cookie

Sizning foydalanuvchi tajribangizni yaxshilash uchun cookie-lardan foydalanamiz. Barchasini qabul qiling», bosing, cookie-lardan foydalanilishiga rozilik bildirishingiz talab qilinadi.

avatar

پښتو ناولونه

په خیر راغلی ملګري مو ګروپ ته انوایټ کړی تاسئ قدرمن کولای شی چې دلته ناولونه،اسلامې ویناوې، ادبي لیکنې او همدا شان نور مطالب له مونږ سره ولولی @shirzai47

Ko'proq ko'rsatish
Reklama postlari
3 140
Obunachilar
-124 soatlar
+217 kunlar
+1130 kunlar

Ma'lumot yuklanmoqda...

Obunachilar o'sish tezligi

Ma'lumot yuklanmoqda...

Photo unavailableShow in Telegram
"که د نورو زړونه مات/ازار کړې، که هر شرعي وجیبه ادا کړې، هیڅ ګټه نه کوي". """ ~ شمس تبریزي #مصور
Hammasini ko'rsatish...
13🥰 4
◽️تَب را بد نگویید از جابر رضی الله عنه روایت است که می‌گويد: رسول الله صلى الله عليه وسلم نزد ام سائب يا ام مُسَيّب رضی الله عنها رفت و فرمود: «مَا لَكِ يَا أُمَّ السَّائِبِ - أو يَا أُمَّ المُسَيَّبِ - تُزَفْزِفِينَ؟»: «ای ام سائب، - يا ای ام مُسَيّب - چرا می‌لرزی؟» پاسخ داد: به خاطر تَب که الله به آن برکت ندهد. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمود: «لا تَسُبِّي الحُمَّى فَإنَّهَا تُذْهِبُ خَطَايَا بَنِي آدَمَ كَمَا يُذْهِبُ الكِيْرُ خَبَثَ الحَدِيدِ»: «به تب بد نگو؛ زيرا تب چنان گناهان فرزندان آدم را از بین می‌برد که دمه‌ی آهنگر، زنگ و ناخالصیِ آهن را می‌زدايد». 📚 [صحیح است] [به روایت مسلم] ◾شرح حدیث: در این حدیث جابر رضی الله عنه خبر می‌دهد که رسول الله صلی الله علیه وسلم نزد ام سائب رضی الله عنها رفت که به خود می‌لرزید؛ چون علت را از وی جویا شد گفت: سبب آن تب است؛ و در ادامه علیه تب دعا نمود که الله بر آن برکت ندهد. اما رسول الله صلی الله علیه وسلم او را از دشنام دادن و بد و بیراه گفتن به تب نهی نمود چون تب از افعال الله متعال می‌باشد و هرچیزی که از افعال الله باشد، برای انسان جایز نیست به آن دشنام داده و بد و بیراه بگوید؛ چون بد و بیراه گفتن به آن، در واقع بد و بیران گفتن به خالق آن می‌باشد. به همین دلیل رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمودند: «لاَ تَسُبّوا الدّهْرَ؛ فَإِنّ اللهَ هُوَ الدّهْرُ»: «به روزگار ناسزا نگوييد که آنچه روی می‌دهد، به خواست و مشيت الله است». بنابراین اگر کسی مصیبتی دید، باید صبر کند و از الله متعال امید پاداش داشته باشد. و در ادامه می‌فرماید: «فإنَّهَا تُذْهِبُ خَطَايَا بَنِي آدَمَ كَمَا يُذْهِبُ الكِيْرُ خَبَثَ الحَدِيدِ» یعنی تب سبب بخشیده شدن گناهان و بالا رفتن درجات می‌شود چنانکه اگر آهن در معرض آتش قرار گیرد، ناخالصی آن از بین می‌رود و خالص می‌شود؛ تب نیز چنین کاری با انسان می‌کند و گناهان صغیره‌ی او را از بین می‌برد و او را از آنها پاک و خالص می‌گرداند.
Hammasini ko'rsatish...
3😍 2
دوه شیان له پامه مه غورځوئ! 1:وخت بیځایه مه تیروئ 2:دښو او غوره کتابونو مطالعه مه هیروئ… #اریـــــــن
Hammasini ko'rsatish...
12😍 4🥰 3
تگ
Hammasini ko'rsatish...
