fa
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

رفتن به کانال در Telegram

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+77 روز
+1430 روز
آرشیو پست ها
په تنګ راغلى زه د ځمکې له امته يمه چې راپرېوتى ستا د سترګو له جنته يمه چاته د پورته کتو هم نه يمه ستا له وجهې د ملامته جانان سترګې يمه، ښکته يمه ټولې دنيا ته لاړ شه، وګرځه، که خپل يې نکړې پر ما ډاډه راځه، زه ستا پخوانۍ پته يمه آب حيات راته پکار ستا له کوثرې خولې دى زه جل وهلى او محروم له دې رحمته يمه تا کړى ضد دى، بشرمله چې غږېږې به نه ضد کې خو زه تانه پنځه ګوتې اوچته يمه فردوس بشرمل ✍️

که چیرته کیږي بیرته راشه قسم دی یاره ځمکه ځای نه راکوینه په تابه څنګه شپه تیریږي په ما چې شپه شي لېونی در پسې شمه لالیه ګرم راباندې نه یې د لېونیو سره څوک رشتې پالینه اسره مې ته شې لویه خدایه د للمې ګل یم په باران ګذران کومه په تا دې هیڅ نه کیږي یاره ما دې رب واخلي چې خبره ختمه شینه

سترګې را واړوي په مينه او خندا هم کوي زما بې نيازه اشنا کله کله دا هم کوي د يار کلک زړه راباندې وسو نن او زه خبر شوم چې دغه کاڼی د غمي په شان رڼا هم کوي *دروېش دُرانی*

ما ته تر اوسه مرور يار را پخلا نه دي زه مي کليزي د وژونکي تنهايۍ شمارم زما او ستا جوړه کيدل که امکان نلري نو زه مي هم خپلو آرمانونو ته رسۍ شمارم غربت ظالم راته همدا ډالۍ راکړي ده چي چکر کي خپله نامه هغسې وروستۍ شمارم بابر ي اوڅار

شونډې پاړونه کوي رنګ مې داسې تور ګرځي زما رګونو کې د وينې په ځاى اور ګرځي دا زما چيغې دي واپس د خداى له دره راغلې که فرښتې د رحمتونو مې په کور ګرځي ډېرې خبرې دي چې ما دننه خوري لګيادي ډېر ارمانونه مې په سترګو کې د مور ګرځي لا مې په سترګو کې ده هاغه ښکلې هاغسې حفظ لا مې غوږو کې همغه د حسن شور ګرځي تا نه چې مات شو بهسودوال هغسې بيا نشو جوړ د خيال لکړې لګوي د زړه په زور ګرځي *پروېز بهسودوال*

Story

تا په پيسو اخيستې نه دي تاته خمارې سترګې خدای در کړي دينه! #ټپه

چې دې د سر تبۍ ټکېږي پوی شه په قبر به دې زه ولاړه يمه فلکلور

ما باندې تمام اثر دې بنګ ته پاتې کېږي ډېر خاصیتونه دې لونګ ته پاتې کېږي پاکه کړه آئینه لۀ ګرده وڅنډه کتاب خېر دی د بابا توره کۀ زنګ ته پاتې کېږي زۀ چې مړ کېدمه پرون نۀ پاتې کېده نن چې پاتې کېږي، دا به جنګ ته پاتې کېږي زۀ یې پۀ هوا د زلفو سم یمه تازه ګډه مو کوڅۀ ده زمونږ څنګ ته پاتې کېږي نن به مې د فلم جینۍ وژني پۀ قسم! رنګ د لوپټې یې د چا رنګ ته پاتې کېږي *نصير شهاب*

مصطفی سالک ویلي وو چې: بس چې شجره د ښکلو وګورې ټول د ننګرهار وي، چې دا ولې وي؟ خوږمن ځاځی ورته وایي: ټنډه د سالک اشنا تروه مه شه چیرته چې وي ښکلی د پکتیا بۀ وي قادرشاه بیا وایي: د حسینو ميندې ټولې خوست کې لنګې دغه نوره هسې غورې کوي يار د بوډا نعیم بیا دا رايه ده: خدایزده د مڼو زور او کۀ څۀ راز دی نعیمه یو وردګ له بل، بل له هغۀ څخه وي ښکلی د رحماني خبره ده چې: څومره چې پۀ ټوله نړۍ وګرځې سر د ټولو ښکلیو د غزني بۀ وي

دا ستا خويونه دي د واورو غرونه دا ستا مئين پرې څو څو ځله اوړي اې ته هماغه یې باور دې وشه هغه چې مخ ورپسې خپله اوړي ممتاز اورکزے

