پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
238
订阅者
无数据24 小时
+57 天
+1230 天
帖子存档
239
څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه
نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم!
#درمان
239
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره
هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري
که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
ژېړ لاټين ته دې کتاب لوستل خوښېږي؟
يا هم شمعه د باران شپه کې يوازې ؟
نيمه شپه کې دوه رکاته درنه کېږي؟
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
هله زر شه نوی شعر ريډيو ته وايه!
زه پويېږمه چې ماته دې ليکلی
زما نوم پکې ښه ډېر ريډيو ته وايه
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
خدای به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې
زنده ګي خو هر وخت يو حالت کې نه وي
دی به ټولې چارې ښې کړي خپه نشې
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شبوګۍ دې صدقه شمه شين سترګيه!
بېخي ډېر مې يې د زړه په سر ليکلی
لېونۍ دې صدقه شمه شين سترګيه!
اوس مسيج کې راته نه ليکې چې ډاډه!
شابه زر شه! مخ قبلې طرف ته ګوره
هغه تېز ستوری دې وليد؟ دلته ښکاري
که نه ښکاري لږ را ووځه له کوره!
239
خدایه ته خو مهربان یی
ته رحیم یی ته قادر یی
ته ظاهر یی پر خکاره
او پر باتن باندی خبر یی
نو بیا ولی زه جدا
له خپلی وینی خپلی مینی
خپل د زړه ټوټئ نه لیری
زوریدلی کړیدلی
ژړیدلی سوزیدلی
رویا هسی تاته وایم
چه درزمه زه درزمه ژر درزمه
خو درتللی درته نشم
ما احمق ته بخشه وکړه
درتلی نشم درتلی نشم
هسی تاته دروغ وایم
زه جواد یم دروغجن یم
فریبکار یم خطا کار یم
ماته ډیره بخشه وکړه
زه بی حده ګناهګار یم
#جواد پرهر
239
غزل
راسره مل به دومـــــره زياتې شوګيرې نه واى،
ته چې زما واى زما سترګې به لمدې نه واى،
زما دې نه واى خــو دا مخ اړول زور غواړي،
د بل دې هم واى خـو چې ختمې رابطې نه واى،
څه شرپسندو ته يې په سر دي د دولت په خاطر،
د دې جاهلو په سرونو چــــــــې شملې نه واى،
دا چې سکه وروڼو په يوه کور کې ديوال وهلى،
د وروڼو مينځ کې چې د دوى دا فيصلې نه واى،
په بعضو بعضو مې روښانه داغه زړه خوږيږي،
په بدرنګ زړه پورې چې دا ښکلې څيهرې نه واى،
Rohan Niazai
239
اوس دې زنه کې هماغه کنده شته دی؟
چې خندل به دې جوته ښکارېدله
ما به وې دا مې خوښېږي ګلابمخې!
نو حيا به دې اوچته ښکارېدله
اوس دې ستوني باندې هغه خدايي خال
د پخوا رقم تازه دی او ځلېږي؟؟
ته هماغه رقم شوخه او خوږه يې؟
خوله دې هسې له خندا نه راټولېږي؟
هغه سپين کريمچ بوټونه پښو کوې لا؟
اچوې يې هماغسې مدرسې ته؟
زما پښه کې په اغزي تلو خپه کېږې؟
هماغه رقم مې درد درځي سينې ته؟
اوس هم ورور سره زما په سر نَښلې؟
ورته وايې دا شاعر وړکی مې خوښ دی؟
د پخوا رقم اوس هم درنه خپه شي؟
ورته ښايې؟ دا شاعر وړکی مې خوښ دی؟
شبو! مۀ پوښته له ما چې څنګه يمه
شبو! زه خو له تا پس خاورې ايرې يم
زنده ګي لکه د تيږو لوی کمر دی
او زه وچه خوله يم ماتې ماتې پښې يم
اوس دې زنه کې هماغه کنده شته دی؟
چې خندل به دې جوته ښکارېدله
ما به وې دا مې خوښېږي ګلابمخې!
نو حيا به دې اوچته ښکارېدله
239
لس بجې دي يولــس به شـــي دولــس به شي
زه مې په خوب باندې باور لرم چې نه به راځي
رنځ
😒😔✌️
239
لکه په ښار کې مو چې پام وي له جیبونو سره
اوس یې څوک نشي وړﺉ اوښیار شولو له زړونو سره
ما ویل ویده شم شاید داسې به مې هیره شې نور
خوب کې دې وینم سنګه وکړم له خوبونو سره
ټکسیوان نه یم خو دَ ښار کوڅه کوڅه بلد یم
دَ زړه تنګون مرض ملګرﺉ کړم واټونو سره
باران نوح