7😍 2🥰 1
اوس دلته بابا او مور هم نشته؛ خو سارا بیخي پېښور ته تلل نه غواړي، وایي: زما روح دلته خوشحاله دی اوس خو مرګ او ژوند همدلته دی. د الیبو خبرې ختمې شوې، لاندې په فوځي دریشۍ کې یو ځوان افسر د میر په شکل کې ښکارېده، چې لاس یې د سلامي له پاره په خپل تندي مایل؛ خو ډیر شخ نیولی و. ساجدې او الیبو له کړکۍ بهر کتل، چې ساجدې ورته وویل: دا د کومۍ پیړۍ خلک دي الیبو، یو میر دی، چا چې په ډیرې اسانۍ خپل ۲۲ کاله قربان کړل؛ څو د سارا په عزت څه فرق را ننشي او یوه سارا ده چا چې خپل ۲۲ کاله یوې بلې خاورې او نورو خلکو ته ورکړل؛ څو د میر ارمان ژوندی پاتې شي. دوی د خدای ډیر صبرناک انسانان دي، چې په دومره استقامت یې ژوند تیر کړو. له کوټې بهر سارا ناسته وه، په لاس کې یې ستنه او تار و؛ څه شي یې ګنډل، چې ساجدې ورته راغله، د هغې لاس یې په خپلو لاسونو کې را پورته کړ او یو تور تعویذ یې ور ته کېښود، هغې ور ته وموسل؛ خو بیا یې څیره کې ژور بدلون راغی، ټکان خوړلې شوه: دا خو؛ دا خو زما مور... ساجدې یې خبره ورپرې کړه: ۲۲ کاله وړاندې مریم حیات خان دا تعویذ یو افغان ته د رخصتېدو په وخت د ساتنې له پاره په لاس تړلی و، هغه کس افغانستان ته را و نه رسېده؛ خو تر ۲۲ کالونو د دې تعویذ دننه ذکر شوي ذات د هغه حفاظت کړی. د هغه کس نوم دی. )میر افتاب خان( د سارا له سترګو بې اختیاره اوښکې روانې شوې، ټکان یې وخوړ او د زړه دربا یې غیر منظمه شوه. ساجدې بیا وویل: هغه د پېښور په یو جیل کې بند دی، زه د هغه وکیله یم او زه تاسو په هغه پسې بیولو ته راغلې یم. سارا ژړل او ساجدې یې سر سینې ته نیږدې کړ، په غېږ کې یې را کلکه کړه او ویې ویل: ۲۲ کاله خدای پاک تاسې دواړه په ډیر سخت امتحان کې اچولي وی؛ خو اوس یې هغه وخت راوست چې سارا او میر به له یو بل جدا نشي؛ رب دې میر سارا له یو بله نه جدا کوي. بیا یې د هغې سر ښکل کړ. ۲۱ مارچ و، محکمه شروع شوې وه، میر خپلې دوه ګوتې په ښکتنۍ شونډې وهلې. قاضي وویل: میسټر ساحل فاروقي زه تا نه پوښتنه کول غواړم، چې مدافع وکیله چیرته ده. ساحل وویل: قاضي صیب هغه به اوس راشي. ساګر را پورته شو: قاضي صیب! ښکاري، چې هغې د کېس پرېښودلو فیصله کړې، تاسو کېس شروع کړئ. قاضي بیا وویل: ډیره غټه خبره ده، چې مدافع وکیله تر اوسه نه ده را رسېدلې، ساحل فاروقي صیب! تاسې څه ویل غواړئ؟ ساحل وویل: قاضي صیب! ساجده! زما مطلب دا دی، چې هغه به اوس را ورسیږي؛ څه خبره نشته. قاضي وویل: مسئله شته! مسئله شته فاروقي صیب! په داسې توګه د محکمې وخت ضایع کول څه معمولي خبره نه ده. ما صفا صفا ورته ویلي و، چې نننۍ ورځ د مدافع وکیلې له پاره ده؛ نو بیا څه وجه ده، چې هغه تر اوسه په عدالت کې حاضره نشوه. د قاضي او ساحل فاروقي خبرې روانې وې، چې میر پورته شو، د دروازې په لوري یې څو قدمه واخیستل، لکه څه الهام یې چې اخیستی وي؛ ناڅاپه د دروازې ګړز شو، ټوله محکمه خاموشي واخیسته؛ میر ساجدې ته وکتل، په سترګو کې یې هغې ته وویل، چې: سارا را نغله؛ خو چې شا ته یې وکتل؛ نو سترګې یې خلاصې پاتې شوې، له ۲۲ کلونو وروسته یې سارا ولیدله؛ ځای پر ځای مېخ شو، همداسې یې سارا ته کتل؛ هغې هم ړنګ قدمونه را اخیستل او خپلې سترګې یې په میر کې ټومبلې وې. دواړو د یو