پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
237
Suscriptores
+124 horas
+27 días
+630 días
Archivo de publicaciones
237
په زیبايي دې خُر خُر خُر
په رڼایي دې دُر دُر دُر
لبش از خنده پُر پُر پُر
به مثل سیب غب غبا
ته مې مجنون زه دې لیلا
همیشه یم په واویلا
مانا: ته دومره ښایسته او نیازبینه یې لکه د لمر سترګه چې د اسمان په لمن راپوته شي او ګرده نړۍ پرې روښانه شي خُر د فارسی ژبې له خورشید اخیستل شوی چې لمر ته وایي. ستا دمخ نُور او رڼایي لکه د مرغلرو (دُر دُر) په څیر ځلیږي ، ملغلرې نایابه وي نو معشوقه په ټوله نړۍ کې طاق موجود وي په نړۍ کې ملیاردونه انسانان دي خو معشوق ته د هغه هماغه یوه نایابه معشوقه د هغه د ژوند سرمایه او د زړه تسکین وي نو ځکه یې خپله معشوقه د عتیقه اثارو یا قیمتي ملغلرې سره تشبه کړې.
لبش از خنده پُر پرُ پُر
به مثل سیب غب غبا
چې معشوقه خپل عاشق وویني نو اننګي له خوشحالۍ وغوړیږي ، غاښونه یې د ملغلرو په څیر وپړکیږي او د زنې لاندې یې غوښه لکه سرې مڼې راټوله او دویمه زنه راجوړه کړي.
سیب غب غب غا(د مڼې په څیر دویمې زنې جوړیدل)
لبش از خنده پُر پرُ پُر
معنا داچې له خندا شنه ده یا یې خوله له خندا ډکه ده.
(پُر)دری یا فارسي کې ډک ته وایي.
پریمان غواړي کب کب کب
ولې در نیم شب شب شب
د دیدن در طلب لب لب
شکر لب ګفت وا وا
ته مې مجنون زه دې لیلا
همیشه یم په واویلا
څنګه چې ماهي او کب په اوبو ژوندی وي دغسې د میین روح لکه کب د یار د دیدار جل وهلی تږی وي.
ته چې ما منع کوې د یار له دره
د ماهي په وچه څرنګې ګزران شي
یا داچې
هرڅه چې و مونږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
میین ته په نیمه شپه کې د خپلې د معشوقې ددیدار نشه ورپورته کیږي او د خپل د معشوقې د وصال سخت لیوال وي او دومره اشتیاق کې وي چې زړه چادون ته نږدې شوی وي.یعنې زړه یې خولې ته راغلی وي
(لب لب) یعنې زړه یې خولې ته راغلی،ساه یې بندیږي بې له معشوقې ساه نه شي اخیستلی.
بیا چې کله راځي او له هغې سره خبرې کوي هغه چې شونډې په ناز خوځوي هرې خبرې ته یې دا بې واره د واه واه غږ کوي.
د فارسي شاعر مرحوم حافظ یو بیت دی
اګر دشنام فرماید اګر نفرین ؛ دعا ګویم
جواب تلخ می زیبد لب لعل و شکر خارا
وایي که مې ورټي او کرکه رانه وکړي نو د معشوقې په شونډو رټل او سپکول ډیر خوند کوي د هغې خولګۍ له شاتو خوږه ده نو خوږو شیانو سره خواږه شیان ښه نه ښکاري د خوږو شیانو ترڅنګ مرچ او ترخه د دخوړو ذایقه برابروي.
نو دلته هم میین د خپلې معشوقې ترخو او خوږو خبرو ته بې واره د واه واه واه غږ کوي او هغې ته داد ورکوي.
به بوستان میرود ماما
ولې ز ناز کا کا کا
لبش کاکا،روحش ماما
قدش چو سروی نانا
ته مې مجنون زه دې لیلا
همیشه یم په واویلا
معنا داچې کله چې میین د خپلې معشوقې په دیدار او وصال پسې روانیږي دده دا تګ دومره له جلال او وقار څخه داسې ډک وي لکه یو ارباب،خان،ځمکوال چې د خپلو ځمکو د لیدلو لپاره وځي ناظران ترې مخکې او وروسته منډې وهي او دا یې قدمونه په ډیر ناز او نزاکت پورته کوي او روان وي.
