تبسم راډيو - خبر
تبسم راډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM
Більше11 350
Підписники
+724 години
+287 днів
+24230 днів
- Підписники
- Перегляди допису
- ER - коефіцієнт залучення
Триває завантаження даних...
Приріст підписників
Триває завантаження даних...
نن د کندهار د سپین بولدک ـ چمن له لاري ۹۶ کډوالي کورنۍ چي د وګړو شمیر یې ۵۰۵ تنه کیږي خپل هیواد ته راستانه سول.
👍 24
له تېرو څلورو ورځو راهیسي د کندهار د سپین بولدک ـ چمن د مازل ګلۍ بنده سوې.
دغه لار د ناروغانو او نژدې کلیو د اوسېدونکو لپاره خلاصه وه، خو پاکستاني لوري د افغانستان لوري ناروغانو ته اجازه نه ورکول، ځکه افغان لوري بنده کړه.
❤ 38😢 9👍 8
د کندهار د معلولینو چارو ادارې د مشرتابه په امر له نژدې ۳۰ تنو هغه معلولینو سره مرسته وکړه، چي په تېرو جګړو کي یې د بدن غړي له لاسه ورکړي وه.
هر معلول ته یو نیم لک افغانۍ ځانګړي سوي وې.
❤ 92👍 5👎 5
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره خبرو اترو او تعامل ته چمتو دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند وویل چې له طالبانو سره دا ډول خبرې د افغانستان او امریکا د ملي ګټو د ټینګښت لپاره ډېرې مهمې دي.
هغه ټینګار وکړ چې دا تعاملات په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد هڅو پیاوړتیا او د بشري حقونو خوندیتابه برخه کې د طالبانو د تعهداتو عملي کېدو ته یو پلیټ فارم چمتو کوي.
❤ 48👍 7
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن له سعودي عربستان او اردن وروسته اسرائيل ته سفر کړی دی.
بلېنکن به د دې سفر په ترڅ کې غزه کې د اوربند پلي کېدو او د يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو په اړه خبرې اترې وکړي.
😢 29❤ 6👍 2
نړیوال بانک له اقتصادي ناورین سره د مبارزې او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره افغانستان ته ۸۴ میلیون ډالر مرسته منلې ده.
❤ 47👍 5
اروپايي ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
👍 30❤ 12😢 1
د پنجاب ایالت په دیره غازي خان کې نامعلومو وسله والو د جهنګي په پوسته برید وکړ چې له امله یې اووه پولیس ټپیان شول.
تیره شپه د پیښور سره نزدي په ورسک رود سیمه کې هم د پولیسو یو مرکز د وسله والو تر برید لاندې راغلې .
❤ 80👍 17
په خوست ولایت کي درې تنه د نامشروع اړیکو او زنا په تور په عام محضر کي په درو وهل سوي.
👍 67❤ 23
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین «جان بس» په اسلام آباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست «رحیم حیات قریشي» سره کتلي دي.
دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او د سیمې د امنیت برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینگار کړی.
«جان بس» تراوسه اسلام آباد ته د خپل سفر په اړه څه نه دي ویلي،خو د قطر په اړه یې ویلي چې قطر په افغانستان کې د امریکا استازیتوب کوي او ده یې له دې رول څخه د ملاتړ لپاره په دوحه کې د دې هیواد صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» سره کتلي دي.
👎 22👍 4❤ 4