غزل چي ستا په شتون کي هم احساس د تنهايي کومه په خدای راکړي نعمت ولي ناشکري کومه؟ بخښنه غواړم ستا د زړه په (تورخم) لار بنده ده زه د خپل ځان په طرف بیرته واپسي کومه خلګ په تانده ځوانۍ څڼي په اوږو ګرځوي زه د ورېښتانو تـــوېیدلـــو تداوي کـــومه ثابتــوم ئې چــي اسلام د محـبـت دین دئ اوس د هندوانو سره هم انډیوالي کومــه وخت مو لاسونه د رواج په ولچک کلک تړلي ښاده! په سترګو کي جانان ته سلامي کومه نبي ښاد ۱۴۰۴/۱۱/۹

دا به بې غوري وي د دماغ که خوشبیني د زړۀ؟ نیم یې د منلو نۀ دي څه چې موږ منلي دي #استاد پسرلی

ته ملامت نه یې ما ومنــــــلې ډېر احترام سړی له کاره باسي

د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي د وطن د سردرو ګله رنځوره کاروان بابک

خداى خبر ولي !!؟ خدای خبر ولي خو زه کله کله يو زوړ ورغلى پرهر وګروم يو لیري تللئ ياد راوګرځوم يو ستړي سوي غم ته غاړه ورکم يو خوبولې څړيکه و څيرمه يو غلى سوئ درد راوپاروم د زړه دننه مقبرې ته ورسم ستا د يادونو هدیرې ته ورسم ارواښاد صابر

نظم موسم دې نۀ بدلېږي دا خاموشي، دا سړه مخي ماښامي ښۀ دي د بام پۀ سر د سرو ټیکریو پرځای د بخارۍ د نل ،حلقې، حلقې لوګي ښۀ دي موسم دې نۀ بدلېږي پۀ غرونو واورې ښې دي چې ستا د کلي لارې پټې ساتي چې زۀ د غرۀ څوکې ته نشم ختی او ستا د کور منځ کې ولاړه ونه نشم ليدای موسم دې نۀ بدلېږي پۀ دې واورين موسم کې ځیني دردونه کنګل شوي زما ځیني دردونه لکه مار او لړم ژمني خوب وړي دي موسم دې نۀ بدلېږي پدې واورين موسم کې زما د هیلو مرغان بل وطن ته لۀ مانه لرې تللي او لۀ ما لرې ښۀ دي موسم دې نۀ بدلېږي کۀ دا موسم بدل شي نو د سپرلې لۀ ګلابونو سره زما د زړۀ زخمونه بیا غوړېږي بیا به زما پۀ ذات کې لکه وږمې د ګلو لۀ هره زخمه څړيکې وغزېږي کۀ دا موسم بدل شي پرما به بېرته لۀ ماتللی جنون بیا راشي بیا به دردونه لکه مار او لړم زما د زړۀ پۀ زلمي خولې لګوي موسم دې نۀ بدلېږي کۀ داموسم بدل شي ما راټول کړی ځان به لۀ مانه بیا دانه وانه خور شي موسم دې نۀ بدلېږي شهاب

د خپل سرې مستقل مزاج دلاسه په تمامه قبیله مي رفیق نشته

د یارانې مې ورته ووې جینۍ تر کوره پورې ځي کنځل کوينه

ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تکۀ سره خولۍ دې ښکاري په ويښتو کې تورې سترګې دې ته وا حجرالاسود دی ژېړې څڼې دې پرتې دي په اوږو کې ستا د واورو د موسم عکس راسره دی دواړه لاسه دې دستکشو کې پټ کړي له يخنيه دې غمبوري سرهء اوښتي ورته ځير يم تمامي غړي مې ستړي ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تور ساعت دې په لاس کړی دی ګلابې! اشاره دې يوه لېرې خوا ته کړې بېخي ښه ښکارې باور وکه جنابې! ستا د واورو د موسم عکس راسره دی په ښي لاس کې دې پسته واوره نيولې شيطاني دې ښه صفا سترګو کې ښکاري داسې ښکاري چې کوم څوک ورباندې ولې ستا د واورو د موسم عکس راسره دی شبو! نن سبا په دې باندې ژوندی يم نور د هيڅ کيسه کې نه يمه قسم دی که دې وليدمه کټمټ لېونی يم ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تکۀ سره خولۍ دې ښکاري په ويښتو کې تورې سترګې دې بېحده خوږې برېښي ژېړې څڼې دې پرتې دي په اوږو کې