پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+57 дней
+1330 дней
Архив постов
239
د غرۀ په سر کچه کوټه ده، او باران ورېږي
د چا د یاد راسره شپه ده، او باران ورېږي
دا خاموشي د سريندې په شان خبرې کوي
ستا جدايي مې مېلمنه ده، او باران ورېږي
ستاسو دماغ د موسمونو مزې څۀ پېژني
زمونږ د زړونو معامله ده،او باران ورېږي
زرکې، طنزرې، تورانکې، چرته نۀ ښکارېږي
خارونۍ ځاله کې ویدۀ ده،او باران ورېږي
چې تۀ به چرته یې جانانه ستا عزیز چرته دی
منځ کې مو لویه فاصله ده او باران ورېږي..
عزیز مانېروال
239
که تا قرأن منلى، تا باور په خداى کولى
ما به قسم کې درته لاس په غزل نه واى ايښى
د الفردوس جنت په اړه که زما خوښه واى
بل نوم به ما ورباندې غير له کابل نه واى ايښى
په انساني قسمت خو څه کوې، چې ستا نه شومه
که زه ګل هم واى، شايد تا په اوربل نه واى ايښى
239
کار د خوشحالۍ يا مصيبت وي غږ کوه
يره بس چې هر رقم خدمت وي غږ کوه
چرته چې خبرې د جانان او مينې کېږي
چرته چې د حسن عبادت وي غږ کوه
لور يې د خپل ځوئ بدو کې ورکړه بيغيرته
وا ئي که خبره د غيرت وي غږ کوه
ځه چې مسلې دي نصيحت دى ځان ګونګى که
تاش وي موسيقي وي که غيبت وي غږ کوه
تاته ستا د مات زړه کيسه کومه بهسودواله
کوم ځاى کې چې کوم ټکى غلط وي غږ کوه
*پروېز بهسودوال*
239
*تا تو را دارم نمی آید به چشمم هیچ کس*
*شرک ممکن نیست، از یکتا پرستی مثل من!*
فاضل نظری239
مړ کوي مې دا بې تا تور ماښامونهٔ!
څو به پالم په ژړا تور ماښامونهٔ!؟
د عادي وګړو هر ماښام عادي وي
د مئینو وي جلا تور ماښامونهٔ
منلی💔🥲
239
بې نيازي او استغناء مې ځي له منځه،
چې په در کې دې ودرېږم، ضائع کېږم!
څو شېبو له خو مې خپل کړه، شاه سعوده!
لکه وخت درنه تېرېږم، ضائع کېږم!
سيد شاه سعود
239
نه وي د حساس انسان په ژوند کې خوشحالي نه وي
ژوند چې شي بې حسه، ښادي ډېره خندا ډېره شي
_ اشرف مفتون
🥀
239
دا شکر دی چې ستا د خولې دعاوې راپسې دي
کنه خو ډیرې خولې، ډیرې ښیراوې راپسې دي
دا زه یم چې لا سرې سترګې یارانو کې ګرځیږم
ته ګورې چې دا څه بدې بلاوې راپسې دي؟
جانانه ! په محفل کې خپلې سترګې واک کې ساته
رقیب مو پل اخیستی دی، رڼاوې راپسې دي
حیران یم چې موږ داغ د چا پر سپینه لمن ایښی؟؟؟
چې داسې په دې کلي کې غوغاوې راپسې دي
اې زه پر لار تیریږم، په بلۍ خو راښکاره شه!
دا ستاسو د مالت د سپو غپاوې راپسې دي
هادي شکر پاچا یم د چا سترګو کې اوسیږم
روان یم د انوارو تجلاوې راپسې دي
239
ځانه بښنه کوه، ټول مې خپله و خوړلې
لۀ اضطرابه، لۀ خفګانه مې و نۀ ساتلې
د امید شمعې! د پایښت خدای ته مې ډېر وویل
تۀ یې رامړه کړې، لۀ هوا نۀ مې و نۀ ساتلې
زۀ دې لا هم لۀ خدای لرمه، باقي خدای پوهیږي
طمعې! ځه ښه ده لۀ انسانه مې و نۀ ساتلې
بله ډېوه یې، د طوفان پۀ شپه دې هم لرمه
عشقه! منې مې؟ پۀ اسانه مې و نه ساتلې
#عیار
239
پام بدلومه مګر درد زما له پامه نه ځي
زما د فکر مرغه ولې ستا له بامه نه ځي
انځور یې داسې رسم شوی دی زما پر ذهن
که په اوبو یې پاکومه هم رسامه نه ځي
چې ما راکش کړي ستا خبرو ته له نورو خلکو
اوس دې هغه خوشبو لالیه له سلامه نه ځي
یو سړي ټولو الزامونو ته سینه نیولې
یوه جینۍ د لالي غېږې ته بدنامه نه ځي
خاورې په سر بادوه پله چې کم عقل شولې
هوښیاران هیڅکله په عشق کې تر انجامه نه ځي
*عبدالمجيد پل*
239
زړه مې وايي ځانته خَپه کړمه غاړه
نه مې ښار کې زړه لګېږي نه په شاړه
د ژړا سټېکر مې ايښی پر سټيټس دی
دې ريپلی راته راکړې ده چې ژاړه!
