پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
239
Suscriptores
+124 horas
+77 días
+1430 días
Archivo de publicaciones
239
*د واورین موسم هوا ده او ته نه یی*
*یو دوهم کس ته اړتیا ده اوته نه یی*
*رایادیږی زړه می بل رقــم خـــوګیږی*
*اوسیدل دی راته ســا ده او ته نه یی*
*
239
نظم
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه
اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو
پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
که واسکټ و ستا د لاس او که جامې وې
ستا د ګوتو خوشبويي ورځنې تلله
درنې شوې مې په تا پسې اوږې وې
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
که ږمنځ مې د ويښتو ده او که تېل دي
حوصله نشته کتلی ورته نه شم
ټول زما را غورځولو کې دَخېل دي
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
تا را کړي بادام هغه رقم ايښي
څو کلونه وشول نه مې دي خوړلي
المارۍ کې په پام، هغه رقم ايښي
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
شبو! نن مې يې بېحده ياده شوې
خدای خبر ژوند به دې څه رقم روان وي
په سينه به يې زما رقم ته سوې؟
نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي
که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه
اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو
پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه
239
د کتلو ده سالکه تماشه وړي
چې کږه وږه روانه ده ډیوه وړي
دا زما د خبرولو ښه بانه ده
بام ته خېژي نو زمونږه نه زینه وړي
دغه ښکلې خود پرسته نه ده څه ده
له دې دومره ښاریې نه آینه وړي
دا زما خیالونه ستا تر زلفو در شي
که مرغان دي ټول یوې ونې ته شپه وړي
شاعري مې د جنت د غره چینه ده
چې یې لوښی څومره وي هومره حصه وړي
239
د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو
تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې
ما په غېږه کې وو سر در لګولی
تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې
نرمې ګوتې دې زما ويښتو کې شنې وې
ګلالۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله
په لاسو دې وې نرۍ نکريزې پورې
لېونۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله
شاوخوا ته ونو غوږ و درته ايښی
تا ټپې کولې زه درته مُسکی وم
د لونګو بوی دې سم وم نشه کړی
په ځان نه پويېدم بلکل لېونی وم
شين سهار و منتظر لمر را ختو ته
په لمدو شګو کې نوم زما و تا وای
ژوند به هغلته بيا ژوند و ما منله
بل هيڅ نه وه مګر ته زما تر خوا وای
کاشکې يو ځلې راغلې وې همداسې
شبو! نه مو وه کتلي رواجو ته
لاس په لاس و چېرې لرې دواړه تللي
نه مو کور ته فکر وو نه هم پښتو ته
د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو
تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې
ما په غېږه کې وو سر در لګولی
تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې
239
راځه چې اوس مې جوړه له تاوانه زندګي ده
جانانه وه جانانه بلا ګرانه زندګي ده
چې تا مې د زړګي خښته په خپلو لاسو ویستې
له هغې نه تر اوسه مې لا ورانه زندګي ده
239
هغه وخت را نغلې چې پۀ زړۀ کې مو موجونه وو
اوس لکه د سیند شګې بستر ته رسیدلي یو
اوس چې مو د حال پوښتنه نۀ کوې، پوهېږمه
ستا هغه کارونه یو چې سر ته رسیدلي یو
*استاد پسرلی*
239
ته پکې نه يې چې خوشبو دې له اوربله راشي
خوند به ونه کړي که هوا اوس له کابله راشي
هغې ته ووايئ! زياتي زما تر وس پورته ده
هغې ته ووايئ! چې نور راپسې خپله راشي
اول مُسکی شم، بيا سر وشړکوم پورته شمه
اوس چې په کوم هوټل کې ستا پسند غزله راشي
چې د سپوږمۍ شپه وي، غنمو سره څڼې وار کړم
بهر را ووځمه، اور مې له ګوګله راشي
چې شبوګۍ وي د سين غاړه وي ميده باران وي
زما په ژوند کې به نو دغه ماښام کله راشي؟
239
مثلاً ﺯه مړ يم ، په ښار کې مې ټکر کړى دى.
ﺯما د مرګ خبر تر تا پورې در ورسيدی.
د هغه وخت عکس العمل دې راته اوس وښايه.
چې ﺯما غم به دې تر کومه حده ورسوي.؟
له ما نه پس به دې پيريان پر وجود راسي کنه.؟
او که به داسې سلامته رکه روغه ګرځې.؟
مثلاً ﺯه مړ يم او شپه پر پخېدو راغله.
د شپې غمګينه موسيقي به دې ﺯړه ونه چوي؟
ﺯما يادونه به دې ما پسې شاعره نه کړي.؟
د پارک ، مکتب او پوهنتون ورځي به يادې نه کړې.؟
لکه حيدر به مصويره شاعِري ونه کړې.؟
مثلاً ﺯه مړ يم ، په بره هديره کې ښخ يم.
د پنج شنبې په ورځ ﺯما ﺯيارت کوې او کنه.؟
د سرو ګلونو ګيدۍ قبر ته راوړې او کنه.؟
هو رښتيا دا سوال مې هم ﺫهن ته را وګرځيدى.
که خداى اولاد در کړ ، په کوم نوم به يې ونوموې.؟
مثلاً ﺯه مړ يم ، نکير او منکر سوال ته راغله.
مخکې تر دې چې دوى پوښتنه وکړي ﺯه يې پوښتم.
چي رب په هر کار کې جلا جلا حکمت آيښی دى.
د شينوګۍ په محبت کې د رب څه حکمت وو؟
چې يې هغه ﺯما په برخه کې ليکلې نه وه.
نو بيا يې څله پر هغې باندې مين کړمه ﺯه.؟
ولې يې ما باندې د خپلو هيلو قتل وکړ.؟
مثلاً ﺯه مړ يم او ورځ د حسابونو راغله.
خداى مې د کړي ﺯندګۍ رانه حساب غواړي.
ښه نو اوس ته ووايه ، خداى ته څه ځواب ورکړم.؟
ما خو مې ټوله ﺯندګي ستا په رضا کړې ده.
ستا محبت مې د وجود پر هر آندام خور وو.
يعني تر دې حده چې هيڅ څه مې په واک کې نه وه.
مثلاً ﺯه مړ يم ، خو دا مې يو مثال وويل.
خداى ناکرده له هر مثاله سره ولې وايې.؟
ليونۍ څله مې پر خوله راته لاسونه آيږدې.؟
ولې نو مرګ به انسانانو ته بيخي نه راځي.؟
او که د ښار له کيفيت څخه خبره نه يې.
چې په دې ښار کې څو ﺯلمي له ورځي ساه ور کوي.؟
چي په دې ښار کې څو ﺯلمي له ورځي ساه ور کوي.؟
*حيدر اياز*
239
له زړۀ مې تورې وینې څاڅي
ګومان مې کیږي راړنګیږي اسمانونه
د هجران تکه توره شپه ده
لالیه چېرته یې بېلتون مې مړ کوینه.
په تعویذو که صبرېدلی
تعویذګران به مې په غاړه ګرځوونه
یاد دې په نیمه شپه راغلی
تړلی زړه مې زنځیرونه ماتوینه