بل په طرف قدمونه اوچتول، د دواړو په مخونو کې د زړښت علامې پیدا شوې وې، ویښته یې سپین شوي او ګونځو یې د بدن پوستکی خړ کړی وو. د میر په او ښلنو سترګو کې له نن نه دوه لسیزې وړاندې سارا ګرځېده، څنګه یې یو بل ولیدل، مینه یې پیدا شوه، ښې شیبې یې سره تېرې کړې، جدا شول او بیا یو ځای شول. دوی همداسې یو بل ته کتل؛ ته وا یو بل ته په ګیلې سره وایي: ستا له پاره ما هم ژوند وکړ هر غم مې تیر کړ په زړه کې مې بلېدلې د مینې شمعې ستا له پاره، همدا ستا له پاره ژوند له ځانه سره راوړی دی د تېرو شویو ورځو کتاب خو مونږ اوس ګیر کړي یو بې شمېره یادونو ... پرته له پوښتلو مې ترلاسه کړل دومره ډیر ځوابونه څه مې غوښتل؛ څه راغلل ټول څه مو ولیدل خو په زړه کې مې اوس هم بلیږي د مینې شمعې ستا له پار زه به څه ووایم؛ دنیا له ما سره داسې وکړل حکم شوی و، چې ژوند وکړم مګر له تا نه پرته ناپوه دي هغه چې وایي ته زما له پاره پردۍ یې دومره ظلمونه په مونږ جانانه خلکو کړي خو په زړه کې مو د مینې شمعې بلیږي میر او سارا له عدالت )محکمې( وتلي و او بهر په یوې څوکۍ ناست وو، میر ۲۲ کاله پخوانی پانزیب هغې ته ونیو؛ سارا هم خپله بې پانزیبه پښه ور وړاندې کړه؛ یو بل ته یې وخندل او همداسې په پخوانیو د ځواني فکرونو کې د سخت باران شړکا ته ډوب ناست وو. دوی د یو بل پر اوږو سرونه ایښي وو، چې ساجده صدیقي راغله؛ دواړه یو له بله بیل شول؛ خو یو بل ته یې د لسیزیو او پېړیو په تږو نظرونو شا، شا ته کتل. د محکمې د پرېکړې وخت را ورسېده؛ قاضي وویل: د سارا حیات خان ګواهي )شاهدي(، له هغې سره راوړیو
Hammasini ko'rsatish...
10👍 2🥰 2😍 2
انځورونو او اسنادو نه دا صفا معلومیږي، چې دا سړی دروېش شاه زور نه دی؛ بلکې میر افتاب خان ولد سید سمیر خان دی او میر افتاب خان زمونږ د هېواد د یوې انجلۍ د پاک لمنۍ له پاره په هغو کاغذونو لاسلیک کړی و. بیا یې وویل: سکواډنر لیډر میر افتاب خان دا محکمه تا بې ګناه اعلانوي. په دې سره ساجده صدیقي او خاوند یې د سکون ساه واخیسته؛ سترګې یې پټې کړې او بیا یې میر ته وکتل، کوم چې په یو لیرې سوچ کې ورک و؛ خو ژر قاضي غږ کړ: ځه ورځه میره؛ تا ته دا حق دی، چې په اوچت سر سره خپل ملک ته لاړ شې. سارا په ژړا کې د موسکا څو خوږې سلګۍ ووهلې او بیا قاضي په خپلې څوکۍ کې را سم شو:... او ستا د ژوند د تېرو شویو ۲۲ قیمتي کلونو له پاره زمونږ حکومت او دا عدالت له تا نه بښنه غواړي؛ خو که ته څه ویل غواړې؛ نو اجازه ده. د عدالت فضا درنې خاموشي ونیوه. میر خپل جیب ته لاس کړ او یو کاغذ یې را ووېسته: زه... زه قیدي نمبر ساتهـ سو چیاسي یا اوه سوه شپږ اتیا )۷۸۶ )د زندان له اوسپنیزو پنجرو لرې ګورم، ورځې، میاشتې او کلونه مې د سترګو په رپ کې تیریدونکي ولیدل، له دغې خ اورې اوس هم زما د پلار د کروندو بوی راځي، دا ګرمي ما ته زما د مور ګرمه غېږ را په زړه کړي، دا بارا ن ما ته زما ټول ماشومتوب او دا یخني ما ته زمونږ د کلي اور لوبه را په زړه کوي. هغه وایي، چې: دا ستا هېواد نه دی؛ نو بیا ولې زما د هېواد په څیر راته ښکاري، هغه وایي، چې: زه د هغې په څیر نه یم؛ نو ولې هغه زما په څیر راته ښکاري. زه بندي نمبر سات سو چیسي د زندان له پنجرو لرې ګورم، په خوب کې یوه سپېڅلې