8 180
Subscribers
-824 hours
-967 days
-52530 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '260
in 0 channels
August '26
+2
in 0 channels
Get PRO
July '26
+2
in 0 channels
Get PRO
June '26
+4
in 0 channels
Get PRO
May '26
+2
in 0 channels
Get PRO
April '26
+2
in 0 channels
Get PRO
March '260
in 0 channels
Get PRO
February '26
+1
in 0 channels
Get PRO
January '26
+1
in 0 channels
Get PRO
December '25
+1
in 0 channels
Get PRO
November '25
+10
in 0 channels
Get PRO
October '25
+3
in 0 channels
Get PRO
September '250
in 0 channels
Get PRO
August '25
+1
in 0 channels
Get PRO
July '25
+1
in 0 channels
Get PRO
June '250
in 0 channels
Get PRO
May '25
+3
in 1 channels
Get PRO
April '25
+85
in 91 channels
Get PRO
March '25
+134
in 176 channels
Get PRO
February '25
+239
in 231 channels
Get PRO
January '25
+536
in 138 channels
Get PRO
December '24
+721
in 80 channels
Get PRO
November '24
+1 006
in 125 channels
Get PRO
October '24
+1 191
in 275 channels
Get PRO
September '24
+1 017
in 270 channels
Get PRO
August '24
+1 051
in 230 channels
Get PRO
July '24
+1 260
in 225 channels
Get PRO
June '24
+1 252
in 213 channels
Get PRO
May '24
+2 247
in 173 channels
Get PRO
April '24
+2 076
in 171 channels
Get PRO
March '24
+3 855
in 191 channels
Get PRO
February '24
+2 551
in 136 channels
Get PRO
January '24
+4 225
in 7 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 09 September | 0 | |||
| 08 September | 0 | |||
| 07 September | 0 | |||
| 06 September | 0 | |||
| 05 September | 0 | |||
| 04 September | 0 | |||
| 03 September | 0 | |||
| 02 September | 0 | |||
| 01 September | 0 |
Channel Posts
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت:
لږه شېبه وروسته به د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ ١١ کلنه خونړۍ شخړه په دوستي بدله شي.
| 2 | No text... | 55 |
| 3 | د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې
يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره ورځ د کندهار ولايت په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې د ولسوالۍ له استازو، سيمه ييزو مشرانو او عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.
دغو جوړو شويو غونډو ته د اسلامي امارت منسوبينو په خپلو ويناوو کې د مشرانو په اطاعت، يووالي او اتفاق ټينګار وکړ او همداراز د اسلامي نظام او ولسي همغږۍ پر ارزښت يې ګډونوال وپوهول. دوی همداشان د امير المؤمنين حفظه الله تعالی فرامين او هدايات د ټولنې داصلاح، د ناوړه رواجونو او ناسمو دودونو د مخنوي لپاره خورا مهم وبلل او روښانه يې کړه، چې د يادو فرمانونو عملي کول او خپرول د ټولو خلکو ګډ مسؤليت دی.
قومي مشرانو په خپل وار تېرو قربانيو او زحمتونو ته په اشارې سره وويل: د اسلامي نظام د قيام لپاره مو ډيرې قربانۍ ورکړې دي له مجاهدينو سره په هر حالت همکار پاتي شوي يو او که اړتيا شوه بيا هم د خپلو مالونو او سرونو په بدله هرې قربانۍ ته تيار يو. يادو مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې په ياده برخه کې دې د پام وړ اقدامات ترسره کړي. | 47 |
| 4 | No text... | 39 |
| 5 | په کنړ او ميدان وردګو ولايت کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې
سه شنبه ۲۵ ربیع الاول ۱۴۴۸
د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي په مشري د دغه ولايت په اسمار ولسوالي کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې يې يوې ماشومې نجلۍ خپل ژوند بايللی و حل او دواړه خواوې يې سره د سولې په ټغر کېنولې.
همداراز د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند په اریاب کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ملکیت پر سر رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو په ګډو هڅو د روغې جوړې له لارې حل او فصل شوه.
