uz
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Kanalga Telegram’da o‘tish

Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
239
Obunachilar
+124 soatlar
+77 kun
+1430 kun
Postlar arxiv
*د واورین موسم هوا ده او ته نه یی* *یو دوهم کس ته اړتیا ده اوته نه یی* *رایادیږی زړه می بل رقــم خـــوګیږی* *اوسیدل دی راته ســا ده او ته نه یی* *

نظم نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که واسکټ و ستا د لاس او که جامې وې ستا د ګوتو خوشبويي ورځنې تلله درنې شوې مې په تا پسې اوږې وې نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ږمنځ مې د ويښتو ده او که تېل دي حوصله نشته کتلی ورته نه شم ټول زما را غورځولو کې دَخېل دي نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي تا را کړي بادام هغه رقم ايښي څو کلونه وشول نه مې دي خوړلي المارۍ کې په پام، هغه رقم ايښي نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي شبو! نن مې يې بېحده ياده شوې خدای خبر ژوند به دې څه رقم روان وي په سينه به يې زما رقم ته سوې؟ نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه

ستا د وعدې هم ځنکدن دې ته راځې او کنه زه پر هماغه ځای ولاړ یم واورې وورېدې

د کتلو ده سالکه تماشه وړي چې کږه وږه روانه ده ډیوه وړي دا زما د خبرولو ښه بانه ده بام ته خېژي نو زمونږه نه زینه وړي دغه ښکلې خود پرسته نه ده څه ده له دې دومره ښاریې نه آینه وړي دا زما خیالونه ستا تر زلفو در شي که مرغان دي ټول یوې ونې ته شپه وړي شاعري مې د جنت د غره چینه ده چې یې لوښی څومره وي هومره حصه وړي

لکه اوله غېږ د نوې یارۍ د ساړۀ ژمي ده اوله واوره ميوند فدا

موسم بدلېږي، ته به هم بدلېږې د یوه فصل ورځې نه وي مدام

Story

په نیمه شپه کې را په یاد شوې په غاښ مې وچیچل د صبر تعویذونه

خاورې به شم خو در به نه شم ستا بې قدري به مې تر مرګه ياده وينه

د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې ما په غېږه کې وو سر در لګولی تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې نرمې ګوتې دې زما ويښتو کې شنې وې ګلالۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله په لاسو دې وې نرۍ نکريزې پورې لېونۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله شاوخوا ته ونو غوږ و درته ايښی تا ټپې کولې زه درته مُسکی وم د لونګو بوی دې سم وم نشه کړی په ځان نه پويېدم بلکل لېونی وم شين سهار و منتظر لمر را ختو ته په لمدو شګو کې نوم زما و تا وای ژوند به هغلته بيا ژوند و ما منله بل هيڅ نه وه مګر ته زما تر خوا وای کاشکې يو ځلې راغلې وې همداسې شبو! نه مو وه کتلي رواجو ته لاس په لاس و چېرې لرې دواړه تللي نه مو کور ته فکر وو نه هم پښتو ته د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې ما په غېږه کې وو سر در لګولی تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې

راځه چې اوس مې جوړه له تاوانه زندګي ده جانانه وه جانانه بلا ګرانه زندګي ده چې تا مې د زړګي خښته په خپلو لاسو ویستې له هغې نه تر اوسه مې لا ورانه زندګي ده

ما لۀ صابره هم سېوا بې رُخي ولیدله سړی نو کله د یارانو کمی چاته وایي Naseer Shahab

هغه وخت را نغلې چې پۀ زړۀ کې مو موجونه وو اوس لکه د سیند شګې بستر ته رسیدلي یو اوس چې مو د حال پوښتنه نۀ کوې، پوهېږمه ستا هغه کارونه یو چې سر ته رسیدلي یو *استاد پسرلی*

