پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
238
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+57 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
238
زۀ یم یواځې، راسره دي اندېښنې الهي
زما د ژوند سفر دې نۀ شي بې معنې الهي
څۀ د وجود اضطراب وخوړمه خوب مې نشته
څۀ را روانې دي د ژمي اوږدې شپې الهي
چې بیا د نفس او شیطان په لمس خطا نۀ شمه
ماله توفیق راکړې د دغسې توبې الهي
زما د روح زخمونه هیڅ یو انسان ونۀ لیدل
هر څوک مې ویني په لاسونو کښې ګجرې الهي
په ما ځان وپېژنه، زۀ مایوسه شوې یمه
وښایه ماته د خپل رحم نښانې الهي
کله به ختم شي زما دا مسلسل غمونه؟
کله رڼا به شي زما د ژوند تیارې الهي؟
چې پکښې مهر څو شېبو لره سکون ومومم
کاش چې دې بوتلې لږه زۀ تر مدینې الهي
مهر
238
د موبایل پر ښېښه مې
لګولی ستا تصویر دی
هر ملګری چې یې ویني
سمدلاسه راته وایي
دا دې څۀ دی؟
دغه څوک دی؟
دا مړ شوی کۀ څۀ چل دی؟
زۀ بې زړۀ شم، بې جرئته
پۀ پرې شوې ژبه وایم:
دا موبایل پاتې شوی
پرون چا نه ؤ موټر کې
بشرمل
21/8/19
238
#هسې
ته چې له ما ښکلی ته په طمع يې
خدای خو د له ما په بدرنګ واړوه
غواړم چې ديدن د مخامخ وکـړم
اډيـو نه د ويډيــو ته زنـګ واړوه
ستا خندا ريګمال دخفه زړونو ده
وخـنده له زړه نه مـې زنـګ واړوه
رنځ
238
ستا د راتلو خبر خو ما ته هېڅوک نه راکوي
اندازه داسې راته وشي, چې رڼا زیاته شي
دروېش درانی
238
څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه
نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم!
درمان
238
څه ساده ګان وو د یو چا شتون مو جنت ګڼلو
د چا مسج ته مو هئ څومره ویښې شپې وکړې
مئېنېدل زړه ماتېدل او داسې نورې کیسې
په ډېر کمکي عمر مو غټې تجروبې وکړې
ریان🍁
238
زه نيمګړی مړی يم
کله چې مي
د سګريټو په کوتۍ
ستا ليک شوې شمېره ونه ګورم
،،،
زه له خپل وجوده مرمه
ما کې دوه روحونه ميشت دی
وايه کوم يو به ساتمه
*Haider Ayaz*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د شپې درې بجې یې زنګ وکړ،
څنګه مې چې اوکې کړ
ویې ویل:
سیګرټ راسره ختم شوي دي
ما سره خبرې وکړه!
*Imran Angiz*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته خو څه سګرټ او روپۍ نه یې له ما ورکه
تا پسې هم ګوتې په جیبونو کې وهم
*ممتاز اورکزے🍁*
238
څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه
نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم!
#درمان
238
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره
هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري
که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
ژېړ لاټين ته دې کتاب لوستل خوښېږي؟
يا هم شمعه د باران شپه کې يوازې ؟
نيمه شپه کې دوه رکاته درنه کېږي؟
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
هله زر شه نوی شعر ريډيو ته وايه!
زه پويېږمه چې ماته دې ليکلی
زما نوم پکې ښه ډېر ريډيو ته وايه
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
خدای به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې
زنده ګي خو هر وخت يو حالت کې نه وي
دی به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شبوګۍ دې صدقه شمه شين سترګيه!
بېخي ډېر مې يې د زړه په سر ليکلی
لېونۍ دې صدقه شمه شين سترګيه!
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره
هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري
که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!
