en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+77 days
+1430 days
Posts Archive
د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي د وطن د سردرو ګله رنځوره کاروان بابک

خداى خبر ولي !!؟ خدای خبر ولي خو زه کله کله يو زوړ ورغلى پرهر وګروم يو لیري تللئ ياد راوګرځوم يو ستړي سوي غم ته غاړه ورکم يو خوبولې څړيکه و څيرمه يو غلى سوئ درد راوپاروم د زړه دننه مقبرې ته ورسم ستا د يادونو هدیرې ته ورسم ارواښاد صابر

نظم موسم دې نۀ بدلېږي دا خاموشي، دا سړه مخي ماښامي ښۀ دي د بام پۀ سر د سرو ټیکریو پرځای د بخارۍ د نل ،حلقې، حلقې لوګي ښۀ دي موسم دې نۀ بدلېږي پۀ غرونو واورې ښې دي چې ستا د کلي لارې پټې ساتي چې زۀ د غرۀ څوکې ته نشم ختی او ستا د کور منځ کې ولاړه ونه نشم ليدای موسم دې نۀ بدلېږي پۀ دې واورين موسم کې ځیني دردونه کنګل شوي زما ځیني دردونه لکه مار او لړم ژمني خوب وړي دي موسم دې نۀ بدلېږي پدې واورين موسم کې زما د هیلو مرغان بل وطن ته لۀ مانه لرې تللي او لۀ ما لرې ښۀ دي موسم دې نۀ بدلېږي کۀ دا موسم بدل شي نو د سپرلې لۀ ګلابونو سره زما د زړۀ زخمونه بیا غوړېږي بیا به زما پۀ ذات کې لکه وږمې د ګلو لۀ هره زخمه څړيکې وغزېږي کۀ دا موسم بدل شي پرما به بېرته لۀ ماتللی جنون بیا راشي بیا به دردونه لکه مار او لړم زما د زړۀ پۀ زلمي خولې لګوي موسم دې نۀ بدلېږي کۀ داموسم بدل شي ما راټول کړی ځان به لۀ مانه بیا دانه وانه خور شي موسم دې نۀ بدلېږي شهاب

د خپل سرې مستقل مزاج دلاسه په تمامه قبیله مي رفیق نشته

د یارانې مې ورته ووې جینۍ تر کوره پورې ځي کنځل کوينه

ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تکۀ سره خولۍ دې ښکاري په ويښتو کې تورې سترګې دې ته وا حجرالاسود دی ژېړې څڼې دې پرتې دي په اوږو کې ستا د واورو د موسم عکس راسره دی دواړه لاسه دې دستکشو کې پټ کړي له يخنيه دې غمبوري سرهء اوښتي ورته ځير يم تمامي غړي مې ستړي ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تور ساعت دې په لاس کړی دی ګلابې! اشاره دې يوه لېرې خوا ته کړې بېخي ښه ښکارې باور وکه جنابې! ستا د واورو د موسم عکس راسره دی په ښي لاس کې دې پسته واوره نيولې شيطاني دې ښه صفا سترګو کې ښکاري داسې ښکاري چې کوم څوک ورباندې ولې ستا د واورو د موسم عکس راسره دی شبو! نن سبا په دې باندې ژوندی يم نور د هيڅ کيسه کې نه يمه قسم دی که دې وليدمه کټمټ لېونی يم ستا د واورو د موسم عکس راسره دی تکۀ سره خولۍ دې ښکاري په ويښتو کې تورې سترګې دې بېحده خوږې برېښي ژېړې څڼې دې پرتې دي په اوږو کې

*د واورین موسم هوا ده او ته نه یی* *یو دوهم کس ته اړتیا ده اوته نه یی* *رایادیږی زړه می بل رقــم خـــوګیږی* *اوسیدل دی راته ســا ده او ته نه یی* *