شهزادګۍ وینم، چې هر وخت راته په خوب کې راځي؛ خپل ځان ته ساجده صدیقي او ما ته میر وایي؛ هغه له خپلو سره ضد کوي. د هغې له رښتینو خبرو څخه بیرته د ژوند لور ته ور ګرځېږم، د هغې له وعدو او قسمونو څخه راته بیرته یو څه کولو ته زړه کیږي، هغه وایي، چې: هغه هیڅوک هم نه ده؛ نو بیا ولې زما له پاره له دنیا سره جنګیږي؛ هغه وایي، چې: زه د هغې په څیر نه یم؛ نو بیا ولې هغه زما په څیر ښکاري. زه بندي نمبر ساتهـ سو چیاسي د زندان له پنجرو لرې ګورم، زه د خپل کور کلي په رنګونو کې یوې نوې پیدا شوې سارا ته ګورم؛ هغه ده، چې زما د خوبونو په پوره کولو کې ترې خپل خوبونه هېر شوي دي؛ هغې زما په خاطر زمونږ د خلکو ژوند اوچت کړ او خپل خلک یې پرېښودل. اوس د هغې لمن له خوښیو ډکېدو ته هوسیږي، د هغې له پاره یوه نوې زندګي د تیرېدلو خواهش کوي. هغه وایي، چې: زما هېواد ستا هېواد نه دی؛ نو بیا ولې هغه زما په کور کې اوسېده. هغه وایي: ته زما په څیر نه یې؛ نو بیا ولې هغه زما په څیر ښکاري. زه بندي نمبر ساتهـ سو چیاسي د زندان له پنجرو لرې ګورم!. میر له خپل جیبه را ښکلی ژیړ کاغذ بیرته د خپل واسکټ په جیب کې کېښود. د ساجدې ترڅنګ د سارا، ټولو وکیلانو او ناستو خلکو په سترګو کې اوښکې راغلې؛ خو په دې وخت کې د عدالت په پورتنۍ څوکۍ ناست تن )قاضي( د چکچکو په وهلو سره پورته شو؛ ټول تالار چکچکو ونیو؛ ماته خوړلي وکیل ساګر احمد هم سترګې ښکته کړې اولاسونه یې بې دریغه وپړکول. هرې وکیلې او وکیل ساجده صدیقي ته مبارکي ورکړې، چې تر ډیره یې میرمنې وې. په اخیر کې ساګر احمد هم راغی، هغه ساجدې ته لاس ونیو او ویې ویل: مبارک شه ساجدې! هغې په زړه نا زړه څېرې مننه وکړه. ساګر احمد بیا زیاته کړه: نن زه وکالت پرېږدم؛ دا زما وروستی کېس و؛ ځکه نن تا وپوهولم، چې زه د دې کار لایق نه یم له کلونو مې همدا سوچ کاوه، چې له هر څه وړاندې قانون او حکومت مهم دی؛ ځکه چې د ملک ترقي مې د هغه هېواد له جوړ شوي قانون پورې تړلې ګڼله؛ خو نن زه په دې پوه شوم، چې د دې دواړو خاورو راتلونکې ستاسې په څیر ځوانانو او پېغلو پورې تړلې؛ کوم به چې انسان د کوچني، وړوکي، نارینه، ښځینه او د هندو، مسلمان په تله کې نه تلي. کوم به چې په هره خبره د دواړو خاورو ترمنځ د بیلتون خبره نه کوي او یوازې رښتیاو ته به جنګیږي او رښتیا به مني او په کوم هېواد کې چې د رښتیاو راج وي؛ نو څوک به یې څه وکړي. ډیره مننه ساجدې! تا ما ته وښوده، چې انسانیت او بشریت څه ته وایي؟! ساګر احمد په موسکا وویل: که نن ستا پلار وای؛ نو په تا به یې ډیر فخر کاوه؛ خو دا فخر اوس ما ته هم حاصل دی. نور د تل له پاره د خدای په امان... را تلونکی دې روښانه شه! ساجدې لومړی وژړل او بیا یې اوښکې صفا کړې. په سبا یې د پلار قبر باندې د ګلونو یوه ګلدسته کېښوده، د هغه روح ته یې دعا وکړه او بیا د ډیور نډ کرښې اخیر سر ته ولاړل. د تورخم په تور ځنځیر ودرېده. او میر ته یې په کتلو سره وویل: له میر نه سارا په دې خاوره کې ورکه شوې وه او اوس به د دوی یوځای والی هم په همدې خاوره کې کیږي. بیا یې یو کوتی چې ګوتمه په کې وه؛ میر ته ونیوله؛ هغه حیران، حیران کتل؛ خو ساجدې وویل: واخله که نه؛ زه غواړم، چې ته زمونږ سارا د تل له پاره له ځان سره کړې.