څنګه دې مست په يارانه وم څنګه رنځور دې د بېلتون په تبه شومه #ټپه #لنډۍ

جانان د سلو تنو یار دی ماته قربان قربان کوي خندا راځینه #ټپه

ته پکې نه يې چې خوشبو دې له اوربله راشي خوند به ونه کړي که هوا اوس له کابله راشي هغې ته ووايئ! زياتي زما تر وس پورته ده هغې ته ووايئ! چې نور راپسې خپله راشي اول مُسکی شم، بيا سر وشړکوم پورته شمه اوس چې په کوم هوټل کې ستا پسند غزله راشي چې د سپوږمۍ شپه وي، غنمو سره څڼې وار کړم بهر را ووځمه، اور مې له ګوګله راشي چې شبوګۍ وي د سين غاړه وي ميده باران وي زما په ژوند کې به نو دغه ماښام کله راشي؟

مثلاً ﺯه مړ يم ، په ښار کې مې ټکر کړى دى. ﺯما د مرګ خبر تر تا پورې در ورسيدی. د هغه وخت عکس العمل دې راته اوس وښايه. چې ﺯما غم به دې تر کومه حده ورسوي.؟ له ما نه پس به دې پيريان پر وجود راسي کنه.؟ او که به داسې سلامته رکه روغه ګرځې.؟ مثلاً ﺯه مړ يم او شپه پر پخېدو راغله. د شپې غمګينه موسيقي به دې ﺯړه ونه چوي؟ ﺯما يادونه به دې ما پسې شاعره نه کړي.؟ د پارک ، مکتب او پوهنتون ورځي به يادې نه کړې.؟ لکه حيدر به مصويره شاعِري ونه کړې.؟ مثلاً ﺯه مړ يم ، په بره هديره کې ښخ يم. د پنج شنبې په ورځ ﺯما ﺯيارت کوې او کنه.؟ د سرو ګلونو ګيدۍ قبر ته راوړې او کنه.؟ هو رښتيا دا سوال مې هم ﺫهن ته را وګرځيدى. که خداى اولاد در کړ ، په کوم نوم به يې ونوموې.؟ مثلاً ﺯه مړ يم ، نکير او منکر سوال ته راغله. مخکې تر دې چې دوى پوښتنه وکړي ﺯه يې پوښتم. چي رب په هر کار کې جلا جلا حکمت آيښی دى. د شينوګۍ په محبت کې د رب څه حکمت وو؟ چې يې هغه ﺯما په برخه کې ليکلې نه وه. نو بيا يې څله پر هغې باندې مين کړمه ﺯه.؟ ولې يې ما باندې د خپلو هيلو قتل وکړ.؟ مثلاً ﺯه مړ يم او ورځ د حسابونو راغله. خداى مې د کړي ﺯندګۍ رانه حساب غواړي. ښه نو اوس ته ووايه ، خداى ته څه ځواب ورکړم.؟ ما خو مې ټوله ﺯندګي ستا په رضا کړې ده. ستا محبت مې د وجود پر هر آندام خور وو. يعني تر دې حده چې هيڅ څه مې په واک کې نه وه. مثلاً ﺯه مړ يم ، خو دا مې يو مثال وويل. خداى ناکرده له هر مثاله سره ولې وايې.؟ ليونۍ څله مې پر خوله راته لاسونه آيږدې.؟ ولې نو مرګ به انسانانو ته بيخي نه راځي.؟ او که د ښار له کيفيت څخه خبره نه يې. چې په دې ښار کې څو ﺯلمي له ورځي ساه ور کوي.؟ چي په دې ښار کې څو ﺯلمي له ورځي ساه ور کوي.؟ *حيدر اياز*

له زړۀ مې تورې وینې څاڅي ګومان مې کیږي راړنګیږي اسمانونه د هجران تکه توره شپه ده لالیه چېرته یې بېلتون مې مړ کوینه. په تعویذو که صبرېدلی تعویذګران به مې په غاړه ګرځوونه یاد دې په نیمه شپه راغلی تړلی زړه مې زنځیرونه ماتوینه

پۀ نيمه شپه مې زړۀ ته راغلې پۀ غاښ مې وچيچل د صبر تاويذونه

لرې د غره لمن کښې ناست يم د ژمي شپه ده په ټپو ئې تېرومه