uz
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Kanalga Telegram’da o‘tish

Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
239
Obunachilar
+124 soatlar
+77 kun
+1430 kun
Postlar arxiv
ایمو په بدو دې ښه وشه توته مې زړه دې بادو قران که شي مئینه خوستۍ لهجه

پهٔ بنګالۍ کوډو مې هېر کړ! څوک به کافر وي چې یې بیا رایادوینه

په صداقت دې خاورې واوړه زړګی مې راوړه په يارۍ پښیمانه يمه

عشقه رواني مرض دې راکړلو! نن هغې زړې ډاکټرې ولیدم راغله په موسکا یې راته وویل مخ باندې دې ګونځې ډیرې شوې دي سر نه دې ویښته هم دوړیدلي دي ته جوړ لا هم هغسې په غم کې یې زه ورته په سترګو کې موسکی شومه ورو غوندې مې وویل چې ښه یمه هغسې دورې راباندې نه راځي اوس بی له دوا هم ویده کېږمه بیا هم کله کله څوک رایاده شي بیا مې په خبرو کې ساه لنډه شوه څنګه چې ډاکټرې راته وکتل سترګې مې له اوښکو ډکې شوې وې سيد شاه سعود.

د کامران احمدزي چټ دی، ما ویلی تاسې یې هم واورئ!

Kamran ahmadzai chat.mp315.11 MB

په تنګ راغلى زه د ځمکې له امته يمه چې راپرېوتى ستا د سترګو له جنته يمه چاته د پورته کتو هم نه يمه ستا له وجهې د ملامته جانان سترګې يمه، ښکته يمه ټولې دنيا ته لاړ شه، وګرځه، که خپل يې نکړې پر ما ډاډه راځه، زه ستا پخوانۍ پته يمه آب حيات راته پکار ستا له کوثرې خولې دى زه جل وهلى او محروم له دې رحمته يمه تا کړى ضد دى، بشرمله چې غږېږې به نه ضد کې خو زه تانه پنځه ګوتې اوچته يمه فردوس بشرمل ✍️

که چیرته کیږي بیرته راشه قسم دی یاره ځمکه ځای نه راکوینه په تابه څنګه شپه تیریږي په ما چې شپه شي لېونی در پسې شمه لالیه ګرم راباندې نه یې د لېونیو سره څوک رشتې پالینه اسره مې ته شې لویه خدایه د للمې ګل یم په باران ګذران کومه په تا دې هیڅ نه کیږي یاره ما دې رب واخلي چې خبره ختمه شینه

سترګې را واړوي په مينه او خندا هم کوي زما بې نيازه اشنا کله کله دا هم کوي د يار کلک زړه راباندې وسو نن او زه خبر شوم چې دغه کاڼی د غمي په شان رڼا هم کوي *دروېش دُرانی*

ما ته تر اوسه مرور يار را پخلا نه دي زه مي کليزي د وژونکي تنهايۍ شمارم زما او ستا جوړه کيدل که امکان نلري نو زه مي هم خپلو آرمانونو ته رسۍ شمارم غربت ظالم راته همدا ډالۍ راکړي ده چي چکر کي خپله نامه هغسې وروستۍ شمارم بابر ي اوڅار

شونډې پاړونه کوي رنګ مې داسې تور ګرځي زما رګونو کې د وينې په ځاى اور ګرځي دا زما چيغې دي واپس د خداى له دره راغلې که فرښتې د رحمتونو مې په کور ګرځي ډېرې خبرې دي چې ما دننه خوري لګيادي ډېر ارمانونه مې په سترګو کې د مور ګرځي لا مې په سترګو کې ده هاغه ښکلې هاغسې حفظ لا مې غوږو کې همغه د حسن شور ګرځي تا نه چې مات شو بهسودوال هغسې بيا نشو جوړ د خيال لکړې لګوي د زړه په زور ګرځي *پروېز بهسودوال*

Story

تا په پيسو اخيستې نه دي تاته خمارې سترګې خدای در کړي دينه! #ټپه

چې دې د سر تبۍ ټکېږي پوی شه په قبر به دې زه ولاړه يمه فلکلور

ما باندې تمام اثر دې بنګ ته پاتې کېږي ډېر خاصیتونه دې لونګ ته پاتې کېږي پاکه کړه آئینه لۀ ګرده وڅنډه کتاب خېر دی د بابا توره کۀ زنګ ته پاتې کېږي زۀ چې مړ کېدمه پرون نۀ پاتې کېده نن چې پاتې کېږي، دا به جنګ ته پاتې کېږي زۀ یې پۀ هوا د زلفو سم یمه تازه ګډه مو کوڅۀ ده زمونږ څنګ ته پاتې کېږي نن به مې د فلم جینۍ وژني پۀ قسم! رنګ د لوپټې یې د چا رنګ ته پاتې کېږي *نصير شهاب*

مصطفی سالک ویلي وو چې: بس چې شجره د ښکلو وګورې ټول د ننګرهار وي، چې دا ولې وي؟ خوږمن ځاځی ورته وایي: ټنډه د سالک اشنا تروه مه شه چیرته چې وي ښکلی د پکتیا بۀ وي قادرشاه بیا وایي: د حسینو ميندې ټولې خوست کې لنګې دغه نوره هسې غورې کوي يار د بوډا نعیم بیا دا رايه ده: خدایزده د مڼو زور او کۀ څۀ راز دی نعیمه یو وردګ له بل، بل له هغۀ څخه وي ښکلی د رحماني خبره ده چې: څومره چې پۀ ټوله نړۍ وګرځې سر د ټولو ښکلیو د غزني بۀ وي

دا ستا خويونه دي د واورو غرونه دا ستا مئين پرې څو څو ځله اوړي اې ته هماغه یې باور دې وشه هغه چې مخ ورپسې خپله اوړي ممتاز اورکزے

غزل چي ستا په شتون کي هم احساس د تنهايي کومه په خدای راکړي نعمت ولي ناشکري کومه؟ بخښنه غواړم ستا د زړه په (تورخم) لار بنده ده زه د خپل ځان په طرف بیرته واپسي کومه خلګ په تانده ځوانۍ څڼي په اوږو ګرځوي زه د ورېښتانو تـــوېیدلـــو تداوي کـــومه ثابتــوم ئې چــي اسلام د محـبـت دین دئ اوس د هندوانو سره هم انډیوالي کومــه وخت مو لاسونه د رواج په ولچک کلک تړلي ښاده! په سترګو کي جانان ته سلامي کومه نبي ښاد ۱۴۰۴/۱۱/۹

دا به بې غوري وي د دماغ که خوشبیني د زړۀ؟ نیم یې د منلو نۀ دي څه چې موږ منلي دي #استاد پسرلی

ته ملامت نه یې ما ومنــــــلې ډېر احترام سړی له کاره باسي