en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
237
Subscribers
+324 hours
+57 days
+1230 days
Posts Archive
Story

تکرار سترګې ځلوې لکه شغلې د لاس ویګاس نن که راغلې برخه به مې کړې د لاس ویګاس ځکه د جومات او میکدې کیسه ضرور ده زه یې د کعبې ک
تکرار سترګې ځلوې لکه شغلې د لاس ویګاس نن که راغلې برخه به مې کړې د لاس ویګاس ځکه د جومات او میکدې کیسه ضرور ده زه یې د کعبې کړمه تۀ شوې د لاس ویګاس راشه رڼاګانې مې وجـــود نیولي دي تاته بندې نه دي دروازې د لاس ویګاس ماسره زما د وطن توره شپه ملګرې تۀ به چراغونه ښکلوې د لاس ویګاس څوک په دې وطن کې د سپوږمۍ په رڼا پایي چا دي جوړې کړي زرغونې د لاس ویګاس شرافت خان

په کلي سخته خاموشي ده لالی شهید دی خلک مانه خبروینه

دل تنګه یمه ستوني ته مې سا راغلې ده ما پرېږدئ چې لږ چغې کړم ژړا راغلې ده د سرای په دروازه کې مو ګلپوش موټر ولاړ دی ستا وړلو ته له بره کلي ورا راغلې ده #شاعر؟

Story

ستا د نازک وجود، ښايستې ګردې لمن په خوا کې پرېده چې مړ دې شم نانځکې! همدا نن په خوا کې سپينې کوترې يې د بل وطن ښارو کې ورکې سپېره سپېره بادونه خېژي د وطن په خوا کې بيا به ملګري ما دفتر کې زوروي ور باندې د لِبسټيک سور خاپ مې جوړ شوی د يخن په خواکې د عطرو بوی يې کټمټ ستا عطرو ته ورته وو نن مازيګر مې څوک تېر شوی دی څنګزن په خواکې شبوګۍ نشته دی منمه يې خو دا هم واورئ زه خو يې شتون محسوسوم هر ماسخوتن په خواکې

اوښکې مې داسې ځي بې واکه دا به څه ودرېږي ماته جواب د مېسج راکه نور مې زړه ودرېږي زه د اهونو اسوېليو په تم ځای کې ولاړ ستا د غرور ټکسي ته لاس ونيسم نه ودرېږي د چا د مخ د سیپارو تلاوت داسې کوم کسي مې رپ نه وهي؛نېغ، نېغ مې باڼه ودرېږي زما په مینه کې یې مینه د خدای ولیدله خود به زمونږ د کور په لوري په لمانځه ودرېږي چې په واټونو کې کوچني سوالګري وینم پله ماته مې سترګو ته قسم دی خپل واړه ودرېږي

Story

که وژاړمه څوک به راته وایي چې قربان❤️‍🩹 که نه ژاړمه درد له اندازې اوښتی دی😢

🫰😊 تا نن ګل په تندي پاس و لږولى خو ما خداى سره تماس و لږولى دابغير له نکاح چاته ورلنډ نه شو له کعبې سره مې لاس و لږولى چې وطن يې خرڅولو لکه لوښي خلکو اور په خپل احساس و لږولی دا يو زه وم چې له هرڅه نه درتېر وم چا دژوند په پايان ټاس و لږولی؟ دکلونو خاموش چټ به يې کتلو عشق قمر ته بد وسواس و لږولی ش:قمر

Story

اوس چې باد د شپې کړکۍ نيمه کړي خلاصه زړه ټوپونه وهي، وايي ګوندې ته يې له پردې نه سر بهر کړمه څوک نه وي ځان سره وايم؛ ځه شکر دی چې ښه يې اوس چې نوی کېبل اخلم تليفون ته ستا غوسه راپه يادېږي مُسکی کېږم په همدې به وې خپه چې يم بېباکه نا خَبرې! ورځې تر بلې خرابېږم اوس چې کله د قرغې طرف ته لاړ شم نه ډوډۍ خوړی شم، نه هم کېناستی شم هسې کرځمه خبر له ځانه نه يم دا يقين لرم چې زر به لېونی شم اوس چې کله څوک مُسکی شي راته ښار کې زه ترې مخ واړووم بلې خوا ته ګورم عِشق مې بس اولنی و، درد يې شته لا ښه ترې مخ واړووم بلې خوا ته ګورم اوس چې کله شبو! ډېره را په زړه شې سر په دواړو لاسو کلک کړم چغې وکړم نيم سات روسته بيا وجود لږ څه ارام شي بيا له موټو نه را ټول د سر ويښته کړل اوس چې باد د شپې کړکۍ نيمه کړي خلاصه زړه ټوپونه وهي، وايي ګوندې ته يې له پردې نه سر بهر کړمه څوک نه وي ځان سره وايم؛ ځه شکر دی چې ښه يې

Story

دا پرهر شونډې او دا ستا ناروا خدای به دې خامخا وهي لالیه چې زما تنګ زړهٔ ته بیا نهٔ شې سبب درسره مل شه زړهٔ تنګي لالیه غرور دې جار شم مګر دومره هم نه چې درته وکړم سرټیټي لالیه منلی

تنهايي؛ څه چې انسانان دي، له دې تېره تنهايي ده ما سره تردې حده هم ډېره تنهايي ده ځان سره همېش د لېونو کوم خبرې ستا په تصور کې رانه هېره تنهايي ده چرته يې ته؟ څنګه به يې؟ خدايزده له ما ورکې! راشه! چې په روح کې مې راګېره تنهايي ده غټې سترګې هر خوا غړوم غلى ولاړ يم ښار دى، بيروبار دى، خو چاپېره تنهايي ده اوس هنره رنځ باندې اخته د اضطراب يم اوس مې په څهره باندې برسېره تنهايي ده. هنر احمدزی

ته ملا ته جنتي ته فرښته او زه بې دينه دوزخی او بې ایمانه 😢🙏