ar
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

الذهاب إلى القناة على Telegram

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
237
المشتركون
+324 ساعات
+57 أيام
+1230 أيام
أرشيف المشاركات
څه ساده ګان وو د یو چا شتون مو جنت ګڼلو د چا مسج ته مو هئ څومره ویښې شپې وکړې مئېنېدل زړه ماتېدل او داسې نورې کیسې په ډېر کمکي عمر مو غټې تجروبې وکړې ریان🍁

زه نيمګړی مړی يم کله چې مي د سګريټو په کوتۍ ستا ليک شوې شمېره ونه ګورم ،،، زه له خپل وجوده مرمه ما کې دوه روحونه ميشت دی وايه کوم يو به ساتمه *Haider Ayaz* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د شپې درې بجې یې زنګ وکړ، څنګه مې چې اوکې کړ ویې ویل: سیګرټ راسره ختم شوي دي ما سره خبرې وکړه! *Imran Angiz* ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ته خو څه سګرټ او روپۍ نه یې له ما ورکه تا پسې هم ګوتې په جیبونو کې وهم *ممتاز اورکزے🍁*

Story

زۀ غلط شوی وم چې ځان مې دیارانو بالۀ ستا ومه ، ستا به پاتې کېږمه خالي میدانه! 🍾😎

څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم! #درمان

اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره! اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! ژېړ لاټين ته دې کتاب لوستل خوښېږي؟ يا هم شمعه د باران شپه کې يوازې ؟ نيمه شپه کې دوه رکاته درنه کېږي؟ اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! هله زر شه نوی شعر ريډيو ته وايه! زه پويېږمه چې ماته دې ليکلی زما نوم پکې ښه ډېر ريډيو ته وايه اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! خدای به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې زنده ګي خو هر وخت يو حالت کې نه وي دی به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شبوګۍ دې صدقه شمه شين سترګيه! بېخي ډېر مې يې د زړه په سر ليکلی لېونۍ دې صدقه شمه شين سترګيه! اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه! شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!

بیا به دې نوم په خوله وانخلم که د شیدو د سر پیروی شې میینه #ټپه
بیا به دې نوم په خوله وانخلم که د شیدو د سر پیروی شې میینه #ټپه

Story

هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28
هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28

خدایه ته خو مهربان یی ته رحیم یی ته قادر یی ته ظاهر یی پر خکاره او پر باتن باندی خبر یی نو بیا ولی زه جدا له خپلی وینی خپلی مینی خپل د زړه ټوټئ نه لیری زوریدلی کړیدلی ژړیدلی سوزیدلی رویا هسی تاته وایم چه درزمه زه درزمه ژر درزمه خو درتللی درته نشم ما احمق ته بخشه وکړه درتلی نشم درتلی نشم هسی تاته دروغ وایم زه جواد یم دروغجن یم فریبکار یم خطا کار یم ماته ډیره بخشه وکړه زه بی حده ګناهګار یم #جواد پرهر

چې په نشتون مې ته دومره خوشحالیږې زه دې مړ شم ستا دې هر ارمان پوره شي ….🖤

غزل راسره مل به دومـــــره زياتې شوګيرې نه واى، ته چې زما واى زما سترګې به لمدې نه واى، زما دې نه واى خــو دا مخ اړول زور غواړي، د بل دې هم واى خـو چې ختمې رابطې نه واى، څه شرپسندو ته يې په سر دي د دولت په خاطر، د دې جاهلو په سرونو چــــــــې شملې نه واى، دا چې سکه وروڼو په يوه کور کې ديوال وهلى، د وروڼو مينځ کې چې د دوى دا فيصلې نه واى، په بعضو بعضو مې روښانه داغه زړه خوږيږي، په بدرنګ زړه پورې چې دا ښکلې څيهرې نه واى، Rohan Niazai

اوس دې زنه کې هماغه کنده شته دی؟ چې خندل به دې جوته ښکارېدله ما به وې دا مې خوښېږي ګلابمخې! نو حيا به دې اوچته ښکارېدله اوس دې ستوني باندې هغه خدايي خال د پخوا رقم تازه دی او ځلېږي؟؟ ته هماغه رقم شوخه او خوږه يې؟ خوله دې هسې له خندا نه راټولېږي؟ هغه سپين کريمچ بوټونه پښو کوې لا؟ اچوې يې هماغسې مدرسې ته؟ زما پښه کې په اغزي تلو خپه کېږې؟ هماغه رقم مې درد درځي سينې ته؟ اوس هم ورور سره زما په سر نَښلې؟ ورته وايې دا شاعر وړکی مې خوښ دی؟ د پخوا رقم اوس هم درنه خپه شي؟ ورته ښايې؟ دا شاعر وړکی مې خوښ دی؟ شبو! مۀ پوښته له ما چې څنګه يمه شبو! زه خو له تا پس خاورې ايرې يم زنده ګي لکه د تيږو لوی کمر دی او زه وچه خوله يم ماتې ماتې پښې يم اوس دې زنه کې هماغه کنده شته دی؟ چې خندل به دې جوته ښکارېدله ما به وې دا مې خوښېږي ګلابمخې! نو حيا به دې اوچته ښکارېدله

لس بجې دي يولــس به شـــي دولــس به شي زه مې په خوب باندې باور لرم چې نه به راځي رنځ 😒😔✌️
لس بجې دي يولــس به شـــي دولــس به شي زه مې په خوب باندې باور لرم چې نه به راځي رنځ 😒😔✌️

Story

خود دې خوب کوم لیدلو د اوربل ته چې ناروغه نه شې نه راځې کابل ته Naqib Ahmad Azizi

څنګه مې سترګې را رڼې شوې باد دې د زلفو بوی له کومې خوا راوړینه.