د دغې راپورته شوې شخړې د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر امین الله آخندزاده، د علماوو او مسؤلينو سره يوځای جغتو ولسوالي ته سفر وکړ، چې د ځايي خلکو او سپين ږيرو په شتون کې يې موضوع وڅېړله او د خير په فيصلې کولو سره يې ښکېل لوري سره پخلا کړل. | 30 |
| 6 | مفتی تسلیم الله حقانی، سخنگوی وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل
د تعلیم، تحصیل او تحقیق اوونۍ | حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامه
#لاسته_راوړنې
#تعلیم_تحصیل
#دستاوردها
#تعلیم_تحصیل | 101 |
| 7 | No text... | 90 |
| 8 | ((په افغانستان کې اختلافونه د خارجي استخباراتو له لوري رامنځته شوي وو))
چهار شنبه ۱۹ربیع الاول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې اسلامي امارت په الهی نصرت او د ولس په ملاتړ ولاړ نظام ياد کړ ويې ويل: افغان ولس پخوا هم د دې نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او بيا هم تيار دی. نوموړي زیاته کړه افغانان په خپلو منځونو کې هېڅ ډول اختلافات نه لري، کوم اختلافونه چې په تېرو وختونو کې موجود وو، ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ټول قومونه د یوه ملت غړي دي.
ښاغلي نوري همداراز وويل، چې له مخالفینو هیڅ ډول تشویش نه لري، ځکه په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه او ځای نشته. نوري صاحب وویل: هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي د پردیو پروژو لپاره کار کوي. هغه دغه راز د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږي او ورورولي په پیاوړتیا کې مهم وباله.
قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: چې موږ هر وخت د افغانستان د دفاع لپاره چمتو يو. که د اسلامي امارت له لوري اړتیا پېښه شي د هېواد او اسلامي نظام د دفاع په موخه به له سر او مال څخه دریغ ونه کړو او دغه راز یې د خپلو سیمو اړوند ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. | 69 |
| 9 | No text... | 76 |
| 10 | د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په موخه له خلکو سره د همغږۍ غونډه
سه شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸
د باميان ولايت په پنجاب ولسوالي کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې دمشرانو، ولسوالي د استازو، ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ترمنځ د اسلامي نظام ترچتر لاندې د شريعت د تنفيد په موخه له خلکو سره د همغږۍ پراخه ولسي غونډه وشوه.
غونډې ته مسؤلينو د خپلو ويناوو پرمهال په ټولنه کې د اخوت او ورورولي پر اړتیاوو ټینګار وکړ او دا یې د اسلام د مبارک دین له مهمو برخو وبلل. مسؤلينو په ټولنه کې ديني عالمان او قومي مخورو خورا مهم خلک ياد کړل او غوښتنه يې تري وکړه، چې په ولسونو کې دې د سولي، ورورولي او همداراز د شریعت د تنفیذ د پياوړتيا لپاره کار وکړي.
د يادې رابلل شوې غونډې په ترڅ کې سيمه ييزو مشرانو د پنجاب ولسوالي د خلکو ستونزي له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې پکې د پنجاب ولسوالي د سړک ترمیم، د يادې ولسوالي د روغتون د بسترونو د ضرفيت لوړونه، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول او د کوچيانو په برخه کې ستونزو ته رسېدنه شامل وو. | 58 |
| 11 | No text... | 82 |
| 12 | د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه
يکشنبه ۱۶ ربیعالأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د سرحدي سیمو د وضعیت د ارزونې ترڅنګ له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې.
په دې سفر کې نوموړي د ياد ولایت له اړوندو مسؤلینو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئیس، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر منسوبینو سره جلا او ګډې لیدنې تر سره کړې.
ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو څرګندونې او وړاندې شوي معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا دقیقې ارزونې لپاره یې له مسؤلینو سره لازمې مشورې وکړې. هغه همداراز د مسؤلیتونو له لوري د سرحدي چارو د منظم مدیریت د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي يې اړينه وبلله. | 80 |
| 13 | No text... | 69 |
| 14 | جوزجان کې د ۷ کلنې بدي ترڅنګ بدخشان او سمنګان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې
يکشنبه ۱۶ ربیعالأول ۱۴۴۸
د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د دغه ولايت په قوشتپه ولسوالي کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوي اختلافات د منځګړو مشرانو په ملتيا د خبرو اترو له لارې هوار او هر کس د خپل حق خاوند شو.