ماښامی دی له ورغوو مې تپ خېژي
سر تړمه ستا د غم په سرۀ ريتاړه
يخ شمال دی، تنهايي ده، سپوږمۍ جګه
زه روان يم د سرک په غاړه غاړه
شبوګۍ! له بل وطنه زنګ وهلی
وايي ډاډه ګله! ما له خدايه غواړه
239
نظم!🍁
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
هغه تېرې خوږې شپې راته ياديږي
ټولې تېرې خاطرې راته ياديږي
چې پۀ نيمه شپه به راغلم دې به وکړې
د زړې ادې ښېرې راته ياديږي
وخۍ څۀ لۀ خونده ډکې شيبې لاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
څۀ مې وغوښتۀ له خدايه څۀ راوشول
انتظار کې مې د سترګو تور اوبۀ شول
نه لالی راغی او نه يې سلام راغی
چې رقيب له خدايه څه غوښتي ؤ وشول
شوم د بس تمځای کې ستړی پۀ ولاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
هره شپه لۀ مرګه سخته تماميږي
يو ساعت لۀ تا نه پرته نه تيريږي
چې ترخه قهوه پۀ يو ځای سره وڅښو
او بهر د پسرلي باران وريږي
خدای دې ووهه که نه به مې درغواړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
ډېره ستړې يک تنها زنده ګي کيږي
خدای که پرته لۀ اشنا زنده ګي کيږي
تۀ سحي وايي اوڅاره دا منمه
کيږي هو! خو بې معنا زنده ګي کيږي
که دروغ وايمه بندې مې شه غاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
بابرزی اوڅار 🍁
239
ازله مړ یم باچا بلکل مړ یم
زه د هغې په خندا بلکل مړ یم
بابا ادم په حوا بلکل مړ وو
او زه په لور د حوا بلکل مړ یم
زه مې په خپل شعر مکمل تبا یم
او د ولس په وا وا بلکل مړ یم
که لاړې بیا به هدیره کې ګورو
ته چې راځې زه به بیا بلکل مړ یم
د هلکانو په اتڼ مین یم
د جینکو په ګډا بلکل مړ یم
دلته په سپین کابل جان سپینې واورې
هلته د سوات په هوا بلکل مړ یم
ډاکټرې مور باندې له تا نه مخکې
ورپسې وروسته په تا بلکل مړ یم
Azal Jee
239
زاا صحي ده، مه يې وايه، معلوميږي
غم دې سترګو کې له ورايه معلومېږي
مازديګر کې چټي نه کېنم په پوله
ستاسو وَر له دغه ځايه معلومېږي
نه د ورځې مې په سترګو سکون وليد
نه هم شپه کې راته خدايه معلومېږي
دا ياران درته په سخته ورځ کې يو يو
له شروع څخه تر پايه معلومېږي
ما به غواړې، که اوويا حورې وصاله
بيا بۀ ګورو، بيا دې رايه معلوميږي
*وصال ريان*
239
هنديانو ته دى نذر وي
يو وړه مهرباني وکه هندوې
يو مسته قوالي وکه هندوې
بيا ژوندى شه ﺯندګي وکه هندوې
بل جنم کې بيا ياري وکه هندوې
پر تبله د تبله مار ګوتې نڅيږي
ته نڅا د ماهدوري وکه هندوې
صدقه دې د ګنګا او جمنا سترګو
هغه لعل رنګې ساړي وکه هندوې
په چشميش که قرار غږ درته در وکه
ته پرې غږ د قرارجي وکه هندوې
#ميوندقرار
(ماهدوري د هند مشهوره فلمي لوبغاړې ده چې د خپلې ښايسته نڅا ډیره مشهور ده)