له کاکا دلته مطلب همدا خان،بای ، ارباب،ځمکوال دی چې په څېره یې د جلال او وقار اثر لیدل کیږي،روحاً دا یې ډیر شکسته نفس او مهربانه وي ماما دلته د مهربان شخص کرکټر دی ، خورزه او خوریه په ماما ډیر نازولي وي او مونږ پښتو کې وایوو ماما چې سر وګروي نو خوریه فکر کوي چې ماما جیب ته لاس کړ دی په دې تمه وي چې ماما به اوس ورته څه ورکړي.
قدش چو سروی نانا
یعنې دی داسې په ناز او انداز روان وي چې غاړه یې له غروره دنګه نیولي وي د سروې ونه ډیره نیغه وده کوي پورته ځي او سانګې یې هم ورسره موازي پورته کیږي د نورو ونو پرخلاف یې سانګې نه راټیټیږي نو زمونږ شاعران دنګ قد او جلال او عظمت او وقار له سروې سره تشبه کوي.
خو بیا هم مونږ داسې هم ویلی شو چې کب کب،شب شب،لب لب ، خُر خُر خُر،پُر پُر پُر ،کا،کا،ما،ما
دا د موسیقت تالونه او سُرونه دي چې په دې سُرونو او تالونو یې موسیقت ته یو شرنګیدلی رنګ ور بښلی.
په درنښت
محب الرحمن مالیار
237
تۀ پۀ دومره ډېر ویر ارزې
چې ړندې مې کړمه سترګې
او مرۍ کړمه بې غږه
ځان پر ځمکه، ځمکه وولم
له ويښتو لاسونه ډک کړم
تۀ پۀ دومره ډېر ویر ارزې
چې د هر ځای څراغ مړ شي
د هر ښار غږونه ورک شي
د مرغیو خولې شي بندې
ډېر مخلوق مړ شي له تندې
تۀ پۀ دومره ډېر ویر ارزې
چې له ساندې پرته هرڅه
نامه خپله کړي د جرم
لوړ غږونه د حرمت په
روایاتو کې حساب شي
د اوبو چینې دې نۀ وي
مګر اوښکې دې دریاب شي
تۀ پۀ دومره ډېر ویر ارزې
چې لاسونه د چوپتیا دې
له خپل حد څو چند اوږده شي
د بر کلي د آذان غږ
ستا تر ښاره پورې درشي
237
له تا وروسته هېڅوک نه وي ته پويېږې؟
چې ويښتانو نه مې کش کړي او مُسکۍ شي
زه له ټوکو ورته ووايم ( پيت پزې)
دا له قهره تکه سرۀ شي لېونۍ شي
له تا وروسته هېڅوک نه وي ته پويېږې؟
ټليفون راځنې واخلي وټساپ چک کړي
چې له چا سره خبرې کوم، څوک دی
په لمسون راځنې واخلي وټساپ چک کړي
له تا وروسته هېڅوک نه وي ته پويېږې؟
ګوشَکي مې له غوږونو نه خطا کړي
راته ووايي چې دا لېونتوب پرېده!
