uz
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Kanalga Telegram’da o‘tish

Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
238
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
+57 kun
+1230 kun
Postlar arxiv
زۀ یم یواځې، راسره دي اندېښنې الهي زما د ژوند سفر دې نۀ شي بې معنې الهي څۀ د وجود اضطراب وخوړمه خوب مې نشته څۀ را روانې دي د ژمي اوږدې شپې الهي چې بیا د نفس او شیطان په لمس خطا نۀ شمه ماله توفیق راکړې د دغسې توبې الهي زما د روح زخمونه هیڅ یو انسان ونۀ لیدل هر څوک مې ویني په لاسونو کښې ګجرې الهي په ما ځان وپېژنه، زۀ مایوسه شوې یمه وښایه ماته د خپل رحم نښانې الهي کله به ختم شي زما دا مسلسل غمونه؟ کله رڼا به شي زما د ژوند تیارې الهي؟ چې پکښې مهر څو شېبو لره سکون ومومم کاش چې دې بوتلې لږه زۀ تر مدینې الهي مهر

د موبایل پر ښېښه مې لګولی ستا تصویر دی هر ملګری چې یې ویني سمدلاسه راته وایي دا دې څۀ دی؟ دغه څوک دی؟ دا مړ شوی کۀ څۀ چل دی؟ زۀ بې زړۀ شم، بې جرئته پۀ پرې شوې ژبه وایم: دا موبایل پاتې شوی پرون چا نه ؤ موټر کې بشرمل 21/8/19

وخاندم او غم په زړه کې پټ کړمه ما کې دا د غلا هنر د کمه شو

Story

#هسې ته چې له ما ښکلی ته په طمع يې خدای خو د له ما په بدرنګ واړوه غواړم چې ديدن د مخامخ وکـړم اډيـو نه د ويډيــو ته زنـګ واړوه ستا خندا ريګمال د‌خفه زړونو ده وخـنده له زړه نه مـې زنـګ واړوه رنځ

Story

ستا د راتلو خبر خو ما ته هېڅوک نه راکوي اندازه داسې راته وشي, چې رڼا زیاته شي دروېش درانی

څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم! درمان

د بایللې مینې یاد مې زړه ته راغی د ملګري په واده کې غلی ناست یم! حیران

Story

ورکه لالیه ياد دې ورک جهان ته وړي يمه سګريټ مې ګوتو کې را مړ دی، زه خبر هم نه يم 🚬

څه ساده ګان وو د یو چا شتون مو جنت ګڼلو د چا مسج ته مو هئ څومره ویښې شپې وکړې مئېنېدل زړه ماتېدل او داسې نورې کیسې په ډېر کمکي عمر مو غټې تجروبې وکړې ریان🍁

زه نيمګړی مړی يم کله چې مي د سګريټو په کوتۍ ستا ليک شوې شمېره ونه ګورم ،،، زه له خپل وجوده مرمه ما کې دوه روحونه ميشت دی وايه کوم يو به ساتمه *Haider Ayaz* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د شپې درې بجې یې زنګ وکړ، څنګه مې چې اوکې کړ ویې ویل: سیګرټ راسره ختم شوي دي ما سره خبرې وکړه! *Imran Angiz* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ته خو څه سګرټ او روپۍ نه یې له ما ورکه تا پسې هم ګوتې په جیبونو کې وهم *ممتاز اورکزے🍁*

Story

زۀ غلط شوی وم چې ځان مې دیارانو بالۀ ستا ومه ، ستا به پاتې کېږمه خالي میدانه! 🍾😎

څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم! #درمان

اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره! اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! ژېړ لاټين ته دې کتاب لوستل خوښېږي؟ يا هم شمعه د باران شپه کې يوازې ؟ نيمه شپه کې دوه رکاته درنه کېږي؟ اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! هله زر شه نوی شعر ريډيو ته وايه! زه پويېږمه چې ماته دې ليکلی زما نوم پکې ښه ډېر ريډيو ته وايه اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! خدای به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې زنده ګي خو هر وخت يو حالت کې نه وي دی به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شبوګۍ دې صدقه شمه شين سترګيه! بېخي ډېر مې يې د زړه په سر ليکلی لېونۍ دې صدقه شمه شين سترګيه! اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!