پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
238
订阅者
无数据24 小时
+57 天
+1230 天
帖子存档
238
پام بدلومه مګر درد زما له پامه نه ځي
زما د فکر مرغه ولې ستا له بامه نه ځي
انځور یې داسې رسم شوی دی زما پر ذهن
که په اوبو یې پاکومه هم رسامه نه ځي
چې ما راکش کړي ستا خبرو ته له نورو خلکو
اوس دې هغه خوشبو لالیه له سلامه نه ځي
یو سړي ټولو الزامونو ته سینه نیولې
یوه جینۍ د لالي غېږې ته بدنامه نه ځي
خاورې په سر بادوه پله چې کم عقل شولې
هوښیاران هیڅکله په عشق کې تر انجامه نه ځي
*عبدالمجيد پل*
238
زړه مې وايي ځانته خَپه کړمه غاړه
نه مې ښار کې زړه لګېږي نه په شاړه
د ژړا سټېکر مې ايښی پر سټيټس دی
دې ريپلی راته راکړې ده چې ژاړه!
ماښامی دی له ورغوو مې تپ خېژي
سر تړمه ستا د غم په سرۀ ريتاړه
يخ شمال دی، تنهايي ده، سپوږمۍ جګه
زه روان يم د سرک په غاړه غاړه
شبوګۍ! له بل وطنه زنګ وهلی
وايي ډاډه ګله! ما له خدايه غواړه
238
نظم!🍁
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
هغه تېرې خوږې شپې راته ياديږي
ټولې تېرې خاطرې راته ياديږي
چې پۀ نيمه شپه به راغلم دې به وکړې
د زړې ادې ښېرې راته ياديږي
وخۍ څۀ لۀ خونده ډکې شيبې لاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
څۀ مې وغوښتۀ له خدايه څۀ راوشول
انتظار کې مې د سترګو تور اوبۀ شول
نه لالی راغی او نه يې سلام راغی
چې رقيب له خدايه څه غوښتي ؤ وشول
شوم د بس تمځای کې ستړی پۀ ولاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
هره شپه لۀ مرګه سخته تماميږي
يو ساعت لۀ تا نه پرته نه تيريږي
چې ترخه قهوه پۀ يو ځای سره وڅښو
او بهر د پسرلي باران وريږي
خدای دې ووهه که نه به مې درغواړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
ډېره ستړې يک تنها زنده ګي کيږي
خدای که پرته لۀ اشنا زنده ګي کيږي
تۀ سحي وايي اوڅاره دا منمه
کيږي هو! خو بې معنا زنده ګي کيږي
که دروغ وايمه بندې مې شه غاړې!
انډيواله که دروغږېږم ژاړې!
بابرزی اوڅار 🍁
238
ازله مړ یم باچا بلکل مړ یم
زه د هغې په خندا بلکل مړ یم
بابا ادم په حوا بلکل مړ وو
او زه په لور د حوا بلکل مړ یم
زه مې په خپل شعر مکمل تبا یم
او د ولس په وا وا بلکل مړ یم
که لاړې بیا به هدیره کې ګورو
ته چې راځې زه به بیا بلکل مړ یم
د هلکانو په اتڼ مین یم
د جینکو په ګډا بلکل مړ یم
دلته په سپین کابل جان سپینې واورې
هلته د سوات په هوا بلکل مړ یم
ډاکټرې مور باندې له تا نه مخکې
ورپسې وروسته په تا بلکل مړ یم
Azal Jee
238
زاا صحي ده، مه يې وايه، معلوميږي
غم دې سترګو کې له ورايه معلومېږي
مازديګر کې چټي نه کېنم په پوله
ستاسو وَر له دغه ځايه معلومېږي
نه د ورځې مې په سترګو سکون وليد
نه هم شپه کې راته خدايه معلومېږي
دا ياران درته په سخته ورځ کې يو يو
له شروع څخه تر پايه معلومېږي
ما به غواړې، که اوويا حورې وصاله
بيا بۀ ګورو، بيا دې رايه معلوميږي
*وصال ريان*
238
هنديانو ته دى نذر وي
يو وړه مهرباني وکه هندوې
يو مسته قوالي وکه هندوې
بيا ژوندى شه ﺯندګي وکه هندوې
بل جنم کې بيا ياري وکه هندوې
پر تبله د تبله مار ګوتې نڅيږي
ته نڅا د ماهدوري وکه هندوې
صدقه دې د ګنګا او جمنا سترګو
هغه لعل رنګې ساړي وکه هندوې
په چشميش که قرار غږ درته در وکه
ته پرې غږ د قرارجي وکه هندوې
#ميوندقرار
(ماهدوري د هند مشهوره فلمي لوبغاړې ده چې د خپلې ښايسته نڅا ډیره مشهور ده)
238
نظم!