لاس مې ونيسي او زړه مې په درزا کړي
له تا وروسته هېڅوک نه وي ته پويېږې؟
زما بيت را واخلي ماته يې ډالۍ کړي
يا که ګوته مې په اور باندې شي خوږه
دا رامنډه کړي او مچې يې پولۍ کړي
له تا وروسته هېڅوک نه وي نه پويېږې؟
راته ووايي چې زه خو درسره يم
شبوګۍ دې يمه فکر خراب نکړې
لکه روح لکه د زړه خو درسره يم
له تا وروسته هېڅوک نه وي ته پويېږې؟
چې ويښتانو نه مې کش کړي او مُسکۍ شي
زه له ټوکو ورته ووايم ( پيت پزې)
دا له قهره تکه سرۀ شي لېونۍ شي
237
زخمه! ناکردو ته دې یو سور سلام
زغمه! لیونیه وایم افرین
یوه لمن دردونه درکې ساه اخلي
زړه! دې نر بچیه وایم افرین
#سبحانی
237
غزل
چې هر چېرته ځي له مینې نه کار اخلي
سړی هسې د دې خپل زړه ازار اخلي
یو چا ګل په دوه وو ګوتو کې نیولی
په حرم کې ترې د مینې اقرار اخلي
ستا باڼه لکه غلاف د کعبې داسې
او غلاف د کعبې کله غبار اخلي
د ژوند لوبه عجیبه د زړه خوراک دی
قرار نه درکوي، تا نه قرار اخلي
نه مین دی، نه مومن دی، نه ملا دی
چې جنت د یار د زلفو په تار اخلي
مسوولیت خو د خدای قهر دی "جانانه"
لېونی به په اوږو دغه بار اخلي
جانان خدرخېل
١٤٠٥/٣/١٥
237
نن خو سخت نشه نشه باران واریږي
د بېلتون په توره شپه باران واریږي
په غومبریو یې دانې دانې ولاړ دی
د رنګونو په چینه باران واریږي
لوفري یې شروع کړه ده په نجونو
پایڅي جګې، په کوڅه باران واریږي
کله کله زهٔ وریاد شمه جانان ته
کله کله سرچپه باران واریږي
څهٔ موسم دی د پستو مستو مچکو
څهٔ هوا ده، څهٔ میده باران واریږي
ډېر نران مې ژاړولي دي منلیه
د دردمنو په کیسه باران واریږي
منلی🥀🍂
237
ګډه شوې د باران په هوا ته یې
په هر ښه مې داسې خیال وي چې دا ته یې
بل څوک نه شته چې په سترګو مې لاس کېږدي
دا دی و مې پېژندلې هاها ته یې
په جنت کې به د شیخ خوراک مڼې وي
په جنت کې به خوش رنګې زما ته یې
له تا پرته مې ډېر خلک کړل خبر چې
په وطن کې زما تکې تنها ته یې
خو رنجو د شرافت مینه ګونګۍ کړه
فقط وېل مې چې بوسې ته پیدا ته یې
یې اسمان د سترګکونو برښنا ته یې
دغه پړک ته د اوبو شرشرا ته یې
په محفل کې اووه رنګې رڼا ته یې
په خندا کې په څپو کې دریا ته یې
ستا ادا، نه نه پخپله ادا ته یې
دا په تا کې هم دننه همدا ته یې
وی وی څه د کفر ذات یې نازولې
جوړه کړې نمونې ته مولا ته یې
نقيب احمد عزيزي
237
غزله
لږ خو رحم په ما وکه خدای دې خوار که مسلمانه
ما راټول که زما ځانه! له ادمه له هوا نه
تا نو څه وياړ رابخلی چې دا غټې غټې وايې؟
هر محفل کې غلی ناست يم ټيټې سترګې پښېمانه
خدای رانه کړلې ماوکړه ناشوکري په نورو خلکو
اوس به ګرځم لا لهانده له زمانه تر زمانه
پاچاهي لرم په کور کې دا دې ټول عمر زما وي
که ته نه يې خوږې مورې څوک به وايي راته خانه
برګې سترګې خو له مکر تکې تورې دجالۍ وې
په بازار دعشق يې خرڅ کړم له کالدارو نه ارزانه
يو انسان يمه خو مينې يم شیندلی دوري اوري
هره ورځ چې ځمه ښار ته په دوعا دې وړم ایمانه
چې قمر بيرته زما شي ددنيا له وسه نه ده
سوزوم دې، سوزوم دې خښومه دې ارمانه
ش:قمر
237
بختوره! نور نو څه غواړې له خدايه؟
هم دې مور شته، هم دې پلار، هم دې جانان شته
چې ترڅو يې ښځې سوال کوي #يرغله!
نه دې خلکو کې پښتو شته، نه ايمان شته.
237
تا چې پرې ماته رالیږلې وه ډالۍ او ګُلاب
هغه کوڅه کې اوس هم شته هغه کوچنۍ او ګُلاب
اِحترامات دي هسې نه چې ګُستاخي وه نشي
څنګه تشبیح کړم له یوبل سره جینۍ او ګُلاب
دَچا دَ مینې قتل شوﺉ جسدونه ایښي
په کثافاتو کې پراته دي یوه ګوتمۍ او ګُلاب
زما عادت دي چې زما خوښ شي بل ته یې نه پریږدمه
ځان سره یو ځاﺉ مې راوړې دي مرمۍ او ګُلاب
بارانه ګُل یې پاڼې پاڼې زما په سر وشینده
ما هم ورزیاته کړه توبه څه لیوانۍ او ګُلاب
باران نوح