Hammasini ko'rsatish...
9😍 3👍 1🥰 1
میر د ساجدې په سر لاس را ښکود؛ د سارا په تندي یې یو خال کېښود او ګوتمه یې ور په ګوته کړه، چې له مخې یې د دواړو کوژدن هم وشوه. ساجدې په ژړغوني غږ سره وویل: تا به ویل، چې کله هم د میر او سارا نومونه یوځای نشي اخیستل کیدلی؛ خو وګوره، چې تاسو د همېش له پاره یوځای شوئ! سارا پوره ۲۲ کاله وروسته وموسل او خپل لاس یې د ساجدې په اوږه کېښود، بیا یې وویل: میر وایي، چې ته زمونږ د یوځای والي له پاره د خدی جل جلاله له لوري را لېږل شوې پرښته یې! ساجدې وویل: ځئ، تاسو لاړ شئ..! ستاسې خاوره ستاسو انتظار کوي. میر ساجده په تندي ښکل کړه. د خپل هېواد په لور یې په مینناک نظر وکتل، ورو یې سارا ته وویل: زه چې ځو کور ته. له څو قدمه اخیستلو وروسته یې ګونډې ووهلې اوسجده یې وکړه. هغه خاوره یې ښکل کړه، چې ده په کې۲۲ کاله تیر کړل. په تګ تګ کې یې ساجده صدیقي ته لاسونه پورته کړل. هغې هم خپلې اوښکې پاکې کړې او په شا را روانه شوه.دم پوره دوه وویشت کاله وروسته میر سارا په سایکل سپاره خپل کلي او کور ته را وسته. د مور او پلار قبرونو ته یې دوه ګلدستې ور وړې. هغه د پلار هغه خوب هم رښتیا کړ، چې ګواکې میر په سایکل سپور وي او تر شا یې سارا ناسته وي. د پلار په څیر یې د کرکټ لوبې یو ټیم جوړ کړ او د هغه ارمانونه یې ور پوره کړل. اوس په کلي کې د انجونو د لیسې ترڅنګ، روغتون، زیږنتون، لوی بازار او د ملک سید سمیر زیارت هم جوړ شوی وو! میر هم د کرکټ لوبې په وقفه کې له ځوانانو د سارا په لوري راته او یوه نیمه میټهایي او خوږه به یې ترې اخیسته. ... پای )خپله مینه ــ بهسود ــ ننګرهار ــ افغانستان( دناول پاي د بل ناول لپاره له موږ سره پاتې شې
Hammasini ko'rsatish...