نظم نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که واسکټ و ستا د لاس او که جامې وې ستا د ګوتو خوشبويي ورځنې تلله درنې شوې مې په تا پسې اوږې وې نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ږمنځ مې د ويښتو ده او که تېل دي حوصله نشته کتلی ورته نه شم ټول زما را غورځولو کې دَخېل دي نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي تا را کړي بادام هغه رقم ايښي څو کلونه وشول نه مې دي خوړلي المارۍ کې په پام، هغه رقم ايښي نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي شبو! نن مې يې بېحده ياده شوې خدای خبر ژوند به دې څه رقم روان وي په سينه به يې زما رقم ته سوې؟ نن مې هر يو شي ته بېل بېل دي ژړلي که ستا سات، که غوږوالۍ وې که عکسونه اتاق ډک دی د سګرټ له پاتې شونو پړسېدلي مې دي تا پسې رګونه

ستا د وعدې هم ځنکدن دې ته راځې او کنه زه پر هماغه ځای ولاړ یم واورې وورېدې

د کتلو ده سالکه تماشه وړي چې کږه وږه روانه ده ډیوه وړي دا زما د خبرولو ښه بانه ده بام ته خېژي نو زمونږه نه زینه وړي دغه ښکلې خود پرسته نه ده څه ده له دې دومره ښاریې نه آینه وړي دا زما خیالونه ستا تر زلفو در شي که مرغان دي ټول یوې ونې ته شپه وړي شاعري مې د جنت د غره چینه ده چې یې لوښی څومره وي هومره حصه وړي

لکه اوله غېږ د نوې یارۍ د ساړۀ ژمي ده اوله واوره ميوند فدا

موسم بدلېږي، ته به هم بدلېږې د یوه فصل ورځې نه وي مدام

Story

په نیمه شپه کې را په یاد شوې په غاښ مې وچیچل د صبر تعویذونه

خاورې به شم خو در به نه شم ستا بې قدري به مې تر مرګه ياده وينه

د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې ما په غېږه کې وو سر در لګولی تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې نرمې ګوتې دې زما ويښتو کې شنې وې ګلالۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله په لاسو دې وې نرۍ نکريزې پورې لېونۍ سپوږمۍ اوبو کې ښکارېدله شاوخوا ته ونو غوږ و درته ايښی تا ټپې کولې زه درته مُسکی وم د لونګو بوی دې سم وم نشه کړی په ځان نه پويېدم بلکل لېونی وم شين سهار و منتظر لمر را ختو ته په لمدو شګو کې نوم زما و تا وای ژوند به هغلته بيا ژوند و ما منله بل هيڅ نه وه مګر ته زما تر خوا وای کاشکې يو ځلې راغلې وې همداسې شبو! نه مو وه کتلي رواجو ته لاس په لاس و چېرې لرې دواړه تللي نه مو کور ته فکر وو نه هم پښتو ته د سين غاړه وه ماښام و، ماو تا وو تت لاټين وای لګېدلی په خېمه کې ما په غېږه کې وو سر در لګولی تا مې ټنډه ښکله کړې وه په شپه کې

راځه چې اوس مې جوړه له تاوانه زندګي ده جانانه وه جانانه بلا ګرانه زندګي ده چې تا مې د زړګي خښته په خپلو لاسو ویستې له هغې نه تر اوسه مې لا ورانه زندګي ده

ما لۀ صابره هم سېوا بې رُخي ولیدله سړی نو کله د یارانو کمی چاته وایي Naseer Shahab

هغه وخت را نغلې چې پۀ زړۀ کې مو موجونه وو اوس لکه د سیند شګې بستر ته رسیدلي یو اوس چې مو د حال پوښتنه نۀ کوې، پوهېږمه ستا هغه کارونه یو چې سر ته رسیدلي یو *استاد پسرلی*

څنګه دې مست په يارانه وم څنګه رنځور دې د بېلتون په تبه شومه #ټپه #لنډۍ