه لرو، کله هم د یو چا شهرت د هغه د عمل حیثیت نشي بدلولی!

‏حجاب په افغانستان کې حل شده موضوع ده، د بحث سویې ته یې را ښکته کول د پردیو کار دی. په تمام افغانستان کې به هېڅ اصیل افغان پیدا نکړی چې د حجاب په وړاندې دې ودري.

‏باخبره ملګري وايي، د حزب التحریر اکثره ځوان اعضا د داعش (معاصرو خوارجو) صفوفو ته جذبیږي. د دوی وینا، دغه حزب د تیارې لښکر ته بستر ایجادوي.

‏د هرات والي: په ټولنیزو رسنیو کې د امنیتي ځواکونو د ډزو خپرې شوې وېډیوګانې ټولې جعلي دي. نوموړی وایي، یادې وېډیوګانې او انځورونه د اې‌ای پر مټ جوړ شوي دي.

‏د هرات والي: د محتسبینو له لوري د بې‌حجابۍ له امله د یو شمېر ښځو د نیول‌کېدو په اړه ادعاوې ناسمې او هېڅ حقیقت نه لري.

‏عبدالله عزام: یوازینی هغه عمل چې الله تعالی یې په اړه فرمایي « زه او فرشتې یې کوو، مؤمنانو تاسې یې هم کوئ»، پر رسول الله صلی الله علیه و سلم درود شریف لوستل دي.

‏د زابل امنیتي مسئولین وایي: هغه پیسې چې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال په یوه موټر کې موندل شوې وې، د یوه رسمي پلاوي په حضور کې خپل څښتن ته وسپارل شوې.

‏”د ١٤٠٥ کال کانکور ازموینه، چې۱۲۰ زر داوطلبانو په کې ګډون کړی و، الحمدلله په خیر او عافیت سره په شفاف او منظم ډول پای ته ورسېده.“ د ازموینو عمومي ادارې رئیس

‏خیالت هر دمی این جاست با ما الا ای شمسِ تبریزی کجایی؟ "مولانا بلخ"

م. حیات الله: مال د تېر کال په پرتله مو کاروبار څنګه دی؟ وای خونده يې نه شته؛ وروسته معلومه شوه چې په همدې «بې خونده» کاروبار کې يې تر يونيم ميليون زياتې افغانۍ نغده ګټه کړې. اصل ستونزه دا ده چې موږ ډېری وخت د تاوان له امله نه بلکې د لوړو تمو له امله ناراضه يو، نه شکر ادا کوو او نه قناعت لرو. ــ ابوبکر خپلواک: مفتي صاحب، د معاصر انسان ستونزه تر ډېره بریده دا نده چې کور، اولاد، کورنۍ، کار، سرمایه او درآمد نلري، کیسه د استغنا او قناعت له اړخه ور خرابه ده. لویو امیدونو، توقعاتو او حرص ورنه خوښۍ وړې. الله تعالی دې د پيغمبر علیه السلام ټول امتیان له حقیقت؛ سره پیوسته کړي، تر څو د دنیا اصل مخ او زندګۍ اصلي مقصود وویني!

له روسیې سره د نظامي او تخنیکي همکارۍ توافق یو فوق العاده عالي خبر دی. هغه صف چې د عزم، ارادې، وحدت، مرام او روایت له اړخه ممتاز دی، کله چې نظامي وړتیا خپلوي، معلومه خبر ده چې د مټ او سوک زور به یې یو په لسه کیږي. موږ د سیالۍ په مزل کې هر هغه اقدام چې موږ جوګه کولی شي، مثبت ګڼو.

په ویډيو کې ښکاري چې د حکومت یو وزیر د خپل وزارت له مربوطه کار څخه لیدنه کوي، شاید د کار له پرمختګ او کیفیت څخه به ځان مطمئنوي. کار او پروژې یې پر خپل حال، مهمه داده چې د وزیر په کچه یو لوړ رتبه چارواکی د خپل رعیت په څېر په عام لباس، عادي تعامل او بې تکلفه بڼه وینو. پداسې یوه زمانه کې چې جعل او تجمل پرستۍ د انسان او دنیا مخ او رنګ بدل کړی، دغسې استغنا او په طبعي حالت ثبات موږ ستایو!

څه چې ډېر څرګند دي هغه د ا.ا. په دریځونو کې یووالی او وحدت دی، شاید تاسو هم متوجه شوي وی. ځای، فرد، ناسته او ادرس بدلیږي خو خبره یوه کیږي، دریځ بطور سابق شریکیږي دغه د پالیسۍ او موقف همغږۍ د نظام تصویر ته ډېره ښکلا ورکړې، تعریف او روایت ته یې ګټه کړې. که د بي‌بي‌سي دغه راپور چې څو میاشتې وړاندې یې خپور کړی او تازه د ملي دفاع وزیر وینا چې د روسیې په یو امنیتي سمییز کنفرانس کې یې کړې واوری، تاسو به یې خپله هم درک کړی.

دا له یوې امیندواره مېرمنې سره د هالنډ د پولیسو چلند دی. مقصد چې یاد مو وي، دا هماغه اروپا ده کومه چې د ” فردي ازادۍ “ ډول ډنګوي. فاعتبروا

د اشغال پر مهال به ویل کېدل چې د کابل ادارې د مشر مېرمن ” رولا غني “ د لبنان عیسوۍ ده همدې پورته سابقه معلوماتو ته په کتو ښکاري چې ډاګټر اشرف غني هم خسرګني پاللې، تازه یې امارات د لبنان په خاطر بدون له مننې ترک کړي.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر: افغانستان اوس د امنیت له لحاظه هغه مرتبې ته رسېدلی چې لویه پېښه یې د پولیس څپېړه ده.

پداسې یو حال کې چې غرب او نور ورڅېرمه واکمن نظامونه له موږ سره درست تعامل نه کوي، د وخت تقاضا ده چې کابل او دمشق سره نژدې شي. موږ کافي مشترکات، اوږد تاریخ او ورته معاصره سابقه لرو.