20😍 5
#ناول میر سارا #لسمه او وروستې برخه لیکوال: سمسور ودان وړاندې کوونکی : شیرزی ❤️ سنجش ❤️ #دتیری~برخې~وروستي~لفظونه دا له ما نه شي کېدی ساجدې او زه خبر یم چې دا ته هم نشې کولی. میر قدمونه واخیستل او ساجده په خپلو اوښکو صفا کولو لګیا شوه، بیا میر ته راغله او ویې ویل: زه بښنه غواړم د لږ ساعت له پاره وکالت را نه انسانیت هیر کړی و؛ ما نه هیر شوي و، چې... #اوس~نوی~برخه خبره یې میر ور پرې کړه: د ویر او سارا نوم یوځای نشي اخیستل کېدای. ساجدې خپل مخ باندې لاس وواهه: اوس یوه لاره پاتې، زه به افغانستان ته ځمه. د میر افتاب خان پېژندنه به له هغه ځایه راوړل پکار وي، وخت ډیر کم دی، زه اوس ځم. د خدای په امان. ساجده روانه شوه او خپل ټیکری یې را سم کړ، چې میر ور غږ کړل: ساجدې! هغې را وکتل: میر په خپلو لاسونو کې نیولی تعویذ ساجدې ته ورکړ او ویې ویل: دې تعویذ تر نننه پورې زما ساتنه کړې او اوس به ستا حفاظت کوي. میر ساجدې ته شا کړه او ساجدې ور ته وویل: که ما چیرې وبایلله؛ نو تاسې به ما معاف کړئ؟ میر ور وکتل: په یو شرط! ساجدې مخ ور واړاوه! میر زیاته کړه: روزانه به ما ته د حلوا میټهایي را وړې. دواړو وموسل او میر د خدای په امان وویل. په لغمان کې شنو پټیو باندې د ژیړو غنمو واکمني وه، لیرې لیرې یوه شنه ونه ښکارېده، د کروندو منځ کې له یو اړخ نه د موټرسایکل اواز راته او په بل لوري کې یو موټر هم را روان و، چې دواړه سره نیږدې شول، ساجدې په موټر سایکل سپور تن ته وویل: وروره لږ خبره واوره! موټر او موټرسایکل ودرېدل، ساجده د تورو چشمو لرونکي کس ته وویل: بښنه غواړم؛ خو تاسې ما ته دا ویلی شئ، چې د ملک سید سمیر کور چیرته دی؟ هغه وویل: هو، هو! هاغه مخامخ د لوړې ودانۍ لرونکی کور د ملک صیب دوی کور دی. ساجدې وویل: شکریه! سړي بیا وویل: خو تاسې څوک لټوئ؟ ــ ملک صیب، یا د هغوی کورنۍ! ــ هغه خو څو کاله وړاندې مړه شوي. ساجدې له درده وویل: الله ! موټرسایکل سپور ورته وویل: که بیا هم تاسې د هغوی کور لیدل غواړئ؛ نو ورتلی شئ، کور خلاص دی؛ زه په تادۍ کې یم، بښنه غواړم. ساجدې تر ډیره کور ته برګ برګ کتل او بیا ور روانه شوه. له وره یې ولیدل، چې څو ځایه د ماشومانو او کوچنیو انجونو ټولي دي، څوک درس وایي: څوک لوبې کوي، څوک په نورو کارونو اخته دي، ځینې منډې وهي او بعضې نور په ټالونو کې زانګي. ساجده زړه ماتې ولاړه وه، چې د څو ماشومانو ور پام شو. هغې وموسل او بیرته یې قدمونه اخیستل، چې د دروازې کړک یې واورېده، ودرېده او چې شا ته یې وکتل: یوه ښایسته؛ خو پخه ښځه په خړو جامو او سپین ټیکري کې په یوې انجلۍ پسې لښته په لاس منډې وهلې او ویل یې: ودرېږه؛ تا به نن پرېنږدم. ساجده حیرانه او ژور فکر وړې ولاړع وه او سر یې یو او بل لور ته کږېده، چې ښځه یې مخې ته را ورسېده؛ د انجلۍ شا یې پرېښوده او له ساجدې یې وپوښتل: څوک یې ته؟ څه له راغلې یې؛ خو د ساجدې سترګې اوښکو نیولې وې. ښځې بیا ورته وویل: دا ژاړې ولې؟ ساجدې سر تر پایه ورته وکتل، چې هغې بیا وویل: څه ووایه کنه؛ ګونګه خو به نه یې؟ د ساجدې له خولې څه غږ نه خوت. ښځې ترې مخ واړاوه او په توند اواز یې غږ وکړ: شبو وګوره، چې دلته دروازې سره څوک دي؛ بیا یې انجلۍ پسې منډه کړه: او ته ودرېږه، درځم درپسې. له بل اړخه د سور رنګو جامو او شوتلي رنګه ټیکري یوه بله پخه ښځه را روانه وه، یوې انجلۍ ته یې وویل: دا واخله ته! بیا یې بل تن ته په سر د مینې وار ورکړ: یو ته! سم سبق نه وایې. پخه ښځه تر ساجدې را ورسېده: ووایئ! ستاسو څه پکار دي؟ ساجدې له اوښکو سره وویل: تاسو الیبو یئ! هغې وخندل: هو؛ نور څوک کېدی شم. بیا یې سارا ته ګوته ونیوله: او دا سارا ده. الیبو وویل: ته د دې پوښتنې له پاره دلته راغلې یې. ساجدې الیبو ته په کتلو سره وویل: دا سارا حیات خان ده. د الیبو مخ حیرانتیا ونیو: تاسې ته دا نوم څنګه معلوم دی. ساجدې په ماتو الفاظو وویل: دا د پېښور د جهانګیر حیات خان لور ده. الیبو نوره هم حیریت واخیسته او له ساجدې یې وپوښتل: څوک یې ته؟ ساجده او الیبو په یوه خونه کې ولاړ و. د الیبو مخ د دروازې په لوري او ساجده له کړکۍ سره نیږدې ولاړه وه. په مخامخ دیوال د یوې ښځې او یو سړي او تر لاندې د میر انځورونه هم ښکارېدل، ښځه او سړی د میر پلار او مور ول. ساجدې الیبو ته پوره حال ویلی و. الیبو چې ساجدې ته یې شا وه، ویې ویل: د میر د مرګ خبر په اورېدلو سره د سارا نکاح ماته شوه او خپله یې پلار ور ته طلاق واخیسته. د میر د ارمان د پوره کولو له پاره یې د بابا او مور مرسته کوله، میرزا لندن کې اباد شو، د سارا بابا هم سیاسیت پرېښوده، دوه کاله وروسته هغه مړ شو، بیا څو کاله وروسته مور هم له دې نیا نه لاړه، د حیات خان خاندان نوم پاتې نشو.
Hammasini ko'rsatish...
3🥰 1
ژوند نه آسانه کیږي، ته باید ورته پیاوړی شې.💪 #اریـــــــن
Hammasini ko'rsatish...
13😍 4🥰 3👍 2
◽️#احادیث_صحیح رسول اللهﷺ [7] 2201ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ (رضی‌الله عنه): أَنَّ رَسُولَ اللهِﷺ قَالَ: «يَقُولُ اللهُ: إِذَا أَرَادَ عَبْدِي أَنْ يَعْمَلَ سَيِّئةً فَلا تَكْتُبُوهَا عَلَيْهِ حَتَّى يَعْمَلَهَا، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا بِمِثْلِهَا، وَإِنْ تَرَكَهَا مِنْ أَجْلِي فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَعْمَلَ حَسَنَةً فَلَمْ يَعْمَلْهَا، فَاكْتُبُوهَا لَهُ حَسَنَةً، فَإِنْ عَمِلَهَا فَاكْتُبُوهَا لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، إِلَى سَبْعِ مِائةِ ضِعْفٍ». (📚بخارى:7501) ترجمه: ابوهريره (رضی‌الله عنه) مي‌گويد: رسول اللهﷺ فرمود: «خداوند عزّ وجل مي‌فرمايد: هرگاه، بنده ام نيت کرد که کار بدي انجام دهد تا زماني که مرتكب آن نشده است، برايش ننويسيد. و اگر مرتكب آن شد، فقط يک بدي برايش بنويسيد. و اگر آنرا بخاطر من ترک کرد، برايش يک نيکي ثبت کنيد. و اگر قصد انجام عمل نيکي را کرد ولي آنرا انجام نداد، برايش يک نيکي بنويسيد. و اگر آنرا انجام داد، ده تا هفت صد برابر نيکي برايش بنويسد». 📝رحمت الله را بنگر ای مسلمان ؛ والله اگر با وجود این همه فضل و بخشش از رستگار شدگان نباشی، هیچ عذر نداری. این را بدان تا لحظه آخر فرصت داری از گناه پشیمان شوی، در این صورت نه تنها گناه برایت ثبت نمی‌شود، بلکه اجر بدست خواهی آورد.
Hammasini ko'rsatish...
14😍 3🥰 1
Boshqa reja tanlang

Joriy rejangiz faqat 5 ta kanal uchun analitika imkoniyatini beradi. Ko'proq olish uchun, iltimos, boshqa reja tanlang.