په ورته مهال د بدخشان ولايت په شهربزرګ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څو کلونو دوامدار جنجالونه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو داسې مهال پای ته ورسېدل، چې ښکېلو غاړو يو بل ته د بښنې په کولو سره د خوښي غاړې ورکړې.
همداراز د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالي کې د څوتنو اوسېدونکو ترمنځ د راپورته شويو کورنيو ستونزو او بدبينيو له امله پېښه شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري حل او طرفينو د ورورولي ژوند پيل کړ.
د يادولو ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په هېواد کې د خپلو اړوندو ادارو د مسؤلينو په همکاري هره ورځ د ولسونو ترمنځ ورته شخړې او جنجالونه هواروي ترڅو خلکو ته د ارام او هوسا ژوند زمينه برابره شي. | 89 |
| 15 | No text... | 140 |
| 16 | پکتيا کې د مسؤلينو په هڅو درې دښمني کورنۍ له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې
چهار شنبه ۱۲ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يوه پلاوي پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز اړوند باغکي په سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې يو کلنه دښمني، چې په پايله کې يې يو کس وژل شوی او ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې وې حل او فصل کړه.
په دغه پلاوي کې چې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس الحاج مفتي شفيع الله ثاقب يې مشري کوله د وزارت د شخړو د حل کمېټې په ګډون د ولايتي اداري مسؤلينو، د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په ملتیا یې له طرفینو سره څو ځله ناستې ولاړې وکړې.
یاد هیئت او سپین ږیرو د ناستو په ترڅ کې موضوع په هر اړخېز ډول وڅېړله او د طرفينو د رضايت په ترلاسه کولو سره يې د یوې غونډې په ترڅ کې یې د منصفانه او شرعي فيصلې په پایله یاده شخړه له منځه یوړه او يو بل سره خوشاله شول، چې په همدې سره يې ياده دښمني په دوستي بدله شوه. | 112 |
| 17 | No text... | 85 |
| 18 | د تخار ولايت دشت قلعه ولسوالي ته د سرحدي وضعیت د ارزونې په موخه سفر
چهار شنبه ۱۲ ربیعالأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یو ګډ پلاوي په مشري د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالي ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ولايتي مسؤلينو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست له رئیس، ، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر نورو منسوبينو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ياد ولايت د سرحدي سیمو د وضعیت، سرحدي موضوعاتو، امنیتي او اداري چارو د نظم د لا ښه ټینګښت په اړه هر اړخیز بحث وشو. ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو راپورونه او معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا ښه ارزونې په موخه یې له هغوی سره لازمې مشورې شريکې کړې.
نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې سرحدي موضوعات دې په جدي توګه وڅارل شي او د سیمې د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره دې پر وخت لازم اقدامات ترسره شي. | 93 |
| 19 | No text... | 90 |
| 20 | بلخ کې د مسؤلينو له لوري د ۴۰ کلنې حقوقي شخړې حل
سه شنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۸
د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشري د ديني عالمانو، متنفذینو، سپین ږیرو مشرانو او د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو په حضور کې د دې ولایت دهدادي ولسوالي د عزيز آباد سیمې اوسیدونکو ترمنځ شاوخوا ۴۰ کلنه حقوقي شخړه پای ته ورسېده.
ياده اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې وه د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو، چې وخت ناوخت به يې ترمنځ فزيکي اخ و ډب هم رامنځته کېده.
مسؤلينو د يادو جنجالونو د پای ته رسولو په موخه لومړی په هر اړخېزه توګه موضوع وڅېړله او بيا يې د قومي مشرانو او علماوو په شتون کې د يوې ګډې جرګې په پايله کې د شرعي فيصلې په کولو سره حق حقدار ته وسپاره. | 88 |