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
ځه چې بيا سره پخلا شو زه ښه نه يم
بېرته يو او بل ته راشو زه ښه نه يم
چې دا ټوله دنيا ډار ووهي راشه
تا دې پاک پروردګار ووهي راشه
ستا نه وروسته به زه چا سره غږېږم
ګوښی تښی به له ما سره غږېږم
په بلا دې دغه کار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
کلی کور غرونه صحرا رانه خفه ده
ته خفه يې نو الله رانه خفه ده
ما دې بېرته خپل ازار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
زه کم عقل يم په دې هم ښه خبر يې
نو خوږه لالیه ولې مرور يې
زما عقل دې سنګسار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
نور مې کرکه له تنها تماشو وشوه
او مزه راته د ټولو نشو وشوه
غم دې نوره خپله لار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
ستا نه پرته مکمله دنيا څه کړم
په والله که يوه شپه هم پکې وکړم
بس دی خدای دې انتظار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
يو عجيبه د رحمت باران شروع شو
چېرته يې د ماښامي اذان شروع شو
مرم که نن شپه مې خمار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
ستا د څو کلونو يار يمه مړ کېږم
ستا ياغي باغي اوڅار يمه مړ کېږم
چې جنډې مې پۀ مزار ووهي راشه
تا د پاک پروردګار ووهي راشه
بابرزی اوڅار
🥹🙌🤕🍁
238
روژې ته مې واده خور رایادوې
عیده! ته مسافر ورور رایادوې
د زړه درده تاته هیڅ نه یم خپه
د سر درده، ته مې مور رایادوې
238
بیتونه دي چې...
وتلی د خوښۍ له دایرې یمه ښه ډېر
لالیه په مثال د هدیرې یمه ښه ډېر
خفه هم درنه دومره یم، چې حد یې نامعلوم
قسم دی چې خفه هم درپسې یمه ښه ډېر
#O
238
شپه ده د بېنچ خوا ده او خالي لوی سمندر
ناست يم، اندېښنې مې زياتوي لوی سمندر
ډېره موده پس دې بيا پوښتنه په ما وکړه
څاڅکي ته راغلی دی بېخي لوی سمندر
مه ورځه! نږدې زور راکوي ماته بېحده
پښې به دې تر کومې ښکلوي؟ لوی سمندر
نن مې زړګی تنګ دی ځانوژنه دۀ نږدې
نن مې په سينې ور ګډوي لوی سمندر
څه به په پردي وطن شبو! مخ پکې مينځې
څه به دې خوشبو محسوسوي لوی سمندر
238
زه اوبو وړی ومه
زه خو یې نه بولم اجل، زه اوبو وړی ومه
تا چې لاسونه را کول، زه اوبو وړی ومه
مخابرات وو، خو چا ځان د چا نه، نۀ خبراوۀ
څو چې یاران را رسیدل، زه اوبو وړی ومه
زه چې تر څو را ویښیدم، غلو را نه غلا کړې وه
چې جوړولو مې څه چل، زه اوبو وړی ومه
ما به چې ښکلو ته کتل، په اسمانونو کې وو
ښکلو چې ما ته را کتل، زه اوبو وړی ومه
د مایوسۍ د اخري حد کناره کې پروت وم
خپل ارمانونه مې شمارل، زه اوبو وړی ومه
ما به لمبه کوله، خلکو تماشه کوله
لکه ماهر شډل بډل، زه اوبو وړی ومه
238
چا دې نوم زما په مخ کې چاته واخیست
په وجود کې مې راخښې شولې ستنې
نه دې رنګ واوخته نه خدای لیونۍ کړې
نه دې ټوکې په ریښتیا شولې نه ژمنې
